د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له نبي ساحل سره دخواخوږۍ پيغام

13.01.2008 09:07

په ډېره خواشينۍ مو دځوان ليکوال و ژورنالېست نبي ساحل دپلار دمړينې خبر واورېد.  موږ له نوموړي سره په دغه درانه غم کې ځانونه برابر شریک ګڼو،ارواښاد ته دلوی څښتن له درباره دمغفرت او په جنت الفردوس کې دستر مقام غوښتونکي او درنې کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوو.

الله پاک دې دغه درنه کورنۍ له نورو غمونو و دردونو وساتي.

اسدالله دانش ساپی

مجیب الرحمان انګار(زمه وال)