د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژورنالیزم(journalism) اودهغې اصول

محمدظریف عنایت زی 09.01.2008 17:10
ژورنالیزم دبیلابیلوپیښو،مسلواوموضوعاتوپه اړه دخبرونو، راپورونو،شننو او تحلیلونوبرابرولوډګرته دی .هغو کسانوته چې په دې ډګرکې فعالیت کوي ژورنالیست ویل کيږي .په بله وینا ژورنالیزم دتاریخ لیکنې اساس جوړوي ځکه همداژورنالیستان دي چې دنړۍپه بیلابیلوبرخوکې مهمې پیښې خپروي اوهره یوه خبري رسنۍهڅه کوي په دې لاره کې ترنورومخکښه وي .په دې اړه پر اسلامي او ژورنالیستیکي اصولوعمل کول او اعتدال ساتل دټولنې دبیلابیلو پرګنولپاره یوه ګټوره چاره ده . آزاداوبې پلوه ژورنالیستان په خپلوخپرونوسره دخلکودحقوقوله ترپښولاندې کولودحکومتي واک والانو، موسسو اوارګانونودمشرانوپه مخنیوي کې مهمه ونډه لري اوهغوي دې ته اړکوي چې دخلکود غوښتنوځوابونکي وي .
نن سباپه نړۍکې په زرګونه بریښنایي اوچاپي رسنۍفعالیت کوي چې داټولې دژورنالیزم په ډګرکې په بیلابیلوسیاسي،مذهبي،علمي،ټولنیزو،ښوونیزو،پوځي،ورزشي او تفریحي برخوکې دراډیويي او تلویزیوني چینلونو ، ورځپاڼو،مجلو، اونیزو،ویبپاڼو او ویبلاګوله لارې دخبرونو،سرمقالو،شعرونو،نظمونو،ډول ډول نثرونو، کیسو، ناولونو ،فلمونو،ډراموپه خپرولوپه فردي اوډله ایزوګروهنوسره د بیلابیلوصلیقواوغوښتنولپاره فعالیت کوي .
نني ژورنالیستان مجبوردي چې خپل کارداوسنۍبشري ټولنې د اړتیاوپراساس پرمخ بوزي اوپه اصطلاح دمخاطبینوتنده ماته .
فعال ژورنالیستان هغه دچاخبره ځان اورته اچوي څوتږي زړونه خړوب کړي .ټول داحساس اومنطق ،عقل ا ومنطق اودین اومنطق ترمنځ سرګردانه دي اوداسرګرداني ترډیره په لیبرالوټولنولیدل کیږي . درسندویوکارهم دښه بازاردموندلوپراساس وي اوپوه خبریالان له هر څه زیات بایدله تجارتي پوهې هم برخمن وي ځکه ژورنالیزم په خپله یوډول تجارت دی .په دې ډګرکې هم دنورو چاروپه شان تل په ګټه فکر کیږي چې دا ګټه له نوروګټوسره توپیرلري ، دبیلګې په توګه دغه سوداګري په مطبوعاتوکې دتیراژپه زیاتوالي پورې نه محدودیږي بلکه له بیلابیلوسیاسي لوریوسره مقابله او بریالیتوب ترلاسه کول هم ددې ډګردکارکوونکوهڅه ده ،خودغیراسلامي ژورنالیزم په پرتله په اسلامي ژورنالیزم کې اسلامي اصولوته په پام کولوسره ترډیره دغه رازاندیښنې کمې وي ځکه دلته معیاراسلام اوعدالت وي اوتل پر مثبت اړخ فکرکیږي ،په مقابل دلویدیځ اسلامي ضدټولنې او حکومتونه یوازې له سیاسي اوپوځي لارې د اسلام پرضدمبارزه نه کوي بلکه د رسنیو او نورو بیلابیلورودوپه کارولوسره هڅه کوي چې داسلامي نړۍاوسیدونکي له اسلامي اصولولیرې اوتروسه وسه اخلاقي فساداوابتذال دهغوي ترمنځ دودکړي چې داددوي دایمي او نه ستړې کیدونکې منفي هڅې دي ،په داسې حال کې چې مسلمان ژورنالیستان بیاتل داسلامي اصولوپراساس په عمل کولوسره په مثبت اړخ کې کارکوي یعنې په دې هڅه کې وي چې ټولنې له فساد او ابتذاله دسچه ټولنیزچاپیریال اوله فساده لیرې دینداره لاره ته راواړي .
مسلمان ژورنالیستان که غواړي چې خپرونه یې ډیرپلویان ولري نوپه ټولو لیکنواو خپرونوکې اعتدال غوره کوي اوهرلوري اوډلې ته په برابره توګه ونډه ورکوي ،دهر چا او هرشي اودټولنیزژونددهرې برخې په اړه چې لیکنې اوخپرونې کوي اساس اومعیاریې اسلام اوعدالت وي ځکه اسلام داعتدال ،سولې اودژوندټولواړخونوته داصولي دمعیار د ټاکلودین دی .
په لویدیځوټولنوکې ددیموکراسۍاوآزادۍشعارورکول کیږي خوپه عمل کې دپراخو جاوسوسي اداروله لارې چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوي دبې عدالتیوپه اړه ترې پوښتنه اویاهم پرې نیوکه وکړي، آزادانه فکروکړي ،په خپله خوښه دټاکلوحق ولري اودهغوي له ناسمواوناوړه کارونوپرده پورته کړي .
په خواشینۍسره بایدووایوچې نن سبا زموږاکثره مسلمان ژورنالیستان په عمل کې د اسلام ددښمنانوپرپوچو شعارونوغولیدلي اوپه یوډول دهغوي دګټولپاره کارکوي .
نن سباپه اکثرواسلامي ټولنوکې دپخواپه پرتله دډله ایزو رسندویو لپاره دآزادانه کار زمینه برابره ده خومسلمان ژورنالیستان اوخبریالان داسلامي اوژورنالیستي اصولو پرخلاف عمل کوي په داسې حال کې چې دشهرت اونفوذدزیاتیدولپاره بایدداولسونو ترمنځ ددوستۍ او اسلامي ورورولی لپاره کارکول دهغوي اصلي معیاراواساس وي . ډیرځله لیدل شوي چې دځینوورځپاڼو،راډیويي اوتلویزیوني چینلونو مسوولین ددې دندې له پیلولووړاندې دخپل هیواد،دین ،کلتور او دودونوپه باب دزړه سوي خبرې کوي خوکله یې چې دغه دنده پیل کړه هغه خپلې ټولې مخکینۍخبرې اولیدتوګې یې له یاده وتلي وي ته به وایي چې بلکل بل سړی شوي .
په خواشینۍسره بایدووایوچې نن سبادژورنالیزم ډګرترډیره سیاسي اړخ غوره کړی دی اواکثره رسنۍ دحکومت ،سیاسي ګوندونواوکله هم دزورواکه ډلودسیاستونو د پرمخ بیولولپاره په چوپړبوختې دي ،د هغوي دسیاستونوپه اړه کارکوي اودسیاسي جنجالونو او کشمکشونوپه باب فعالیت کوي .
که څه هم سیاست ترډیره په ژورنالیزم کې ونډه لري اوژورنالیستان دټولنې عامووګروته سیاست اوسیاسي لوری ټاکي .خودابایدددې ډګریوه برخه وي نه داچې په یوهیړدغه ډګر سیاست ته پریښودل شي .
له بلې خواپه سیاسي ژورنالیزم کې خبریالان تل دسیاستوالانوله بیلابیلولیدتوګو او فشارونوسره مخامخ وي اوکله هم یوشمیرنظرونه پرې ټپل کیږي ،خوبایدخبریالان په کلک هوډسره دتخصصي مالوماتواوشمیرنوپراساس عمل وکړي چې داکارټولنه هم له فشاره ژغوري .
له بلې خوادسیاسي ژورنالیزم دنده ده چې جوته کړي یوه موضوع د کوموعواملوداغیزله امله په یوې مهمې اوټولنیزې مسلې بدله شوې اودحکومتي اویانوروچارواکوپه اجنډا او لومړیتوب کې راغلې ده.
په دې اړه غورکول دژورنالیزم دسیاسي برخې دخبریال دنده ده چې دغواکثروڅیړنوته دخبریاراپورپه پاي کې دمخینې په توګه اشاره وکړي ،په دې توګه که دهرې برخې خبریال په هغې څانګې کې ژور مالومات ولري اوهره ورځ دیوې تودې مسلې په اړه چې په ټولنه کې ډیراهمیت ورکول کیږي نوي اړخونه اوورسره دهغې مخینه لوستونکو اواوریدونکو ته وړاندې کړي داکاربه ټولنه له عمومي پوهاوي برخمنه کړي .
هماغه شان چې یوسیاستوال دسیاسي ستونزوداواري په لټه کې وي ، خبریال هم بایددحل لاروپه باب فکروکړي ،سیاستوال چې دیوې مسلې لپاره پرلاروچاروغورکوي ،خبریال هم بایددټاکل شویوحل لارو ترڅنګ نورې حل لارې په ګوته کړي چې دادیوه پوه خبریال د وړتیاښودنه کوي .
دخبریالۍبل پړاوتصمیم نیول دي په دې برخه کې ژورنالیستان د اکثروتصمیمونوپټ اړخونه کشفولی شي اودتصمیم نیولو د ارګانونوپه پیژندلوکې هڅې کوي .
پوه ژورنالیست داړتیاوړمالوماتودترلاسه کولولپاره هغوکسانوته مراجعه کوي چې په تصمیم نیولوکې مهم اواغیزمن رول لري او عمومي تصمیم نیونې دتحلیلي راپورونوله لارې خلکوته وړاندې کوي .
ژورنالیستان دیوې مسلې دروښانه کولولپاره له بیلابیلولوریوسره د تماس اوتخصصي خبروله لارې موضوع روښانه کولاي شي .
په ټول کې دبیلابیلوبرخوژورنالیستان حکومتي سیاستونه ارزولی اوپرې غورکولی شي اوهمداژورنالیستان دي چې تربل هرچاپه ښه توګه پرټولنې دسیاستونواغیزې بیانوي او په یوډول دټولنې دهرې پرګنې لارښوونکي ګڼل کیږي