د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد ملک دلاور مړينه يوه ناسکيندې پېښه

پوهاندډاکټر م . ا. زيار 15.01.2008 14:07
ملک دلاور د ګرد ننګرهار او بيا کامې له هغو ګوتشمېر روښاندو ولسي مشرانو څخه ګڼل کېده چې تر ځانه پر خپلو کليوالو او سيمه والو ډېر زهير او زړه سواند وو. په ټوله مانايې د يوه خدايي خدمتګار په څېر له تنکۍ ځوانۍ نه بيا تر زړ بوډۍ او ان د ژوند تر وروستۍ سلګۍ له خپلو بې برخو او جنګ ځپلو وګړو نه لکه نوک و اوورۍ بېلېدای نه شو. ماتې ګوډې او ستونزې به يې په جرګو مرکو ور هوارولې او د چارواکو د ناخوالو او ناغېړيو پر وړاندې به يې ورسره  تر لاريونونو پورې  له هېڅ راز منډو ترنډو ډډه نه کوله.
د داسې يوه وګړپال او ولسپال ملک مړينه، هغه هم د هېواد په اوسني اړودوړ او د تورې – سپينې ټلوالې د جنګ و جهالت په راتپلي ناتار او ناورين کې د خپل کورو کلي څه چې د ګرد پښتون – افغان ولس پر کچ يوه ستره او نا سکيند وړه پېښه ده. له همدې لامله يې ړومبی د ملک او صميم ويرژلو کورنيو غړيو، په تېره مدير صاحب صميم اله صميم،استاد اَصف صميم، ځوان ليکوال و ژورنالېست عبدله جان  او بيا ټو لو هېواد والو ته د ځان او کورنۍ له خوا د زړه له ژورو خواخوږۍ څرګندوم او هغه ارواښاد ته له بهاند او لوراند څښتنه جنتونه غواړم.
   اروايې ښاده او اندوژوند يې تلپاتې او تلژوندی!
     پوهاند زيار او کورنۍ