د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هارون او موسی

هلال مومند 13.01.2008 20:18

زمونږ د کلي هارون او موسی سره ډېر خواږه ملګري دي. هر څوک یې د ملګرتوب مثال ورکوي. خو نن مازدیګر دواړه د جومات مخې ته ولاړ ؤ او په خبرو خبرو کې یې د ځانمرګو بریدونوپه سر بحث راغلو. هارون ویل چې ځانمرګي بریدونه جهاد دی اود لارویانو او مسلمانانو وژل پکې پروا نلري. خو موسی ویل چې ځانمرګي بریدونه ناروا دي بې ګناه وګړي او مسلمانان وژني. هارون موسی ته ویل چې ګوره یه سړیه: ګناهګارېږې! د جهاد مخالفت مه کوه! موسی هارون ته ویل چې ته ګناهګارېږې! د مسلمانانو د وژلو ملاتړ مه کوه!

هر یو به د خپل دریځ د پیاوړي کولو دپاره، بل ته، د قرانکریم ایاتونه، حدیثونه او د پښتومتلونه ویل. خو یو هم د بل دريځ ته غاړه نه ایښودله.

بحث ډېر تود شو. تر دې چې هارون په موسی چغه کړه: که چېرته مې دا نهه بچي هم د بهرنیانو خوا کې روان وي او په ځانمرګي برید کې ووژل شي نو پروا نکوي. موسی ورته په ډېره غوصه وویل: که چېرته مې یو بچی  هم پکې ووژل شي نو ځانمرګی به ونه بخښم او د قیامت په ورځ به یې له ګرېوانه رانیسم.

دواړه لا په غوصه و چې ملا امام د ماښام د لمانځه اذان وکړ. هارون او موسی د مسجد د برنډې په پوړیو وختل. د مسجد خونې ته ننوتل. په جماعت ودرېدل. له جماعته پس دواړو د سنت لمونځ وکړ. بیا دواړه ودرېدل او څلور څلور رکعته نفل یې هم وکړل. وروسته دواړو لاسونه پورته کړل؛ اوږدې دعاګانې یې وکړې. هارون موسی ته او موسی هارون ته له خدایه هدایت وغوښتلو.