د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عاشورا د ورځې فضيلتونه او د کربلا پېښه

خادم احمد 17.01.2008 12:39

د ګران رسول داحاديثو او د اسلامي پوهانو د ليكنو  پر بنسټ د عاشورا ورځ  يوه مباركه  ورځ ده، چې  له  اسلام نه  مخكې د جاهليت  عربو او د يهود يانو په  نزد هم  د يوې  سپيڅلې ورځې  په نوم پېژندل كېدله او دوى  به  په دې ورځ كې روژه نېوله . د لغت پوهانو د تحليل پر بنسټ د عاشورا  کلمه له (عشر) نه  لكه څرنګه، چې د تاسوعا كلمه له (تسع) څخه مشتق دى، اخېستل  شوې او مانا يې ((لسمه ))ده، چې له هغه نه  مراد د محرم د مياشتې لسمه نېټه ده، چې په كې حضرت امام حسين او د هغه نور ۷۲ تنه ملګري د كربلا په دښته كې  د يزيديانو له خوا په مظلومانه توګه، په شهادت ورسېدل.
د اسلامي رواياتو له مخې، په دې ورځ كې حضرت آدم ) حضرت  نوح (ع) له سيلاب  نه  خلاصون وموند، همدا را ز حضرت ابراهيم ( ع) خداى تعالى د نمروديانو  له اور نه بچ كړ. د يو بل روايت له مخې، د حضرت يعقوب ( ع) د سترګو ړوندوالى هم په همدې ورځ لېرې او هغه د حضرت  يوسف ( ع) وصال ته ورسېد. لوى خداى (ج) حضرت ايوب ( ع) ته، هم په همدې ورځ، چې ډېر سخت ناروغ و، روغتيا ورپه برخه كړه، تر ټولو مهمه پېښه، چې په هكله يې ډېر روايتونه راغلي، هغه د فرعون له شره او ضرره د حضرت موسى ( ع) او د هغه د قوم بني اسراييلو خلاصون دى، چې په ترڅ كې يې لوى خداى فرعون د نيل په سيند كې ډوب او بشريت يې د تل لپاره  له بديو او ناراوو نه  و ژغوره، له دې نه اخوا حضرت عيسى ( ع) هم په همدې ورځ آسمان ته پورته  شو او عروج يې وكړ.

د عاشورا په ورځ روژه نيول :

د عاشورا په ورځ روژه نيول يو مستحب كار او ډېر ثواب لري، ګران پيغمبر حضرت محمد ( ص) به تل په دې ورځ  روژه نېوله.  
له دې نه اخوا، د ګران پيغمبر (ص) له احاديثو نه داسې ښكاري، چې د عاشورا ورځ د يهودو او د جاهليت  دورې د قريشو  تر منځ هم مشهور وه .
 حضرت عايشه ( رض) وايي: عاشورا هغه ورځ وه،  چې قريشو به د جاهليت په دوران كې په دې ورځ  روژه نېوله او كريم رسول ( ص) به هم په همدې ورځ روژه نيوله او كله،  چې  هغه مبارك مدينې منورې ته مهاجر شو، نو په دغه ورځ  به يې خپله هم روژه نېوله او نورو ته يې هم پر نېولو باندې حكم كاوه، خو هغه مهال، چې د رمضان د مياشتې روژې پر مسلمانانو فرض وګرځول شوې، نو ده  مبارك وفرمايل: هرڅوك،  چې وغواړي، دغه روژه ( د محرم د لسمې ورځې ) ونيسي و يې دې نيسي او كه څوك  يې نيول  نه غواړي ،  نو نه يې دې  نيسي.
همدارنګه له عبدالله بن عمر ( رض) څخه روايت دى (( چې د جاهليت په دوره كې به هم خلكو په دغه ورځ روژه نېوله.  ګران پيغمبر ( ص) او نورو مسلمانانو به هم مخكې له دې نه، چې د رمضان روژه فرض شي، په دغه ورځ كې  روژه نېوله، خو كله، چې د رمضان د مياشتې روژه فرض وګرځول شو، نو آنحضرت ( ص) وفرمايل (( په تحقيق سره د عاشورا ورځ د خداى له ورځو څخه دي، نو كه څوك پكې غواړي روژه ونيسي و يې دې نيسي او كه څوك نه غواړي، نو پرېږدي يې))له  بخاري او مسلم نه روايت دى. 
حضرت عباس ( رض) فرمايي، ژباړه:((كله، چې محمد ( ص) مدينې منورې ته مهاجر شو، ويې لېدل، چې يهوديان په دغه يعنې د عاشورا په ورځ روژه نيسي، نو هغه مبارك وفرمايل: د ا څه شى دي؟ هغوى وويل، چې دا ډېره  ښه ورځ ده، دا هغه ورځ ده، چې لوى خداى ( ج) حضرت موسى او بني اسراييل د فرعون له شر نه وژغورل او حضرت موسى (ع) به په دغه ورځ   روژه نېوله، نو آنحضرت ( ص) وفرمايل: چې زه موسى ته د تاسې په پرتله ډير حقدار يم او لومړيتوب لرم، نو پر دې بنسټ ده مبارك  به له دې وروسته، خپله هم په دغه ورځ  روژه نېوله او نورو ته به يې حكم كاوه.   

د عاشورا د ورځې فضايل :

امام ترمذي (رح) له ابوقتاده نه رانقلوي، چې ګران پيغمبر (ص) وفرمايل: ژباړه: (( هېڅ يوه ورځ پر بلې باندې د روژې د نېولو له مخې ښه والى او فضيلت نه لري، مګر د رمضان د مياشتې او د عاشورا د ورځې روژه .
امام ترمذي له حضرت علي (رض) نه روايت كوي، چې يوه  سړي له آنحضرت ( ص) نه پوښتنه وكړه، چې د رمضان له روژې نه پرته  د كومې ورځې پر روژې باندې امركوي، نو آنحضرت ( ص) وفرمايل: ژباړه : په محرم كې روژه ونيسه، ځكه، چې دا د لوى خداى ( ج) مياشت ده او په محرم كې يوه ورځ شته، چې لوى خداى پكې، د يو قوم توبه قبوله كړه او د بل قوم روژه هم قبلوي.
له دې ټولو احاديثو نه، چې د عاشورا  د ورځې په اړه روايت شوي دي، داسې ثابېتږي، چې په سركې پر مسلمانانو د عاشورا په ورځ كې د روژې نېول ،واحب او لازم ګرځول شوي و ځكه، چې ګران پيغمبر ( ص) فرمايلي و: د عاشورا په ورځ روژه ونيسئ او له حضرت ابن مسعود نه روايت دى، چې آنحضرت ( ص) وفرمايل ژباړه: اوس، چې  د رمضان روژه فرض وګرځول شوه، نو د عاشورا د ورځې روژه پرېږدئ)) نو له دې نه داسې ښكاري، له هغه نه  وروسته، چې د رمضان روژه فرض وګرځول شوه، د عاشورا د ورځې روژه د فرضي او واجب روژې په توګه پرېښودله شوه، اما د مستحبتوب حكم يې اوس هم په خپل ځاى پاتې دي، ځكه، چې ګران پيغمبر (ص) د عمر تر پايه په ځانګړي اهتمام سره يې  نېوله ا وويل به يې كه ژوندى پاتې شم خامخا به د نهم ( تاسوعا ) او لسم روژه نېسم او خپل امت يې د دې ورځې په روژه تشويق او ترغيباوه .
لكه څرنګه، چې رسول اكرم (ص) ډېر په دې ټېنګار كاوه ، چې  د اسلام دين بايد له نورو دينونو نه توپير ولري او د نورو دينونو له شعارونو بايد لري واوسو، نو ځكه يې  مسلمانان د تاسوعا( د محرم د نهمې ورځې ) او عاشورا د روژې پر نېولو هڅول ،  تر څو د مسلمانانو روژه د اهل كتابو له روژې نه توپير وشي او جلا وي. څرنګه، چې ګران رسول ( ص) هيله څرګنده كړه، چې راتلونكى كال به د عاشورا ورځې د روژې تر څنګ، د تاسوعا روژه هم نيسي، پر دې بنسټ د تاسوعا روژه هم مستحب ده .

عاشورا او د حضرت حسين رض شهادت :

د عاشورا په تاريخي ورځ كې د حضرت امام حسين رض د شهادت پېښه رامنځ ته كېدل د لوى خداى (ج) تقدير او اراده وه،
ډېرى اسلامي تاريخ  ليكونكي د كربلا پېښه هم په همدې ورځ ثبتوي،  چې په ترڅ كې يې د ګران پيغمبر لمسى  حضرت امام حسين له خپلو ۷۲ تنو ملګرو سره پكې، په ډېره مظلومانه توګه د كربلا په دښته كې د يزيد د پلويانو له خوا، په شهادت ورسېدل. دغه تاريخ ليکونکی محمد بن جرير طبري، ٌ بلاذريٌ، ابن سعدٌ، ابن قتيبه دينوري، احمد بن داوود دينوري او ابن اثير ټول په اتفاق سره د غه پېښه د هجرت په ۶۱ كال د محرم په لسمه نېټه تاييدوي. د كربلا په دې پېښه كې  د حضرت امام حسين رض په ګډون د هغه مبارك ۷۲ تنه په ډېر مظلومانه ډول په شهادت ورسېدل، چې له هغې جملې ۱۶ تنه يې د د هغه له  كورنۍ څخه وو ، د ځېنو روايتونو پر بنسټ له حسين رض سره د هغه له وروڼو او وريرونو نه ۲۳ تنه له هغه سره يو ځاى په شهادت رسېدلي، چې په دې ډله كې د جعفر،  حسين،  عباس،  محمد،  عثمان، او بوبكر نه يادولاى شو،  چې ټول د حضر ت علي رض زامن وو او خپله د امام حسين  له زامنو څخه،  چې په دې پېښه كې شهيدان شوي دي.
 د علي اكبر او عبدالله  نومونه اخيستى شو، همدا را ز په دې پېښه كې د حضرت امام حسين څو وريرونو د حضرت حسن له زامنو څخه د عبدالله ، قاسم او ابوبكر په نومونو شهيدان شوي دي. همدارنګه د  عبدالله بن جعفر له زامنو څخه د دوو تنو د عون او محمد په نومونو او د عقيل له زامنو نه جعفر عبدالرحمن او مسلم بن عقيل، چې په كوفه كې په شهادت ورسېدل او د عقيل له لمسيانو نه عبدالله بن مسلم، محمد ابن ابي سعيد او محمد ابن ابي سعيد د دې شهيدانو په ډله كې وو.
په دې اړه چې آيا يزيد خپله د حضرت حسين په شهادت كې لاس درلوده او كنه، د اسلامي تاريخ ليكونكو تر منځ، بېلابېلې نظريې وجود لري، كه څه هم دى (يزيد) د خپلې واكمنۍ په دوران كې ،  ډېر بد او ناوړه كارونه يې ترسره كړل، خو بيا هم په دې اړه د نظرونو اختلاف وجود لري، ځېني چې شمېر يې بېخې لږ دي، په دې اند دى ، چې يزيد اصلا په دې پېښه كې هېڅ ډول مسووليت او برخه يې نه درلودله، اما ځېنو نورو چې شمېر يې بيا ډېر دي ، د دې نظريې پر خلاف يزيد د دې پېښې د رامنځ كېدو اصلي لامل ګڼي او وايي چې هغه آن په لومړي سر كې د (ابن زياد) هغه څوك چې د حضرت حسين په شهادت كې په ښكاره او مستقيمه توګه لاس درلوده، د كړنو پلوى و او له هغه نه يې ملاتړ كاوه . همدارنګه  يزيد وروسته خپله د همداسې ناوړو سياستونو په پلې كولو په مستقيم ډول برخه واخېسته،  لكه څرنګه چې وروسته ده خپله د مسلم بن عقبې تر مشرۍ لاندې يو پوځ يې تيار او ورته د مدينې پر ښار د بريد امر وركړ او هلته يې ډېر نور د لوړو مرتبو اصحاب كرام يې په شهادت ورساوه. همدا راز دى د خپلې واكمنۍ ترپايه پورې ، دې ته حاضر نه شو، چې خپل هغه كسان چې د حضرت حسين رض د شهادت لاملين وو، مجازات كړي . بلكې د ى خپله د هغوى سياستونه خپلې كړې او په مدينه او مكه كې نور صحابه يې په شهادت ورسول.

حسين رض ، عبادت  او تقوايې

حضرت حسين رض، چې د ګران پيغمبر ص د كورنۍ د غړو په جمله كې راځي، د سيرت ليكونكو په باور، د قد او قامت له پلوه، تر ډېر ه بريده ګران پيغمبر (ص) سره ورته والى درلودلى، په عين حال كې هغه له ډېرو لوړو اخلاقي سجاياوو نه هم برخمن وو، چې هغه يې له خپل عالي مقام  نېكه آنحضرت سره مشابه كاوه.
حسين رض د پنځه ګونو،  سننو او نافله لمنځونو په ترسره كولو كې، ډېره مينه درلوده، ډېرې ورځې به يې روژه نېوله او شپې يې د لوى خداى په عبادت او لمانځنه تېر ولې. مصعب وايي ، حضر ت حسين پنځه وېشت ځله په پياده تګ د بيت الله شريفې حج ادا كړى دى.

ناروا رواجونه او خرافات

له  ځېنو خلكو سره داسې باور وجود لري، چې د محرم په مياشت كې كوږده او يا واده کول حرام او يا ښه نه دی، په  دې اړه بايد ووايو، چې دا نظريې هېڅ شرعي او ديني بنسټ او ارزښت نه لري او مطلق خرافات دي،.هغه شى چې د اسلام په سپېڅلي دين كې د محرم د مياشتې په اړه يادونه يې  شوې ده، هغه داده چې دغه مياشت يو له هغو څلورو حرامو مياشتو څخه دي، چې لوى خداى (ج) ته مباركه او هغه (ج) په كې خلك له جګړو او جنګونو نه  منع كړې ده، همدا راز د نورو مياشتو په پرتله په دغو مياشتو كې  د ګناوو او دښمنۍ په نه كولوباندې ټېنګار شوي او حضرت محمد ( ص) د دغې مياشتې د شرافت او كرامت له مخې، هغه يې د شهرالله په نامه نومولې ده، داسې يو ه مياشته، چې د داسې لوړ مقام او رتبې درلودونكي وي، ښايي چې موږ په كې  خلك خوشبينۍ، ښه  او مشروعه كارونوته  راوبولو او په خلكو كې بايد بدعتونه او خرافات خپاره نكړو، او له هغه بده كړنلاره نه ، چې د مصر فاطميانو يې بنسټ اېښي او نورو خلكو ته يې د ګمراهۍ لپاره پرېښي ، بايد ځان وساتو ، د فاطميانو له بدو پاتې شونو نه يو همدا بدعت دى ، چې د محرم مياشت يې د غم او ماتم په نوم ونوماوه او پكې هر راز خوښۍ او واده حرام وګڼله. د اسلام له انده د كال ټولې مياشتې او ورځې د واده او كوږدې لپاره مبارك او مناسب دي ، ځكه كوږده او واده له اسلامي شعايرو او دګران پيغمبر محمد ص له سننونه څخه دى .

څنګه يې ولمانځو :

د  عاشورا ورځې فوق العاده ارزښت او فضايلو ته په پام سره بايد ووايو، چې بايد هر مسلمان د دې مباكې ورځې حرمت او درنښت په پام كې وساتي او په دې ورځ كې د روژې په نېولو او د قران په تلاوت او لمنځونو په كولو سره ددې ورځې حق ادا او ولمانځو،  همدارنګه د كربلا د پېښې په اړه، د څېړنو او مطالعو په ترسره كولو سره، د دې ورځې  د بركت او فضايلو په باره كې خپله علمي ذخيره زياته او ترڅنګ يې د باطل پر وړاندې د حق د دې لوى پاڅون  پر لوړو  موخو او اهدافو، ځان خبر كړو . او د حضرت حسين لاره ، چې په يوازې سر د ظلم او بربريت په وړاندې ودرېدل او د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې ورسره په مېړانه مقابله وكړه ، خپله كړو .
پاى