د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سـروکي په پښتــو ادب کې

پوهنیار ظــفـرخـان « اهـتــمــام » 26.01.2008 20:25

سروکي چې ځینې پښتانه « نیمکۍ » هم ورته واېي او کوزه پښتونخوا کې يې مسره یزه بولي او د پکتیا په منګلو کې د « پام » په نوم یادیږي د پښتو د ولسي نظم یوه خوږه، خوندوره او په زړه پورې برخه ده څرنګه چې سروکي د پښتو شیرینې او خوږې سندرې دي نوځکه باید ووایو چې د سروکي « کې » د تجلیل او تحبیب لپاره دی نه د تصغیر او تحقیر لپاره. سروکي ته مسره یزه هم ویل کیږي ځکه چې د سروکي بشپړونکي مسرې یا لنډۍ دي او خپله سروکي هم د څو مسرو څخه جوړ بیت یا بیتونه دي چې سروکي ته « نیمکی » اومسره یزه او کومې لنډۍ چې پکې راځي هغوته عموما ً ( ټیکۍ یا ټکۍ ) ویل کیږي په سروکو کې د لنډیو راوړل کوم شرط او اختصا ص نه غواړي،خو هغه لنډۍ چې د سروکي له مضمون سره زیاته اړه لري د لومړ یتوب حق لري . د سروکي د ویلو طرز داسې دی چې لومړی سروکې وایي له هغه ورسته ټیکۍ پکې ورلویږي د سروکېو د پښتو د موسیقی د ټنګ ـ ټکور نړۍ ډیره پراخه،ښکلې او رنګینه ده ( ۱ ) .
سروکي اکثره دهندي کورس غوندې د یوې ډلې له خوا په ګډه ویل کیږي،د سروکي د ویلو په وخت کې مسره جنګي هم کیږي مسرې هم باید د سروکي له موضوع سره نږدې او برابرې ؤ اوسي په پښتو کې د نصیب ،مینې،بیلتون،نیستۍ،غم،ښادۍ،مسافرۍ،دیدن،ګودرغاړې،ښکلا،شونډو،سترګو، زلفو،زرم،بزم،میړانې،تیښتې،کنجوسۍ،موزیتوب او نورو موضوعاتو لپاره په سلګونو لنډۍ شته او یا باید سم د لاسه د خج او سیلابونو په مراعت سره جوړې شي، نوکوم چا چی په یوې ټاکلې موضوع لنډۍ پیل کړې وي مقابل لوری باید تر آخره دوام ورکړي کله چی د شروع کونکي قناعت حاصل شي بیا وایي :
یــــو د آخـــر مــسـره د مـــدا وي
آخـــر د نه شي د ځـــــوانانو مجلسونــه
او بل لوری یې داسې ځواب ورکوي :

یــــوه د بـلـــه ورپـــــســې وي
رب د حاضر مجلس ته ورکړي جنتونه .

دلته کیدای شي چې د لنډۍ دوهمه مسره هر څوک په خپل ذوق برابره ووایي او په همدې ډول مجلسونه دوام کوي ( ۲ ) .
څرنګه چې لنډۍ د سروکي جزء بلل کیږي نو لازمه ده چی لږ څه بحث پرې وشي سره له دې چی نوم یې مسره (مصرع) ده خو په حقیقـت کې دوې مسرې دي او داسې بیت ترې جوړیږي چی یو ټکی او احساس لري لکه یو بشپړ شعر. لنډۍ نه په قافیه کې سره یو شی وي اونه په وزن کی سره برابره. عمومًا لومړۍ مسره ۹ سیلابه او دوهمه یې ۱۳ سیلابه وي . مسرې د پښتو د ګوهر غوندې دي په هندي کې « دوړهه » همدا معنی لري چی په ملتاني او نورو ژبو کې شته . د افغانستان په شرق او کوزه پښتونخوا کې « ټپې » هم ورته وایي،ټپې یا لنډۍ پرته له سروکیو هم په څو – څو ډولونو ویل کیږي، لنډی او سروکي دواړه د عامو وګړو له خوا ویل کیږي نو ځکه د پښتو اد ب زیاته برخه تشکیلوي اوزیات ویونکي او مینه وال لري فرانسوي ژبپوه او ختیځ پیژندونکي جیمز ډار مسټټر ویلي دي: وګړنی ادب اصیله سرچینه لري د خلکو له دې سندرو څخه
د پښتو د دودونو،وړونو او ژوند په باب لوی مطا لب تر لاسه کیږي او د دوی د ژوند رښتینی انځور دی . څرنګه چی پښتانه خپرونه نه لري ولسي سندرې د ورځپاڼې ځای نېسي او د سیاسی ژوند ټولې پېښې یې د خلکو سندروته لارمومي او د پښتنو د زړه راز رابرسیره کوي ( ۳ ) .
سروکي اکثره د ښځو له خوا څخه جوړیږي اود ژوند د تاو تریخوالی په وخت کې د خپل زړه بړاس پرې باسي که څه هم دا نظم ولسی شکل لري خو بیا هم د ژوند ، نا خوالې په لوړ او ژور تخیل او کنایو سره بیانولی شي چې د ثبوت له پاره یې لاندی دوه مسره یزه سروکي ښه مثال دی :

امیر چڼچڼې وړي کابل ته ، ســره یـې پالــنګونه خـانه
امیر چڼچڼې وړي کابل ته

ـ د جـــنُـکــو قــــدریـې کــم کــه ، امیر چڼچڼی وړی کابل ته...
امان اله ته د رب لوڼې ورکوینه ...
- قاضي قـُضات یې چارمارۍ کړ
امان اله بـه الله نـه کا میا بویـنـه ...

کله چی د امیرامان اله خان په وخت کې نجونې په خارج کی د تحصیل له پاره کابل ته ټولېدې ددښمنانو دتبلیغ له مخې د اکثرو کورنیو خوښه نه وه ، نو ځکه پدې سروکي،کې په غیر مستقیم ډول په کنایې(چینچڼې دکوچنیتوب او معصومتوب،بل د ډلې او سیل سمبول،او سره پالنګونه ګواکې ...)دسمبول په کارونې سره د هغه زمان د دې کار غندنه شوې ده چې نور درد یې په ټکیوکې بیا نوي . او هم دا لاندې درې مسره یزه سروکی د ښځو له خوا نه د جوړیدو،بله بیلګه ده :

دا مـــــــساپر لالی می تلی ده ایـــران ته
بیا به رای نه شي ارمـــــان د ه
بیا به رای نه شي ارمــــان د ه .

مـــــــساپري د ډیـــــره وکــــړه
راځه – راځه روزي به خدای رارسوینه

پدې سروکي کې د تاریخ هغه نا خوالې ته اشاره ده کومه چی په افغانستان کې د پنځوسمی لسیزې په لومړۍ نیمایي کې قحطي او بې روزګاري اوج ته رسیدلې وه،نو یو شمیر خلک به د غریبي او مزدورۍ له پاره ایران ته تلل(اوس هم زیا ت شمیر خلک ځي).هغوی به د تګ او راتګ په وخت کې په اوږدو د ښتو اوسمڅو( مغارو)کې د لوږې،تندې او کله نا کله د قاچا قي وړونکو،لاروهونکو او تاڼه لرونکو په لاس ښکارکید ل او ځانونه به یې حق ٫ج٬ ته سپارل خو د کورنی سترګې به یې دعمر تر آخره د راتلو په انتظار وې،نو ځکه پښتنو میرمنو دا سروکی جوړ کړی دی.د سروکي د ویلو په وخت کې اکثراً د ټکۍ د لومړۍ مسرې څخه وروسته د سروکي لومړی یا دوهم بند تکراریږي او د لنډۍ له ختمیدو څخه پس ټول سروکی په غبرګو آوازنو تکراریږي او د تکراربند کیدای شي د سروکي اوله،دوهمه،دریمه، څلرمه او یا کومه بله لنډه مسره ؤ اوسي.څرنګه چی سروکي ولسی نظمونه دي نو د کوم خاص فورم تابع کیدای نه شي او د جوړښت له لحاظه بیلابیل بیتونه او مسرې لري چی کله یې لومړۍ مسره اوږده،اوکله دوهمه،دریمه او یا نورې اوږدې وي او کله کله لکه د آزاد او نوی شعر غوندې د قافیی شرایط نه پکې مراعا ت کیږي ( ۴ ) .
سروکي کله د چار بیتو ، بګتیو ، لوبو او بدلو پاتې شوني وي چې د زمانې په تیریدو سره د دغو سندرو،نوربندونه د حاملینو څخه هیر شوي وي او یوازې د سندرو سر د خلکو په حافظو کې خوندي پاتې شوی وي او بیا دغه سروکي ځینی جوړ شوي دي د مثال د پاره د محمدین تیلي ۱۲۰۰ هـ کال د دې مستې غزلې :

ګـــل د پر زلـــفـو بانــدې قـــطار دی
دواړه چشمان د مابوبا ګل د انار دی- توبه-توبه.

سر چې اوس ورڅخه سروکي جوړ شوی دی،دغه پورتنی سر چی د یوې شپږ،بـیتیزی مقامي غزلې سردی او ټوله غـزله دپښتو د مقامي غزلو په زیاتو منتخبو مجموعو کې راغلې،د راډیو افغانستان د موسیقی په ارشیف کې هم د سروکي په بڼه خوندي ده او د نغمو کاروان مؤلف هم د سروکي په بڼه خوندي او ضبط کړې ده . مګر زلمی هیوادمل صیب لیکی : چی د ټولو سروکو په باب به دغه حکم یو څه ګران وي سروکي بیلابیل فورمونه لري چې ځینې یې ډیر زاړه دي، او داوستایي ګاتونو د (هوخشتاتره)او(آهوناد)سره په تول او وزن کې برابر خیژي ( ۵ ) .
او دوهم مثا ل یې د نور شالي چی داشناغر اوسیدونکی او ۱۹۸۶م کا ل نه مخکې مړ شوي شاعر چاربیته ده چی د پښتونخوا د شعرد هارو بهار. مکمله ثبته کړې ده او د سراو څو مسرو سره یی لاندې راوړو:

مــــا زیــګر راشـه پـــه تـــلوار« کـــه » زما یارې « ی »
« بر » ګــودر له ځونه چې ملګري شو« د » لارې « ځم چی » « په »
مازیګر راشه په تلور زه یم بلبله له جینُکونه پاتی شوم ستا له کبله
تا چـې خـبره د کوکۍ راته کولــه
راځه چې در کړم سپینه خوله زلــــفې تار تارې
مـــازیګر راشه په تـــــلوار کــه زمــــــــا یارې « مازیګر راشه » ( ۶ ) .

د نوموړې چار بیتې سر د پښتو موسیقۍ د خوږ ژبې سندر غاړې قمرګلې په آواز کې د راډیو افغانستان د موسیقی په ارشیف کې دسروکې په بڼه ثبت، موجود او ما خپله اوریدلې دی او دا ډ ول نور مثالونه هم ډیرما ته مالوم دي خو اصلي خبره هماغه د زلمي « هیوادمل صاحب » د ی او بس . په عمومی ډول سروکي په دوه ډوله ویشل کیږي چی یو ډول یې د آتڼ سروکي اوبل ډول یې عام سروکي دي چی د هر یوه څخه به یې یو- یو مثا ل د لنډیو اچولو سره راوړو ؛ د آتڼ سروکی د (افغانستانه په مووږ ګرانه ) په طرز:

بینین سیوانه ، شوې ستومانه ، فسات له تانه
په مونږ وشو ، دغـــه شـانه ؤه بـېـنین سـیوانه

- تا چې خــبرې جــــوړولې
هلته او دلته ټول د تا په تمه ونه
وه بینین سیوانه
بینین سیوانه ، شـــوې ستومانه فــسا ت له تـانه
په موږؤشــو ، دغه شا نه وه بینین ســـیــــو انـــه

- موږ آبادي غوښته وطن کې
تا په هـــیواد کې کړل ټوټې– ټوټې قـــومونه ؤه بـینین سیوانه ...


- د ستا پـه سپــینـه تـیــاره کـــې
سره علامه کــې – ؤ د چــــــل ول سازونه ؤه بـینین سیوانه ...
- تودې ، تودی‎ې منډې د و کړې
اخـــــر د واچـــول په جنګ مــسلمان وروڼه وه بینین سیوانه ...
- طرحې د ښې په خوله خوږې وې
عــمــــل د نه ؤ کــړل تــباه دې عالــمونــــه . ؤه بینین سیوانه ...

دا دی د عام سروکي په بیلګه کې د کابل جنګ په نوم سروکی راوړو :
د( په وطن جنګ دی ٭ ګولۍاوریږي ونې پاڼې رژوینه ...) په طرز:

جـــنــګ پـه کــابـــل دی په شپه او ورځ کې ، پرې را اوریږي سره اورونه
جــــنــګ پـــه کــــابــل دی .
٭ ٭ ٭
په هـــره خـــوا کې ســـرې لـــمبې دي ، جـــنــــګ په کــابــل دي
جنګ په کابل دي ، لمبو کې سوزي دا ښایسته – ښایسته ځـایونه
هی جنګ په کـابل دی ...
- یو د توپو حــسا ب یې نشته
بــل را کــیــټــونه د ږلۍ غوندې راځـــینه ...
اویـا کـــلـن تاریـــخ تباه شو
جـنـــګونو دود کړل قیمتي ټــول اثــــرونه ...
جــاري لښتي پکې د ویــــنو
فضا کې تیت دي د درو بوی ناک دودونه ...
هغه پردي د رب تباه کړي
چې په هــــیواد کې د نـــفــا ق تخم کرینـه ...
د ا ؤد سروکـواو لنډیو څو بیلګې ( ۷ ) . پا ی
٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫٬٫

ماخذونه :

۱- حبیب اله « رفیع » د خلکو سـندرې د۱۳۴۹کا ل چا پ کابل د ۱۲۳ او ۱۲۴ مخونو څخه .
۲- زما خپل یا د دښت .
۳- ډارمسټټر د پښتونخوا د شعرهاروبهار- ۱۳۵۶ کا ل
چاپ کابل پښتوکونکی مجروج د ( ۲۱-۲۰) مخونو څخه .
۴- زما خپل یا د دښت .
۵- ګل غوټۍ « خا ورې » دپښتو شفاهی اد بیات، شکل او مضمون د۱۳۶۶ کا ل چاپ کابل د (۱۶) مخ څخه .
۶- داړمسټټر پور ته اثر د ( ۱۷۷-۱۷۶ ) مخونو ، څخه لنډیز.
۷- زما: له نا چا په اثر څخه سروکي. (ظ ،اهتمام) ...

C v
زوکړه:۱۳۴۳ غبرګولی\\ برکوټ،الینګار،لغمان – زده کړې : لیسانس .
پـتــــــــــــه: ظفرخان « اهتمام » دملي اردودمطبوعاتي مرکز ژورنا لیست داردومجله، پوست بکس شمېره( ۶۴۹) کابل- افغانستان.
Mobile\\N: 0798 238682 Phone\\N: 075 2091586
E- mail\\Add: zehtimam@yahoo.com
z.ehtimam@gmail.com
چاپ اثار:۱- ښکار شوی پړانګ، د داستانونو ټولګه جوزا ۱۳۸۴ کابل
۲- څــــپــې دشعرونو جونګ اسد ۱۳۸۵ لغمان
۳- یو شمیر: ادبي، اجتماعي اومسلکي مقالې او ډرامې .
( له مجلو،نشریواو ملي راډیو څخه خپرې شوې )
۴ - له دعوت،سپرغۍ ،ټاټوبي،ټول افغان،کابل ناتهـ ، سمسور. COM.
او ځینو نورو پښتو سایټونو څخه سږکال خپرې شوې مقالی او اثار:
- کیسه ، لنډه کیسه او ناول د A4 په سایز ټول ۳ مخونه .
- لغمان د لرغوني تاریخي او فرهنګي شالید په رڼا کې ۱۸ مخونه
- په اسلام کې د شعر او ادب دریځ او اړتیا ۶ مخونه .
- په پښتو ادب کې د آزاد شعر دریځ او سرچینه ۱۲ مخونه .
- سروکي په پښتو ادب کې ۱۰ مخونه .
- مارچیچلې ( لنډه کیسه ) ۴ مخونه .
- شعرونه،لس پارچې ۱۰ مخونه .
ناچاپ اثار: یو،یوجونګ شعرونه، ډرامې، مقالې او طنزونه.