کرزى د پاڼ او پړانګ ترمنځه
14.01.2008 14:26حامدکرزى، چې د طالبانو تر ماتې وروسته په بن کې د افغانستان د لنډمهالې ادارې د مشر په توګه و ټاکل شو او ايله يې د رياست دولت د سرګردانې څوکۍ دمه جوړه کړه د افغانانو په منځ کې يې ترډيره حده د يوه زړه سوانده ولسمشر په توګه ځاى وموند .
دده په ټاکلو خلکو ته هيله پيداشوه ، چې نور نو دې هېواد له ډيرو ځورونو او کړوانو وروسته په ريښتيا چې يو هوښيار ، ځيرک ،د لوړو زده کړو لرونکى ،سياستوال ،ژبور او بې ډلې مشر پيدا کړ، چې نور به ددې هېواد په زخمونو د ملهم پټۍ کښېږدي او نور به د ټوپک زور اوبه کړي .
خو دې ته يې پام نه و، چې کرزي ته څه ډول هېواد ور پاتې ده ؟
داسې هېواد، چې ذهنونه ، کورونه ، سړکونه ، پلونه ، ښوونځي ،فابريکې، ځنګلونه او تاريخي ځايونه يې ويجاړ او له منځه تللي دي .
په داسې هېواد کې بيا له سړي لاره ورکيږي او نه پوهيږي چې له کوم ځايه يې جوړونه پيل کړي ؟ چې ولسمشرکرزى هم په لومړيو کې له يوې همداسې ستونزې سره مخ وو.
له مخکنيو شويو کارونو څخه به تېر شو او په اوس وخت کې به د ښاغلي حالت
و څېړو .
له دې حقيقت څخه سترګې نشو پټولاى ، چې کرزى يو سوله خوښوونکى ولسمشر دى د وينې له توېدو څخه يې بد راځي او د خلکو له هر ډول وژلو څخه کرکه کوي .
هغه په بشپړه توګه يوه ښه قومي مشرته ورته ، ولسمشر دى ، چې له ډير زغم څخه تل کار اخلي او هڅه يې دا وي چې تل هر ډول شخړې د خبرو له لارې حل شي ، هر چا سره ښې اړيکې ولري او د ټولو قومونو ملاتړى ووسي .
خو په مقابل کې يې ډير داسې سړي خواره شته ، چې تل يې ددې مظلوم ملت پوستکى وېستلى او په وينو يې نړيوالې سوداګرۍ کړي او لا يې زړونه ، نه دي يخ ، کوي يې .
کرزى په دې ښه پوهيږي چې ددې هېواد ريښتني بچيان څوک دي او د چا په دې هېواد زړه سوځي او څوک يې څه ډول غواړي چې دا ورونه مليتونه سره بېل او خپلې ګټې خوندي وساتي ؟
خو دلته اوس داسې حالت راغلى چې کرزى هم حيران دى چې پاڼ ( په دولت کې ددننه ددولت مخالفينو ته ، چې دامهال يې هم وسله ، څوکۍ او پيسې په لاس کې دي ) ځواب ووايي او که پړانګ ( امريکا ) ته چې دې حکومت يې د ژوندي ساتلو ساه ورکړې او هره ورځ خپل نوي فرمايشات حکومت ته ورکوي او پرې پلي کوي يې .
همدا حالت دى ، چې حکومت هم يې په خپله په داخل کې په بېلابېلو کيسو بوخت ساتلى او نورې هغه چارې ، چې بايد د ملت د سوکالۍ لپاره شوې واى، نه دي شوي او همدې لامل د حکومت او ملت ترمنځ مخ په زياتېدونکى واټن را منځته کړى او خلک يې د خپل ټاکلي ولسمشر په کړنو بې باوره کړي .
ډير ملت هم په دې پوهيږي چې کرزى يو ښه ولسمشر دى ، خو دا چې د ځينو کسانو پر وړاندې ولې غوڅ غبرګون نه ښيي او په اړه يې کوټلي ګامونه نه اخلي بيا ترې خوا بدي دي .
که څه هم چې اوس کرزى ددې دوو يادشويو ګواښونو ترمنځ راګيردى ، نو که په دې وخت کې يې د ځينو کسانو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخيستل ، نو يوځل بيا به د خپل ولس زړونه وګټي او دا به ورته ثابته کړي چې ددې ولسمشر په توان کې يو څه شته که پړانګ ته څه نشي ويلى ، نو پاڼ خو غورځولى شي .