د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چپنې ليلام ، تظاهر که زړه خوږى ؟؟

محمد نعمان دوست 12.01.2008 15:34

په واشنګتن کې افغان سفارت پتيلې ده چې د ولسمشر حامدکرزي يوه چپن ليلام ته وړاندې کړي .
ددغې چپنې بييه که څه هم تراوسه نه ده ټاکل شوې خو ويل کېږي چې دروانې عيسوي مياشتې په ٢٤مه به ليلام ته وړاندې شي او د چپنې پيسې به د يوې خيريه موسسې ( سبا ) له لارې بې وزلو افغاني ميرمنو او ماشومانو ته ورکړل شي .
دغه شان ليلامونه تر ډېره حده د زړه خوږى له امله نه وي او تر شاه يې ځان ښودنه مطرح وي .
هغه وخت چې د کشمېر جګړه توده وه د جمعيت اسلامي مشر قاضي حسين احمد هم دخپل لاس ساعت د کشمېريانو د ملاتړ په خاطر پلورلو ته وړاندې کړى و .
که څه هم قاضي صاحب د کشمېريانو د وينو په برکت ډېره شتمني ترلاسه کړې ده ، خو يواځې ساعت يې ځکه پلورلو ته وړاندې کړ چې خلکو ته وښيي چې قاضي څومره کشميري مجاهدينو سره خلوص لري !؟
ولسمشر حامد کرزى چې له حکومته يې ورو- ورو د خلکو زړونه په چاودېدو دي ، غواړي چې له دې لارې د ځان په وړاندې د خلکو په زړونو کې د خواخوږۍ احساس پيدا کړي .
ولسمشر حامدکرزى به په خپله شايد يو زړه خوږى شخص وي ، خو له ده څخه راټول ځينې کسان او حکومت يې خلکو داسې پېژندلى چې دغه ليلام به ځاى ونه نيسي .
اوس خلک پوهېږي چې د دوى ځامن په ملي اردو او ملي پوليسو کې هره ورځ وژل کېږي ، ماشومان يې يتيم او ميرمنې يې کونډې پاتې کېږي ، خو په ادارو کې ناست چارواکي د خپلو جيبونو د ډکولو په غم کې دي .
اوس خلک په دې پوهېږي چې ولسمشر يې له ځانه شاوخوا ٤٠ سلاکاران راتاو کړي ، هر يو په زرګونو ډالره معاش اخلي خو يو هم ورته داسې مشوره نه ورکوي چې د خلکوپه ژوند کې د پام وړ ښه والى راشي .
اوس خلک په دې هم خبر دي چې د زامنو په وينو جوړ نظام يې د اداري فساد له امله په نړۍ کې پنځم مقام وګټه .
خلک په دې هم ښه خبر دي چې ماشومان يې سوړ ژمى په يخو خونو کې تېروي خو د جنابانو په تشنابونو کې هم بخارۍ لګېدلي دي .
په دغه شان يو ملک کې چې له هرې ادارې د فساد بوى ځي ، بشري حقونه ترپښو لاندې کېږي ، يو د مرحوم الفت صيب په خبره د وينې له لوړ فشار نه ساه ورکوي او بل د وينې له کمبود څخه نو د چپنې ليلام ځاى نه نيسي .

په هرصورت ؛ د اداري فساد او اختلاس له شامته اوس فقر دومره ډېر شوى چې که ټوله کابينه هم ليلام شي نو ځاى به ونه نيسي .
ښه خبره داده چې که ولسمشر کرزى رښتيا هم په مظلوم ولس زړه خوږوي ، هغه خولې دې بندي کړي چې د بې وسو افغانانو په ستوني يې ايښي او هره شيبه يې وينه زبيښې .

يادونه :
په دغه ليکنه نظر ورکړئ !