د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزى صيب دې ته دې پام دى؟

هېوادوال 20.01.2008 14:20

دروان زېږدي کال دنومبرپر٢٠ مه د،کانووزيرصيب ابراهيم عادل دعينکودمسوکان چې دهېواديوه ستره شتمني ده.اوهېوادوال يې پرمټ ډېرڅه ترلاسه کولاى شي.يوې چينائي کمپنۍ ته ديوې بولۍ(بېډنګ) په نتيجه کې ورکړ.

په دغې بولۍ (بېډنګ) کې ځينونوروکمپنيوهم برخه اخيستې وه.اوله چينائي کمپنۍ نه يې ډېر قيمت باندې دغه کان اخيسته،خوعجبه خبره ده چې دغه کان،چې چا په لوړقيمت اخيستۀ هغوته ندى ورکړل شوى اوهغه ټيټ قيمت واله کمپنۍ يانې چينائي کمپنۍ ته ورکړل شوېده.

حېرانېدن دى،چې دا وزيرصيب ولې دغسې يوه نامناسبه او ټيټ قيمت ته زړه ښه کړى او هغه لوړقيمت واله يې له پام غورځولى دى؟ دايوسوال دى اوبيخي عجب سوال دى،چې دې وزيرڅنګه دغسې کاروکړ؟

راځئ،چې دچينائي اوهغې قزاقي شرکتونو پيشنهادشوي قيمتونه اوامتيازات، په تله کې واچوواووګوروچې څومره غټ تاوان يې هېوادوالوته رسولى دى:

(په بخښنې، سره چې تفصيل يې په پارسۍ کې دى)
شماره مشخصات کانسرسيوم قزاقستان کمپنی چينائي MMC تفاوت
1 حجم سرمايه گذاري در بروژه مس عينک همراي پروژه هاي برق 4.054 ميليارد دالر امريکائي 3.4 مليارد دالر امريکائي 0.654 ملياردالر امريکائي
2 اغاز استخراج 2 سال بعد از امضاء قرار داد 5 سال بعد از امضاء قرار داد 3 سال
3 تعمينات برق ساختماني حرارتي با نيروي 360 ميگاوات و 2 الي ٣ بند برق 150 الي 200 ميگاوات با بودجه مکمل 1.8 مليارد دالر امريکائي ساختماني برق حرارتي با نيروي 400 ميگاوات 110 الي 160 ميگاوات
4 تخصيص براي تعليم و تربيه کدرهاي ملي افغانستان 60 ميليون دالر امريکائي بخاطر تحصيلات عالي محصلين افغانستان در بوهنتون های قزاقستان سالانه 50نفر محصلين در طول 30 سال ندارد 60 ميليون دالر امريکائي بايد خاطر نشان ساخت که کمپني هاي چينائي که درکشور هاي خارج فعاليت ميکند نيروي کاري محلي را يعني کشور که دراينجا پروژه دارد استفاده نميکند وبيشتر نيروي کاري خورد را با خود ميبرند
5 مصارف ساختماني وايجاد رابراتور ها براي وزارت معادن لابراتور هاي تست و اناليزمواد منرالي به صفت اب نوشيدني 3 ميليون دالر امريکائي ندارند 3 مليون دالر امريکائي
6 مصارف براي ايجاد وساختمان کارخانه هاي خشت سازي و و ريگ سازي 90 مليون دالر امريکائي ندارند 90 مليون دالر امريکائي .
شروع به کار اين کارخانه ها شرايط نيروي کاري اضافه را ايجاد ميکند که برای بودجه دولت تکس اضافه گی داده میشود.
7 عملی کردن و ساختمانی بروژه راه اهن جمهوری ازبکستان کابل الی سرحد باکستان 2.5 مليارد دالر امريکائی معلوم نيست 2.5 مليارد دالر امريکائي صرف از ترانزيت اين پروژه دولت افغانستان مفاد زيادي دارد واين پروژه اهميت بزرگ حياتي براي اقتصاد ورشد انفراسترکشن دارد.
8 پوليکه بودجه افغانستان از حق الامتياز(رياليتي) بدست مياورد يعني عايدات بودجه افغانستان ازحق الامتياز. سالانه 383 مليون دالر امريکائي ويا 54490 تن مس خالص اگر قيمت مس 7300 دالر امريکائي باشد اندازه رياليتي 18.1% درصد ثابت وفکس ميباشد و مربوط به تغيرات قيمت مس درجهان ندارد. اندازه رياليتي از 19.2 بالاي نيست و ارتباط دارد به قيمت جهاني مس در جهان براي مثال : در قيمت مس 7300 دالر امريکائي 19.2 درصد رياليتي استفاده ميشود ولي اگر قيمت مس در جهان پائين بيايد ان زمان اندازه رياليتي چينائي تا 8% پاين مي ايد حق الامتياز رياليتي چينائي به اندازه 19.2% وابستگي به قيمت جهاني دراد و تا 8 % هم ميتواند بشود ولي اندازه حق الامتياز رياليتي قزاقستان 18.1% است وثابت وفکس ميباشد که اين براي بودجه افغانستان فايده دارد.
9 عايدات بودجه افغانستان ازحق الامتياز رياليتي در طول 30 سال 11.490 مليارد دالر امريکائي معلوم نيست
10 حجم استخراج 290000 تن 200000 تن 90000 تن
11 حجم سرمايه مکمل در پروژه مس عينک به پروژه های اضافه گی 6.564 معلوم نيست
12 بانوس پيشنهاد کمپني قزاقمس بخاطر بانوس :
90 مليون دالر امريکائي رشد پروکرام هاي اجتماعی منطقه
60 مليون دالر امريکائي تعليم وتربيه کادرهاي ملي افغانستان در دانکشده هاي عالي قزاقستان
100 مليون دالر امريکائي ايجاد شهرک براي کارگران و کارمندان پروژه مس عينک .
140 مليون دالر امريکائي ايجاد وساختمان کارخانه هاي اضافه گي خشت سازي و ريگريشن وغيره .
درمجموع 3909 مليون دالر امريکائي در طول 3 الي 4 سال اضافه بر اين درطول 7 سال طرف قزاقستان پروژه اهن از جمهوري ازبکستان– کابل – پشاور پاکستان را عملي ميکنند دولت افغانستان 50% مالکيت در راه اهن دارد
808 مليون دالر امريکائي با شرايط ذيل برداخته ميشود:
10 % 80 مليون دالر امريکائي در طول 2 الي 3 ماه بعد از امضاء قرارداد 20% 161 مليون 600 هزار دالر امريکائي بعد از سروي بروژه 1.5 الي 2 سال 70% 565 مليون 500 هزار دالر امريکائي در طول 4 الي 5 سال در مجموع اين بانوس در طول 7 الي 8 سال به دولت افغانستان پرداخت ميشود. بانوس کمپني چينائي در طول 7 الي 8 سال پرداخته ميشود که بعد از 20% + 10% ان 240 مليون دالر امريکائي در طول 2 الي سه سال پرداخته ميشود .
طرف قزاقستان 390 مليون دالر امريکائي را درطول 3 سال به افغانستان کمک ميکند و دراين مدت کارخانه ها را ايجاد ميکند که فايده اين کارخانه ها به دولت ميرسد. اضافه درطول 7 سال کانسرسيوم قزاقستان به ساختن راه اهن خاتمه ميدهد که سالانه دولت افغانستان 600 مليون دالر امريکائي را صرف از ترانزيت فايده ميگيرد.
تفصيل خومووليد. اوس نودې کارته اوس سړى خيانت ووايي اوکه څه بل شى؟ ولې يې قزاقي کمپنۍ ياکومې بلې لوړې بيعې واله کنمپنۍ ته دغه کان نه ورکاوۀ؟
که وزيرصيب وايي،چې چين زموږ ګاونډى دى، نوداخوهم پرځاى خبره نشي ګڼل کېداى ځکه چين زموږ په هېوادکې ددبيارغونې په چاروکې چندان ښۀ سابقه نلري، لکه دننګرهاراوتورخم دسړک جوړولوپرمهال يې که دګل اغا شېرزي وهل نه واى،ليدلي نواوس به هم دغه سړک جوړنه ؤ.

همداشان په ميدان وردګ ولايت کې د(ميدان_باميان)سړک دقراردادله مخې دوى بايدسږ کال اته لس کيلومټره سړک پوخ کړى واى خودوى لاتراوسه يوکيلومټرهم ندى پوخ کړى!

په پاى کې له ښآغلي ولسمشرنه هيله کوم،چې دغه موضوع ته جدي پام وکړي،ځکه داله دې غربت وهلي ولس سره بربنډخيانت دى. اوهمدغه کانونه اودهېوادنورکاني مواددي، چې افغانان ورته سترګې په لاره دي اوهيله لري،چې له دې لارې به يې ژوندپرمختيا ومومي.هيله ده، کرزى صيب په دې اړه جدي پاملرنه وکړئ، ځکه دې کې دغربت ځپلو اووزګاروافغانانوديوې مړۍ ډوډۍ اوپرمختياسوال دى!