د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جنازې خبرتيا

نويد 12.01.2008 09:50

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

خزانه دار محمد خان د مامور عبدالقدوس، ډګروال غلام روحاني، غلام جیلاني، محمد رحیم، نبي ساحل او محمد ولي پلار چې د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ یو خیرغوښتونکى او د ولس په درد دردمن سپین ږیری ؤ، تل یې تر خپلې وسې د ولس په درد کې ځان شریک ګاڼه او د خير په کارونو، د ښوونځي، جومات اوروغتون ته د ځمکې په وقف کولو اوجوړولو کې خپله مرسته له ولس څخه نه وه سپمولې او په سیمه کې د نیک نوم او خیر غوښتونکي سپین ږیري په توګه پیژندل کېده. د ورپېښې ناروغۍ له امله د جمعې په ورځ په پیښور کې په حق رسېدلى (انا للله وانا اليه راجعون) د ارواښاد د  جنازې لمونځ د یکشبنې په ورځ له غرمې وروسته په یوه بجه د سید آباد ولسوالۍ دتکیې په حسن خيلو کې اداء کیږي د ارواښاد خپلوان، دوستان او خواخوږي دې خبر وي.

اړيکې:

٠٧٩٩٥٩٥٨٣٠

٠٧٧٧١٢٧٤١٢

٠٧٠٠٢٢٨٣٩٣