د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مينه دمينې پيغام لېږدوم!

هــمــت اللـه اميـــن زى 23.12.2007 16:25
له کومه ځايه چې ماته مالومه ده زمونږ دهېوادوګړي اوپه ځانګړې توګه ځوانان دخپلې ټولنې داقتصادي اوټولنيزوناخوالوسره لاس اوګريوان وه اودي،چې زمونږپلرونه اوپه خپل وارسره زمونږځوانان هم ددې څخه ځورېږي. په ځانګړي ډول ددې ځانګړتياوولمن هغه وخت نوره هم پراخېږي چې زموږځوانان دنوروخلکواوبياهم په ځانګړې توګه دځوانانوپه هکله چې دپولې نه بهرژوندکوي له کړو وړو څخه خبرتياوې ترلاسه کوي چې اکثراً نيمګړې اوډېرځله دواقيعت څخه لرې مالومات ديوه اوبل له خولې په اغراق اميزه توګه ترلاسه کوي اوکله چې په هېوادکې دبېکارۍ اوبې روزګارۍ خبرې وروستي پولې ته رسېږي نوبيادهېوادپرېښودلولارې چارې لټوي،
خوکه زمونږهېواداوپه ځانګړې توګه ځوانان دنړۍ اونړيوالوپه هکله کره مالومات ولري اوپه سمه توګه وپوهيږي چې هغوي څه ډو ل ژوندکوي دڅه څخه رنځيږي اوڅرنګه په ناخوالي برلاسي پيداکوي،نوباورلرم چې زموږدځوانانوپه فکرکې به هم بدلون راشي اودناهيليواو ناخوالوڅخه دتېښتې پرځاى به دهغوي سره دمبارزې اولاس اوپنجې دنرمولولپاره تيارشي.
داکارهغه وخت ترسره کېداى شي چې ځوانان دځانګړيوهېواد ونود ځوانانواودهغوي دناخوالواوبرياوو په هکله سم مالومات ترلاسه کړي.چې سم اوکره مالومات دليدلواوياهم دلوستلواوځينونورولاروترلاسه کيداى شي اودالوستل اوليدل هغه وخت برابرېږي چې لږترلږه دبهرنيوخپرونوڅخه څه ناڅه په خپله ژبه دلوستلولپاره وي،دلته ښايي يواځې ادب نه بلکې دژوندټولې برخې دپام وړدي.
داژوره خاليګاه دژباړې له لارې پوره کيداي شي چې کره معلومات مينه والوته په مورنۍ ژبه دمطالعې لپاره واوسي. چې په وارسره ژباړه هم کېداى شي داارزښت ولري چې په سمه اوپرمعياربرابره توګه وشي.
له کومه ځايه مې چې دښاغلي ستانکزي داخپورشوي اثروليداووکوت په ډيره روانه پښتوليکل شوي اوهغه معلومات دي چې يوه ژباړونکې ته دلارښودلپاره څه ناڅه ښه سرچينه کيدلى شي اولومړنۍ غوښنتې پوره کوي اوداروان والى اوپوره مانااومفهوم هم دښاغلي ستانکزي دکتاب (دژباړې فن) ته ارزښت زياتوي.
اوس دښاغلي ستانکزي په هکله څونورې خورې ورې خبرې: زه ديوه واقيعت اوديوه ريښنيتي حقيقت له مخې پرځان داوسنيوګڼ شمېرځوانانواوتنكيو ليکوالوپه څيرځان پورزلى بولم،چې په دې اعتراف وكړم اوداخبره راڼه ميدان ته راوباسم،چې ښاغلى رفيع الله ستانکزى ډېرښه او چت اوپياوړى ليکوال دى اوپه ځانګړې توګه يې په پښتوادبياتوکې خپل رول ډېرښه لوبولى دى.
ښاغلي ستانکزي داثرپه لومړيوپاڼوکې دډالۍ په برخه کې خپل ګران پلاراوګرانه مورياده کړې اوراوړي يې دي چې په ډېرماشوم توب کې يې دښوونځي سره اشناکړي مينه يې ورکړي اودمينې درس يې ورکړي ځکه نوپه مينه دمينې پيغام ليږدوي. ښاغلي ستانکزي دخپلې درنې مورستاينه ډېرځله نوره هم په همدې الفاظوکړې چې دى يې داسې روزلى چې ټولنې اوهېوادته دخدمت په لارکې قدمونه اوچت کړي.
له هغوځوانانوچې په لږعمريې دليکوالۍ دبام دزينې ډېره برخه يې په چټكتياسره وهلې يوهم ځوان اوتکړه ليکوال ښاغلى ستانکزى دى چې په ريښتياسره دپښتوادب تاندستورى دى،هغه په خپلوليکنوکې دپښتوبډايې ژبې دګرامربېلابيلې برخوپه هکله ليکنې کړې دي. چې نن سبايې ډېره زياته اړتيااحساسېږي. ځه په داسې حال کې چې خپل ويلي اوبللي ورورښاغلي ستانکزي ته دلانورې بريااوپياوړتياهيله کوم په وارسره ورته دنوي اولومړني خپاره شوي اودورځې داړتياوړاثر (دژباړې فن) دخپرېدو مبارکې وايم اودلوې خداي (ج) څخه يې دقلم کښل دتل په شان تاند، څانداولانورګړندى غواړم.
ځواني تېرېدونکى پسرلي دى چې که چېرې په پسرلي کې ښه کر وکړل شي نوپه همغه کچه به ښه حاصل ترې ترلاسه شي اوداوخت ښکاره دازېري راپه برخه کوي چې پرمختللي هېواداوپکې ځلانده راتلونکي لپاره موهلې ځلې بې ځايه نه وي کړې.
دافغانستان په څېرډېرداسې هېوادونه شته چې له ډېروسختيوسره يې مبارزه کړي اونن ډېرښه اقتصاداودورزنيزژوندډېرې ښې برابرې چارې لري. دې اصل ته په پام کې نيولوسره چې ددې هېوادراتلونکې به دځوانانوپه غاړه وي ياپه دې ماناچې دنننيوچارودپرمخ بيولولپاره هغه ځوانان آماده ګې نيسي چې نن بايدهغه ښه وروزل شي ترڅوسباورځ چې مسوليت ورپه غاړه کېږي ښه يې اداکړي، چې داکېداي شي دمشرانودنده وى خوترډېره ځايه په خپله داپه هغه چاپورې اړه پيداکوي چې هغه ته ځوان ويلى شو.
وايي چوپتياکله کله هرڅه وايي اوکېداى شي ډيرڅه افاده کړي خوهمدا چوپتياډيرځله ډيره دهېڅ په ماناهم ده. داسې ډېرڅه شته چې که هرڅومره ډېروکړل شي هومره ژورمفهوم به ونه لري.خودښاغلي ستانکزى دااقدام دهغې چوپتياپه نامه ده چې ډېرڅه افاده کوي اوهغه چوپتياراويښوي چې نن دسبالپاره ډېره له ارزښته ډکه خبره ده ځکه چې دژباړې اړتياله ډېرڅه زياته احساسېږي،چې دااقدام کله څرنګه چې ښاغلي ستانکزي دهمدې اثرپه پيل کې دخپلودپيل دخبروسرليک کړى دى ( يوه نېکمرغه هڅه ) همداسې نېکمرغه هڅه ده. چې دښاغلي ستانکزي په دهغوخبروپه تائيدچې په همدې متن کې يې راوړي دي دخپلې ژبې دبډايه کيدويواځينۍ لاره دژباړې لاره ده چې هيله ده دالړۍ دوام پيداکړي اوداسې ډېري نورې ليکنې اودمطالعې اولارښوونې وړنورڅه دنننۍ نړۍ اوداوسنى عصردليکوالوله خواوليکل شي اوهمداسي دچاپ په زرينوپاڼوراشي اودمينه والوترلاسه ورسيږي.
زه په پاى کې يوځل بياښاغلي ستانکزي ته ددې له مانااوله مفهومه ډک اثر (دژباړې فن) دخپرېدومبارکي وايم. اووايم چې دادبياتودلړې لاره اوږده اوستونزمنه ده ډېرې ستړياوې اومنزلونه لري. خوهغه ليکوال لپاره لکه دښاغلي ستانکزي صيب په څېرچې دعمرله پلوه كمكى وي هېڅ ستونزه نه ګڼله کېږي ځکه چې ښاغلى ستانکزي خوبه لاپسې ډېرډېرمنزلونه ووهي ، ځکه ستانکزى ولاډېرتنکى ځوان دى،ستړياوې به وزغمي همداشان خولې به تويې كړي زه په پوره ډاډسره ويلى شم چې ښاغلى ستانکزى به لانورګړندي ګامونه واخلي اوږده واټنونه به لنډکړي اوضروربه خپلې سپېڅلې موخې، هېواداوټولنې ته دخدمت په لاره کې خپل مرام پوره اوورته ورسېږي.
په تل پاتې پښتنۍ مينه