د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سګرېټ،لنډه کیسه

عبدالله الهام جمالزی 19.12.2007 20:56

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

بلې یواځې ما اوریدل ، بل به مې چې هر چاته وویل وبه یې خندل ، ټوله ورځ په همدې سوچونوکې وم .
دیوې ګناه غږ ، د یو چاویروونکی او خپه کیدونکی غږ ، دکرکې او ژړا غږ ... سګریټ مې په لاس کې وو ، په کوټه کې مې شاوخوا وکتل ، هیڅ هم نه ښکاریدل ، غږ به کله دومره نږدې شو چې تابه ویل دادي له غوږ سره مې چیغې وهي ، خو کله به دومره لیرې شو چې یواځې پوهیدم به چې ماته وايي او اورم یې .
سګریټ مې په لاس کې تویې شو ، لمبې یې په غولي هوارې شو ، فیلتر مې په لاس کې پاتې شو ، ورته ومې کتل دومره لوی ښکاریده تابه ویل چې له دوه دریو سړیو هم غټ دی بیا به مې سترګې پټې کړې بیرته مې سترګې وغړولې ریښتیاهم دومره غټ وو ، په ګوتو کې مې تخته کړ ، هماغه غږونو زور  واخیست .
دروازې ته مې وکتل ، پرانستل شوه ، یواځې غږ ترې راننوت او بیرته وتړل شوه ، بل هیڅ هم راننه نه وتل په سترګو بې باوره شوم ، خو غوږونو مې یې هم غږ واورید ، نه نه پرانیستل شو . . . بلې بلې ومې لیده .
فیلتر مې په لاس کې وخوځیده ، هسې مې هم ترې نه وو څکلی له فیلتر څخه وو یریدلم غږونه بیا زیات شول . داسې وو لکه چې راته ووايي که نر یې سګریټ وڅکه ، دا فلتر مې لیرې واچاوه ، بل سګرېټ مې راوویست ، لومړی یې لیکلو ته ځیر وم، پرې لیکلي وو پین پین عجیب نوم دی ؟ پین ؟ اورلګیت مې راواخیسته ډیر دروند شوی وو ، لاسونو مې کمزوري کوله ، یو لرګی مې ترې راوویسته او په ګوګرمې کش کړ تابه ویل چې ټولې دنیا اور واخیست داسې ستر دود او لمبه به ترې پورته شوه ، خو سګرېټ یې نه بلاوه ، څوځله مې داسې کړ ، بیا مې بل لرګی راوویست دغه نو بل کړ ، ښه د زړه له تله مې کش ورکړ خو لکه چا چې له ستوني نیولی وم بېرته یې پریښودم ، وچ حیران شوم ، عجیبه حالت وو ؟  .
عجیب وو د بدن په هر رګ رګ کې مې ډار وو ، له مرګ څخه ویریدلم ، کله به له مرګ هم ورهغه خوا نورو سختیو څخه وویریدلم .
فیلتر ته مې وکتل ، خولې ته مې نږدې کړ ، پرون مې خوب لیدلی وو ، ډیر ویروونکی خوب ټوله شپه مې چیغې ووهلې خو هیچا دروازه را خلاصه نکړه ، خو پرون پیریان نه وو هغه تللي دي یواځې نن راته پیریان ښکاري ځکه په سترګو ېې نه وینم . دا له شانه مې اوس هم یو پیری خوځیږي دا مې څلورم ځل دی ورګورم خو څوک نه وي .
هغه بله شپه د شپې په ځای کې کېناستلم د کوټې په څلورو کونجونو کې یو یو پیرۍ وو خو څه یې راته نه ویل چوپ وو سهار تللي وو ، هغه بله شپه یې هم په سپینو اوږدو اوږدو ګوتو د کوټې ښیښه راټکوله .
داڅو ورځې مې نه پریږدي خو دا پیریان نه وي . څوک مې بیا لیدلي هم نه دي چې ورته ووایم پیریان ولې داسې کوي ،  تراوسه مې چاته ندي ویلي چې له ماسره پیریان داسې لوبې کوي ځکه خلک راپورې خاندي وايي چې ته لیونی شوی یې .
پرون مې هم چې هغه سپین ږیري ته وویل چې زه داسې غږونه اورم ته یې اورې کنه ؟ هغه وخندل ویل یې نه دا یواځې ستا په غوږ کې آذان کیږي . مګر باور وکړۍ آذان ندی . آذان خوږ وي . دا ډیر تریخ دی  . پرون شپه مې له ځانه سره وویل چې دا به دڅه شي غږ وي آخر مې فکر شو چې شاید د ګناه غږ وي خو دګناه غږ ؟ . . . نه پوهیږم .
فیلتر مې په شونډو کېښود ، خو ځان دومره لوی راته ښکاره شو چې تابه ویل که اوس وخوځیږم نو لاندې به د آپارتمان ټول کورونه ترپښو لاندې کړم . په ریښتیا سره پښو ته مې وکتل ډیرې لوېې لویې شوې وې خو په کوټه کې ناست وم ...
سګریټ ته مې کش ورکړ ، څوک مې بیا له څنګه کېناست ، زه ترې ویرېدلم ، وپوهیدلم چې څوک مې څنګ ته کېناست خو پدې نه پوهیدلم چې څوک به وي او ولې یې نه وینم ، سګریټ ته مې ښه کش ورکړ دود مې سینې ته تیر کړ .
له سترګو سره مې څه شی تیر شو ، عجیبه وه ډیره نازکه څیره وړه او حیرانوونکې ورته ځیر شوم زما خیال دی همدا پیری وو ، خو نه پیری باید داسې نه وي .
دود مې له خولې ویوست ، دوه سرې سترګې مې په سترګو کې ځیر شوې ، ډیره شېبه ورته ځیر شوم چې داسترګې له کومه شوې ، زه هم ورته ځیر شوم ، څنګ ته مې هم بیروبار زیات شو ، ډیره شېبه مې سترګې پټې کړې خو بیرته مې پرانستې هم هماغه سترګې راته ځیر وې سخت وویریدلم . . . په سترګو کې مې پیریان ښکاریدل ، خو بهر نه لیدل کیدل .
په ګوتو کې مې دسګریټ فیلتر ته فشار ورکړ ، بیرته مې خولې ته پورته کړ ، داځل مې هم ښه کش ورکړ ، په سرو سترګو کې ځیر وم ، د یوې پشۍ غږ مې واوریده ، لکه چې سر یې چا پرې کړی وو ، داسې فکر مې کاوه خو پخپلو سترګو مې ونه لیده ، بلې هو حتماً یې چا پرې سر پرې کړی دی .
دسګریټ دود مې لانه وو تیر کړی چې د کوټې له دروازې څخه هماغه پشۍ راننوته ، ریښتیایې هم چا پرې غاړه پرې کړې وه ، لکه رګونه چې غورځیږي هسې دهغې له غاړې نه هم وینې بادیدې ، غوسه ښکاریده ، زما په لور راروانه وه ، په غوسه غوسه یې میو میو کول ، زه ترې شاته شوم خو لکه چې چا له شاڅخه نیولی وم ورته کېناستلم ، هغه وړاندې راروانه وه ، ما د سګرېټ دود تیر کړ  ، له ماتیره شوه ، له ډاره مې شاته نه شو ورکتلای که شاته وروګورم شاید...
ډیره شېبه مې دود په سینه کې نیولی وو ،  د پشۍ غږ هم کرار شو ، د خړ ګرد او باد غږ مې په غوږونو کې انګازې جوړې کړې . داټو ل ریښتیا وو ، په خپلو سترګو مې ورته کتل  دیوال ته مې ځان کش کړ ، او دیوال ته مې تکیه وکړه ، خو دیوال لکه چې نه وو شاته ړنګ شوم ، د هاهاها په لوړ آواز د خندا غږ مې واوریده .
کله کله به ما هم ځینې کسان چې زور به مې پرې تیر وو راټول کړل او چې هغوی به د تیښتې هڅه وکړه مابه ورته وخندل ... درست هماغه ډول خو نه دا هسې خندا نه وه ، دا ګردونو او وریځو خندا وه .
وړاندې هرڅه خړ ښکاریدل ، د انبارۍ په ځای هم کلي او کورونه ښکاریدل ، خو چوپ او په ګردونو او بادونو کې پټ . .. عجیب حیران شوم لږ وړاندې په کور کې ناست وم . دود مې لا په سینه کې وو ستړی یې کړم پوه مې کړ .
دغه دود نو ټوله فضا وپوښله ، بې له هغې هم تیاره په خپریدو وه ، په تیره کې مې بیا ځینې تصویرونه ولیدل  ، ویروونکي او ژړوونکي  . کاشکي کیدای شو ترې خلاص شم .
له ځانه سره مې وویل چې چیغه وکړم ، خو نه چیغې هم فایده نه درلوده ، هسې به ځان پرې ستړی کړم .
سر نور راباندې ګرځېده ، ویښتان مې ځیږه شول ، نفس مې تنګ تنګ کېده ، په بدن کې مې سړې اوبه وځغلېدې ، ټول سره وریږدېدم ، په خړو ګردونو کې شیان عجیب ښکارېدل ، کورونه ، کلي او خلک ، ډیره ویروونکی وو ، بیا مې له ځانه سره وویل چې طوفان به وي خونه طوفان څه کول ؟
ګوتې مې وسوځېدې ، لاس ته مې وکتل سګریټ نور ګوتو ته رارسېدلی وو ، په سګرېټ دانۍ پسې مې سترګې وغړولې ، خو ډیره لیرې ښکارېده ، ځان مې ورکش کړ او سګرېټ مې خاموش کړ ، یوه اوږده ساه مې واخیسته ، چې چا له شاراباندې لاس کیښود .
- بهبه شرمېږې هم نه ، دلته یې څکې ؟ بلادې په دا خیرنه قواره شه .