د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي تلويزيون ملي ناز ته اړتيا لري

حبيب الله غمخور 11.01.2008 03:29

ملي تلويزيون  هغه وخت بريالی اومنلی دی  کله چې دافغان ولس په خدمت کې وي 


تر هرڅه وړاندي دسپوږمکی په مرسته  دنړۍ لويو وچوته دافغانستان  دملي تلويزيون  دخپرونو دپيل په مناسبت  ټولو هيوادوالو،دافغانستان ملي دراډيو تلويزيون  ټولوکارکونکو اوپه ځانگړې توگه دهيواد پياوړی ژورناليست ،ليکوال  اوپېژندل شوی څېرې واحد نظري ته دزړه له کومي مبارکي اونېکي هيلې وړاندي کوم  .

درنو لوستونکو!

له نن څخه يوه هفته وړاندي يوه دوست تليفون راته وکړ  کله چي مي بلې وويل پوه شوم چې ډير خوښ دی اوخوله ئي له خندا ډکه ده . تر سلام عليک وروسته ئي سمدواره راته وويل مبارک دی شه دادی اوس  موږکولاي سوي ووايو، بلي هو موږ ملي تلويزيون لر و، زه حيران سوم چي دا څه راته وايي اوکومه خبره پېښه شوي ده چې داډول خبري کوي ،ماورته وويل گرانه زه ستا په خبره پوه نشوم چي ته څه وايي ؟ کوم ملي تلويزيون  لرې ؟ په ډير تعجب ئي راته وويل موږ داسي فکر کاوه چي تر هرچاته زياتي ويب پاڼي گوري اوژر خبرېږې چې په دنيا کې څه پېښه ده ، ته خو په هيڅ نه ئې خبر . زه بيا هم حيران پاته شوم چي دۍ ولي راباندي په قهر دی،خبري په زياته خوشحالۍ کوي خوپر ماولي يودم په قهر شو ؟ حيران پاته سوم څه ورته ووايم ؟دومره مي ورته وويل ،زه په دفتر کې يم دلته زه دافغاني ويب پاڼو دليدو وخت  نلرم کله چې کور ته ولاړ سم دشپې ئي گورم  . خبره څه ده چې دومره خوښ ، اوپر ما په قهر شوې . په ځواب کښي راته وويل عفه غواړم زه دا حق نلرم پر تا په قهر شم ،مافکر کاوه چي ته دورځی هم افغاني ويب پاڼي گورې ځکه مي دا ډول خبره وکړه .  نن مي په يوه پاڼه کې ولوستل چې دافغانستان ملي تلويزيون دسپوږمکۍ له لاري په خپرونو پيل وکړ ،ځکه مې مبارکي درته وويل ،موږدلته پدي هيواد کې ټول افغانان زيات خوشحاله شو. ماپه ځواب کې ورته وويل : گوره که دولتی ټولي څوکۍ مستحقو اوکارپوهو ته سپارل شوی واي  ،پدي باور لرم چي زموږ به زياتي ستونزي اوس حل وايي  . دواحد نظري ئي کور ودان دافغانانو داتنده خوئي داده ماته کړه .

هغه په ځواب کې يوازي داخبره راته وکړه،بلې  !  ا وس به ملي تلويزيون موږ ته په بهر کې ملي هويت راکړي اورخصت ئي رانه واخيست .

رښتيا همداسي ده !

هغه لحظه مي دښاغلي واحد نظري  يوطنز چې دمهاجرت په ژوند کښې ئې  ليکلی و راپياد شو((کله چې  په بهرکې يوماشوم  دښوونځۍ په يوه پروگرام کې گډون کاوه ټولو ماشومانو له ځان سره دخپل هيواد بيرغونه وړل خو افغان ماشوم  اودهغه دپلاره سره دبير غ کومه ټوټه نه وه ، پلارئې  يوه سپينه ټوټه پلاس  ورکړه ،کله چې مراسم خلاص شول ماشوم  له پلار نه پوښتنه وکړه پلار جانه زموږ بيرغ څه رنگ لري ؟؟؟؟))

دادې نظري صاحب ! نن ستاسو دزيار اوزحمت په برکت  دبير غ درنگ سره يوځاي افغان ماشوم خپلو همزولو او همصنفيانوته په کوڅه کې  ويلاي شي چې  موږ پر بيرغ سربېره هم ملي تلويزيون هم لرو ، اوتيره شپه ئي داسي يا هغسي پروگرام ښکاره کړ . ستاسو اوستاسو دملاتړو دا ملي خدمت به هيڅوک هير نکړی .

بې مقدمې خبره رانه اوږده شوه دليل ئي دا و چې نن مي پر ۱۰ بجې دمالمو په ښارکې دکتابتونو له يوشمير مسولينوسره په غونډه  کې گډون درلود،هلته پردې خبره بحث و چي څنگه کولاي شو ماشومان اوځوانان  تر څو کتاب ،مجله اوورځپاڼې ولولي اوکتابتون ته ولاړ سی .

خبرې ډيرې وې ،دا شرمونکې اودردونکې خبره هم راپورته شوه چي دافغانستان دولت زموږ  کتابتونوته په پښتو اودري ژبه هيڅ  شۍ نه را ليږي  اونه نوري فرهنگي موسسې اوټولنې چي خپرونې لري  په بهرکې کتابتون ته کوم څه لېږی . جلبه ده ؟ افغان دولتي اړونده چارواکي دامسوليت احساسوی ؟ اوپدې پوهېري چې ستاسو دماشومانودروزلو اوله افغاني ادبياتو اوتاريخي مسائيلو سره داشنا کېدوپه خاطر بايد داطلاعاتو اوکلتور ،ښوونې اوروزنې  ،علومو اکاډومی  اونوري اړونده ادارې  لازم مواد (کتابونه،رسالې ،مجلې،اونېزي اونور) راولېږي ؟

ډيره لويه ستونزه دوي داهم په گوته کړه چې کاشکی تاسو ملي تلويزيوني اوراډيويي خپرونې درلوداي موږ  به دلته په سويدن  کې دافغاني ماشومانوسره دمرستي لپاره له هغونه استفاده کړې واي ، مخکي لدي چې زه ورته په جواب  ويلو شروع وکړم ، يوبل چاورته وويل ددوي خوارانو په هيواد کې  دا ديرش کاله جگړه ده ځکه هيڅ نلري ،يوبل چالاس  پورته کړ وئي ويل نه داسي نه ده په ډيرو ځايو کې جگړه ده مگر هغو ي يوه راديو اوتلويز يوني پروگران څه کوي چې په لسهاو لري  ،ددوي لپاره څوک کارنه کوي .

زما لاس  چې پورته کړی مي و دنورو دوستانو دناببره خبرو دپيل له امله مي کښته کړی و،کله چې مي وکتل تبصرې ډيريږي ،په هر حالت زه دلته يو افغان يم ،اوس مشکله ده چې هر چيري له دولت اودهغوي له ناخوالو نه سر وټکوم  بيامي لاس پورته کړ ، ومې ويل که ماته اجازه راکړی زه به يوه خبره وکړم ،ټول چپ شول چې اوس به زه څه ووايم . ماورته وويل ،بلې ،زموږ  ملت خواردی ،دهرچا هير دی اودوخت دولتونو خپل هيواد ته لازمي کار نه نه دی کړی  همدا اوس لکه چې تاسو واياست زموږولس دډيرو ستونزو سره لاس په گريوان دي ،مگر يو زيری درکوم   دا يوه هفته کيږي چې اوس موږ دافغانستان دملي تلويزيون  خپرونې ۱۸ ساعته دسپورمکی په مرسته په اروپا او امريکا کې ليدلاي شو. تاسو باور وکړی ټولوماته مبارکي وويل اوډير زيات خوښ شول  ،ټولو رانه دخپريدو نښانه واخيستل اووعده ئي راکړه چې موږ به اوس ددغه امکان څخه استفاده وکړونن به که په ژبه نه پوهېږو خو عکسونه خوبه وگورو.

اميدواريو چي دملي راډيو دنشراتو دپيل خبر هم په بله غونډه کې راکړې . دا غونډه ددي لامل شوه چې ستاسو درنو لوستونکو سره دزړه خواله وکړم  . اوستاسو سره له دې امله چې دافغانستان تلويزيون  کولاي سي ټولی نړی ته خپل نشرات ورسوی خپله  د حد او اندازې نه زيات خوشحالي شريکه کړم  .

پدې پوهېږم چې يوڅوک به دخپلي تنگ نظری له مخي ووايي  ،وروره په څه شي خوښ شوې ؟ دادولتي تلويزيون دي اودولتي نشرات  کوي ،کله چي دولت ناکامه وي نو نشرات به ئې هرومرو ناکامه وي  . زه فکر کوم دابه دتلويزيون دسياسي  خپرونو په هکله تر يوځايه صدق وکړی ،ځکه دا طبعي ده چې دولتي نشرات ددولت په خوښه نشرات کوي  او ددولت ژبه ده .کله چې خلک ددولت نه ناخوښه وي  نودخبروداورېدونه ئي هم ناخوښه وي . خوبايد ووايو چې تلويزيون  يوازي ددولتی خبرو دنشر مسوليت نلري بلکه ملي مسوليتونه  اودهيوادپه فرهنگی برخو کښي دزياتو وظيفودسرته رسولو دنده په غاړه لري . نشرات په هره بڼه چې وي ديوه هيواد په سياسي اقتصادي اوفرهنگی ژوند کې ستر ارزښت لري  .

زما اوزما پشان  دغوڅ اکثريت دخوښۍ خبره داده چي موږ  تر دې دمه يوازي دشخصی تلويزيونو له لاري دافغانستان په اړوندمعلومات تر لاسه کاوه ،ددوي په پروگرامو کې ددې لپاره چې فعاليت وکړاي شي طبعې ده چې ريکلام تر هر څه زيات و،اوداددوي حق وو. خوځيني بيا بهرنۍ هدفونه هم دهمدې تلويزيوني پروگرامو له لاري پر مخ بيايي ،داهدفونه کيداي سي سياسي وي ،کلتوري ،ژبني  ،مذهبي اونوروي . دولت دټولو نيمگړتيا و او اړتيا و په څنگ کښي ستر مسوليت درلود چي خپل نشرات د(راډيو اوتلويزيون ) له لاري تر ټولو افغانانو پوري هر چيرې چې اوسی ورسوي  ،له بدمرغه داتشه  لا تر اوسه  سمه نده ډکه شوې  يعني دولتي راډيو په ټول افغانستان اوبهرکي نه اورېدل کېږي اوتلويزيوني خپرونې ((۲۴)) ساعته ندي ، تر اوسه حتا دانتر نت په مټ ئي هم دراډيو افغانستان دپروگرامواورېدل ناشوني دي ،داپداسي حال کښي چې  ددې لپاره  دډيره ساده ،عادي تخنيک اوتخنيکي رويشونوڅخه په گټه اخيستوسره داکار شونۍ دی .

دادی ملي تلويزيون  اوس نړيوال ډگر ته راووت  په نشراتو ئي پيل وکړ،کله چې ئي موږ دلته په بهر کې پروگرامونه وينو دافغانستان دليدو مينه پرې ماته وو اوخپلو ماشومانوته  وايو وگره هغه ځاي  پلانکۍ ځاي دی ،دازموږ وطن دی ،دا هغه يادغه ښار دی . په يوه خبره اوس په بهرکې افغان ماشومان اوددوي مور اوپلار کولاي شي خپل ماشومان دهمدي پروگرامو په مرسته دخپل هيواد اوخپل کلتورسره آشنا کړي  ،اودغه ورځنۍ اړيکه ژوندی وساتی  . کله چې يو ليدونکي دښاغلي بېکسيار صاحب اويا ښاغلي بيات اونورو شخصی کمپنيودتلويزيوني  خپرونو پروگرامونو شکل دافغانستان دملي تلوزيون سره پر تله کوي دانور ډير جل اوبل لري ،کنسرتونه ،رنگارنگ اعلانانواوري ډول ډول خپرونې لري چې دچلوونکو اودونرانو ئي خوښ وي .،دافغانستان دملي تلويزيون  رنگ لکه افغانستان  همدا ډول ښکاري ،دنطاقانو جامې ئي ډيري ساده اوغريبانه دي  ،ډيکورئې  دافغانستان حالاتوته ورته ليدل کېږي . مگر په معنوی لحاظ ئي خپرونې دستايني وړ دي  .دافغانستان  د ملي تلوزيون  په خپرونوکې ليدونکي  ټول هيواد وينی اوپروگرامونه ئي  داسي جوړ شوی چې دافغانستان ملي هنداره ده ،دملي جوړښت  دټينگښت لپاره ډير په زړه پوري  تلاښونه پکښی له ورايه څرگندېږي .

تر کومه ځايه چي دملي کليمه ډيره خوږ اودرنه ده ،پر چا ښه لگېږي ،  ځکه داټلويزيون  په يوه هفته کښي بېله دېنه چې تبليغات ورته وسي دافغانانو پواسطه دتليفون په مټ  دملي تلويزيون  په نامه په ټوله نړی کې شهرت ترلاسه کړ . اوهر افغان خپل ماشوم ته وايي ملي تلويزيون  ونيسه  ،هغه وگوره  اوداسي نوري خبري  .

زه ژورناليست نه يم اونه هم ځانته دا حق ورکوم چې پر تلويزيوني پروگرامو بحث وکړم  ،ځکه دا زما مسلک نه دي ،هيله مند يم چې دمسلک خاوندان دافغانستان دملي تلويزون دپروگرامو د پياوړتيا،ښکلا اوپوره کېدو په لاره کې دښاغلي نظري صاحب  سره چي تل دمشورو تږ ی او اورېدونکی دي مرسته وکړی  ،خپل اندونه او سالم وړانديزونه له هغوي  څخه ونه سپموی . دنشراتو سره مرسته  ديوهيواد دفرهنگي پياوړتيا سره مرسته ده . له دولتی چارواکوسره دبرخورد په کچه له نشراتو اوځانگړې توگه همدا اوس له ملي تلويزيون سره کړنه به تيرو تنه وي . دولتي چارواکي چې هر حه کوي هغه ددوي کاردی  ،ښه ئي بولم تر هغو چي ددافغانستان دراديو تلويز يون دمشرتابه  لخوا زموږ مشورې اوگوت نيونې اورېدل کيږي اويامرسته منل کيږي ملي تلو يز يون بايد پيا وړی کړو اوپراگرامونه ئي دنړيوالوتلويزيونو نو دپروگراموسره وسيالی ته اماده کړو،دابه دافتخار ځاي وي چي موږ داسي تلويزيوني پروگرامونه ولر و چي نه يوازي افغانان  بلکه نړيوال ليدونکی و لري اوله پروگرامو نه  ئي گټه اخيستنه زياته شي . داچي دابريابه په افغانستان کې څومره گټه ولري کيداي شي کتابونه پري وليکل شي ،دلته په بهرکې ئي ارزښت  دومره دی چي اوس له هيواد نه ليري نارينه اوښځی ،لوي او واړه  هر گړۍ دخپل هيواد سره اړېکي لري ،معلومات ترلاسه کوي اوکه  په بهرکې اوسېدونکو افغانا نو لپاره ځانگړي پروگرامونه ولري  دابه زموږ ماشومان  تر ډيره بريده دبهرنيوناوړه  تاثيراتو څخه وژغوري ،له بلې خوا دنړۍ په ټولو هيوادوکې يونه بلکه څو دولتي تلويزيوني اوراډيويي  پروگرامونه نشرات لري خو موږ افغانانو هيڅ نه درلوده ، اوس تر يو حده له حقارت نه خلاص شو.

وړانديزونه  :

۱ /  که دتلويزيون  پروگرام  (( ۲۴)) ساعته شي او راډيو هم نړيوالي خپرونې پيل کړي  دابه لويه ملي بريا وي  .

۲ /  که دتلويزيوني اوراډيویي خپرونود ټولو پروگرامودنشراتو دملا تير دملي يوالي ټينگښت ،يوه اوبل قوم ،ژبې اومذهب  ته درناوی جوړکړي  دابه ستر ملي خدمت وي . ملي تلويزيون بايد بېله هر ډول سياسي ،مذ هبی  ،ژبني اوقومی توپير اوپرتله کېدونه پرته دملي گټودساتلو پر بنياد خپلې خپرونې عيارکړي .

۳ /   په نشراتوکې دژبو انډول اوهغوي ته درناوي ساتل اړينه مسله ده، متاسفانه  تر اوسه په ټولو دولتی  نشراتو اوخپرونوکښي  له پښتوسره سپک برخورد شوی  دی .

که شپه تياره هم وي  مڼې بايد په شمار ووېشل شي .

۴ / که دنشراتو ډيره برخه دځوان  نسل سالمې  اوپه ملي روحيه روزنې  ته وقف شي په راتلونکی کښي به زموږ ډيري ستونزي  حل شي . دماشومانو لپاره دماشومانو په کچه اودځوانانو لپاره دهغوي په سطحه دځانگړو ورځنيزو پروگرامونو پدې ډول خپرول چې ليدو ته ئي هغوي په خوښۍ کښې ني تاريخي ارزښت لري . دلته پرځاي بولم  په بهرکې دافغاني ماشومانو،ځوانانو،اوپه بهر کې دافغانانو دژوند اوفرهنگی فعاليتونو انعکاس  به ډير گټور تمام شی . ددي کار لپاره بايد په بهرکې ټولي فرهنگی ټولنې بې ساري مرسته وکړی  .

۵ /  تر کومه ځايه چې زموږ دهيواد لويه برخه دسواد له نعمت نه محرومه ده ،تلويزيون  لکه چې ملي دی ملي دنده لري تر څودخپلو نشراتو له لاري د ټول هيواد دهره لويشت  دتاريخي پېښو اوجغرافيايي موقيعت ،پيدا وارو ،دود دستور ،ژبو ،اوکلتوري مناسباتو سره يوځاي  خپلو ليدونکو ته ور وپېژني .

حقيقت دادي چي موږ دنړی د جغرافيې ،تاريخ ،تاريخې پېښو اوسياست په هکله تر هر چا ځان پياوړی بولو اوزړه موغواړي چې حتا دنړئ سياستمداران زموږ نه مشوره وغواړي ، مگر له بده مرگه خپل هيواد مکمل نه پېژنواونه هم دخپل هيواد دټولو سيمو دکلتور ،تاريخ  اوادبي توکوسره اشنا يو. داخبره نه کوم چي جوژمونه کړ وران موکړ او له بدمرغه پر دغه ټول بې ځايه غرورسربېره دا وراني په چټکۍ سره روانه ده.

۶ / دمور اوماشوم حق پېژندنه زموږ په هيواد کې  دنشراتو لومړئ درجه دنده شميرل کېداي شي .

تلويزيوني نشرات کولاي شي په ژوندی  بڼه دټولنې له ناخوالونه  دځوان نسل دخلاصون لاري ورپه گوته کړي .

۷ /  له هيواد نه بهر اوپه هيوادکښې دننه مې دټولو ملي سوداگرواوهټيوالونه   په وطنی مينه اودرناوی سره هيله داده چې دخپل کاروبار دځلا لپاره خپل اعلانودخپرېدولپاره دملي تلويزون  دپروگرامونه پراخه استفاده وکړي  . پدي کارسره به پرحقه زموږ ملي سوداگرو دملي تلويزيون دپياوړتيا اوپه ټوله نړئ کښې دافغانستان دهر اړخيزه پېژندگلوی سره لويه  مرسته  کړې وي .

۸ /  که دولتي مشرتابه دملي تلويزيون دپروگرامونو دښکلا  اونشراتو دپياوړتيالپاره اړينه مالي اومادي مرسته  وکړی دابه ديوې ملي ستري دندي په سرته رسېدوکښي د لوي  گام دپورته کېدو معنا ولري .

پدې باور لرم چې دافغانستان دملي تلويزيون مشرتابه دې ټکي ته پاملرنه کړېده چې دبهرنيو موسسو مالي اوتخنيکی مرستو راجلبول به ډير ښه پايلي ولري  . تر اوسه لاموږ په يوازي سر هيڅ کار نشو کولاي  .

۹ / په هيواد کښي دننه اوله هيوادنه بهر دټولو ځوانو اونوروپېژندل شوو هنرمندانومرسته اوهمکاري به  دهيواد دفرهنگی پياوړتيا اودملي تلويزيون دتشويق لپاره غښتلی لامل شي .

۱۰ / له بدمرغه تر اوسه لا په شرقي اوغربي اروپاکښي په سلهاو زره افغانان  چې په مختلفو دلايلوخپل هيواد کښي داو سېدونه محروم دي ،که د ملي تلويزيون  پروگرامونه  داسي عيار شي چي په اروپاکښي هم خلک وکولاي شي  هغه وگوري ډير به ښه وی .اوس  داروپا پر وخت دشپې پر ((۸)) بجو دملي تلويزيون پروگرامونه پاي ته رسېږي ، داپداسي حل کښي چي په ارپاکې خلک پر همدغه وخت يعني (( ۷ يا ۸)) بجوله کار اوځوانان  له ښوونځيو اوفاکولتونه کور ته راځی او بيا پر نيمه شپه چي ټول ويده وي پيل کيږي .

پدي پوره ډاډه يم چې دافغانستان ملي تلويزيون مشرتابه ترماپدې کارو ډير ښه پوهېږي  ولي ديوافغان په توگه مې ځان مکلف وباله چي خپل اندونه اوخيالونه دملي ټلويزيو ن له مشرتابه سره شريک کړم ،زموږ ئي ويل پر دوي ئي اورېدل  .

ملي تلويزيون  بايد دامهارت  اودرايت په ځان کښي ولري چې ملي ناز ځانته جلب کړی ،خودابه هغه وخت وي چې دهغه په پروگرامو کښي ټول افغان ولس خپل ځان اوگټي ووينې اوداامکان ترلاسه کړي چې دهمدي هنداري له لاري خپل اواز ،غوښتنې اوپوښتنې تر جگپوړو چارواکو ورسولاي شي  .

ملي ،دامعني لري چي دملت په خدمت کښي وی .

پر ځاي به  وي که ټول يوځاي ،ملي تلويزيون په ملي نازونوونازوواوله هغه سره دهر اړخيزي مرستي نه ډډه ونکړو . پاي