د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کـیسه :مـارچیچلې

ظفرخان « اهتمام » 09.01.2008 01:39
دلمرسترګه لابره نه وه چې موریې له ډیره غمه دلیونۍ په څیردکور په غولي کې سرګردانه وه اخوادیخوایې کتل او سریې غورزاؤبیایې ددیوال بیخ ته ډډه وکړه وچولی یې د ښې لاس په ګوتو ټینګ ونیو او سریې وڅنډه دړنګ پیکي په تورو زلفویې سپین مخ پټ شو او سوچونو کې ډوبه شوه دپرون ماسپښین دغم شیبې یې یوه په بلې پسې لکه دتلویزیون ښیښه کی نندارې په ذهن کې رااړولې... څه ګلالۍ لور مې وه، څومره مینه ګرکې اوله حیا ډکه وه... هی هی کاشکې پلاراوورورخویې دپردي ملک مزد وران نه واې پرون دا محال رکه روغه وه څه له به می کورکې یوازې پریښوده کیالی یې ماته کړه اوـ له څو هوکیو وروسته یې هغه دزوړپسخه يی دیوال تردرزونو لاندې ګردي سوري ته و کتل چې کفچه مارترې ګلالۍ چیچلې وه دګلالۍ ښکلې څیره ورته دژوند دورستي دیدن په شیبو کې نیغه سترګو ته ودریده چې په لمدوسترګویې دې ته په بنده بنده ژبه دمار سوري ته په ګوتې نیولو خپل حال بیان کړی ؤ خماره دګلالۍ مور ددې پښې نه یوه کړۍ وړاندې هغه وخت چې سبوکولوته تلله لوریې روغه جوړه وه، کــله چې له سارانه راغله او کورته ننوته حال بدل وء ... خماره ! ګلالۍ دلته دمرګ په سلګوکې پریدي اوپه یوه منډه دکلي ملا پسې ورځي پدې سیمه کې خو ډاکتران او پاړوګر نه ول او هغې ته هم اجازه نه وه چې خپله ځوانه لور کوم بل نا محرم سړي ته وروښیې ملا یې راووست اوبه یې دم کړې خوګلالۍ له دمه لوءیدلې وه اواوبه یې له ستوني تیرې نه شوې دکم رنګه سرو شونډوپه خاره ګیو یې وبهیدې،نیکه یې پرې دشهادت کلیمه وویله او زنې یې وروتړلې،دژړاپه اوریدلو په کلي کې دغم ډنډوره ګډه شوه، ګلالۍ ځوانیمرګه شوه،مارچیچلې وه،زهریې سرته ختلي ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ؤ... په درنګه شېبه کې کلیوالې او همزولې یې په غم کې ملګرې شوې ویراو فریادونه پیل شول... خماره لا دلور په دیدن مړه شوې نه وه چې نیکه یې سکندرخان دجنازې دپورته کیدو خبرراولیږه ،موریې دورستني دیدن دځنډید ولپاره په ستاینو ستاینو کې په کورکې دیوې شپې دتیریدو هیله وکړه ! مګرنیکه یې وویل : خویندو، میندو په هر مسلمان دمړي یوحق دادی چې ډیرژریې ښخ کړي،اوچې بیا ګور او کفن هم تیاروي ځنډول خویې وبال دی،بل داچې ګلالۍ خو مار چیچلې هسې نه چې ترسبایې اندامونه زهر سره جلا کړي او دخلکو د پیغورشو دپېغلې ګلالۍ دډولۍ کټ په زېړوګلانو ښکلی ایښی ‌‌ؤ سوربخن مخ یې لکه مړاوی ګلاب ښکارېده،تابه ویل ویده ده،ځوانیمرګه دکټ په پورته کیدوسره دمور او همزولوله ستر ګو دتل لپاره پناه شوه،کورساندوپه سرواخېست،تر ادیرې پورې د کټ بازوګان ژړیقیدل،دځنازې ځای ته ورسېدل جنازه وشوه دپلارپه کورکې دګلالۍ برخه په سخات کې وویشل شوه،ګلالۍ ژیړمازیګر تورو خاورو ته وسپارل شوه، نوځکه یې مورته اوس داهر څه لکه خوب لیدل او دروغ ښکارېدل او داسې ورته اېسېده لکه چې یوناڅاپه ځمکه سوری شي او ګلالۍ پکې لکه دباران څاڅکی«ترۍ تمه» شي دهغې په مړینې یې باورنه راته،نوځکه دغم څپوکې ډوبه اوپه چورتونو کې وه ... چې دماشومانو یوناڅاپي غالمغال یې دسوچونو لړۍ پرې کړه:ګلالۍ ژوندۍ شوې کلیوال له بیلچو او چاریو سره دچل ګزي ادیرې ته ولاړل.... خمارې یو ځل بیا خپل سرته ټکان ورکړ،چې دا خیال دی او که دې پریښانۍ دخوب څپه،چې دګاونډي زوی میرو خان یی مخی ته نیغ ودرېده:ترورې زیری مې درباندی ګلالۍ ژوندۍ شوې ده خمارې په اننګیوښکل کړ اوله ځان سره یي ټینګ ونیو میرو خان زیاته کړه: ګلمیر کوچي یې په قبر کې دچیغو غږ اوریدلی وُ په منډه یې کلي ته خبرراوړ،ویل یې چې مار خوړلی مړی ژوندی کیدای شی د خماري د زړه ټوپونه دومره زیات شول نږدې ؤ چې له پردې ووزي،زړه یې غوښتل چی خپله هم ادیرې ته منډې کړي خو د کليوالي ژوند له دود سره سم یې دا اجازه نه لرله،دا ځوانه وه،هلته کلیوال او پردي کسان و، خماره(دګلالۍ مور)دا ځل نویوهیلواود خوښیو څپو پسې واخسته :
قبر سوری کړﺉ حال یې ګورﺉ!
په ژیړو ګولو به پریوتي وي ګردونه
قـــــبر یـــې تنګ تپـــه تیاره ؤ!
د ګــلالۍ به پکې زړه چاودلی ویـــنـه
سکندرخان او کلیوال په بیړه هدیرې ته روان وو،کلمیر کوچي وویل:الکو ژر کوﺉ په قبر کی ګوزاره سخته ده خو دومره ښه ده چې دا قبرونه تیږې او کریړ لري لحدونه یې جګ او ګورهڼې یې ژورې دی هوا ورتلی شي او خپله هم هوا ډېره لري . قبرته ورسیدل له قبر آواز نه پورته کیده،نیکه یې وویل:کومه ده آواز خو نه شته؟،ګلمیراکا! هسی نه چې له ادیرې څخه ویریدلی وې او کوم غیبي آواز دې اوریدلی وي!؟؟. خو ګلمیر په خپله خبره کلک ؤ.نه نه داسې نه ده، زه د قبر سرته راغلم ما په خپلو غوږو چیغې او د کومک کومک نارې واوریدې دا چې قبر او خادې راته تازه ښکاره شوې او د قبر شناخته هم په پَټُـو یانې ښځینه وه، اوښې می په کټي بار پریښودې او په یوه ساه کلي ته درغلم که نه ما خپله قبر سپړه!. ځنډمه کوﺉ قبرژرلوڅوﺉ!له قبر نه یې د پلوسو خادې لرې کړې محرمو کسانو ژر پرده ونیوله او د سترګو رپ کې د قبر د سر لوري نه یې د پلنې پرښې تیږې تبزه لرې کړه د ګلالۍ په شړانګې وړانګې تورو ویښتانو کی سپین مخ له سپین کفن نه بهر لوڅ ښکاره شو،دنیکه هیله او تلوسه یې نوره هم زیاته شوه او قبرته ورپریوت،نارې یې کړې: ګلالۍ راپورته شه،موږ درپسې راغلو،ستا مرستې ته!ستا دهیلو پوره کیدوته!!.لکه چې د مورـ له خراب حالت نه دې خبره شوې وې ،!په نارو نارو کې یې د ګلالۍ لاس ونیو، خوهغه چوپ وه،!بیا نبض ته ورټوغ شو،ګوري چې هغې همداشیبه د دوهم ځل لپاره له ویرې او زړه تنګۍ څخه د دردونکي مرګ زهر څښلي ؤ د ګلونو ګیډۍ په قبر کې شیندل شوې وې،ګلالۍ مخ په قبلې رڼې سترګې د قبر ختیځ دیوال ته ډډه لګولې وه، وجود یې لا تودوخه لرله سکندرخان نورد خبرو کولواو پورته کیدو،وس نه درلود،زامنو او لمسیانویې پورته کړ،دګلالۍ مخ یې پټ کړ،په قبر یې څادر اوار کړ،له قبر لږ څه لرې کېناستل دټولو،واښی واڼۍ ختلې وې لږ شیبه غلي ؤ، له زړونو څخه یې د نوی غم بار سپک کړ دوی اوس په دې هم نه پوهیدل چې د ژوندۍ شوی مړې بیا غُسل او جنازه به څنګه شي!؟ځینو وویل: دا خو مړه نه وه،د مار زهرو یې په ماغزوباندې اغیزه کړی ؤ.کاشکې دا شپه مو کور کې ساتلې واي مامور رامدادپخوا ویلي ؤ،چې مار خوړلی اوبریښنا نیولی مړی باید اتلس ساعته وساتل شي اویایې طبي کتنه وشي که څه هم هغه وخت چې ،د مړي طبي کتنه رواج نه وه بیا هم په یومیلونو کې یو مړی ایله ژوندی ښخېده...سکندرخان وویل هر څه قسمت کوي،ښه به دا وي چې زوړ غم بیا تازه نه کړو،قبر پټ کړﺉ او څوک مه خبروﺉ جنازه یو ځل شوی ده...
هلته کور کې مور د ځوانې جهانې ځوانیمرګې لور دیدن ته سترګې په لاره وه،سکندرخان کور ته له رسېدو سره سم وویل:په دې دنیا کې هم ګنې مړي ژوندي کیدای شي؟! کاشکې دومره طالع مو در لودای،کوچي هسې غیبي نارې اوریدلې وې،دګلالۍ مور د کوچي په اشتباه باور وکړ او د خپل لومړي خیال او پریښانی تعبیر یې رښتینی وګڼه د خوشحالی په ځای دغم په ټال کې بیا زنګیده،خو نور ټول لدې څخه هم ډیرهاغه دوهم نوي غم ځورول.