د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اعدام وړ څوک دي؟

عصمت الله "دروېش" 27.01.2008 15:25

خداى شته د علم او پوهې په دې عصر او زمان کې دا ډېره د تعجب خبره ده چې يوه محکمه دې يو ژورنالست ته تش په دې دليل د اعدام جزا ورکړي چې د کوم سايټ څخه يې غېر اسلامي مطالب کاپي کړي او يا يې د مذهب په اړه کومه پوښتنه مطرح کړې ده. ايا عقل او فکر لرونکي انسانان به داسې کار وکړي؟ که په محکمو کې ناست قاضيان دومره غېر انساني، غېر اخلاقي او بې عقله کارونه کوي نو بيا د طالبانو او نورو ترهګرو او د هغوى د پرله پسې وحشي کړنو نه څه ګيله؟

د پروېز کامبخش ګناه څه ده؟ ايا هغه څوک وژلي دي؟ ايا څوک يې ذبح کړي دي؟ ايا د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي يې ترور کړي دي؟ ايا د هېواد د سرکونو او روغتونونو په ورانولو کې يې لاس درلود؟ ايا په امريکايي جهاد کې يې د پاکستان د ګټو لپاره سرکونه او روغتونونه په راکټونو ويشتلي دي؟ ايا د هېواد د ملي شتمنيو او کولتوري شيانو په شمول يې افغانۍ لوڼه پېښور او اسلام اباد کې په عربانو او پنجابيانو د ټېپرو په بيه خرڅې کړې دي؟

ځواب يې نه دى. او کومو خلکو چې دا کارونه کړي دي هغه مجاهدين او ملي رهبران دي او اوس هم د افغانستان او افغانانو د ذبح کولو لپاره يې په وينو ککړ لاسونه د نړۍ په وړاندې نيولي دي. ايا په افغانستان کې داسې يوه محکمه شته چې رباني، سياف، حکمتيار، دوستم، عطاء، مجددي، فهيم، ملا عمر او نورو هغو کسانو ته د اعدام جزا ورکړي کوم چې د ملت په ټولنيزه وژنه او د افغانستان په عمومي ويجاړونه کې لاس لري؟ کومو چې تش د ډالرو د ګټلو لپاره افغانستان وران کړى دى او افغانان يې د تاريخ، کولتور، عنعناتو، غېرت او هر څه سره په کراتو کراتو د املوکو په بيه خرڅ کړي دي او کوم چې اوس هم د خپلو شخصي پوځونو په حفاظت کې د عېش او عشرت ژوند کوي.

ايا اسلام او جهاد تش د خلکو د وژلو، ذبح کولو، ورانۍ، تښتونې او غلا نوم دى؟ ايا د اسلام په لغت کې د زغم، مينې، منطق، عقل، مباحثې او دليل توري نشته او که شته خو زمونږ ملايان پرې نه پوهېږي؟ اسلام او يا ملايان ولې د هرې پوښتنې ځواب په وژلو ورکوي او په دې توګه دا ثابتوي چې ملايان په اصل کې جلادان دي. او تر ټولو غټه پوښتنه دا چې ايا د دې ملايانو زور په يو بې وسه او بې ګناه ژورنالست باندې بر دى يا دوى د کوم قوماندان، جنګسالار، قاتل، غل او ډاکو د محاکمه کولو جرئت هم کړى دى؟

زما په نظر دا خو هيڅ د غېرت او ايمان کار نه دى چې يو ځوان دې تش په يوه پوښتنه يا د نظر په څرګندونه ووژل شي. دا خو د بې غېرتۍ تر ټولو ټيټه درجه ده. غېرت دا دى چې که يو څوک يوه پوښتنه يا دليل لري نو هغه سره دې په دليل او علمي توګه بحث وشي. که د علمي ځواب ورکولو څخه ډډه کېږي او هغه وژل کېږي نو دا خو د هغه د خبرې حقانيت ثابتوي او زه وايم چې د سيد پروېز کامبخش پوښتنې ته د محکمې دغه ډول ځواب د دې ثبوت دى چې د هغه خبره هر څه چې ده خو سمه ده.

يادونه: د پروېز کامبخش په ملاتړ زما د لومړنۍ ليکنې په عکس العمل کې ځينو ملايانو داسې وليکل چې ما دغه ليکنه د دې لپاره کړې تر څو خارج ته د تللو لاره پېدا کړم. د يو علمي او عقلي دليل په وړاندې داسې خبره کول هم د دغو ښاغليو کم ظرفي او بې عقلي ثابتوي ځکه چې کومه پوښتنه شوې وي د هغې ځواب ورسره نه وي نو بس په دې خبره ځان خلاص کړي چې ته خارج ته تلل غواړې. هر څوک چې داسې خبره وکړي چې دوى يې ځواب نه لري نو دوى سره يې دوه ځوابه خامخا وي: که دوى دې پېژني نو لومړى ځواب يې ستا وژل دي او که نه دې پېژني نو ځواب يې دا دى چې ته خارج ته تلل غواړې. زه بايد دوى ته واضحه کړم چې زه د امريکا د کاليفورنيا په ايالت کې ژوند کوم او بل هيڅ ځاى ته د تللو شوق نلرم.