د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانیمرګ ښایست

ګل آغا احمدي وردك 17.12.2007 23:56
همیش به مې د حال په ژبه له ځان سره ویل: خير دى، زما په ژوند کې به داسې یو وخت هرو مرو راځي چې په خوښۍ سره  د خپل ټاټوبي غیږې ته ستون شم نو د سوزیدلي بڼ په زلفو کې به يو ځلې بيا هغه سمسوره، ښيرازه، ګل ورينه او رنګينه نړۍ مومم چې را څخه وركه شوې ده. هو! هغه مهال به د رنګينو ګلونو هرې يوې تاندې غوټۍ د خپلو بوڅو بوڅو  غوزو زړه وړونكيو خوږو شونډو ته داسې رنګ وركاوه چې د آسمانونو د لوى څښتن په نعمتونو كې به ډوبې او د ښكلا د سيالۍ په ډګر كې به يې د خيال په نازكو ګامونو قدم واهه . ګلونو به خپلو پاڼو ته د افق د لوړې كرښې له سهار څخه  د شبنم داسې څاڅكې خوښ كړي وو چې د هر یوه څاڅكي په وړوكي ډنډ كې به د ښايستونو په لسهاوو ښاپيريو لامبو وهله او د ګلونو د سرو پاڼو په نكريزو سره لاسونو به يې د خپلې مینې د جانان خوا ته  خوځول. ځوانيمرګو ښاپيريو به د خپلو نازكو كمڅو په ځونډيو كې د داسې خوږو عطرو وږمو ته ځاى وركړى وو چې د سهار زړه وړونكي نسيم به په منډه منډه ترې غلا او د هغه تږي مین داحساس مخې  ته به يې ګردې تاوولې چې د ګلونو عشق به يې د زړه له مراندو څخه تیروبیر شوی وو. خو د لمر زرينې وړانګې به چې كله د ګلونو د خيالي نړۍ په خوا كې پنډې شوې نو د طلايي رنګ په بدل كې به يې  په بيړه بيړه د خپلې مينه ناکې تندې له مخې هغه ټول ډنډونه په يوه دمه غوړپ كړل چې د سهار د افق پرخې به د خپلې ځانګړې لورينې له مخې د ګلپاڼو د رنګينو څیرو پر مخ جوړ كړي وو. لدې سره سم به د هر څه رنګ بدلون و موند كه به څو شيبې وړاندې د رنګينیو نړۍ يوازې د ګل، سهار، افق، شبنم، پرخې، نسيم او عطرو په وجود باندې خیالي وربل کوږ نیولی وو نو اوس له طلايي رنګ سره د لمر د څرګ او وړانګو زرګونه نور رنګونه هم پرې را ښكته شول چې مین زړه به يې د انتخاب په حيرانوونكيو ټالونو كې راګير كړ. د ښايستونو زانګو به د خوږو وږمو په بدرګه په هر لوري داسې عجيب او غريب ټالونه وهل چې نو  راشه كه يې ګورې. اى لويه خدايه ستا له عظيم دربار څخه به څه كم شي چې يو ځلې بيا زه د خپل ګلزار په څڼو كې د داسې يوې رنګينې نړۍ سره د خپل زړه راز شريك كړم.
هو ما ته به د خپل كلي اختر د رنګونو په یوه داسې بې ساري ښایسته نړۍ کې میلمه کیده، ټوله شپه به مې د سهار انتظار ويست او له ډیرې خوښۍ څخه به د دې مبارکې شپې په زیاتره شیبو کې ويښ وم. كله كله به مې د خپلې خوب د خونې د دریڅو خوا ته كتل او داسې فكر به مې كاوه: نه، ګوره  داسې بايد  پيښه نه شي، چې سبا شوى وي، ټول ويښ شوي وي او له تا مخكې يې لاسونه له نكريزو څخه  وينځلي وي. ما به سهار وختي خپل واړه لاسونه له نكريزو څخه پرې وينځل او مشرانو به راته ويل چې لمونځ قضا نه كړى ځكه چې د اختر په ورځ د لمانځه ثوابونه یو په دوه وي. زه به د خپلو مشرانو سره يو ځاى په داسې حال د خپل كلي جومات ته تللم چې د چاى، نينو، پتاسو، بوسراغو، ایشیدلیو هګیو، غونډاريو، او ډول ډول کلیوالي ميوو څخه ډك پتنوسونه به يې په لاس كې وو. د شیدو چای، رش، پوڅه، کوچ، نخړي، تلپ، ایګ دګ او داسې نور خو به هرو مرو  په هغو کورونو کې د اختر لپاره په ځانګړي ډول جوړیدل چې د شیدو غواوې، وزې او میږې به یې درلودې. د كلي د جومات د ملا صاحب نالبكى به ځانګړي شخص له ځان سره لیږداوه او جومات ته له رسيدو سره سم به يې په هغه چادر ور تش كړ چې د بختور ملا صاحب د ميوو درمند به پرې جوړ وو. هر چا به كوشش كاوه چې په جومات كې د ملا صاحب سره نږدې ځاى ونيسي ځكه چې هغه لوري ته به نو تقريبا د ټول كلي په كورونو كې پاخه شوي خواږه ور روان وو. مشرانو ته به په لومړي كتار كې ځاى ور كول كيده او تر هغه به د چاى خوړل نه پیل کیدل څو چې د كلي ټول نارينه اوسيدونكي به جومات ته نه وو را غونډ شوي. همدارنګه که به کوم یو مرور وو نو هرو مرو به پخلا کیدو. ملا صاحب به مختصر قرائت وكړ، دعا به وشوه او د چاى خوړل به پيل شول. له هغه وروسته به د اختر مباركي په داسې ډول تر سره شوه چې د كلي ټولو اوسيدونكيو به يو او بل د مینې او ورورګلوۍ په غيږ كې ټینګ و نيول. عجيبه خو داده چې كه مو پام كړى وي نو کله کله له سترګو څخه د خوښۍ پر مهال هم د اوښكو باران جاري شي چې د يووالي په دې بختور محفل كې به هم له ډيرو سترګو د خوښۍ اوښكې جاري شوې او خلكو به د نوو كمسيونو په لمنو او د خپلو لونګيو په شملو اوښکې پاکولې. هلكان به له دې مراسمو وروسته سمدلاسه له جومات څخه ووتل او د سونډي رنګارنګ نه ګله دستمالونه يې په غاړو كې بند او د كلي له كورونو څخه به يې د نينو په را ټولولو پيل وكړ. هغو کلیوالو میرمنو ته به یې د ترور خطاب كاوه چې د نينو د ويشلو دنده به يې په غاړه وه داسې به ورته وویل شول: (ترورې اختر دې مبارك شه) ترور به نو د يوې لپې نينو او ځينو ځانګړو ماشومانو ته له يوې پخې هګۍ یا یو چارمغز یا یوې مڼې او ښکلولو سره يو ځاى په ورين تندي وويل: (ستا دې مبارك شي دا خوله یې جار شم) یوه پخه مچو به یې د ماشوم له مخ څخه پورته کړه او له دې خبرې سره به شرپ شو او ميوې به د ماشوم په دستمال كې ځاى ونيو. زه به تاسو ته د ورځې كومه ښكلا بيان كړم د چارمغزو لوبه، تیږه اچول، د سترې ونې زانګو، د غیږو نیول، توپ ډنډه او نورې رنګارنګ کلیوالې لوبې؟ په رښتيا سره یې درته وايم چې نه مې د سترې غمیزې له کبله  له خپلې جونګړې څخه بهر د هجرت په چاپیریال  او نه هم د خپل ګلزار ړنګې جونګړې ته په راتللو سره تر اوسه پورې  په دې بريالى شوى يم چې د اختر د وركو ښكلاوو رنګينه نړۍ بيا مومم. خو نهیلي ښه نه زه د خپلو ښايستونو په وركه ليلا پسې ستړی لټون کوم خدایه ته خو یې را پیدا کړې.