د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان كډوالو سره د ايراني چارواكو ناوړه چلند، اوديپلوماتيكو اړيكو ته كتنه

ميرويس مېوند (( عمرخېل )) 09.01.2008 12:56

دسر خبرې :
كله چې په كال ۱۳۵٨هـ دمرغومۍ په شپږمه نيټه د وخت روسي ښكيلاك ګرو پر افغانستان بريد وكړ او په پايله كې په ميلونونه افغان كډوال ګاونډيو هېوادوونو او يو شمير اروپايې هېوادونو ته مهاجرت ته اړه شول.
ايران او پاكستان يو له هغو ګاونډيو هېوادونو څخه وه چې ډير شمير افغانان پكې د مهاجرت شپې ورځى تيرولې او له پاكستان او ايران څخه د روسي فوځيانو پر وړاندې د جهاد د سنګرونو په توګه ګټه اخستل كيده .
روسانو يواځي د افغانستان پر نيولو راضي نه ول بلكي د روسي واكمنانو د پلان له مخې بايد چې د اسيا د پلازميني يو شمير نور هېوادونه او په ځانګړى توګه پاكستان او ايران ته هم لښكر كشي وكړى .
هغه مهال پاكستاني او ايراني چارواكو له دې نه ډاريدل چې كه چيرې روسي فوځيان پر افغانستان بشپړ واك ترلاسه كړى ،ښايې ايران او پاكستان هم له بريد څخه وروسته پاتي نه شي .
امريكا په اسيا او اروپا كې د روسي له نفوذ څخه ډاريده ځكه د شرقي اروپا په سيمو كې ( چكسلواكيا،اوكراين ،بيلاروسيه،رومانيا، لتوانيا،استوانيا،پولينډ، هنګرى ) او په اسيا كې ( افغانستان ، تاجكستان ، ازبكستان ، تركمنستان ، قزاقستان ، قرغزستان ، ازربايجان ، او يو شمير نور هېوادونه د پخواني روسي يا ( سويتكي سيوز) تر واكمنۍ لاندې اداره كيدل .
په ايران كې اسلامي انقلاب امريكا ته په سيمه كې د يوګواښ په توګه شميرل كيده،او له بلې خوا امريكا په افغانستان كې د روسانو شتون څخه نظر ايران ته ډيرد ګواښ سره مخ وه، په افغانستان د روسانونفوذ تودو اوبو ته د روسانو رسيدلو په معنا وه او امريكا نه غوښتل چې د تودو اوبو په سيمه كې له روسانو سره ښكر په ښكر شي.
امريكا په ايران او پاكستان كې له افغان مجاهدينو سره خپلې مرستې پيل كړى ، عربي هېوادونه او عرب اتباع هم له افغان مجاهدينوسره لاس په لاس د روسانو په مقابل كې جنګيدل، ترټولو لومړى بايد د ايران د خاورى او د افغانستان او ايران په تاريخي ،ډيپلوماتيك ،سياسي اړيكو يو څه معلومات وړاندى كړم .

د ايران په اړه :
ايران د اسيا په جنوب غرب سيمه كې د عمان خليج ،دفارس خليج ، د كسپين بحيره ،عراق افغانستان ، تركمنستان،اذربايجان ،ارمنستان،او تركى سره ګډې پولې لرى .
د ايران د خاوري ټوليز مساحت ، ۱۶۴۸۱۹۵ كيلو متره مربع دى ،او د ايران نفوس د كال ۲۰۰۲ م د احصايي له مخې ۶۶۶۲۲۷۰۴ ميلونه كسه ښودل شوى ،په دغه خاوره كې تر ديرشو زيات قومونه ژوند كوى ،پارسيان ۵۱ % ،۲۴ % آزريان ،۷ % كردان ،۳ % عربان ۲ % بلوچان ،۲ % تركمنان ، او باقي ۱ % نور قومونه جوړوى .
د ايران رسمي ژبه پاړسى او د وګړو ۸۹ % خلګ يې شيعه مذهبه دى ،۱۰ % سنيان او يو شمير يهودان ، مسحيان او بهايې دين پيروان پكې هم شته ،ايران په ۲۸ ولايتونوويشل شوى ،ددغه هېواد اساسي قانون په كال ۱۹۷۹ م د ډسمبرپه ۳ تصويب او په كال ۱۹۸۹ ددوهم ځل لپاره پكې بدلونونه راوستل شول .
د ايران او افغانستان ترمنځ تاريخي ستونزو ته لنډه كتنه :
افغانستان د ايران د خاوري سره د ۹۳۶ كيلو مټرو په مساحت ګډه پوله لرى ، دغه هېواد د افغانستان سره يو څه تاريخي ، مذهبي ،نژادى ، فرهنګي او تر پښتو ژبي وروسته ژبني اړيكي لرى ، د تاريخ په اوږدو كې افغانانو د ايراني د واكمنانوسره دخاوري ، نظرونو او دريځونو پر سر اوږدى شخړى كړى .
د سدوزيانو ، باركزيانو ، او په ځانګړى توګه په كال ۱۷۳۹ م د ملي قايد حاجي ميرويس نيكه په وخت كې هم ستونزې وى ،كله چې په كال ۱۷۵۱ م شاه محمود هوتكي صفوى دولت يې ړنګ كړ او اصفهان يې ونيوه ، او هغه مهال چې په كال ۱۷۷۰ م كې شاه اشرف هوتك په ايران كې د پارس دولت د ساتلو لپاره د روسانو او تركانو سره شخړى وكړى ، اود شاه حسين د واكمنۍ پر مهال هم له ايرانيانو سره ستونزى ډيرى وى .
ستر احمد شاه بابا له كال ۱۷۸۰ م نه وروسته دخپل امپراطورۍ په وخت كې د ايران سياسي قدرت يې تر نفوذ لاندې وه او دا په دې معنا چې د ستر احمد شاه بابا امپراطورۍ په وخت كې هغه نه غوښته چې د يو اسلامي ملك او خلګو سره په جګړه كې ښكيل شي ،اود احمد شاه بابا د ښه نيت له امله كله چې نادر افشار په قتل ورسيده ، ستر احمدشاه بابا د نادرافشار له كورنۍ سره ښه چلند او هغوې يې تر سيستانه ورسول .
دستراحمدشاه بابا تر امپراطورۍ وروسته ، كله چې افغانستان د احمدشاه بابا د زامنو ترمنځ وويشل شول كله نا كله د افغانستان ځينې سيمي د ايرانيانو لخوا قبضه كيدل .
كله چې په كال ۱۸۴۲ م كې د انګريزانو او افغانانو تر جګړى وروسته چې دغه جګړه د افغان او انګليس لومړۍ جګړه شميرل كيږى ، انګريزانو ماته وخوړله ، او اميردوست محمد خان د دوهم ځل لپاره واك ترلاسه كړه ، او هېواد يې د خپلو زامنو ترمنځ وويشه .
امير دوست محمدخان د خپلو وروڼو د مقابلي سره مخ شو ، په همدغه وخت كې ايرانيانو وخت غنميت وګاڼه او پر هرات يې يرغل وكړل ، افغانانو په هرات كې د ايرانيانوسره كلكه مقابله وكړل او په مقابل كې هرات ښار د ايراني يرغلګرو څخه ازاد كړاى شو.
دايران او افغانستان ډيپلوماتيكي اړيكي :
كله چې په كال ۱۸۶۸ م كې امير شيرعلي خان واك ترلاسه كړه او د سيد جمال الدين افغاني د اصلاحاتو د پروګرام پرعملي كولو يې پيل وكړ، امير شيرعلي خان رسماٌ د ايران او روسي سره د ستونزو او سياسي حل په اړه خبرې او ګامونه اوچت كړل .
افغانستان په كال ۱۹۱۹ م تر استقلال وروسته ، له ايران سره خپل ډيپلوماتيكي اړيكي پيل كړى ،ولې رسا اړيكي د دواړو هېوادونو ترمنځ په كال ۱۳۰۰ هـ د يو تړون له مخې د دواړو هېوادونو د سياسي نمايندګيو د پرانستلو تړون په تهران كې لاسليك شو ، او د تړون له مخې په تهران كې د افغانستان سياسي نمايندګې او په كابل كې د ايران نمايندګې پرانستل شول .
د كال ۱۳۰۶ هـ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيكو او نړيوالو موضوعاتو تړونونه، او د كال ۱۳۱۳ هـ د دواړو هېوادونو د پولو پر سر ، او په كال ۱۳۱۶ هـ كې د ايران ، تركيې، عراق او افغانستان ترمنځ د نه يرغل تړونونه لاسليك شول .
د هلمند د اوبو پر سر پخوانۍ ستونزه د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيكو اړيكو او خبرو نه وروسته د كال ۱۳۱۵ هـ د مرغومۍ ۱۲ نيټي د قرارداد ، او د ۱۳۷۱ هـ كال د دواړو هېوادونو د زيصلاح ډيپلوماتيكو استازو لخوا حل كړاى شو.
د ۱۳۲۰ او ۱۳۳۰ هـ كلونو په دوران كې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيكي په عادي ډول پرمخ وړل كيده ، كله چې په كال ۱۳۴۱ هـ د افغانستان او پاكستان ترمنځ د پولو پر سر ستونزې ډيرې شوى د ايران شاه د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړيتوب په نيت هلې ځلې وكړه .
د ايران او افغانستان ترمنځ د مخابراتي اړيكو معاهده په كال ۱۳۴۰ كې او دغه معاهده د مرغوۍ په مياشت كال ۱۳۴۷ كې لاسليك شو ،ايران د دوادو خان تر واك ته رسيدو وروسته دغه هېواد په رسميت وپيژنده ، او له افغان دولت سره يې خپلې مرستي د اوبو رسولو ، انرژۍ او بريښنا ، په كرهڼيزه او مالدارۍ برخو كې پيل كړى .
شهيد محمد داود خان په كال ۱۳۵۴ هـ كې د ايران د شاه په بلنه د ايران څخه ليدنه وكړه او د دواړو هېوادونو تر منځ يې ځنې تړونونه لاسليك كړه ، په همدغه دوران كې د ايران او افغانستان ترمنځ په مختلفو برخو كې ۲۸ ډيپلوماتيك پروتوكولونه لاسليك شوى و.
د ۱۳۵۷ هـ د كلونو په دوران كې چې هېواد د كمونسټي چارواكو لخوا اداره كيده ايران له افغان كمونسټ دولت سره دومره خوندورۍ اړيكي نه درلودې او همدغه لامل وه چې ايران په كابل كې د ايران او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيكو په غونډه كې ګډون هم ونكړه .
د ډاكتر نجيب د واكمنۍ پر مهال كله چې ډاكتر نجيب ايران ته ولاړه او د ايراني چارواكو سره يې د افغانستان څخه ايران ته د تګ او راتګ په نيت ايران د افغانانو لپاره د ويزو وركولو يو څه كارونه پيل كړل .
د مجاهدينو تر بريالتوب وروسته د رباني د واكمنۍ پر مهال د ايرانيانو سره يو څه تړونونه لاسليك شوى وه او د ايرانيانو ډيرى مرستي په كابل كې شيعه مذهبه او پاړسي ژبو ته ځانګړۍ شوى وى .
د رباني د واكمنۍ پر مهال هم د ايران سره تړونونه لاسليك شول ، د سوداګريزو اړيكو تړون، د ټرانسپورټ په برخه كې تړون ، او د ګډو همكاريو او ښه ګاونډيتوب تړونونه .
دطالبانو د واكمنۍ پر مهال له ايران سره ډيپلوماتيكي اړيكي بلكل شليدلې وى او هغه مهال كله چې طالبانو د مزار ښار ونيوه د ايران ۹ ډيپلوماتان د جاسوسۍ په تور ووژل شول او د افغانستان او ايران اړيكي ترخې شوى ، په همدغه وخت كې ايرانيانو د افغانستان پولو ته خپل فوځيان واستول ترڅو پر افغانستان بريد وكړى ، خو طالبانو هغه مهال له افغانانو څخه د نظر پوښتنې په توګه د ايران سره د ممكنه جګړى په اړه پوښتنې وكړى او دغونډو په كولو سره د افغانستان يو شمير پښتون ميشتو سيمو اوسيدونكي د ايران د ممكنه يرغل په وخت كې د خپل هېواد څخه د دفاع په نيت ځانونه چمتو كړل .
يادښت ( بنده هغه مهال د ننګرهار په عالي ښوونځي كې پر زده كړو بوخت و او تر دې خبر اوريدو وروسته يې د خپلو ټولګيوالو سره يوځاى په هغه غونډه كې ګډون وكړل كوم چې پر افغانستان د ايران د ممكنه بريد څخه د دفاع په موخه په جلال اباد ښار كې جوړه شوى وه .
همغه وه چې ايراني چارواكو د خپل دريځ څخه واوښتل او خپل فوځيان يې د پولو څخه بيرته په شاه كړل .
په اوسني دوره كې هم يو شمير تړونونه په مختلفو برخو كې لاسليك شوى ، ولس مشر كرزى او د بهرنيو چارو وزير ډاكتر عبدالله د ۲۱ نورو وزيرانوسره د ۱۳۸۰ هـ كال د حوت په ۶ ايران ته ولاړل او هلته يې د ايرانيانو سره د همكاريو تړونونه لاسليك شول .
ايران دا مهالې د خپلو سياسي او فرهنګي موخو د رسيدو لپاره په ځنو برخو كې مرستي كوى ، چې د مرستو د ګټى پر ځاى زيانونه ډير ليدل كيږى .
ايران خاورى ته د افغان كډوالو پيل :
دشهيد محمد داود خان پر حكومت د روس پلوى كمونسټانو تر كودتا او پر افغانستان د ببرك كارمل په مرسته د روسانو تر مستقيم يرغل وروسته ، ايران او ګاونډيو هېوادونو ته د افغان كډوالو لړۍ پيل شول .
ايران يو له هغو ګاونډيو هېوادونو څخه وه چې تر ۲ ميلونو شاوخوا افغانان ورغلل ، په ايران كې زيات شمير شيعه مذهبه او پاړسى ژبي افغانان اوسيدل ، ايران د همدغې شريكي وجى له مخې په ايران كې ميشت ۹ شيعه مذهبو تنظيمونو څخه يو واحد تنظيم د ايران په مرسته او لارښونه جوړ كړه چې مشرى يې د عبدالعلي مزارى په غاړه وه .
په كال ۱۹۸۳ هـ كې ايران د افغان كډوالو په وړاندې د نوم ليكني لړۍ پيل كړ، او ډير شمير افغانان يې په جبرى توګه پاكستان ته واستول .
د افغانستان ، ايران او ملګرو ملتونو تر منځ په ايران كې د افغاني كډوالو په برخه كې يو تړون هم لاسليك شوى چې د هغې له مخې ايران اړ دى چې افغان كډوال په زوره د خپل خاورى څخه ونه باسي .
ايرانيانو په تاريخي لحاظ له افغانانو سره زړه دښمني لري، د هرات پرښار د ايرانيانو دعوه ، دافغانستان ايران د پولو، دهلمند د اوبو او په ځانګړى توګه دايراني واكمنۍ په خلاف د افغانانو دريځ ښايي د ايرانيانو له ياده نه وى وتلي .
په افغانستان كې د مجاهدينو تر تسلط وروسته يو شميركډوال له پاكستان او ايران څخه هېواد ته راستانه شول ، خو د كورنيو شخړو پرمهال كې يو ځل بيا زيات شمير افغانان بيرته ايران او پاكستان ته كډه وكړل .
ايران ته د امريكا د جګړى ګواښ او پر افغان كډوالو يې اغيزه :
امريكا د وخت د شورى اتحاد تر ماتي وروسته ، په سيمه كې د ايران د نفوذ څخه ډاريږى ، او امريكا څو ځلي د ايران ګاونډيان هڅولي چې له ايران سره جګړه وكړى ، عراق هم د امريكا په مرسته د ايران له اسلامي ريژم سره اوږده جګړه درلود .
هغه مهال امريكا په ايران كې د شاه د نظام تر ړنګيدو وروسته ديو اسلامي دولت له پياوړتيا څخه ويريده ،او نه يې غوښتل چې د ايران دولت په سيمه كې نفوذ وكړى ، د عراق او ايران په اوږده جګړه كې دواړو هېوادونو زيانونه وليدل ، خو بيا هم په وروستيو كلونو كې ايران د يو قدرت په توګه نفوذ وكړه ،په عراق او ايران كې د كردانو جلاوطنه دولت غوښتل هم د ايران او هم د عراق لپاره په سيمه كې ګواښ دى ، او كله نا كله د كردانو سره په نړيواله كچه پټي مرستي كيږى ترڅو ايران ته سرخوږى پيدا كړى .
پر عراق او افغانستان د امريكا تر يرغل وروسته د امريكا مخه ايران ته واوخوته ، او په نړيواله كچه يې د ايران د اټومي بټيو پر سر له دغه هېواد سره ډيپلوماتيك جګړه پيل كړه ، ان خبره څو ځلي پر ايران دبريد تر كچي پورى هم ورسيده ، ايران د خپلو اټومي بټيو څخه د مشروع ګټي اخستني په موخه د خپل دريځ څخه دفاع كوى خو امريكا بيا د ايران اټومي بټيو ته د يو نړيوال ګواښ په سترګه ګورى .
اوس مهال چې امريكايې فوځيان په افغانستان كې ميشت دى ، په سيمه كې ايران او په ځانګړى توګه روسيه هم د امريكا له نفوذ څخه ويريږى ، د امريكا او روسي ترمنځ د پخوانيو تړونونو له مخې امريكا د روسي پولو ته د نژدى كيدو حق نه لرى ، او په افغانستان كې دامريكا شتون د روسي او ايران ګټو او د سياست نفوذ ته يو ګواښ دى .
كله چې د ايران د اټومي كړكيچ پرسر نړيواله ټولنه او په ځانګړى توګه امريكا او متحدين يې پر ايران فشار راوړى نو بيا ايران د ډيپلوماتيكو خبرو او په ځانګړى تو ګه نورو لارو چارو ته لاس اچوى ترڅو د امريكا د ګواښ څخه خوندى پاتي شي .
په داسې يو وخت كې چې د افغانستان سياست د امريكايې پاليسۍ څخه اداره كيږى ، كله چې د امريكا لخوا پر ايران فشار ډير شي نو ايران بيا په هغه هېواد كې پر افغان كډوالو زور او زياتي شروع كړى ترڅو امريكا ته واښايې چې دوى هم د افغانستان په سياست كې ونډه لوبولي شي .
دايران څخه دافغانانو په زوره شړل د اړيكو پريكولو په معنى :
ايران د افغانستان سره د ډيرو ډيپلوماتيكو اړيكو ، نړيوالو ميثاقونو ښه ګاونډيتوب د تړونونو ترڅنګ بيا هم ټول ملي او نړيوال اړيكي تر پښو لاندى كړل او په ډير بي رحمانه توګه يې د افغان كډوالو په شړلو پيل وكړ.
ايران كې د افغان كډوالو سره د ايراني چاروكو په ناوړه چلند كې زياتوالي ترسترګو كيږى
په دغه دوران كې په ايران كې پر ميشتو افغانانو ډير غيرى اسلامي او اخلاقي نادودۍ وشوى ،افغان كډوال ووهل شول ، وټكول شول ، مالونه يې غلاشول ،ننګ او ناموس ته يې په سپكه وكتل شول او يو زيات شمير افغانان د ايراني پوليسو لخوا د مرګ تر پولو هم ورسيدل .
په داسې يو وخت كې چې په افغانستان كې حالات دومره ښه نه دى او د ژوند كچه خورا ټيټه ده ، په جبرى او بي رحمانه توګه له ايران څخه د افغان كډوالو ويستل د اسلامي ، نړيوالو او ښه ګاونډيتوب خلاف عمل دى .
ايرانيان تل په افغانستان كې د وخت نه په گټي اخستنې سره د افغانستان په كورنيو چارو كې لاس وهنې كړى ، ايرانيان غواړي خپل پاړسي كلتور پر افغانانو ومني ،او دادى اوس هم ايراني چارواكي د دولت ضد خلګوسره د وسلو مرستي كوى .
د بشر د نړيوالو حقوقو ، نړيوالو ميثاقونو او د ايران او افغان دولت ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د تړونونو ترڅنګ بيا هم ايران خپل ناوړه دريځ څرګنده كړه ، او په زرهاوو افغانان په ډير وحشيانه او بي رحمانه توګه د ايران څخه شړلو ته ا ړ كړل .
د ايراني واكمنانو دغه عمل ښايى د ايران پرضد د افغانانو كركه او نفرت راوپاروى،خو ايران غواړي پر اوسني دولت د سياسي فشار په توګه دغه كړنه ترسره كړى، ترڅو خپلو موخو ته لاره هواره كړى ، ايران دا مهال په افغان دولت كې يو شمير مينه وال او ملګرى لرى چې تل د ايران ګټو او كلتور ته يې نه ستړي كيدونكي خدمتونه كړى .
اوس مهالې د ايرانيانو لخوا د افغان كډوالو سره ناوړه چلند ښايې د ايران د شيطانت څيرې څخه پرده پورته كړى ، او افغانانو ته چوته شي چې ايرانيان په رښتيا سره د افغانانو سرخوړلي دښمنان دى .
د ايران دا كار د اسلامي ، نړيوالو او بشرحقوقو څخه په ښكاره توګه سرغړونه ده ، او په بي رحمانه توګه د افغان كډوالو شړل يو وحشيانه، بده او ناوړه چلند دى ، د ايراني چارواكو دغه كړنه د ښه ګاونډيتوب په معنا نه بلكي ديو ښكاره دښمن دكړونو انځور مخې ته غورځولي شي .
ماخذونه :
د افغانستان كالنۍ ( د افغانستان د كلتور وزارت خپرونه )
د نړۍ هنداره آسيا ( د ارين زى احسان الله ليكنه )
افغانستان او دنړۍ هېوادونه ( آسيايې او افريقايې هېوادونه ) د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو څيړنو د مركز خپرونه ).
د افغانستان پولو ته كتنه (كتاب ) .
د ليكوال ځانګړى يادښتونه .