د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رازق مامون ستراتیژي

هلال مومند 08.01.2008 15:09

د پوهنتون د وخت خبره ده. د اوړي درې میاشتنۍ رخصتي وه. د چا چې وسه کېدله کورونو ته تللي ؤ او څوک چې زما او زما د ترورزي (شیرین) په شان خوار او زار ؤ نو په لیلیه کې به یې تر غرمې خوبونه کول او بیا به چې راپاڅېدل نو کورونو ته د ستانه شوو خلکو کیسې به یې کولې. د رخصتۍ اخرې شپې وې او د درسونو پیلېدل بېخي رانږدې شوي ؤ. هر چا پوښتنه کوله چې نصرالله چېرته دی؟ نصرالله چېرته دی؟ ولې تراوسه رانغی؟ دی خو هیڅکله هم داسې نه ناوخته کوي! ما او شېرین هسې چېرته د ټوکو نه وویل چې نصرالله خو مړ شویدی. خبره همداسې ورو په ورو خپرېدله. سبا ته مو چې د لیلې په جومات کې د مازدیګر لمونځ وکړ، نو څو کسانو راته وویل چې خبر نه یاست؟ والله نصرالله بېچاره مړ شویدی. شېرین راته مخ راوړلو چې: هلکه هلالیه: دا نصرالله په رښتیا مړ شوی نه وي! ما ورته وخندل او ورته مې وویل چې: هټلر ویلي دي چې درواغ تر هغې پورې وایۍ تر څو خلک باور وکړي چې رښتیا دي. دا زما او ستا ټوکه هم په لیلیه کې د پرون راهیسې دومره زمزمه شويده چې اوس یې مونږ ته هم تشویش پیداکړیدی. اوس مونږ هم داسې فکر کوو چې کیدی شي په رښتیا نصرالله مړ شوی وي.

 د افغانستان ځینې تش په نامه لیکوالان چې په څو روپو په پردو خرڅ شويدي او شیطان ورته د ګمراهۍ لاره ښایسته کړېده هم د هټلر په لار روان دي. دوی بیا بیا درواغ په دې موخه وايي چې خلک ورسره دا ومني چې دوی رښتیا وايي. دوی چې هر ملي شخصیت یا داسې کس چې د دوی د ګټو په وړاندې خنډ وي وګوري نو بیا یې په یوه او بله بهانه بدناموي. اخري بېلګه یې د رازق مامون په نامه د یو مرتزقه لیکوال یو کتاب دی چې پکې یې روښانه درواغ راټول کړيدي. له جعلي اسنادو یې ډک کړیدی. او په یو شمېر داسې خلکو یې د ارواښاد ډاکټر نجیب الله د وژلو تور لګولی دی چې دوی ته په اوس وخت کې د خپلو او خپلې مرتزقه ډلې د ګټو خنډ ښکاري.

خو نه زما او د شیرین ټوکې ډېر دوام وکړ او نه هم د هټلر ستراتیژۍ. او نه به د رازق مامون په شان خلک خپل مرام ته ورسېږي.

نصرالله اخر لیلیې ته له کوره راستون شو. لکه د پخوا به پرې شیرین لاس اچولی ؤ او زه به یې په خوا کې روان وم او هماغه یوه ټوکه به مې ورته بیا بیا کوله چې: د هلال او شیرین سره د "خدای مرسته" وي نو بیا ورته د لیلې شپې څه شی دي! شیرین او نصرالله به په پړک پړک وخندل او په یو اواز به یې وویل: یاره هلاله: تا خو همدا یوه خبره یاده کړېده!

 هټلر هم د خپلې ستراتیژۍ سره یو ځای انتحار وکړ. او که دا رښتیا وي چې درواغ ژوند نلري، تاریخ بیا بیا تکرارېږي او حق په باطل ضرور بری مومي نو هغه ورځ لرې نه ده چې د رازق مامون او ورسره د مرتزقه ډلې هڅې زمونږ د ټوکې او یا هم د هټلر ستراتیژۍ ته ورته پایلې ولري.