د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هواېي ځواک ېا اقتصادي ځواک

امان الله حلېم شملزی 19.01.2008 20:26
دملې پوځونو دهواېی ځواک دقل اردو دپرانستنی پر مهال اولشمر ښاغلې حامدخان کرزې ېو ځل بېا له نړېولو او ملګرې هېواد دامرېکا له متحده اېالاتو غوښتنه وکړه چی دافغانستان دملې اردو هواېی ځواک تقوېه کړې .
دا ښه او پر وخت غوښتنه ده ، هر څومره چی ممکن وې دغومره ژر باېد افغانې دولتې تاسېسات او امنېتې قواوې تقوېه او منظمی شی .
ځکه چې ننی ناخوالې او بغاوتونه دهمدې موسساتو دنشتوالې او کمزورې زېږنده دی .
ولې د مخکېنې شوروې اتحاد دوستې او مرستو او د هغه وخت دبهرنې قوتونو شتون او بېا له بېخه دهرڅه له منځه تلل موږ ته ډېر څه راجوته وې .
زما په آند موږ تر هر اېزم او ځواک له مخه اقتصادېزم او انډسټرلېزم ته اړتېا لرو . امنېتی موسسات استهلاکې او کنزېومر ادارې دې ، ددی اداراتو تل پاتې شتون او ځواکمنتېا له اقتصادې بېس او بنسټ سره تړلې ده .
که د هېواد په ځوانانو کښې دساېنس او ټکنالوجې په لوړه پوهه رامنځ ته کړل شې او بېا دلومړنېو اساسې اسانتېاوو په شتون سره ېو صنعتی مربوته زون په ټولو ولاېاتو کښی ورغول شی ، او دهغه صنعتی تولېداتو په مټ لوړ ارزښته تجارت او بېن المللې مارکېټ ته لاره پېداشې ، او له تجارت نه لاس ته راوړل شوې زرمبادله ېاخارجی اثار او نقده ګټه په لاس راوړل شی چې هغه سرماېه بېرته ددغو موسېساتو په لاغښتلتېا او پراخېا کښی ولګول شې ، هغه ورځ به موږ په صحېح معنو کښی ازاد خودکفېل او دزورور امنېتی او اقتصادې ځواکونو څېښتنان ېو .
نړېوال پوځې قوتونه او موسېسات خپل عاېد او مصارف دهېواد د پېاوړې اقتصاد دټکسونو او مالېو څخه تشکېلوی . نو موږ ته هم پکار دې چی
باېد له متحده اېالاتو ، دناټو له غړو هېوادونو اوله اسلامې عربې هېوادونو سره دخپل اقتصاد دپېاوړتېا لپاره هر هغه څه وکړو چی په توان کښې مو وې . اقتصادی وده نقدو پېسو ته نه وېل کېږی چی تر لاسه شی نه اقتصادی وده ودی ته وېل کېږی چی دنورو په خېراتونو لوی لوی تعمېرات ورغول شی .
اقتصادې پر مختګ دادی چی موږ لومړې دسړکونو ، ډېمونو ، مواصلاتې نظام ، او په ځانګړې ډول سره دبرېښنا دتولېد سترې زېرمې ولرو ، چی اوس مهال ېی باېد پدې باندنې دوستانو ژر تر ژره ورغوو .
وروسته باېد د ساېنسی ژورو زده کړو له لېاری د مېګاپراجېکټونو او مېګاټکنالوجې رغولو او تاسېسه ولو کښی پخپله کامېابې ترلاسه کړو چی دې عمل ته ترقې خودکفالتې او په نړې کښی دلوې نوم او نښان د لاس ته راوړلو وړتېا او مقام واېی .