د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواښاده معصومه عصمتي دښتني ـ افغاني پوهې او فرهنګ يوه تلژوندۍ ځلانده څېره

پوهانددوکتورم.ا.زيار 15.12.2007 01:03

د کابل ښار په يوه روښانده پښتنه کورنۍ کې يې د ژوند په رنجو سترګې روښانې شوې او وش و وده يې موندلې وه، خو چاپېريال ترې په خپله مورنۍ ژبه د ويېنې او لوستنې رښته بلوسلې وه. له دې سره سره يې په راوروسته ژوند و ژواک کې پښتني لوښې او ولولې پرله پسې غځونې کولې او کله يې چې د کابل پوهنتون په اډانه کې د ښځمنو په نامه د ښوونې روزنې رامنځته شوې ځانګړی پوهنځی پايته ورساوه، اړوند پوهنليک يې((خوشحال خان کيست؟)) تر سرليک لاندې وکېښ او سم له سمونې يې د چاپ په پساله و پسوله.   
پر پارسي ژبه او ادب يې برلاسی تر دې کچې وو چې پر 1333ل کال يې يوه لوړه داستاني ټولګې جايزه هم وړې وه او تر کتابي بڼو يې څېړنيزې ليکنې هم زياتره په همدغه برلاسې ژبه کولې، بې له دې چې پښتني ـ افغاني لوښه ولوله يې ور سره غړنده شي او تر پايه مورنۍ ـ پلرنۍ ژبه هېره کاندې. ښايي ډېر دا و انګېري چې له ا ستاد وردګ سره واده پښتو او پښتونولۍ ته راهڅولې، خو څومره چې ماته له دواړو سره د اوږدې پېژندګلوۍ له لارې جوته شوې ده، همدا مېړه مخې معصومه جانه وه چې هغه يې لا دغې لارې ته راڅکولی او راهڅولی وو. لکه څنګه يې چې د ټوليز شخصيت په رغاوي کې نقش هرچا ته څرګند وو او تر پوهاندۍ، د پوهنځي تررياست اوبيا وزارت پورې يې رسولی وو.
 دغې نوميالې او روښاندې علمي او فرهنګي مېرمنې پردې سربېره چې په خپل نوښت يې خپله خور شريفه فرزان د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې اوبيا په بهر کې د ژبپوهنې لوړو زده کړو ته هڅولې وه، پر الينا لور يې هم هماغه څانګه وويله.که په بهرنيو  پوهنغونډو کې يې په انګرېزۍ يا پرانسۍ خپلې ليکنې او ويناوې اورولې، د هېواد دننه يې بيا ډېر زور پر پښتو اچاوه. زه باور لرم، که هغه ګردې پښتو ليکنې يې له اړوندو ټولګو يا راپاتې لاسکښنو را و اوډل شي، له پارسي هغو سره يې يو پرتليز انډول هومره رامنځته کېدای شي.
هغه مهال چې دوکتور نجيب اله د سولې او ملي پوخلاينې پر بنسټ د خالقيار په سروزيرۍ نا ګوندي حکومت رامنځته کړ، د ښوونې روزنې وزارت لپاره يې تر اغلې عصمتي وردګې بل يا بله داسې څانګپوهه و نه شوه موندلای او دې هم د اړوندې واکمنۍ تر وروستيو شېبو پورې د پېنځوسکلنې څانګيزې پوهې او بډايې تجربې په رڼا کې ورسپارلې پازه په ټول سپېڅلتيااو مېړانه پر مخ يوړه. زماوروستي ليده کاته ورسره هم ټيک هماغه مهال وشول چې د فرانسې په تکل يې په پېښور کې د عجب خان اپرېدي د زوی نېک محمد غازي زوی کره اړولي ول.
دادی، زه هم پر خپل وار د هېواد او سيمې پر کچ د هغې مخکښې او مېړنۍ پوهيالې او فرهنګيالې مړينه د تورې او سپينې ټلوالې راښکېللي او جنګ ځپلي افغان ولس او مدني ټولنې او بياد وردګ او عصمتي دواړو ويرمنو کورنيو، اړوندانو او دوستانو، په ځانګړي ډول شريفې عصمتي، فايزې عصمتي او ذبيح اله عصمتي ته خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ وړاندې کوم،  له بښاند خدايه دوی ته د زغم او اجر او هغې ارواښادې ته جنتونه غواړم.
      ياد دې تلژوندی وي!