د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه د رسنیو او بله مې د ملګري خبره

زرغون: پکتیکا 14.01.2008 13:29
لومړۍ غواړم د رسنیو خبره درته وکړم او بیا مې د ملګري په دې چې د رسنیو خبره د خوښۍ او د ملګري هغه مې خپه کوونکې ده. تېره او وړمه شپه مو که اشنا ټلویزیون ماښامنۍ خپرونې کتلې وي، نو دواړه شپې یې په امریکا متحده ایالتونو کې د افغان سفیر ښاغلي سید طیب جواد په اړه په زړه پورې خبرې لرې، وړمه شپه یې د ښاغلي طیب جواد د هڅو او کوښښونو په اړه رپوټ درلود او په رپوټ کې د پام وړ خبره دا وه چې ښاغلی سید طیب جواد په دې هلو ځلو کې دی چې د امریکا پام څنګه د افغانستان په لور نور هم ور واړوي څو امریکا د مرستو اندازه زیاته او پراخه کړي. دا واقعاً ښه خبر او د ښاغلي افغان سفیر د ستاینې وړ هڅې دي. او ویجاړ افغانستان د دغه وړ سفیرانو دغه وړ هلو ځلو ته تر دې هم زیاته اړتیا لري. تېره شپه اشنا ټلویزیون له افغان سفیر سره په همدې اړه ځانګړې مرکه لرله.
اوس راځم دوهمې خبرې ته دوهمه خبره داده چې څو ورځې وړاندې مې له هند څخه راغلي یوه ملګري راته ویل چې د پښتو او پښتنو قسم خوړلي دښمن ډاکټر سید مخدوم رهین چې دا مهال په هندوستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده لري په هندوستان کې د سفارت پښتو لوحه چې پرې لیکل شوي وو(د افغانستان لوی سفارت)د پښتو دغه لوحه د پښتو او پښتنو همېشني دښمن په فارسي (سفارت کبری افغانستان )اړولې ده او هم یې د دې تر څنګ نورې پاڼې او لیکونه چې تر دې وړاندې په ملي ژبه پښتو وو په فارسي اړولي دي.
په دې اړه زموږ د افغان ولسمشر څخه ګیله کېږي چې دغه وړ افغان، افغانستان، پښتو او پښتنو ضد ناوړه څېرې ولې په دغسې مهمو څوکیو ټاکي. ځکه همدغه رهین په کابل کې د وزارت لوحه له پښتو په فارسي واړوله، په ملي ټلویزیون کې یې پښتو د غلا تر خبرونو او نشت تر کچې راټیټه کړه، د کابل لوی واټونه یې د ایرانیانو او وړې کوڅې یې د افغانانو په نومونو ونومولې، هدیرې او تاریخي سیمې یې د تاریخي اثارو د لوټ په موخه راوسپړلې، ملي لرغونتون یې په فارسي واړاوه، د کمکیانو انیس یې په انیس کودک واړاوه، افغان ضد رسنۍ یې پر ملي ژبه، ملي دودونو، ملي شخصیتونو او ملي ارزښتونو ملنډې کولو ته وهڅولې، ځکه د همدغه د وزارت پرمهال د صبا په نوم د ستمیانو خپرونې په ناوړې بڼه د لوی احمدشاه بابا کارټون چاپ کړ، چراغ اونیزې پر ملي سرود ملنډې ووهلې، کابل اونیزې د ده د وزارت پرمهال په هره ګڼه کې د پښتنو په سیمو کې د ناکراریو او ناغېړیو په اړه له درواغو ډک راپورونه او کارټونونه خپرول او کله چې ولسي جرګې له وزارته ګوښه کړ نو ولسمشر کرزي په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه په دنده وګماره او اوس یې په هند کې د پښتو ، پښتنو او افغان ضد ناوړه هڅې او بېشرمۍ له سره پیل کړي، لومړی له ولسمشر کرزي او بیا له ولسي جرګې څخه هیله کوو چې دغه افغان ضد بدنامه او ناوړې څېره له دغې مهمې دندې ګوښه کړي په دې چې د ده شتون د افغانستان حیثیت په بهرنۍ نړۍ کې تر پوښتنې لاندې راولي او دا د ټولو افغانانو په زیان دی.