د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد صميم سره د خواخوږۍ پيغامونه

15.01.2008 13:17

دخواخوږۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره خبرشو،چې دښاغلي استاداصف صميم خسر اوددښاغلي عبدالله کامه وال پلارمحترم په حق رسېدلى دى.
دخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې ټول غړي دارواښآدپرمړينه ډېرخواشيني دي. اوله همدې کبله ښاغلي استادمحمداصف صميم،ښاغلي عبدالله کامه وال اودرنوکورنيوته يې جميل صبرغواړي.اوارواښآد ته له لوى خداى(ج) ځنې د مغفرت اوفردوس جنت په هيله دي.
اروايې ښاده!
دټولنې مشر
الحاج غرزى خواخوږى


د جغتو د مدني او کلتوري بهیر د خواخوږۍ پیغام

د جغتو مدني او کلتوري بهیر د پښتو ژبې د ویاړمن لیکوال، سترادیب  او اغیزمن قلموال استاد محمد  صمیم د کاکا او خسر په مړینه خپل خپګان څرګندوي ، د هغه له کورنۍ سره په دې ستر ویر کې خپل ځان شریک ګڼي او د تسلیت مراتب څرګندوي. الله دې ارواښاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو ته جمیل صبر ورکړي. زموږ  ژوند د سترڅښتن تعالی په واک کې دی او موږ د هغه طرف ته ورتلونکي یو

د جغتو مدني او کلتوري بهیر


په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د کامې يو مخور سپين ګيری او د درانه استاد محمداصف صميم تره ملک دلاور خان له دې تلونکې نړۍ نه سترګې پټې کړې٠ زه په خپل وار سره درانه او منلې استاد صميم او ددوۍ پلار مدير صاحب صميم الله خان او ټولې کورنۍ ته تسليت ورکوم او دوې سره د غم په ټغر ځان ناست بولم٠ الله ج دې ارواښادوبخښې او کورنۍ او دوستانو ته ددې غم د زغملو توان ور کړې٠

په درنښت

ډاکټر احمد احسان زمانې
سويس 


له عبدالله کامه وال اواستاد صمیم سره خواخوږي!
په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران عبدالله کامه وال پلار اوداستادمحمدآصف صمیم تره مرحوم ملک دلاوردورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله دګران کامه وال اوښاغلي صمیم سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.
انا لله و انا الیه راجعون
په درنښت
دلمن ،ادبي،کلتوري خپرونې لخوا


ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام

انالله وانااليه راجعون
دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم او ګران ورور قاري عبدالله كامه وال له كورنيوسره دخواخوږۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم تره اودپښتوژبې دځوان ليكوال اودځولۍ مجلې دمشر ګران وررو قاري عبدالله كامه وال پلار ، ملك دلاورخان په حق رسيدلى .
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي له قدرمن استاد اوګران قاري صيب سره پدغه غم كې خپل ځانونه شريك بولي اودنوموړي مړينه يوه ستره ضايعه بولي هغه ته دلوى څښتن له دربارڅخه دجنت فردوس اوپاتې كسانوته يې دجميل صبرغوښتنه كوي.

په درنښت
دريځ علمي اوكلتوري ټولنه  


د خواخوږۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو په رسنيو کې خبر ترلاسه کړ چې د گران استاد محمد آصف صميم صاحب کاکا خُسر ملک دلاور خان په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړي دي.
موږ له دروند او منلي استاذ صميم صاحب او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غمجنه او خواشينوونکې پېښه کې خپل ځان شريک بولو. مرحوم ته د څښتن تعالی څخه د بښنې او اعلی جنتونو او هم يې کورنۍ او دوستانو ته د صبر جميل غوښتنه کوو. پاک رب دې هغه مرحوم وبښي. اروا يې ښاده او ياد يې تلژوندی.

سيدحسين پاچا او کورنۍ
او هم د اکسفوردشاير د استوگنو افغانو ټولنې له خوا


په برسلزکې دلراوبروپښتنودټولنيزواودوديزواړيکوټولنې ډېرپه خواشينۍ سره دټولافغان له ليارې د خدائ بښخلي ملک دلاورخان دمړېنې خبرترلاسه کړی ےدلراوبروپښتنودټولنيزواودوديزواړيکوټولنه دارواښخادمغفرت لپاره دلوي خدائ په دربار کې لاسونه پورته کوي اووروسته پاتې کورنۍ په خاصه توګه استادمحمداصف صميم لپاره دصبرجميل غښتنه کوي ے ےےے په بلجيم برسلز کې دلراوبروپښتنودټولنيزواودوديزواړيکوټولنه ےےے


له درنه استاد صميم سره غمرازي


خبر مو ترلاسه كړ چې د پښتو ژبې د ستر  څېړونكي او ليكوال  درانه استاد محمد اصف صميم تره او د تكړه او زړور ليكوال قاري عبدالله كامه وال پلار ملك دلاور خان د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى دى، اناالله و انا اليه راجعون
زه له دواړو درنو سره په دغه ستر غم كې ځان شريك بولم ، متوفى ته د لوى الله ج څخه د مغفرت غوښتونكى يم ،  څښتن تعالى دې بل داسې غم نه راولي چې دا زموږ له ياده ووځي.
درانه استاد او ګران  كامه وال ته د جميل صبر غوښتونكى يم .

په درنښت
بريالى وياړ


له درنه استاد صميم سره غمرازي
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د درانه استا محمد اصف صميم تر ه او د ګران ملګري عبدا لله کامه وال دروند پلار ملک دلاور خان په حق رسيدلی دی . الله پاک دې ورته فردوس جنت نصيب کړي، درنې کورنۍ او خپلوانو دې پاک الله جميل صبر او زغم ورکړي .
په درنښت
رحمت الله کوثر او عبد المجيد عارف


دخواخوږۍ  پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چې د سیمې  یو مخور مشر ملک دلاور  د ورپېښې ناروغۍ له امله  په حق رسېدلی دی نو پدې اړه په لندن کې د افغان ادبي جرګې غړي له محترم  مدیر صاحب ، له ښاغلي صمیم او ګران کامه وال  سره پدې غم کې ځانونه شریک ګڼي  انا لله واناالیه راجعون .
په ډېرې درناوي
شهسوار سنګروال