پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو
23.12.2007 21:41د دې ښار هر يو منظر دې بې مزې کړ
مازيګر او زېړی لمر دې بې مزې کړ
پېښور خو ستا په سترګو پېښور و
ته چې لاړې پېښور دې بې مزې کړ
د ګلونو سپين سحر پيکه پيکه شو
هر نشه نشه نظر پيکه شو
زلزلې په خماري سترګو کې نشته
سندريزه مازيګر پيکه پيکه شو
نه خو تورې شپې اوس هغسې درنې دي
نه د ورځو تماشې دي هسې مستې
نه خو څوک د چا لپاره دار ته خېژي
نه د عشق د نوم نشې دي هسې مستې
د چوپتيا سيلۍ وهلي دي ګونګي دي
شور او شر زړونو کې نشته خاموشي ده
بې جانانه بې ارمانه زندګي شوه
او پرهر زړونو کې نشته خاموشي ده
شرابونه په اوبو دي بدل شوي
د ساقي په پيمانو کې نشه نشته
دلته اوس غم هيرول د زړه خوړل دي
دلته اوس په ميکدو کې نشه نشته
په پرداس يې ګوتې رپي وارخطا شي
د نېمګړې زندګۍ له مصيبته
انځورګر له انځورونو نه لاس واخيست
د رنګونو د قحطۍ له مصيبته
هر نرګس دلته زېړۍ تبې نيولی
هر ګلاب دلته الوتی رنګ ولاړ دی
نه د چا سترګو کې نم د چا په ياد شته
نه د چا په غمځپلو شونډو پاړ دی
اوس د ښکلو په لېمو کې کشش نشته
اوس خونکارې سترګې خون کولی نه شي
اوس هندارې بې تصويره دي چې نن ته
هېڅ خبره د پرون کولی نه شي
يا خو ( ماته ) هديرې غوندې ښکاريږي
يا خو ګرانې ستا له تلو نه پس بدل شو
يا زما نظر خطا دی يا رښتيا هم
پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو