د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنت

دوست 16.01.2008 13:34

يو ناڅاپه څو خړ رنجر موټرونه ودرېدل ، وسلوال کسان ترې په بېړه راښکته شول ، ورپسې له يوه موټره څو کسانو يو تابوت را کوز کړ او بيا يې مخامخ کورته ور د ننه کړ .
وروسته يو ځوان چې پوځي کالي يې پرتن و ، د بورې مور پښو ته ټيټ شو او بيا يې په ژړغوني انداز وويل :
موږ ډېر زړور او صادقه سرتېرى له لاسه ورکړ ، هغه ډېر دينداره و ، حتى په جګړه کې يې لمونځ نه قضا کوو .
خداى ج به يې حتماً و بښي ، د وطن او دين په لاره کې قربان شو اوس به يې روح په جنت کې وي .
پوځيان ووتل ، لا څو ساعتونه تېر شوي نه و چې بيا د کلا مخې ته شور شو ، څو تنه چې ول – ول لنګوټي يې په غاړو کې پراته وو، په بېړه يې تابوت را د ننه کړ .
يو تن چې د پټکي په پيڅکه يې اوښکې وچولې بوډې مورته ، چې حيرانه ولاړه و ، ور نږدې شو :
ته بختوره يې ، د شهيد مور يې ، ستا زوى د اسلام په لاره کې سرکېښود د خداى پاک رضا يې حاصله کړه ، اوس به جنتونو کې ګرځي .
بوډۍ مور د داوړو تابوتونو منځ کې حيرانه ولاړه وه ، کله يې وړو لمسيانو ته چې په خاورو پړ مخې پراته وو ، کتلې اوکله يې غبرګو تابوتونو ته .
يو ناڅاپه يې چيغه کړه :
دا څنګه جنت او دخداى ج رضا ده ؟؟ چې يو ورور يې د بل په وژلو ترلاسه کوي ؟؟

١٣٨٦ دمرغومي ، څلورمه کابل
Numandost75@yahoo.com