د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیړنی وضعیت اوبې تفاوته واکداران

محمدآصف خواتی 19.01.2008 20:28

په دی وروستیو ورڅو کې دهیواپه ګوټ ګوټ کې  دخوراسړې هوا،دډیروواورواوبارانونوداوریدو له امله سلګونه وطنوال موپه حق ورسیدل،زرګونه څاروۍ یې مړه شول،کورونه ، جایدادونه اوکرنیزې ځمکې یې له منځه ولاړې اولا تراوسه پورې دهغوۍ ژونداومال ته ګواښونه اوخطرونه پخپل قوت پاتې دی ۰ داچې دبادغیس ،بدخشان ،فاریاب ،هلمند ، هرات اونورو ولایتونو په لیرې پرتوسیمو کې زموږوطنوال څه حال لری ،څومره یې ژوندله لاسه ورکړی اوله کوموستونزواوکړاونو سره مخامخ دی پرهغې خبریدل دافغانستان د واکمنوشرایطوله امله ناشونې خبره ده اوپرهغې بحث اړین نه بریښی خو هغه څه چې په پلازمینه کابل کې  تیریږی دهغې په پوهیدوسره لوستونکی قضاوت کولی شی چې دهیوادپه لیرې پرتوسیمو،کلیو اوبانډوکې  دامهال چې اورښتونه دوام لری ،لارې اوسرکونه دترافیکوپروړاندې تړلې دی اووطنوال مو له کوموستونزواوکړاونوسره مخامخ دی پوه شی ۰ممکن ډیروهیوادوالودآریانا دتلویزیون له لارې دکابل په زړه کې دهغوسلګونو وطنوالوځورونکۍ ژوندلیدلی وی کوم چې دجګړې له امله یې دهلمند څخه کابل ته را کډه شوې دی اویا هغه هیوادوال چې دیوه کال څخه زیاته موده کیږی چې دپاکستان اوایران څخه خپل پلرنې ټاټوبی ته راستانه  شوې خودسرپناه دنشتوالې له امله دشنه آسمان لاندې په کنډوالواوشکیدلو خیموکې ژوندکوی چې نه خواړه لری نه کالې اومرګ یې تهدیدوی اوداسې اداره نشته چې دهغوۍ لاس نیوۍ وکړی اودمرګ څخه یې بچ کړی۰ کله چې ددې کورنیودې ډول ځورونکې وضعیت  چې دزړه سوۍ اوترحم وړوضعیت دی انسان وینې داپوښتنه دهغې په ‌ذهن کې راګرزی چې آیادافغانستان داسلامې جمهوریت چارواکۍ اودهغې نړیوال ملاتړکونکې  دا مسؤلیت نلری چې دې هردم شهیده اومظلوموانسانانوته دانسان په سترګه وګوری اوهغوۍ دمرګ څخه وژغوری؟ددې کورنیودسرنوشت په هکله چارواکوکله دافکرکړی دۍ چې دهغوی غم وخوری  اویا یې په دې اړوندسوچ هم وهلی چې دیوه میلیون څخه زیات وطنوال چې دایران څخه دشړلوترګواښ لاندې دی اوافغان حکومت ته هم پخوا خبرداری ورکړل شوی کومه چاره وسنجوی چې دهغې هیڅ پته نشته۰ دلته بیا دا پوښتنه پیدا کیږی چې آیا اوسنې افغان چارواکی لکه دنورو هیوادونومشرتابه دا مسؤلیت نلری چې په بیړنیوحالاتوکې دخپلو هیوادوالودژونددخوندیتوب په هکله اړین تدبیرونه ونیسی،دهغوی په چوپړ کې ودریږی یا داچې یوازی دهغوې  څخه وغواړی چې فرمانونه،هدایتونه اواوامریې ومنی اوهغه عملې کړی؟ که خبره داوی چې پرهغوی حکومت وکړی بیانودهغوی څخه کومه ګیله نشته خووینو چې اوسنی چارواکې دتیرو واکدارانوپه شان اوپه ډیرومواردوکې  دهغوی نه ځانونه دولس رښتینۍ خدمتګاران ګڼی۰ آیا یوازې په ویلو اوتبلیغاتو سره حکومتونه کولای شی خلکوته خدمت وکړی یا داچې عملأ په دې لاره ګې ګامونه پورته شی ؟ داڅه ډول خدمت دۍ چې ولس یې دتودوخې په څلویشتواودیخنۍ په منفۍ شلودرجوکې دشنه آسمان لاندې شپې اوورځې تیروې خوهغوۍ ته دسرپناه دبرابرولو په هکله هیڅ ګام نه پورته کیږی   ۰ دخلکو دبې سرپنایۍ نه که تیرشواودحکومت نورومسؤلیتونوته پام راوګرزوهغه به دیوه څرګندمثال په راوړلو سره لږشانتې روښانه کړواوبیا به قضاوت درانه لوستونکی ته پریږدوچې اوسنې حکومت چې ټوله نړۍ یې ترشاه ولاړه ده اوپه تیره  ناټویې هیوادونه عملأ ددې دولت   حامیان ګڼل کیږی  اوپوځونو یې په افغانستان کې لنګر اچولۍ دی څومره پخپلوخبروکې رشتینۍ دی ،خلکوته په چوپړکې څومره ژمن دی اوڅه لاسته راوړنې اوبریاوې لری  ۰ دروان کال دجنورۍ په شپاړلسمه نیټه دمزارشریف د تاریخۍ ښارپه دوومارکیټونوکې اورولګیدچې په بشپړه توګه دا مارکیټونه وسوزیدل چې زیانونه یې میلیونونه ډالرو ته رسیږی ۰ خودښاراطفایه چې دوه عرادې موټر لری ونه توانیده چې اورمهاراومړکړی ۰ آیا دهیواد دپنځو ستروښارونوڅخه یوښارچې دوه عرادې داطفایې موټر ولری دداخله چارودوزارت بیوسی اوبې کفایتې نه ښیی چې نشی کولاۍ دخپلو اړونده اداروستونزې حل کړی ، بل داچې په همدې ښار کې دایساف قوتونه هم موجوددی اودهغې څخه دمرستې غوشتنه هم شوې خو هغه داوردمهارولو اومړه کولو په موخه هیڅ اقدام نه کوی که دا قوتونه افغان دولت اوخلکوته دمرستې لپاره راغلې دی نوولې بیا مرسته نه کوی ؟ که چیرې په هیواد کې وروستیواورښتونواوبیساره ساړه ته چې دهیواد لویې اواساسې لارې یې بندې کړې دی دسلګونووطنوالواوزرګونوڅارویوژوندیې واخیست اولاتراوسه دا غمیزه روانه ده اودزرګونوکورنیوژونددګواښ سره مخامخ دی لازمه وه چې په داسې بیړنې حالت کې دوزیرانوشورا بیړنۍ اوفوق العاده غونډه کړې واۍ او ددې وضعیت سره دمقابلې اوخلکوته دبیړنیومرستودرسولو په خاطرلازمې اواړینې پریکړې کړې واۍ ترڅویې دخپلو خلکودژونداومال اوشتمنیودساتنې لپاره عملې ګامونه پورته کړۍ وای چې له بده مرغه وینو چې حکومت هیڅ کوم غبرګون نه دۍ ښودلۍ اودپخواپه څیر په عادۍ شرایطو کې خپل نورمال کارته ادامه ورکوی۰ د حکومت داډول دریځ  ښیی چې په هیوادکې داندیښنې وړخبره نشته چې دکوموبیړنیوګامونوایښودلواوفوق العاده تدبیرونونیولوته اړتیا وی ۰ په هیوادکې واکمن حالت ته په کتلوسره چې دډیرو خلکو ژوند یې دګواښ سره مخامخ کړۍ دی نه یوازې هغې ته بیړنۍ وضعیت ویلاۍ شو  بلکه یو ناورین دۍ چې باید حکومت دهغې سره دمقابلې په خاطر اړین اولازم تدبیرونه نیولۍ واۍ خوله بده مرغه وینو چې په دې اړوندحکومت هیڅ ګام نه دۍ پورته کړی ۰ دحکومت لخوا په د ې اړوند دغبرګون نه ښودل ښیی چې دافغانستان اوسنۍ واکداران دخپل هیوادداوسنۍ وضعیت څخه بیخبره دی   داځکه چې هغوې خلکوته دورتلوجرات نلری اوبیریږی چې ددولت مخالفین یې ونه وژنی ، که چیرې دوې خپل ولس ته ورتللاۍ نشی لږترلږه خو دې ډله ایزورسنیوته مراجعه وکړی که څه هم دهیوادرسنۍ تراوسه پورې هغه خپلواکه رسنۍ نه دی چې باید وی خوبیا هم په نسبې توګه دهیوادوضعیت پکې انځوریږی ۰ که چیرې زموږجمهورریس ،دهغې مرستیالانو او وزیرانودآریانا دتلویزیون له پردې په کابل کې دهلمندولایت غم ځپلو کډوالو،دایران اوپاکستان څخه راستنوشویووطنوالو اوپه اسلام قلعه کې راشړل شوومهاجرودزغم څخه  وتلۍ وضعیت یوځل لیدلاۍ واۍ دا یقینې خبره وه چې دانسانې عاطفې له امله به هغوۍ په دې اړونددیوې بیړنۍغونډې درابللواوهغوۍ ته دمرستودبرابرولواودسړې هوا اوواوروسره دمقابلې په موخه لازمې پریکړې کړې واۍ۰ که چیرې دوۍ رسنۍ لولۍ اوټلویزیونۍ چنلونه وینۍ اودهغه څه په اړوندچې ما پخپله نیمګړې لیکنه کې ورته ګوته ونیوله دهغوۍ له آنده کومه داندیښنې وړ خبره اوستونزه نه ده اوزه هغه نشم درک کولاۍ  اودانصاف پرته مې چارواکو ته دانتقادګوته  نیولې دا نوزماددرک اوپوهې کمزورۍ اونیمګړتیا ده  اوهیله لرم چې دا تشه ډکه کړم خودلوۍ څښتن څخه هغو خپلو وطنوالو ته چې دسړې هوا اوبیساره اورښتونوله کبله  یې عزیزان او شتمنۍ له لاسه ورکړی ،دستونزو سره لاس اوګریوان دی،ژوندیې دګواښ سره مخامخ دۍ صبر اوزغم غواړم اوخداۍ دې نور دوۍ دخپلوعزیزانو په ویر کې نه کښینوی ، هغوۍ چې سرپناه  ،خواړه اوکالۍ نلری دهغۍ خاوندان شی ۰