د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استاد صميم له کورنۍ سره خواخوږي

د خښي کولتوري ټولنه 14.01.2008 19:06
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو چې د کامې ولسوالۍ منلي او دروند مشر ملک دلاور خان له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې٠ ارواښاد د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ د خپل ولس په چوپړ کې و٠
د خښي کولتوري ټولنې غړي دغې درنې او دردېدلې کورنۍ ته له څښتنه د زړه صبر غواړي٠ ارواښاد د ځوان ليکوال قاري عبدالله پلار او د پښتو ژبې د وتلي استاد محمد اصف صميم تره او خسر و٠
اروا يې ښاده او پر ګور يې نور٠
د خښي کولتوري ټولنې له خوا