د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلې جامې

عبدالله الهام جمالزی 10.12.2007 17:21

د سیروم په سپین پایپ کې یې څک څک ته کتل ، سریې په سپینه ټوټه تړلی وو او په ټوټه کې د وینې سوروالی لیکه لیکه غځېدلی ښکارېده ، ښکلې سترګې یې له اوښکو ډکې وې ، له ژړا یې سترګې کلکې کلکې تخته کړې او پزه یې کش کړه ، دروازه پرانستل شوه ، پلار یې په دروازه کې ودرېده ځیر ځیر یې په کټ کې دپرتې ښکلې نجلۍ په سپین مخ نظر واچاوه ، موسک شو او خواته یې راغی ، ډیره شېبه یې ښکلو غټو غټو سرو سترګو ته ځیر وو چې توره کړۍ ترې شاوخوا ښکارېده او د سرو نازکو شونډو رنګ یې هم تور شوی وو او چاودېدلې مالومېدې ، سترګې یې په کراره پرانستلې او بیا به یې پټې کړې .
د پلار په لیدلو سره موسکه شوه ، او بیاپه چرت کې لاړه ، پلار یې خواته په چوکۍ کېناست د جینۍ خواته نور هم ورنږدې شو ، په تندي یې ورټیټ شو او ښکل یې کړه ، بیا یې سترګو ته وکتل او ګوته یې په نازکو شونډو تیره کړه .
- لورک مې شهزادګۍ مې او شهۍ مې لانده ویده شوې ...هه ؟
لور یې د پلار ښکلو سترګو ته وکتل چې په عینکو کې به یې ښکلا یو په دوه ښکارېده ، مهربانې او همیشنۍ موسکا یې په زړه لکه چې منګولې خښې کړې وي او دهغې هم زړه غواړي چې موسکه شي په سترګو یې ځواب ورکړ .
- نه ...
پلار یې لاسونه په لاس کې ونیول ، په بل لاس یې په مخ وټپوله او ورته ځیر شو .
- سر دې درد کوي ؟...
لور سترګې پټې کړې ، موسکه شوه خو څه یې ونه ویل ، پلار یې لاس په لاس کې نیولي وو په سره تخته کول یې .
- څه شی د زړه ته نه کیږي ؟
جینۍ په سترګو د هو ځواب ورکړ او دپلار لاس یې په لاس کې تخته کړ  ، پلار بیا ور نږدې شو ، موسک شواو په تندي یې ښکل کړه .
- څه شی ؟
جینۍ شونډې سره چوله کړې آرام یې وویل .
- یوه کیسه
- کیسه ؟ ....
- هو
- دچا کیسه لورکې
- د وږمې کیسه
پلار موسک شو بیا یې په دوه ګوتو کې د جینۍ پزه ونیوله او بیا یې په مخ وټپوله
- په سترګو نو غوږ شه
وو نه وو دخدای کړه وو د بنده ورته کاته وو ، یوه وږمه وه له ګله ښایسته وه ، تل ترو تازه وه سپینې یې ...
لور موسکه شوه او آرام یې بیا وویل
- نه داسې نه ...
- ښه سمه ده ، نو یوه وږمه وه ، لکه ګل هسې ښکلې کراره او په درسو کې تکړه جینۍ وه ،  پلار داسې پرې ګران وو چې پوښتنه یې مه کوه ...
جینۍ سترګې پټې کړې پزه یې کش کړه ، بیرته یې سترګې پرانستلې اوښکې پکې ګرځېدې کرار یې اسویلی وکړ او بیا یې نرم سر د پلار لوري ته کوږ کړ
- او مور به یې هره ورځ ورته په غوسه وه ...
پلار یې لکه چې حیران شوی وي سترګو ته یې ځیر شو خبرې یې بس کړې او سر یې وخوځاوه بیرته ورپورته شو او لور یې په تندي ښکل کړه .
- نه نه لورې ، په مور هم ډیره ګرانه وه او داچې په مور بیخي ډیره ګرانه وه نو چې هغې به لږ بې ځایه شوخي کوله یابه یې بد کار کاوه نو هغه به هم خپه کېده ...
لور بیا سترګې تخته کړه بله سلګۍ یې وکړه
- او د وږمې خپله مور نه وه هغه مړه شوې وي ...
د پلار سترګې پکې وختې تندی یې ګونځې کړ او بیا ورپورته شو شین رخت یې پرې ورکش کړ او سر یې وخوځاوه بېرته په چوکۍ کېناست او په دروازه کې یې سترګې وګنډلې .
- دا څه شی وايې ؟ لورکې ته دې په مور ډیره ګرانه یې او اوس هم په دې شیانو کې فکر مه کوه .
د لور له سترګو اوښکه را پریوته او د غوږ په لور یې په ویښتانو کې ورکه شوه بله اوښکه یې د پزې تر سره راغله ، پلار د میز له سره دستمال راپورته کړ او اوښکه یې پرې پاکه کړه .
- نه خپله مور مې ... خپله  ...
نور یې کراره کراره ژړا په سلګیو بدله شوه او د پلار لاس یې په لاس کې نورهم تخته کړ .
- خو هو کنه مور خو د پخوا وفات شوې اوس ولې درسره دا فکر پیدا شوی دی ؟
- اوس مې ډیره یادیږي ...
پلار په چرت کې له څوکۍ پورته شو او د کړکۍ په لوري روان شو ، د جینۍ له سترګو اوښکې کتار راتویېدلې او په تخت تیتېدلې . پلار هم کرار اسویلۍ وکړ له جیبه یې دستمال را وایست او سترګې یې پرې وچې کړې بیا د لور خواته راغی مخامخ ورته ودرېده او سترګو ته یې وکتل .
- اوس ژاړه مه ژړا درته تاوان لري .
جینۍ یې په سترګو کې سترګې ګنډلې وې او کله کله به یې سره تخته کړې بیا به یې د پلار سترګو ته وکتل ډیره شېبه پلار هم ورته مخامخ ولاړ وو او په چرت کې وو .
- پلاره سخت وي ؟ ...
پلار بیا د تعجب په علامه سر وخوځاوه ، لور ته یې ځیر ځیر وکتل او د پوښتنې په علامه یې سر وخوځاوه .
- څه شی لورکې ؟ ...
- مرګ ...
پلار موسک شو ، د لور په تندي یې لاس کېښود او اسویلی یې وکړ .
- سخت وي ؟
- ولې درسره دا پوښتنه پیدا شوه ؟
- مور مې رایاد شوه ...
- ولې ؟
- خو تاویل چې  پدغه روغتون کې دمور هم بستري وه هره ورځ به ورته راتللې او یوځل به دې لیدله ...
- هو لورکې په همدغه روغتون کې بستر وه او خدای خبر ...
په کوټه کې یې شاوخوا وکتل ، سر یې وخوځاوه بیرته د کړکۍ لور ته روان شو له جیبه یې دستمال راوایست دکړکۍ خواته یې دیوال ته تکیه وکړه د لور د سر سپینه او سره ټوټه یې ښکارېده له ځانه سره یې سر وخوځاوه او اسویلی یې وکړ ، لور بیا آرام غږ کړل .
- سخت وي ؟ ...
پلار راروان شو له څنګه یې ودرېده او شونډه یې په غاښ کې ونیوله بیا یې لاس سره وغځول او په موسکنده لهجه یې وویل .
- نه لورې ... نه لورې .
لور یې بیا سترګو ته وکتل او ډیره شېبه د یوبل سترګو ته کتل .
- نه لورې هیڅ سخت نه وي ، مرګ دهغه چا لپاره سخت وي چې ګناوې یې کړې وي چې بې هیلې وي چې بې اسرې وي ...  دهغه چالپاره هیڅ سخت ندی چې ګناه یې نه وي کړې چې تا غوندې معصوم ، پاک او سپیڅلی وي ...
لدې سره یې خوله ونیوه ، سر یې وخوځاوه .
- ولې دا پوښتنه کوې  ؟
لور یې یواځې موسکه شوه .
- لکه څنګه وي ؟ ...
- خو سخت نه وي ... داسې ورته آسانه وي لکه چې د یو دوست لیدلو ته ځي د یوډیر نږدې او ښه دوست ، یوې ښې میلمستیا ته ځي ... او ډیرې ښکلې جامې واغوندي ... هو مرګ هغه چاته داسې دی لکه چې ښکلې جامې اغوندي .
جینۍ سترګې پټې کړې له ځانه سره یې آرام آرام وویل
- لکه ښکلې جامې ... لکه ښکلې جامې ... هو بالکل لکه ډیرې ښکلې جامې
څه شېبه وروسته پلار په دهلیز کې په ډاکټرانو پسې هغه خوا او دغه خوا منډې وکړې خو ډاکټرانو یې په منډه منډه د لور تخت له یوې دروازې یوست او بلې ته یې لیږداوه . پلار ډیره شېبه یو دیوال ته تکیه وکړه سترګې یې له اوښکوډکې وي او منګولې یې د سر په ویښتانو کې خښې کړې وې .
- ریښتیا خپله مور دې که وای ...
بیایې اسویلی وکړ چې پدې کې یو ډاکټر ورته مخامخ راروان وو ، هغه ورمنډه کړه او د ډاکټر په مخ کې ودرېده په ډیره لیوالتیا یې ترې پوښتنه وکړه .
- ډاکټر صیب څرنګه ده لور مې ؟
ډاکټر یې دواړه لاس په دواړو لاسونو کې ونیول سریې دهو په علامه ورته وخوځاوه او خپله چټک ترې وړاندې روان شو .
هغه هم  په ډآکټر پسې را روان وو چې ډاکټر سرښکته اچولی وو اسویلی یې وکړ او سترګو ته یې لاس ونیو .. .