د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خان او مسكين

امين الله عادل 17.12.2007 21:55

ليكنه: مصطفى لطفى
ژباړه: امين الله عادل

تېره شپه په لار كې پر يو ډېر غريب سړي تېر شوم، چې لاس يې پر خپل نس اېښي و، په ډېره بېوزلۍ سره يې سر ټكاوه، ومي پوښت، "خيرت دى؟" ويې ويل وږى يم، خپل جيب ته مې لاس كړ او د خداى په نامه مې خپله وسه وكړه او ترې لاړم او نوموړى مې له خپلو ستونزو سره پرېښود، د خپل يو نږدې ملګري كور ته لاړم، ګورم چې ملګرى مې هم لاس په خپله خېټه اېښى او د همغه وږي مسكين په ډول اوښۍ او څوښۍ كوي، پوښتنه مې ترې وكړه"خيرت دى؟" وويل: "ډېره ډوډۍ مې وخوړه او بده را باندې ولګېده" ومې ويل: "آه، آه، څه عجيبه مې ولېده كه دغه خان هغه وږي مسكين ته خپله اضافي ډوډۍ وركړې واى نه به دغه خان له مړښت او نه به هغه مسكين له لوږې سرټكولى واى، خو افسوس، چې داسې نه ده!"
لازمه خو داوه چې دومره ډوډۍ يې خوړلې واى څومره يې چې ضرورت و، خو خپل ځان پرې دومره ګران ؤ، چې ټول دسترخان يې تش او غونډ لوښي يې سپېره كړل او الله هم ده ته خپله سزا وركړه ترڅو دغه ډېره او له اندازې زياته ډوډۍ ورپورې نه شي، دا بېخي ريښتيا ده چې د خان د خېټې درد د غريب د لوږې انتقام او غچ دى.
هسك (اسمان) كله هم خپلې اوبه نه دي سپمولې او نه ځمكې د نباتاتو له شنه كولو څخه انكار كړى، خو د زورور او كمزوري ترمنځ حسد يې تل مخه ډب كړې، چې په دې سره مسكين نور هم تش لاس او وږى كېږي.
زورور وايي، چې موږ زورو يو او د مال او شتمنۍ لاس ته راوړل زموږ حق دى، كمزوري نه بلكې موږ د مال او شتمنۍ مستحقين يو.
كه دوى وايي، چې دا شته مال او شتمنۍ مو دخپلو پلرونو څخه راته په ميراث پاتې دي، نو ددې مانا دا شوه چې پلرونو يې هم ظلم او ناجايزه كړېده او دغه مال يې له كمزورو او بېوزلانو څخه غصب كړى او بېرته يې مالونه خپلو خاوندانو ته نه دي وركړي، نو تاسې كه د هغوى په مېنه پاتې ياست مهرباني وكړئ دا مال يې پر خپلو خاوندانو وسپارئ. 
هغه كس څومره ظالم او بې رحمه دى، چې مړه خېټه او په ښكلې بستره كې ويده كېږي او دخپل ګاونډي د لوږې، سختۍ او فرياد پر وړاندې كوڼ او ړوند وي.
هغه شخص څومره بې رحمه دى، چې ترمخ يې ټول نعمتونه او رنګارنګ خواږه خوراكونه اېښي وي، خو نوموړى د وږيو ګاونډيانو او خپلوانو تشې كولمې او سپېرې څېرې نه ور په يادوي، داسې سخت زړي هم شته چې دا بېخي نه كوي بلكې په زړنو كې يې يوه ذره مهرباني هم نشته او نه يې په څېره كې حيا ليدل كېږي.
تل مسكينانو ته د خپلې شتمنۍ غورې كوي يا خپل مالونه پرې شمېري ترڅو يې زړه مات او له خپل قسمت او نصيب سره يې په لاس او ګرېوان كې واچوي او ژوند ته يې لږ نور مرچك هم ور زيات كړي يانې دا ورته ښيي، چې زه نېكمرغه او شتمن او ته بدمرغه او تش لاسى يې.
زما په اند خانان تل مسكينانو ته اړ دي، هغوى ورسره مرسته كوي، خدمت يې كوي او اړتياوې يې پوره كوي.
زما په اند كه ځينې شتمن او خانان د مسكينانو مرستې ته اړ نه واى، خدمت ته يې محتاج نه واى، اړتياوې يې نه پوره كولاى او د دوى په امر كښته پورته نه كېداى او د دوى تر لاس لاندې كار كولو خوند نه وركولاى، نو د همدغه بېوزلانو وينه به يې زبېښلې واى، د ژوند له هر نعمت او خوند څخه به يې محروم كړي واى، ان دغه د ځمكې مخ به يې ترې پاك كړى واى.
زه تر هغه انسان ته انسان نه وايم، چې نېكي او احسان یې ونه وينم، زما په اند احسان او نېكي يوازنى څيز دى، چې انسان او حيوان سره بېلوي او انسان په درى ډوله دى:
1.  يو هغه انسان دى چې د بل انسان سره ددې لپاره نېكي كوي ترڅو يې خپل ځان ته اړ كړي، دا شخص ظالم او مستبد دى، چې نېكۍ او احسان ته د خلكو د غلام كولو د وسيلې په سترګه ګوري.
2. يو هغه انسان دى چې يوازې له ځان سره ښه كوي او بس دا كس سپى مزاجه او ځان غوښتونكى دى، د خپل ځان لپاره د نورو ژوندانه ته هېڅ اهميت نه وركوي.
3. بل هغه انسان دى چې نه له ځان او نه له بل سره ښه كوي دا شخص ناپوهه او بخيل دى، چې د خپل صندوق د مړښت لپاره هم ځان او هم نور وږي ساتي، خو څلورم هغه شخص دى، چې هم له ځان او هم له نورو سره نېكي كوي، بس دغه ښاغلى او محترم دى او دا هغه شخص دى، چې يوناني فيلسوف ديوجين الكلبي يې په لټه كې وو، هغه په رڼا ورځ چراغ بل كړى وو او څه يې لټول، پوښتنه ترې وشوه، چې په رڼا ورځ چراغ څه كوې، ده ځواب وركړ، چې انسان لټوم!