د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترماښامه،لنډه کیسه

عبدالله الهام جمالزی 03.12.2007 21:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ځان یې سره تاو کړ ، لاسونو ته یې وکتل ، ښی لاس یې لا هماغسې په وینو سور وو سترګې یې پټې کړې له ځانه سره وګړیده .
لمر نور ښه غوړیدلی وو ، دکلي په خړو دیوالونو یې خپلې وړانګې غوړولې وې ، خو دکلي په منځ کې لاهماغسې چوپتیا وه ، هیڅ څوک بهر نه ښکاریدل ، نه شور وو او نه هم دجومات په مخ کې دخلکو ګڼه ګوڼه .
جومات ته یې وکتل سر یې وخوځاوه ، وړاندې روان شو ، په کوڅه کې ودرید ، ځیر شو لکه څه چې ترې هیر شوي وي ، بیرته روان شو ، په خړو کوڅو کې چې آرامه آرامي وه پکې راووت وړاندې د لمر خاته په لور دلویې ویالې خواته روان شو ، لمر اوس له غره راجګ شوی ووهغه سترګو ته لاس نیولی وو او په چرت کې وړاندې دویالې لور ته روان  .
شنې او به تکې شنې او صافې اوبه په ویاله کې بهیدلې ، هغه پکې خپلې څیرې ته ځیر شو اوږدو ویښتانو ، غټو سرو سترګو ته په غاړه کې طلايي بند ته ، چپ لاس یې کرار په اوبو کې ښکته کړ ، هول یې وخوړ وویرېدلو لکه چې اوبه ډیرې یخې وي لاس یې بیرته را ویوست بیرته یې لاس پکې ښکته کړ ، سترګې یې پټې کړې ، اوږده ساه یې واخیسته ، له ځانه سره یې وویل : مه کوه ، مه کوه ... نوولې ؟ ...
لاس یې په اوبو کې وخوځاوه بیایې ښي لاس ته وکتل لاپه وینو سور وو ، چپ لاس یې له اوبوراوایست نرم یې په ښي لاس راتیر کړ، ټپ یې پرې لمس کړ ، بیرته یې اوبو ته ښکته کړ ، ښی لاس یې هم په ډیره سختۍ اوبو ته ښکته کړ ، په اوبو کې یې وخوځاوه بیرته یې راوایست ، بیایې سترګې پټې کړې له ځانه سره یې وویل : نوولې ، ولې ؟...
وړاندې یې شنو پټیو ته وکتل ، آرام او نوي راغوړیدلي لمر ته یې څڼې اچولې ، ته به وايې چې څوک پرې لاس خوځوي داسې منظم یوې او بلې خواته اوښتل رااوښتل ، دواړه لاسونه یې راپورته کړل او په سترګو یې کیښودل ، بیایې سترګې کلکې کلکې پټې کړې .
په پټیو کې هم څوک نه ښکاریدل ، او لږ وړاندې په لویه لاره هم کراره کراري وه ، ډیره شیبه دلویې ویالې په غاړه ناست وو ، شاوخوا یې کتل ، کله به یې د رنګارنګ مرغانو غږونه شمیرل کله به یې په اوبو کې خپلې څیرې ته ځیر وو ، څه شېبه وروسته په لویه لاره ګڼه ګوڼه شوه ، دښوونځي ماشومان وو ، په شور او زوږ سره په لاره روان وو ، خندل یې کله به چوپ او چابه هم کتابونه په لاس کې وو او په لارې به په مطالعه بوخت وو ، هسې هم دازموینو وخت وو .
هغه به کله ماشومانو ته وکتل کله به په اوبو کې خپل تصویر ته متوجه شو له ځانه سره به یې وویل : کاشکي زه هم کوچنی وای او ښوونځي ته تللای ، کاشکي په کوچینوالي کې مې هم تللی وای ...
دویالې له غاړې راپورته شو ، څوقدمه راغلی وو ، بیرته وروګرځید بیاورغی او مخ ته یې هم اوبه واچولې ، مخ یې پریمینځه نور نو بیرته کېناست ، دښوونځي ماشومان هم نور ټول ولاړل ، کرار کرار دخلکو بیرو بار زیاتیده ، ګڼه ګوڼه هم زیاته شوه ، ډيره شیبه ناست وو ، راجګ شو کرار کرار مخ په کلي روان شو ، له کلي دوه ښځې مخ په ویاله راروانې وې خو دهغه په لیدلو بیرته وګرځېدې .
هغه له ځانه سره وویل : ځۍ زه موهم په کیسه کې نه یم .
دکلي په لوري په چرت کې راروان وو، دکلي په خړو دیوالونو کې یې سترګې ګنډلې وې ، او دخلکو ګڼې ګوڼې ته غوږ وو ، په کلي کې له ډیرو سره مخ شو خو هیچاهم سلام ورنکړ بس ټول په خپلو کارونو پسې روان وو ، څوک مخ په ښآر روانیدل او چاهم بیل او یوم په اوږه کړي وو او مخ په  خپل کار پسې تلل .
دکور مخ ته راورسید  ، دروازې ته یې وکتل سر یې وخوځاوه ، سوړ اسویلی یې وکړ له ځانه سره یې وویل : ولې ټول ښه ژوندونه لري زه ولې ؟...
دکور دننه هم چوپتیا وه ، دروازه داسې تړلې وه تابه ویل چې دا ډېر وخت نده پرانستل شوې او څوک ندي پرې وتلي ننوتلي ، دروازه یې خلاصه کړه دننه ننوت ، په کور کې چوپتیاوه ، په کوټو کې وړاندې تیر شو ، دلوېې خونې ور یې په زور پرانست ، په کوټه کې ټولو د دروازې لور ته وروکتل خوبیرته یې یوبل ته وکتل او په چای څښلو بوخت شول ، هغه هم ننوت هغې خواته کیناست ، چاورته څه نه ویل چې راشه چای وڅښه ، نه هم ورته چا دستړي مشي وویل ، هغه دکوټې په خوا کې کیناست ، دکور دټولو سترګې سرې وې ، زړه مور هغې خواته په وظیفه لګیاوه ، او له څنګه یې پروت ماشوم له خوبه راپاڅید ، ویې ژړل ، مور یې له چایو پآڅیدله ، او په غیږ کې یې راپورته کړ :
- پاڅه مور دجار شي . ورشه مخ او لاسونه پریمنځه راځه چای وڅښه .
ماشوم راپورته شو ، په خپله نیا کې چې په وظیفه اخته وه سترګې وګنډلې ، ور وړاندې شو په قران شریف یې لاس ورته راتیر کړ .
- ستاروژه ده ؟
- هو جار سم پاڅه ته دچای وڅښه .
ماشوم پورته شو ، په ټولو ناستو کسانو کې یې وکتل ، ټول ورته موسکند شول خو بیرته یې تندي سره راوګنډل شول ،اولکه چې کوم لوی ویر یې ویروي بس سره غمجن شول . ماشوم راننوت ، په دسترخوان کېناست ، مورته یې وکتل ،
- نعیم کاکا ولې چای نه څښي ؟
- هغه څښلی دی ځویه وڅښه چای دې .
لدې سره نعیم کاکا سترګې رابرګې کړې ، هغه دچاخبره خوله یې خوشې کړه ،
- پورته ورشه چای راوړه ، سړی یې که خر زه راغلم ناست یم انتظار باسم اوس به چای راوړې اوس به چای راوړې ....
زړې مور یې د قران شریف په کوم خط ګوته کیښوده چې ترې ورک نه شي شاته یې مخ راوګرځاوه .
- پورته لورې چای ورته راوړه چې بیا به بیګانۍ نخره جوړه کړي پورته ورشه .
نعیم مورته بد بد وکتل مخ یې ترې راوګرځاوه . لږ وروسته یې چای مخې ته کیښود له چایو وروسته ټوله کوټه خالي شوه څوک په خپلو کارونوپسې لاړل او ماشومان سره لوبو ته ووتل ، نعیم کاکا اوږ د  وغځید بیرته ورته هغه سهارنۍ یخې اوبه یادې شوې ، زړه یې غوښتل بیرته ورووځي خو خوب ورغی اوږد وغځید ویده شو .
لږ وروسته یې زړې مور دروازه پرانسته ، ورته ځیر شوه له ځانه سره یې وویل :
- خدای خو درانه واخله زویه ، زویه خدای خو دجنازه بار کړه .
بیرته یې دروازه بنده کړه او بهر ووتله ، غرمه نعیم له خوبه پاڅیدلی وو ، له څه خوړلو وروسته په کوټه کې اخته شو ، په څه پسې اخته وو ، پیدا کول یې له برې تاخچې نه یې څه راواخیستل او بهر ووت ، په کلي کې چوپتیا وه څوک نه ښکارېدل ګرمي هم وه ، وړاندې دشنو ونو لور ته روان شو ، کرار کرار په ونو کې وړاندې ولاړ او دسترګو له څار لیرې شو .

دشنو ونو په منځ کې شور لګیده ، لکه چې جګړه وي ، بس غوسه ناکې خبرې سره ښکته پورته کیدلې ،  پیرو اکا ، ځلمي ته ځیر شو ،
- وهلکه ډېر شور ندی ؟
- ځه اکا بس دنعیم ډله ده یاچرس دي یاقیتې بس څه کړپ به یې راغلی وي . دهغو هروخت همدا حال دی .
پیرو اکا سر وخوځاوه وړاندې په شنو پټیو کې له ځلمي سره خواپه خوا روان وو او هغه دچاخبره ښه تود مجلس سره یې سور کړی وو . خو په ځنګل کې شور سره زور اخیست او لایې زور اخیست ...
په کلي کې هم ګڼه ګوڼه زیاتیده او دجومات مخه نوره له خلکو ډکیدله ، بس ټول سپیره مخونه تر سکاوې پورې تلل او دجومات مخې ته به له ستړیا ړنګ بنګ خو پاک مخونه راروان وو ، پښې به یې لمدې په بوټونو کې ورکړې وې او څښولې به یې ، چاخوبه وړاندې په لویه ویاله اودسونه کړي وو او هغه دچاخبره ترو به یې بس دجومات مخې ته ځان رارساوه  ، ټوله ورځ کار او ستړیا به یې بس دلته په څو شیبو کې ورکه شوه او لږ شیبه وروسته به ټول په یوه غږ جومات ته ننوتل او له لمانځه وروسته به بیا سره راټول شول او په تاوده مجلس به بوخت شول .
په کلي د آذان غږ خپور شو ، لږ شیبه وروسته په کلي کې کراره کراري شوه ، په ځنګل کې هم شور آرام شو ، له لمانځه وروسته دجومات مخه سره ډکه شوه خلک راووتل ، چادنن له قولبې خبرې کولې ، چادسبا داوبو لګولو دنوبت ، چا دښار نه هغه دچاخبره غورې راوړې وې او چاهم له ښونځي او روغتون نه سره خبرې کولې ، دجومات دمخې فضا بس آرامو خبرو او د توت دلویې ولاړې ونې دپاڼو شرنګهار په سر اخیستې وه .
لږ وروسته دځنګل لخوا چیغه راووته ،
- هلۍ ! مرسته هلۍ
کلیوالو یو بل ته وکتل ،
- څوک وو ؟
- دنعیم ډلې لکه چې بیاسره نښلولي دي ؟
- نه غږ خو دبل چا دی .
لږ وروسته دځنګل له لوري ځلمي او پیرو اکا رامنډه کړي وو ، لاسونه او څادر یې خوځاوه ،
- هلۍ رامنډه کړۍ.
کلیوالو هم بس د جومات له مخې په ګډه سره ورودانګل ، منډه ، او دشنو پټیو په پولو سره تاو راتاو شول . ټول مخ په شنو ونو ورننوتل ، په لارې بس همدا پوښتنې او ځوابونه وو ،
- چې خیر خو دی ؟
- هو زه خووایم چې دنعیم ډلې بیا سره نښلولي دي .
- نه ولا پیرو اکا ډیر عجیب ښکاریده لکه چې ډیر ویریدلی وي .
- هغه خوار سپین ږیری دی ، دا نعیم خر دومره بې عقل دی چې خپله زړه سپین سرې مور هم وهي ، نو پیرو خوار ته به یې هم څه ويلي وي .
بس یو رنګه منډه وه ، ټولو ددې انتظار درلود چې بیا نعیم وویني سرې سترګې او له چاسره یې جنګ کړی وي ، کلیوال ورنه لیرې لیرې ګرځې هغه خپل سګریټ څکوي ، کلیوال بس په منډه کې سره پسیدل ،
- هۍ هۍ هغه څه وايي چې چرسي سړی نه سړی  خدای خو دداسې ژونداو داسې اولاد چاته نه ورکوي لکه شیرینې ترور ته ،
- ورک کړه ورک کړه دا بیا په هیڅ هم ندي بند کاشکي یو کار روزګار یې هم درلودلی خو دا فقط خوري څښي ...
لدې سره یې سترګې دخلکو په ټول ولګېدې ، خلک راټول ښکاریدل ، ټول کلیوال پرې ورغونډ شول ، دکلیوالو له ټول څخه هم وینې راوتلې وې اوږده ویاله یې جوړه کړې وه ... ټولو اول فکر کاوه چې اوس به بیا نعیم ویني چې سګریټ څکوي او له چاسره یې جنګ کړی وي هغه یې بیا وهلی وي او کلیوال یې ترې خلاصوي ...
خونه داځل په تیت پرک ‎پرتو دقیتوپه کاغذونوکې دچرسو او هیروینو بوی پورته کیده ، درې کسان په وینو کې لت پت پراته وو، دنعیم هم سترګې خلاصې وې ، له ګیډې یې دومره وینې تللې وې چې وړاندې یې ویاله جوړه کړې وه . . .
- دادوه نور څوک دي .
- دا هم دبر کلي نعیمان وو ،
- اوس کوم یو ژوندی دی ؟
- نه .
- چې نعیم وژلي که څه پیښه یې کړې .
پیرو اکا دپولیسو له خبرولو او دمړو له پورته کولو وروسته ، سر وخوځاوه لاس یې په ډډې تکیه کړ ، او ویې ویل :
- نه پخپله یې ځانونه ندي وژلي ، دقیتو څلورم کس وژلي دي ، کوم بل دنعیم په څیر به وو ، خواران .
- هو ولا خواران .
نوره تیاره کیدله ،ځنګل چې دچرسو بویونه لاپکې وو ، نور آرام شو ، خو دجومات په مخکې واړه واړه څراغونه بل شول .
اوپیرو اکا او زمري لوی چاغ پولیس ته کیسه پیل کړه .
دې خواته کلیوالو سرونه خوځول :
- اخ اخ خواران ، دایې ژوند وو، نو لاړل .
- هو ریښتیا ولا نور چرس هم ترې پاتې شول او قیتې هم
- ریښتیاموریې خبره شوه ...

تهران ، هفت تیر