د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډنمارک نه د خپلواکۍ مرکز مبارکۍ پيغام

يوسف هيواددوست 12.01.2008 14:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
ښاغلی عبدالکریم خرم مننه
ګرانو هېوادوالو مبارک مو شه
د افغانستان د ملي ټلویزیون د نړېوال کېدو له امله په ډنمارک کې
 د افغانستان – ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) د مبارکۍ پیغام
لکه څنګه چې ټول هېوادوال خبر دې په دې نږدې تېرو ورځو کې د افغانستان  د اسلامي جمهوریت  د فرهنګي پالیسۍ د پراختیا په لړ کې  او په ځانګړې توګه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم  او د افغانستان د ملي راډیو – ټلویزیون او افغان فلم د عمومي  ریُس  ښاغلي واحد نظري د نه ستړي کېدونکو هلو – څلو په پایله کې  دا دی د افغانستان ملي ټلویزیون د نړېوال کېدو جوګه شو .
ددغه شان  یو ستر او ارزښتناکه ګام پورته کول بې له شکه د هفو ملیونونو افغانانو  غوښتنو او پوښتنو ته مثبت او په خپل وخت ځواب دی چې نه یوازې په هېواد کې دننه ، چې د افغانستان له خاورې د باندې اوسیږي او مینه لري چې د دوي تاریخي او ګلالی هېواد او د دوي مېړني او عزتمند هېوادوال  نړۍ او نړېوالو ته معرفي شي .د دې تر څنګ له هېواد څخه بهر ملیونونه  اوسېدونکي افغانان هم ځکه  ددې خبر په اورېدو خوښ شو چې له دې لارې به له یوې خوا  له خپل ګران هېواد او قدرمنو ولسونو سره مانیزه اړیکه ولري   او له بلې خوا به  د خپلو بچیانو افغاني  او اسلامي روزنه او پالنه په ښه  شان ترسره کړي .
رسنۍ او په ځانګړې توګه راډیو او ټلویزیون  د یوې ټولنې د ملا تېر بلل کیږي .ژوندي ولسونه باید دغه بنسټ ولري .له بده مرغه پر افغانستان تپل شوې جګړې او تروریستي ناتار زموږ ګران ولسونه له دغه شان نعمت څخه بې برخې کړي و .لومړني ګامونه ښه و خو نه پوره  او بشپړ .،خو له نېکمرغه تاسو ښاغلي عبدالکریم  خرم او ښاغلي واحد نظري  دغه لړۍ بشپړه کړه
تاسو زموږ ماته ملا راجوړه کړه .
تاسو زموږ ړندې سترګې ، رڼې کړې .
تاسو موږ له تیارو راوېستلو
تاسو د ملي هویت ضمانت ټینګ کړ .
تاسو لومړني کسان شوئ
مننه
کور مو ودان
اجازه راکړۍ چې  په دې توګه  او ستاسو د امکاناتو له لارې  ددغه ستر بري له امله خپلو فرهنګپالو ولسونو او په ځانګړې توګه هغو ګرانو افغانانو ته چې له هېواد نه بهر  اوسیږي  ، د مبارکیو او خوښیو  مراتب وړاندې کړم .
موږ  خپل ځان ژمن بولو چې په دغه ستره چاره کې تل ستاسو مرستیال او همکار پاتې شو .
په  مینه
یوسف هېواددوست