د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کيسه : د سيلۍ اميل

قادرشاه 03.01.2008 14:15

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د مور او كوچني ورور له وتو سره يې سمه د انګره لويه دروازه بنده كړه ، د وره ځنځير لكه د پيغلې اميل ورو ورو شرنګيده سپين ټيټ قدى سپى يې له موګى خلاص كړى ځان يې وڅنډه داسې ښكاريده ته وه سيلۍ ته د ازادۍ په بندل كې  سيلۍ ته دعاګانې كوي څو ځله په انګړه په منډه تاوشو.
سيلۍ د برنډې ستنې ته په ولاړه تكيه وكړه دروازې ته يې كتل خو په وجود كې يې نرم درد نه بيانيدونكى احساس پيدا كړى و د تنكۍ غرمې له خوږې ګرمۍ سره نرم باد لږيده د وړكى انګر په منځ كې باد توره پلاستيكي كڅوړه ښكته پورته كوله ، خو لكه چې سيلۍ له نرم باد او خوږۍ ګرمۍ څخه خوند اخيسته همغسې ولاړه پاتې وه .
د تير ژمي په همدې شپو او ورځو كې يې كوژدن شوى و لومړۍ دوې مياشتې يې له ځانه سره  پټ ، پټ ژړل خو وروسته يې انديښنه كمه شوه ، سيلۍ ته به تل خپلو همزول ويل چې په امريكا كې دې خاوند دى ګومان مې نشې چې له دې خاونده دې خوند واخلې هلته د نجونو كمى نشته، ټولې داسې سرې سپينې دي چې د خاوند مينه به درسره كمه كړي...
وروسته له دوو مياشتو سيلۍ د همزولو په خبرو باور نه كاوه ځكه چې خاند يې ورته له امريكانه په ورځ كې څوځله ټيلفون كاوه په هره خبره كې يې دومره مينه ښكاريده چې دې يې هډو تصور هم نه شو كولاى.
سيلۍ په كور كې تر ټولو كشره وه نورې خويندې يې وتلې وې او   ځينوخو يې  اولادونه هم درلودل.
مور ورته له نورو لوڼو ډيره مينه وركوله خو په دې شپو او ورځو كې يې د مور مينه له حده ډيره زياته شوې وه، كه سيلۍ د مرغۍ پۍ هم غوښتې وه نو مور به يې ورته له كوه قافه را وړې وه ، سيلۍ نه پوهيده چې د مور مينه يې ولې زياته شوې ده ، خو كله كله به يې فكر كاوه چې شايد واده مې رالنډ شوى وى او مور مې بيا تر ډيره ونه ګوري اخر تر ټولو وړه لور يې يم زړه يې راباندې بديږي.
مور يې نن د آرين دوى كره تلله او په كور كې يې يوازې سيلۍ پريښوده ، آرين د سلګۍ كوچنى ورور و او سلګۍ د سيلۍ تر ټوله نيږدې ملګرې وه آن تر دې چې د زړه په هر كونج كې خبرې به يې يوې له بلې سره شريك كولې.
سيلۍ هماغسې د برنډې ستنې ته په ولاړه تكيه كړې وه او د وره ځنځير يې ته يې په زير زير كتل ، نن يې له توده لمر ډير خوند اخيسته بدن يې داسې و لكه تبه چې پرې راځي خو دا كومه نوې خبره نه وه له دوو مياشتو راهيسې يې په وجود كې مړه تبه ګرځوله  او كله كله خو به يې سر هم درديده ، خو مور ورته د درد او تبې ډيرې ګولې راوړې وې چې په خوړلوبه يې نا ارمه وجود اراميده.
له كيڼې پښې يې ويستلۍ پلاستيكي څپلۍ بيرته په پښه كړه او دكوټې په لور روانه شوه، د كوټې  ور  نيم خلاص پاتې و  او له باندې خوا يې توره ډبله پرده وركړې وه چې دساړه مخه  ونيسي كوټې ته په ننوتو يې له يوه سپين رنګه پاكټ څخه دوه ټسونه پورته كړل او په ورغوى كې يې دوه ګولۍ واچولې د بخارۍ له اودان څخه يې يو كيلاس او به بيلې كړې او له ګوليو سره يو ځاى يې  په سر واړولې.
راډيو يې چلان كړه او سردارعلي ټكر سندره كوله:

ورك د سوال ليدل شه نا ليدل ددې نه ډير ښه دي
لباسي خندا ده ژاړيدل ددې نه ډير ښه دي

سندره غږيده چې دروازه و ټكيده چټكه له ځايه را پورته شوه اود  دروازې په لور يې منډه كړه پوه شوه چې ورور يې له ښاره راغلى دى دې لا دروزې ته وه رسيدل چې سپين سپى لا دې وړاندې د دروازې مخې ته بوڅ ولاړ و دروازه يې بيرته كړه او له ورور سره يې ستړي مشي وكړه
- وروه زما معاينات څنګه شول؟
- همدا اوس له ډاكټر نه راغلم بيا يې هم ستا لپاره دوا راكړه ويې ويل چې كمزورې ده او ارام دې ډير وكړي.
- دا څنګه ډاكټران دي دوه مياشتې كيږي چې موټې ، موټې ګولې خورم خو ټكه تاثير يې راباندې ونه كړ ، والله چې له تبې مړه شم كه زه يوه ګولۍ په ستوني تيره كړم چې د دوا نوم د واخيست ستونى مې وپړسيده دا به بيا زه خورم؟

 ورور يې ورته وويل: خير دى خورې دا ټول زموږ په لاس كې نه دي، نن يې هم وويل چې د پيښاور  د ډاكټر نسخه دې بيا وخوري همغه دوا مې بيا درته راوړه.

د سيلۍ ورور سر ښكته كړ او په زنګيدلو ګامونه د كوټې په لور روان شو سيلۍ ورپسې په كوټه ورننوتل ورور يې په كټ اوږد وغځيده خو د سيلۍ په وجود كې د درد مچان بڼيدل له نورو ورځو يې نن سر ډير درد كاوه او ځمكه هم پرې ګرځيده.
زړه يې وه چې بيا د درد ګولۍ وخوري خو نه پوهيږم ولې يې ونه وخوړې ، مخامخ بلې كوټې ته ننوته ويې كتل   چې تيلفون ته يې څو ميسكالونه راغلې دي خو له دې هير شوى و او همغسې په ټيت اواز يې په كوټه كې چارچ ته ايښى و.
تيلفون يې وكوت خاوند يې و او له امريكا څخه يې ورته تيلفون كړى و، دې لا ټيلفون پر ميز نه وه ايښې چې بيا ورته زنګ راغى، شاوخوا يې وكتل او بيا ټلفون اوكې كړى.
= هيلو
- وعليكم سلام
- ما څو ځله درته ويلي چې دومره ټلفونه مه كوه څله پيسو ته اور اچوې په اونۍ كې يو ځل تيلفون كوه بس دى په دې ورځو كې خو بيخي ....
سيلۍ لږ وروسته بيا وويل
- نه نه مور مې په كور كې نشته....
- هو، هو اوس څه نا څه ښه شوې يم خو دا ډاكټران هم لكه چې هسې پيسو ټولولو ته ناست دى دومره دواګانې كه مړى وخوري زه وايم رابيدار به يې كړي.......
سيلۍ له خپل ميړه سره خبرې كولې چې مور يې له كوچني ورور سره يو ځاى د كور په دروازه راننوته .
*** *** *** *** *** ** 
نن يې دويمه ورځ وه چې سيلۍ شخوند روزې نه وه څكلي او نه يې اوبو ته خوله وروړې وه هغه اوس د پخوا سيلۍ نه وه رنګ يې ژيړ شوى و د ګام  اخيستلو تاب يې نه درولوده په وجود كې يې نري نري دردونه تيريدل او اوس خو يې سمه د كټ كړې وه .
مور به يې تل سر ته ناسته وه اود  سيلۍ به چې پام نه و، ورو ورو به يې ژړل.
سيلۍ به كله كله د خپل واده په اړه فكر كاوه، څه ډول به وي ... ډير خلك به ورته راځي ... سلګۍ به ورته لاسونه سره كوي... نجوني به يې تنګوي ... له ميړه به سره به امريكا ته ځي ... سره كالي به اغوندي ... .
خو سختو دردونو به حتى دې خوندورو فكرونو ته هم نه پريښوده .
مور يې ورته وويل :
لورې كه خوښه دې وي سبا به دې كابل ته بوځم هلته د جرمنيانو روغتون دى ښه درملنه به دې وكړې د خوست او پيښاور په ډاكټرانو مې زړه او به نه څښي په ډيرو درملو او ستنو يې سورۍ سورۍ كړې ... له دې خبرې سره يې د مور له تنګو سترګو څو څاڅكي را ورغړيدل او تر پاسنۍ شونډې لا نه و را رسيدلي چې سيلۍ ورته وويل :
مورې ته مه ژاړه زه ښه كيږم په ما هيڅ هم نه دي شوي وګوره دا دى اوس كيناستى هم شم له دې سره سم په كټ كې كيناسته خو مور يې بيرته په رګږيدلو لاسو سر ونيو:

= نه لورې زما خو هسې زړه را ډك شو په تا هيڅ هم نه كيږي بيرته څملا له پرون دې نن رنګ هم ډير ښه شوى دى، سبا دې خامخا كابل ته بيايم.
سيلۍ د مور خبره ومنله مور يې د  سبا تګ لپاره كالي او څه توكي برابر ول چې سيلۍ مور ته وويل :
سلګۍ دې هم راسره لاړه شي په لاره او كابل كې به زه يوازې  تنګه شم او بيا اوس خو د پورته كيدو او ښكته كيدو توان هم نه لرم.
مور يې ورسره ومنله  د سلګۍ مور ته يې زوى ور وليږه چې سلګۍ راولي تر څو سبا ته له سيلۍ سره يو ځاى كابل ته لاړه شي .
سړك ډير خراب و څو ځايه امريكايان را وتلي ول ، موټر يې درول ... چا به ويل چې طالبانو كانترونه سوځلي دي خو ځينو به ويل چې نه د امريكايانو موټر په ماين الوتى دى.
ناوخته ماښام و چې د موټر څراغونه د سنګ نوشته په پوليسو ولږيدل موټر يې وپلټه او بيا يې د (برو به خير) غږ وكړ.
د شپې په سخت ساړه كې سيلۍ او سلګۍ يو بل سره ډيرې خبرې وكړې په يوې بړستن كې پرتې وې  سلګۍ د سيلۍ سر ټينګاوه چې سهار شو، مور او د سيلۍ ورور له سلګۍ سره يو ځاى په ښاري  ټكسي كې كيناستل او د جرمنيانو روغتون ته روان شول.
سيلۍ او سلګۍ د انتظار په كوټه كې وې مور يې له ډاكټر سر خبرې كولې :
نورو ډاكټرانو خو راته ځواب راكړ ويې ويل چې بيا يې مه راوړئ، خو ډاكټرصيب ستاسو سيمه مې نيولې ده د خداى په خاطر د پيسو په كيسه كې نه يم خو د لور ژوند مې وژوغورئ...
د سيلۍ د مور ټيلفون له سيلۍ سره و چې زنګ ورته راغى سيلۍ په بيړه ټيلفون غوږ ته كړه له هغه خوا يې د خپل خاوند ژړغونى غږ واريد:
مور جانې تر هغې چې زه نه وم درغلى بيا بيا وينه وركړئ ، زه غواړم د وروستي ځل لپاره خپله سيلۍ وګورم ... مور جانې ما هم دلته له ډاكټرانوسره خبرې وكړې خو كينسر (سرطان ، چنګاښ) د ناروغيو متخصيصنو منفي ځواب راكړ ... خير دى مور جانې زه له دې ځايه پيسې درليږ م خو تاسې دومره زر سيلۍ مرګ ته مه وركوئ...
د سرطان د نوم په اوريدو د  سيلۍ له لاسه ټيلفون وليد د سلګۍ غيږې ته وروليده ...
مازديګر مهال و چې سيلۍ په خود شوه سلګۍ، مور او ورور يې سرته ولاړ و د وينې سيروم ورته لږيدلى و. مور يې د سيلۍ الوتې او له هيلو ډكه څيره كې سترګې ګنډلې وې ، سيلۍ خپل اميل له غاړې ورنځه او سلګۍ ته يې وركړ چې ددې له مرګ وروسته يې په غاړه وګرځوي.