د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ګوانتانامو الوتیه باده

مینه ماښام 13.01.2008 03:05

له ګوانتانامو الوتیه باده
پر خوست مې وایه له کیوبا نه سلامونه

د ګوانتانامو شکنجه مشره!
له ما دې هیر کړل د لیلا د مخ خالونه

په ګوانتانامو کې مازیګر شو
وخت د ګودر شو زما لیلا به چیرته وینه؟

یار مې بندي د ګوانتانامو دئ
نختر ته ګورمه څیره یې یادومه

کاغذه ورشه ورته وایه
یار دې بندي د ګوانتانامو دئ را به شینه

د ګوانتانامو سپوږمۍ شاهدې!
زما د زړه سپوږمۍ به بیا په ژړا وینه