د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د پژم یا پښتو ژباړې د منځي (مرکز) د جوړېدو اړتیا

محب 28.01.2008 14:54

[د مورنیو ژبو د نړیوال کال د نمانځنې په پلمه]

د پښتو ژبې پوهنیز او ښوونیز(علمي او تعلیمي) وروسته پاتیوالی، ښایي له پښتنو پرته له بل چا څخه پټ نه وي. د ښوونې او روزنې د پراختیا، په مورنۍ ژبه په ښوونځیو کې د زده کړې د دودېدلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو د لیږلو تر څنګ، له نورو ژبو نه پښتو ته د پوهنیزو، ادبي، ښوونیزو او... اثارو او مالوماتو راژباړل د دغه وروسته پاتیوالي د پای ته رسولو یوه مهمه لار ګڼل کیږي. د افغانستان په څیر په وروسته پاتې هیوادونو کې چې د خلکو زیاته برخه يې یا د ښوونې او روزنې پر ارزښت نه پوهیږي او یا په دې برخه کې د لګښت وس نه لري، دا د دولت دنده ده چې په دې ډګر کې بنسټیز ګامونه اوچت کړي. همدارنګه دولت کولی شي چې ملي او ان ناملي سوداګر هم د زده کړې، ښوونې او روزنې او ژباړې په برخه (سکټور) کې مرستې او پانګونې ته وهڅوي.
له بله پلوه څرنګه چې اوس هیواد ته د بهرنیو «مرستو» ورخ رامات دئ، نو همدا خورا وړ وخت ګڼل کیږي چې اوسني چارواکي د دغو «مرستو» یوه د پام وړ برخه دغه مهم ډګر ته ځانګړې کړي.
هغه څه چې پر پښتو برسیره په نورو خویندو ژبو پورې اړه لري، نو دا هم د دولت دنده ده چې، لکه له پښتو ژبې سره د چلند په څیر، د دغو ژبو د وګړیو د شمیر او د هغو د ژبو د وروسته پاتیوالي او ودې کچې ته په پام سره د هغو د ودې او غوړېدا په برخه کې هم مرسته وکړي او د هیڅ ژبې حق و نه خوړل شي.

بله ډیره مهمه خبره د هیواد د پوهنتونونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د پښتو او پارسي ـ دري ژبو په څانګو کې د یوه بنسټیز مضمون په توګه د ژباړې د مضمون هرو مرو پیل کیدل دي. د دې کار موخه محصلانو ته د ژباړې د تیورۍ او تاریخ پر ورزده کولو برسیره په عملي توګه د پښتو او دري متنونو ژباړه ګڼل کیږي، داسې چې په پښتو څانګو کې به دري او په دري هغو کې به پښتو متنونه ژباړل کیږي. د اوزبیکي او نورو کورنیو ژبو په څانګو کې کیدی شي چې د دواړو ژبو ژباړه محصلانو ته ورزده کړل شي.
د موافقې په حال کې کیدی شي چې د ژباړې مضمون د یوه «ملي مضمون» په توګه په تیره د ژورنالیزم او همدارنګه د حقوقو او سیاسي پوهنو(علومو)، ښوونې او روزنې، تاریخ او فلسفې او .... په پوهنځیو کې هم ورزده کړل (تدریس) شي. د لیکوال په اند، دا کار بې له شکه د ملي یووالي او پوهاوي په ټینګښت او دغه راز د هیواد د راتلونکو پښتونو( نسلونو) له خوا په متمدنه او اکاډیمیکه توګه د دواړو رسمي ژبو په زده کړه کې رغند، هومانیست او سوله ییز رول لوبولی شي. برسیره پر دې اړینه بریښي چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د بهرنیو ژبو، لکه انګلیسي، فرانسوي، جرمني، چیني، عربي، روسي او... په څانګو کې هم د ژباړې مضمون او مهارت ته پراختیا ورکړل شي.

هو، په افغانستان کې د پښتو ژباړې د منځي (مرکز) د جوړیدو خبره مو کوله. تر هغې چې دولت؟ او یا هم کوم ملي پانګوال او یا خصوصي شرکت یا شرکتونه د دې کار میړانه کوي، نو هغه کولتوري ټولنې چې د هیواد په دننه یا بهر کې پرفعالیت بوختې دي، کولی شي پخپلو جرګه ګیو کې د ژباړې څانګې پرانیزي او لیواله ژباړوونکي دې ته وهڅوي چې په وړیا توګه، او که د پیسو د ورکړې شونتیا ولري، نو د یوه ټاکلي زیارحق (حق الزحمې) په وړاندې د ډیرو مهمو او پوهنیز ارزښت لرونکیو بهرنیو اثارو ژباړې ته مټې راونغاړي.
موږ په اوس وخت کې د ژباړې د یوه منځي د جوړیدو خبره ځکه کوو چې د ژباړې په بهیر کې د یوه کره لیکدود ار او اصل وساتل، یا په بله وینا د ژبنۍ ګډوډۍ مخه ونیول شي. همدارنګه اړتیا لیدله کیږي چې په دوو بیلابیلو ځایونو کې او یا هم د دووجلا جلا ژباړوونکیو له خوا د یوه کتاب د ژباړې د مخنیوي په موخه په کمپیوټر کې پر پښتو د ژباړل شویو او یا تر ژباړې لاندې اثارو یو لړلیک چمتو شي. کیدی شي چې د دې کار د ترسره کولو دنده د یوې کولتوري ټولنې له خوا زموږ یوه کمپوټرپوه هیوادوال ته وروسپارل شي او یا هم یو کارپوه دا چاره پخپله خوښه په غاړه واخلي.