د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول ملت يې د ارګ په څېر له خوبه نه خوري

بشارت 07.01.2008 13:50

په هېواد کې د نورو بدمرغيو ترڅنګ په دې وروستيو څو اونيو کې د خوراکي او سون توکيو بيې دومره لوړې شوي او لاپسې لوړيږي ، چې د ډيرو مظلومو هېواد والو مظلومانه خوب يې تښتولى او نور يې په راتلوونکي ژوند باور له لاسه ورکړى دى .

په دې هېواد کې د ملت شکنجه او ځورونه په بېلابېلو ډولونو روانه ده ، څوک د خوړو له کموالي کړيږي ، څوک د ډاکټر او درملو له نشتوالي سلګۍ وهي او مري ، څوک د ايتلاف ، ناټو ، ملي اردو ، ملي پوليسو ،ددولت د مخالفينو او.... نورو بېلابېلو بريدونو له امله په وينو کې شټنکې وهي او وژل کيږي، په يوشمېر يې بيا زورواکو د ټوپکو شپيلۍ ايښي او هره شېبه د مرګ لار څاري او ځينې يې بيا د مړښت له امله د چاغښت په بېلابېلو نارغيو اخته دي او خپلې وينې په بهر کې بدلوي .

اوس په دې هېوادکې نااڼدولي ، بې احساسي او نه خواخوږي هغه حد ته رسېدلې، چې ددې هېواد په خټه کې نه وه تېره .

هر ورځ په ښارونو ، ولايتونو ، ولسواليو او کليو کې په لسګونو افغانان په بېلابېلو نومونو، تورونو او غچونو وژل کيږي او څوک يې پوښتنه نه کوي .

خير دا ټول به يې يوې خوا ته پرېږدو او رابه شو دې ته چې په دې وروستيو څو اونيوکې د يوې سل کيلوي بورۍ اوړو بيه له ١٣٠٠ افغانيو څخه ٢٦٠٠ افغانيو ته لوړه شوه ، خو د مظلوم ښوونکي او بې چاره مامور معاش همغه څه باندې دوه زره افغانۍ دى .

دا يواځې اوړه نه دي چې دومره توپير يې په بيه کې راغلى ، بلکې نورو خوراکي او د سون توکيو هم ورته بدلون موندلى او لاپسې لوړيږي .

زموږ يوشمېر لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي به داسې فکر کوي چې دا نور څه باندې ٢٥مېلېونه ملت به هم ددوي په څېر په وخت په لسګونو ډوله خواړه په تودو خونو کې تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې خوري او فکر به کوي چې ددوي په څېر به په هره پروژه کې په لسګونو زره ډالر د تشو بېلونو په جوړولو سره په شخصي بانکونو کې اچوي .

دغه راز به ارګ مېشتي داسې فکر کوي ، چې نور ملت به هم ددوي په څېر موټر ، ودانۍ ، خواړه ، امنيتي ساتوونکي ، په دې ژمي کې تودې خونې ، بې شمېره ډالر او ... نورې اسانتياوې لري ، خو داسې نه ده او ٨٠ فيصد ملت يواځې د وچې ډوډۍ د مړښت په ارمان شپې سباکوي او د ارګ د اوسېدونکيو په څېر يې له خوبه نه خوري ، ډيريې سر پناه نلري ،امنيت خو بيا وروستۍ خبره ده .

اوس نو له ملت څخه هم لار ورکه ده او نه پوهيږي چې دې ډول ناخوالو سره څه وکړي؟ هر څوک د خپل اولاد يوې مړۍ ډوډۍ ته حيران دى .

اوس حکومت د هغه چا دى چې پيسې او زور لري او ډالر هم همدې دوو ډلو ته په يوه او بل نامه راځي او پانګې يې ورځ په ورځ يو په دوه کيږي ، خو عام خلک دبې کارۍ او بې چاره ګۍ په داسې جال کې راګيردي ، چې د لاس او پښو وهلو توان يې له لاسه ورکړى او د بل ماڼيو، موټرو، پيسو او هستيو ته يواځې د بې وسۍ سترګې غړوي او که دولت د ملت غم ونه خوري او دې حالت ته نور دوام ورکړي ، نو بيا به دغه ملت د سترګو غړولو توان هم لاسه ورکړي او انساني ناورين به رامنځته شي ، دغه چارواکي ، زور واکي او شتمن دې دا نه هيروي چې دوي به يوه ورځ نه يوه ورځ الهي برحقه حساب او کتاب ته حاضريږي او بيا به د دغه ملت پوښتنه ترې هلته کيږي ، له مسوولينو نه به هم يوه ورځ اولاد ، ښځه ، ماڼۍ ، موټر او ډالر داسې پاتې شي ، لکه ددوي له يو شمېر همدا ډول ملګرو څخه چې پاتې شول او له يو څو متره کفن سره تر خاورو لاندې شول ، نو بيابه دوي د ملت د مسووليت په مانا وپوهيږي .

نو ښه به دا وي ، چې زموږ ولسمشر او نور اړونده چارواکي ددې بېچاره ملت دغه لومړنۍ اړتياوې ، چې ورځ تربلې زياتيږي ، پوره کړي او د حل لپاره يې عملي لارچارې ولټوي .
نور دې دغه چارواکي د ژمنو پرځاى عملي ګام پورته کړي او ولس ته دې عملا وښي، چې دغه حکومت ددوي غم خوړلي شي او ددوي په فکر کې دي .

دا شپږ کاله بس دي ، چې په يوه او بله تشه ژمنه تېرشول او ملت يې په هيله مندۍ کې تر نن پورې هر ډول ستونزوته اوږه ورکړې ، داسې نه چې د ملت دا ديرش کلنې زخمي اوږې وشړيږي او حکومت د ړنګېدو سلګۍ ووهي .