د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا د طالبانو بيا راژوندې کېدل ‌به د لوېدېځ لپاره بيا د نولسمې پېړۍ \"ماتملوبه\" وي؟

محمد کریم نور 22.01.2008 14:03

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

کله چې په نولسمه پېړۍ کې د برتانیې او روسیې تر منځ، د انګرېزانو په وینا \'ستره لوبه\' پیل شوه، او انسانان او ملکونه د شطرنج د دانو په څېر هاخوا او دېخوا پورې وهل شول، داسې پېښې هم وشوي چې د شطرنج دانو د لوبغاړو سرونه ورمات کړل: په کال ۱۸۴۲ د جنورۍ پر شپږمه تر دیارلس زرو ډیرانګرېز سر تېري، دېپلوماتان، د دوی مېرمنې او ماشومان او هندي غلامان د افغان زلمیانو له خوا ووژل شول او یوازې دوکتور برایدن ژوندی خپلې موخې جلال آباد ته ورسېد، نو دغه ناورین ته الماني ليکوال او خبر لوڅي (ژورنالېست) تئیودار فونتانې \"ماتملوبه\" نوم ورکړ او په خپل شعر کې یې داسې زمزمه کړ۰
Der Schnee leis stäubend von Himmel fällt
دوړه دوړه واوره په کراره له هسک نه رالوېدله
Ein Reiter vor Djalalabad hält
چې پر( آس) سپور سرتېر د جلال آباد په وره کې ودرېد
Wer da!, ein britischer Reitersmann
دا څوک دی! یو انګرېز سپور سر تېر
Bringe Botschaft aus Afghanistan
او راوړی یې پیغام دی له افغانستانه
*********************
Wir waren dreizehntausend Mann
موږ دیارلس زره کسان وه
Von Kabul unser Zug began
له کابل نه مو ټولی راروان وو
Soldaten, Führer, Weib und Kind
سرتېري، لارښووان، ښځینه او ماشومان وه
Erstarrt, erschlagen, verraten sind
یخ وهلي، ډارېدلي، مرګ ځپلي او غلیم ته په لاس ورغلي یو
**********************
که چېرې پر دغه ناورین یو ځغلنده لید پېرزو کړو، نو دوی ته د دغه ماتم د ورپېښېدوجوت لاسوندونه به راته د طالبپاڅون د پایلو وړاندوینه وکړي:
انګرېزانو غوښتل چې افغانانو ته خپل هڅوبی، ژبه، د دوی په څرګندونه، \" د انسان رېښتینې ژوندکړنلاره او انسان ته درناوی\" وروښیي، له افغانانو سره اقتصادي او سياسي مرسته وکړي، او همدراز افغانان د وخت ستر ګواښ روسیې پر وړاندې وساتي۰ دوی تر دې شعارونو لاندې پر افغانستان یرغل وکړ۰ دوی افغان هڅوبي ته سپکاوی وکړ، د اقتصادي مرستو پر ځای یې زموږ د کانونو په غلا کولو شروع وکړه، چې ښه مثال یې د امیرحبیب الله خان په پېر کې د کوه نور الماس غلا ده چې د نړۍ یو له غټو الماسو څخه شمېرل کېږي۰ انسان ته د درناوي پر ځای یې د افغانانو په وژنه لاس پورې کړ او د سياسې چارو د مرستې په نامه یې زموږ څخه ټول واک خپل کړ۰ نو ځکه افغانان وپارېدل، د خپلې عقیدې، کلتور، ژوندکړنلارې، عزت، ناموس، ملت او وطن ساتنې لپاره یې هر ډول رنځ په ځان ومانه او د انګرېززمري پنجه یې ماته، او خپله لکۍ یې په خوله کې ورکړه۰ ښاغلی فونتانې یې داسي نکل کوي:

Zersprengt ist unser ganzes Heer
زموږ ګرد ټولی له منځه تللی
Was lebt, irrt draußen in der Nacht umher
څوک چې ژوندی دی، لارورکی، شپې اخستی په هره خوا ځغلي راځغلي
Mir hat ein Gott die Rettung gegönt
ماته خو خدای ژغورنه پېرزو کړه
Seht zu, ob ihr den Rest retten könnt
تاسې وګورئ، که نور تاسې وژغورلای شئ

اوسمهال هم لوېدېځوال یو ځل بيا د خپل پرمخ تللي کلتور د خپرېدا، د ترهګرۍ او اسلامي ښندوالي ځپل، د بشرحقوقو درناوی، د ولسواکۍ راوستل، له افغانانو سره په سیاسې او اقتصادي چارو کې مرسته، افغانستان ته د ورکې سولې راوستل، د امنیت ساتل، او د دوی د نوي شعار له مخې چې \"نه یوازې د افغان حکومت سره بلکې د هر افغان سره د ښو اړیکو ساتل\"، د افغانستان د بشپړ مځکني او هوایي بریدونو ساتل، اونه یوازې د امریکا بلکې د ټولې نړۍ د امنیت ساتل، د خپل یرغل او نیواک آرلاسوند بولي۰

خو لوېدېځ ځواکونو په تېره امرېکا او برتانیې د ولسواکۍ د راوستلو لپاره لمړی هغه افغان مخور او مشران چې د دوی(لوېدیځوالو) په ضد، خو د افغان ملت د ښېګڼې غوښتنوکي ول، څوک مړه او څوک د ترهګرۍ په نوملړ کې ونیول او بیا یې د شمالي ټلوالې ځناور د خپل لاسپوڅي کرزي پر وړاندې ودرول۰ پر افغانانو یې غږ وکړ چې اوس مو ولسمشر خوښ کړئ! افغانان چې د شمالي خونیانو د وهم، ډار، ظلم، انسانوژنې، د خلکو په عزت له تیري او د طالبانو له جهالت څخه نور لاس په سر شوي ول، نو یې د خپلو هیلو پانګوالي د کرزي په چپنه، قره قول او کمیس پرتوږ کې وکړه۰ ښاغلی کرزی چې د هیلو، باور، ژمنو او افغاني غیرت په سوداګرۍ پوره پوهېده، افغان ولس داسې ناهیلې کړ چې هر سړی ځان له بارانه ناوې ته څملولی ګڼي۰

ورسته لدې چې ښاغلی کرزی لمړی د پښتنو استازی او بیا ولسمشر شو، نو ژرترژر یې خپل ټبرته شا کړه او د پښتنو سره یې خپله ژمنه ماته کړه۰ د ده په مشرۍ کې پښتنې مېرمني پر بمونو وويشتل شوي، هممهال افغان ماشومان، ځوانان او سپین ږيري په ګوانتانامو کې د ژمي په سړه هوا کې د څارویو په قفسونو کې شپې سبا کولې۰ خو کله چې د ولسي جرګې مشر، د ښاغلي کرزي لمړی مرستیال، د شمالي ټلوالي تلپاتې مجاهد مشر، د ملي او تاریخي آثارو په غلا په دوبۍ کې ونیول شو، نو ښاغلي کرزي ژر تر ژره په تېلېفوني توګه خلاص کړ او دا یې د ده پر وړاندې یوه توطئه وبلله۰ کرزي د وطن واک او ځواک د شمالي ټلوالې \"مقاومتي مجاهېدینو\" په خولو کې ورکړ، د ملک د ننه او بهر واکڅوکۍ یې د ولسواکۍ په رڼا کې ټولې د مافیا کارکونکو ته ورپه برخه کړي۰ نو پښتانه به ولې ښاغلي کرزی نه پوښتي چې د دوی حقوق ولې پایمالېږې او ولې یې زامن په یوه او بل نامه وژل کېږي؟ دا چې د ښاغلي کرزي په مشرۍ کې هر قوم پر پښتنو باندې وردانګي، شخصې بندیخانې جوړوي او پښتانه په کې په کلونو کلونو ځوروي، د هغوی سپکاوی کوي او حق یې خوري، نو ولي به پښتانه د خپلو بندي وروڼو د خلاصېدا او د خپولو حقوقو د ساتلو لپاره هلې ځلې نه کوي؟

لوېدېځ ځواکونو په تېره امریکا او انګلستان د اقتصادي مرستو تر نامه لاندې د افغانستان په جغرافیوي سوداګریز موقیت پټک واچوه۰ افغانانو لا خپله شهیده ناوې او زوم تر خاورو لاندې کړي نه ول چې \"ناسا\" د افغانستان پر غرونو رغونو الوتل پیل کړل او د تېلو، ګازو او نورو کانونو په لټون یې شروع وکړه۰ افغانان لا تر هغه وخته وږي او دانګلستان د ډوډۍ په تمه ول چې انګرېزانو د هلمند او ځنو نورو ولایتونو څخه د یورانیوم په غلا پیل وکړ۰ تېلنلونه چې د امریکا په مرسته په افغانستان کې جوړېږې او د دوی له خوا به یې امنیت ساتل کېږې، نو د دوی په جوپړ کې به وي، ګټه به یې هم د امریکا د یونیکال کمپنۍ وي نه د افغان پرځېدلي ملت په ټولیزه توګه، او نه هم د موسي کلا د جنګځپلو کورنیو، په ځانګړې توګه۰ که چېرې کوم ملک وغواړي چې د افغانستان سره کومې سوداګریزې اړیکي ټینګې کړې، نو د امريکا خوښه به د افغانستان لخوا آرشرط وي، که نه نو سوداګروته به داسې ستونزې پیدا شي لکه په سوډان کې چې چینایي سوداګر ورسره لاس و ګرېوان دي۰

امریکا د بشر د حقوقوساتل، په ځانګړې توګه د ښځو حقوق، د جهادي تنظیمونو د ظلم او جبر څخه، په تېره د شمالي ټلوالې او د طالبانوڅخه د خلکو د خلاصون تر نامه لاندې، افغان ماشومان، بزګران، ټیکسیوالان، لاس باړي او مزدکاران ترهګر وبلل او دوی یې ګوانتانامو ته یوړل۰ څوک یي لېونې کړل او بیا یې خوشي کړل، څوک ورسره اوس هم بندي دي، او څوک یې مړه کړل۰ افغان مېرمنو ته یې په بده سترګه وکتل او په دوی یې تر مرګه جنسي تېری وکړ۰

امریکا او ملګرو یې د اسلامي ښندوالي، بنسټپالي، تندلاري، او طالبځپلو لپاره پداسې لارو چارو لاس پورې کړ چې نه یوازې د یوه روغ انسان په سول او پوهه بلکې د هرڅاروي په شعور یې منفي پایله درلوده۰ که څه هم چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال کې طالبان کابو مات شول، ډیر یې امریکا ووژل، او ډیر یې شمالي ټلوالې وخوړل، خو وروسته یې ډېر افغانان پدې تمه کړل چې ګواکې نور به افغانستان ته سوله راځي او هر څوک به په امن وي۰ د پښتون ولس استازی به ولسمشر وي او د هر چا حق او امنیت به خوندې وي، هغه که ښځه وي، که نر، ماشوم وي که سپین ږيری، پښتون وي که هزاره، تاجک وي که ازبک، او۰۰۰ افغانان پدې اند ول، چې افغانستان ته به د نړۍ اقتصادي مرستې راروانې شي، هر چاته به د کار او سولئیز ژوند موکه په لاس ورشي او د جهادي تنظیمونو د ظلم او جبر نه به خوندي وي۰ خو له بده مرغه چې داسې ونه شول۰ ځکه چې د هغو شعارونو د پلیتابه لپاره چې امریکا او ملګري یې راغلي ول، د دوی د آر طبعیت او څېري ضد ول۰ نو ځکه امریکا او ملګرو یې د سولې، امنیت، ټیکاو او ولسواکۍ لپاره افغان سیاسي لوبغالی زورواکانو، ځانغاړيو او خونیانو ته په هدیه ورکړ۰ سوداګریز مافیایي ګروپونه یې رامنځته کړل چې له ډوډی څخه نيولې، تر تریاکو، الماسو، تاریخي آثارو، عزت اود مېرمنو د خرڅلاو او ماشومانو د اختطاف کارونه یې پر مخ وړل، چې ښه مثالونه یې یو څه موده وړاندې د قانوني او مسعود نیونه او د چیناېي او افغان بدلمنو ښځو د مرکزونو ساتل د فهیم د ملګرو لخوا دي۰ د امریکا څارګرې ادارې اف، بي، آی، د راپور له مخې د کرزي کشر ورور بهر ته د تریاکو په لېږد کې پوره پوره ونډه درلوده او دی وو چې نورو ګروپونو ته یې د لېږد اسانتیاوې برابرولې۰ لکه مخکې مې چې نغوته وکړه، امریکا او ملګرو یې د ترهګر په نامه ډیر افغانان ووژل، او ډېر یې ګوانتانامو ته کش کړل او هغه څه یې ورسره وکړل چې په انساني پېر کې یې ساری نه لیدل کېږي۰ امریکا او ملګرو یې د شیعه ایران او د خپل د پېړیو سیاسې او نظامي سیال، روسیې د نفوذمخنیوي لپاره پښتانه بې واکه کړل۰ دوی په دغه سياسي کم سوله او پوچ پلانونو، او خپلو ناوړه او غیر انسانې کړو وړو سره پښتون ولس چې یوازینی د امن او سولې فکتور او د آسیا په زړه کې د کرارۍ زړی جوړولای شي، د ځان پر ضد وپاروه ۰ هو، داسې یې وپاروه چې په کال ۲۰۰۲ کې دوه درې ځانمرګي بریدونه وشول، خو په ۲۰۰۷ کې په سلهاوو۰ د جګړې لمن په مزار شريف کې نه وه ټوله، په کندهار، هلمند او نیمروز کې اواره او ورو ورو یې پکتیا، پکتیکا، کنړاو د ډیورند بله غاړه راونغښته۰ غلچکي بریدونه پر سنګري بریدونو بدل شول، د وخت پېغور، روزمزدي ،ټیکسیوالان او بزګران په رښتیا طالب جنګیالي شول۰

اوسمهال که کرزی په ارګ کې وېده او د راتلونکې په باره کې په خوب کې د خیال په نیلیو سپور وي، په ورونو کې طالبان چاړې ورته تېروي، ورځ که نیمه نیمه د امریکا، انګلستان او ایساف ده، خو شپه بشپړه د طالبانو ده۰ د حکومت سرتېري په وړو ټوپکو جنګېږې، خو طالبان په نوي او غټو هغو، حکومتي سرتېري په خپله تنخوا ژوند نه شي کولای، خو طالبان د شپي په غرونو کې په لوټونو اور بلوي چې ساړه یې ونه شي۰ خلک پدې اند او باورشول چې ولسواکي له آره د غريب وینه چښل او سپکاوی او د ظالم او ناپوه سړي پر واک کول دي۰ د اووه کالونو په موده کې د افغانټولنې بنسټ دومره وروست شو چې مخکې به ښه کار په غیرت او ویاړ کېده، خو اوس اوس هر عیب او ناوړه عمل ته \"مدنیت او ماډرن\" ویل کېږي۰ نو ځکه ډېرکي افغانان نه یوازي پدې اند، بلکې پدې هاندوهڅه دي چې یو رېښتینی اسلامي انقلاب رامنځ ته کړي۰ هر هغه افغان چې د امریکا په راتګ او د طالبانو په ورکېدا یې لمړی له لوېدیځ ځواکونو \"ټنکیو\" کوله، اوس یې پوره پوره کرکه ترې کېږي۰

له بلې خوا، \"زما د غلیم دوښمن زما ملګری دی\" اصل له مخې ایران، چین او روسیې په پټه او پوره سپین سترګۍ سره طالبانو ته هر هغه څه ورکوي چې دوی یې غواړي۰ پدې وروستیو وختو کې د ایران څومره ډېرې وسلې یا ونیول شوي یا هم وروسته له چاودنې جوتي شوي۰ امریکا، کاناډا، هالنډ، استرالیا او ان المان چې له ایران سره ډېره نرمه رویه کوي، په وار وار ایران پدې باندې تورن کړ، او ان ایراني استازي یې په خپلو ملکونو کې د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل او ګواښ یې ورته وکړ چې بیا داسې ونه کړي، خو ایران او دومره خواخوږي او شرافت، چې له افغانوژنې لاس واخلي او یا هم امریکا غوندې غلیم په خپل څنګ کې پرېږدي؟

پاکستان چې له آره دویم اسرائیل او د انګلیس او نور لوېدېځ، د اسلام پر ضد د پټو توطئو حرامونی دی، اوس د عربي هېوادونو او ځینو اسلامي ښندوالو په کړیو کې راګیر شوی، خو تل تر تله یې د مرتد رول لوبولی دی۰ پاکستان هر هغه څه کوي چې په وړاندې یې روپۍ واخلي۰ اوسمهال یې نه یوازې امریکا ته خپل بستر خوشی کړی، بلکې هر هغه چا ته چې پاکستان ورسره بلارب شي۰ پاکستان که هر څومره له امریکا سره مرسته کوي په همغه کچه له طالبانو سره۰ که څه هم چې پاکستان اوسمهال په خپل کوهي کې ورو ورو ورلوېږي، خو پردې سربېره به افغانخاورې ته د سولې راتلل نور هم ځنډمن او خنډن شي۰

د دې تر څنګ د امریکا او ملګرو د \'خوښې ټولی\' یې ورو ورو په ماتېدو دی؛ د ایساف د ځواکونو په منځ کې همغږې کمه او ناندرۍ ډېرې شوې۰ د المان، پرانسې او اېټالیا پارلمانونه د امریکا او انګلستان د ترهګرۍ په ضد عملیات روا نه بولي او ډېر د شک په سترګه ورته ګوري۰ کاناډا، هالنډ اوسکانډنوي ملکونه چې سرتېري یې په افغانستان کې پراته دي، له امریکا سره داسې همغږي نه دي لکه په لمړي پړاو کې۰ سهیلي کوریا ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه او \'شاببو ګانې\' چې د مرستې په نامه یي عیسوي تبلیغ کوي، له افغانخاورې وباسي۰ له ترهګرو سره \"نه غږېدل\" چې د امریکا او ملګرو د ټولي آر بنسټ جوړوي، نور ناچله او له پامه لوېدلی دی؛ که نه نواېټالیا، المان او سهېلي کوریا به د خپلو برامته شوو خلکو د خلاصون لپاره له طالبانو سره نه غږېدل۰ د دغه اصل ماتېدا او له طالبانو سره خبرې پدې مانا چې نور نو طالبان د ټولو لوېديځو ملکونو پر وړاندې ترهګر نه دي۰ طالبانو ته یوه ستره بریا دغه وه چې د یرغلګرو ځواکونو په منځ کې یې درز واچوه او ځان یې نړۍ ته د افغان سیاسي لوبغالي یو برخوال وروپېژانده۰ په افغان ولسي جرګه کې هم پدې ډېرې خبرې کېږې چې دولت څنګه له طالبانو سره یو جوړجاړې ته ورسېږي۰ په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو اداره خو وار له مخه هڅه کوله چې له طالبانو سره روغه جوړه وکړي۰ په لوېدېځ کې ډیر سیاسي کارپوهان، ان د امریکا د ولسي جرګې ډیرغړي په کلکه پدې اند دي چې بې له طالبانو افغانستان ته سوله راوستل خورا ګران دي ۰

دا چې نیواکګر ځواکونه د افغانانو د طبیت او د خپلو ژمنو پر ضد په کړو وړو بوخت دي، او افغانان یې داسې پارولې لکه په نولسمه پېړۍ کې، نو ویلای شو چې د لوېدېځ لپاره به یې پایلې ډیرې ګرانې وي؛ ځکه هر هغه څوک چې په ویاړ مرګ ته غاړه کېږدي، په پوره هوډ او بې پروایۍ بل هم وژني۰ هو داسې یې وژني لکه څنګه چې تئیودار فونتانې د انګرېزانو په باره کې وایي:

Sie hören sollen, sie hören nicht mehr
دوی باید زموږ غږ واوري، خو نور یې نه شي اورېدلی
Vernichtet ist das ganze Heer
ګرد ټولی له منځه تللی
Mit dreizehntausend der Zug begann
دیارلس زره کسه مو ټولی وو چې راروان شو
Einer kam Heim aus Afghanistan
خو یوازې یو کس ژوندی له افغانستانه راووت
***************************
هو، تاریخ خو دا راښیي چې له هر یرغلګر ټولي نه به یوازي یو تن ژوندی پاتې کېږي؛ هغه هم ځکه چې د خپلې ماتې نکل وکړي۰ که بل څوک پدې اند وي چې ګواکي دا د نولسمې پېړۍ شعر دی، د منلو وړده، خو که پري غور وکړو، پیغام یې ډېر نوی او تازه دی٠