د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نعيمي هڅې دميدان ښار دبڼې دبدلون ښکارندوي کوي

حارث امرخېل 19.01.2008 13:55

که سړى ميدان ښار له تېرو دوو کلونو څخه مخکې ميدان ښار سره پرتله کړي ، نو دومره جوړ شوى ، چې د پرتلې وړ نه دى .

د ميدان وردګو ولايت ته د بدلون ورونکى ددغه ولايت اوسنى والي عبدالجبار نعيمي دى .

نعيمي دکرزي د حکومت هغه ځوان ، با استعداده ، نه ستړى کېدونکى ، امانت کار او با احساسه والي دى ، چې په خپل ټول توان سره يې تش په نامه ميدان ښار په ريښتيا ښار کړ .

هغه لومړى په ولايت کې يوه سالمه اداره او نظم رامنځته کړ او په ادارو کې يې د کار اهل په دندو وګمارل او بيا يې يوه متوازنه بيارغونه پيل کړه .

د نعيمي د ښو هڅو له امله هغه اوس ددې ولايت د هر وګړي په خوله کې د ښه والي په نامه ياديږي ، لوى او واړه ورته احترام لري .

هغه وخت مې نه هېريږي ، چې په ميدان ښار کې به د څښاک او اوداسه او به نه پيداکېدې او هغه وخت مې هم نه هېريږي ، چې باد به ددغه ولايت څو ورانې او ويجاړې ودانۍ په سپيرو دوړو کې پټې کړې ، خو اوس هغه ميدان ښار نه دى ، اوس هر څه تغير کړى ، په دې ښار کې اوبه ، برېښنا، بې شمېره زړه وړونکې دولتي او شخصي ودانۍ ، دلوبغاړو لپاره لوبغاړى ،پاخه او قير شوي سړکونه او په مرمرينو ډبرو جوړې پلې لارې جوړې شوې دي .

اوس په دې ولايت کې په زرګونو ونې کېښودل شوي او سيورى په کې پيدا شوى او زياتره سړکونه او څلور لارې يې د ملي شخصيتونو په نومونو ، نومول شوې دي او دا هر څه چې شوي دا يواځې او يواځې د نعيمي په دوکلنه دوره کې شوي دي .

له نعيمي څخه مخکې داسې واليان دې ولايت ته راغلي، چې ددغه ولايت د مظلومو خلکو حق يې اخيستى او په بل ځاى کې يې پرې ښيښي ماڼې جوړې کړي او بس ، خو نعيمي هغه والي دى ، چې هره ورځ ددغه ولايت د جوړېدو په خاطر او ددې ولايت د خلکو د سوکالۍ په موخه ، د خيره موسسو، سفارتونو او دولت له اړوندو وزارتونو څخه د مرستې غوښتنه کوي او هڅه يې دا ده چې له ميدان وردګو څخه د هېواد په کچه يو نمونوي ولايت جوړ کړي .

لرې نه ده ، چې نعيمي به د خلکو هغه هيله پوره کړي ، چې تش په نامه ميدان ښار دې په رېښتيا ښار شي او د سيمې د خلکو اقتصاد دې په پېښو ودريږي .

دا پرځاى خبره ده ، چې په ښار کې خلکو ته د کسب او کار ښې لارې چارې برابريږي او د خلکو ژوند بدلون مومي ، نعيمي هم غواړي چې ميدان ښار د بيارغونې له پلوه يوه ښه په نقشه جوړ او ښکلى ښار کړي او ددې ولايت کړېدلو خلکو ته د کار او کسب زمينه برابره کړي .

د نعيمي له راتګ سره په دې ولايت کې په سلګونو مېلېونه ډالره د ښوونځيو ، سړکونو ، پليو لارو ، روغتونونو ، کلينيکونو ، پارکونو، دولتي ادارو ، د اوبو او مېوو د زېرمو په جوړېدو لګېدلي او لا دغه لړۍ په توندۍ سره روانه ده .

دغه ځوان والي زياته پاملرنه د ښوونې او روزنې ، روغتيا، امنيت او سړکونو جوړېدو ته اړولې ده او له دې لارې يې زرګونو کسانو ته په بېلا بېلو ادارو او چارو کې
بوختياوې پيداکړي او هغوي له دغې مشروع لارې څخه يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي .

دغه با استعداده والي هڅه کوي چې ددې سيمې خلک د بې کارۍ له ناوړې نارو غۍ څخه وژغوري او سالم کارونه ورته پيدا کړي ، ددې ترڅنګ کوښښ کوي چې د علماوو ، مجاهدينو، قومي مشرانو او باسواده ځوانانو په مرسته او مټ بشپړ امنيت رامنځته کړي ، چې په دغه کار کې تر ډيره بريده بريالى شوى هم دى او دغه هڅې لا دوام لري ، د سيمې خلک هم ورسره پوره ملاتړي دي او وخت او ناوخته ددغه والي کړنې ، پلانونه ، ابتکارات او لاسته راوړنې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ستايي .

دغه راز نعيمي ته د روان کال په لومړيو کې د ميدان وردګو د خلکو په نامه يو ستاينليک هم ورکړل شو ، چې داددې والي لپاره د افتخار ځاى دى .

اوسنۍ ميدان ښار هغه تر دوه کلونو مخکنى ميدان ښار نه دى ، اوس د ژوند ټولې اسانتياوې په کې شته او د بيارغونې له پلوه يې حيرانوونکى بدلون موندلى او لايې مومي .

نعيمي راتلونکى کال وار له مخه د بيارغونې دکال په نامه ونوماوه او هو ډ لري، چې په راتلونکي کال کې په لسګونو مېلېونه ډالره ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې په اړينو پروژو ولګوي ، چې له دې سره به د خلکو ډيرې ستونزې حل شي .