د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سحر دې افرين وي

محمد نعمان دوست 01.12.2007 18:46

او ګلالۍ ! ګلالۍ ځار _ ځار !! يخ شمال لګېږي باران اورېږي .....

دا فوکلوريکه سندره مې له ډېرو سندرغاړو اورېدلې او تاسو به هم شايد اورېدلې وي .
خو دا ځل دغه سندره له يوې داسې حنجرې راوځي چې د لرو پښتنو په خبره په زړه چک لګوي .
دا طلايي حنجره د سحر افرين ده . په سحر دې افرين وي ، چې په ډېر کم وخت کې يې داسې سندرې زمزمه کړې ، چې د موسيقي تږي ذوقونه يې خړوب کړل .

افرين د ( او ګلالۍ ! ) سندره په داسې حال کې وايي چې بې لينه ميک يې په ښي لاس خولې ته نيولى دى او په کيڼ لاس کې يې سپين کاغذ دى ، چې همدغه سندره پرې ليکل شوې ده .
هغې په تور پتلون سور نرى کميس اغوستى ، لنډ جالۍ پوړنى يې په سر کړى او په دې توګه يې افغاني فرهنګ له لويديځ سره يو ځاى کړى دى .
د سحر د سپينې پراخې ټنډې په يوه برخه زيړ بخن کاکل او پر غټو شنو سترګو چنګو بڼو سيورى کړي دي .
هغه ورو – ورو سترګې غړوي او په دې توګه پر راټولو کسانو د نظر خواږه ويشي .

افرين ، د سندرو ويلو پر مهال ارامه وي ، درنده وي او يواځې کله نا کله سرې شونډې وړې موسکا ته بېرته کړي .
افرين ، د هغو سندرغاړو په څېر نه ده چې د خپل هنر خاميانې په نڅا بې ځايه او مزخرفو حرکتونو کې پټې کړي .
په افرين تازه د هنر د سحر لمر راختلى دى ، هغه په دغه لاره ډېر په پام ګامونه اخلي نو همدا لامل دى چې تراوسه يې شاوخوا شل سندرې ويلي دي .
افرين ، هنر سره جفا نه کوي ، د پيسو ګټلو لپاره يې نه کاروي له زړه ورسره مينه لري چې له همدې کبله يې ډېر ژر زړونو ته لاره موندلې ده .
د سحر له سحرګرې مرۍ چې کله پښتو راوځي ، پښتانه يې خپله ګڼي ، که دري وايي هغوى يې خپله ګڼي او که اردو سندرې وايي نو خلک يې د لتاجې د ملک بولي .

سحر لا ځوانه ده ، که وخت ورته رانجه ور نه کړي نو له سحر ګرې حنجرې به يې داسې غږونه راووځي چې په ډېرو تورو زړونو کې به د مينې خوږ اور بل کړي .

يو فيلسوف وايي چې له نړۍ به هغه وخت د جګړو تور ټغر ټول شي ، کله چې موسيقي حکومت وکړي او دادى سحر د ايراني شاعر شاملو په څېر د هنر څراغ سره دترږميوجګړې ته روانه ده .
شاملو وايي : (( چراغى به دستم چراغى در برابرم
من به جنگ سياهى ميروم . ))

خو عجيبه انصاف دى ! د يوه شاعر په خبره : ( څوک تابيا د سرو ګلونو کړي بدنام شي _ څوک په لارو کې اغزي کري نيک نام نه شي .)
وګورئ ! يو څوک په سلګونو نامراندې ځوانۍ لولپه کوي ، په زرګونو اميدونه خاوري کوي ، د مينې کورونه ړنګوي ، د برچې پر څوکه واک چلوي هغه اتل ، زړه ور او .... بلل کېږي ، خو څوک چې د خلکو په نازکو زړونو کې ماڼۍ جوړوي ، زړونو ته نوازش ورکوي هغې ته د چا پام نه وي .
افرين ، هم يوه له هغو معمارانو څخه ده ، چې په زړونو کې يې ماڼۍ جوړې کړي دي او همدا لامل دى چې هملته په زړونو کې پاتې ده .
موږ له يو عام قحط سره مخ يو ، دغه قحط د هنر په ډګر کې هم محسوس کېږي ، هنر د مرګ په حال کې دى او دا ځکه چې هنر ته اوس د يوې وسيلې په توګه کتل کېږي ؛ نه د هدف په بڼه .
د افرين د خولې سندره ده : ( هى زمانه ، دورت نمانه ) رښتيا هم زمان اوړي ، فرصتونه له لاسه وځي .
اړوندو مسوولينو په ځانګړې توګه اطلاعات او کلتور وزارت ته په کار ده چې د افرين په باره کې فرصت له لاسه ورنه کړي .

افرين دې وروزي ، غوره کمپوزران دې ورته وګوماري ، د غوره شعرونو په انتخاب کې دې ور سره همکاري وکړي ، ترڅو افرين په خپل سحر ګر اواز داسې زمزمې وکړي ، داسې خوږې نغمې و غږوي چې ډبرين زړونه موم کړي او هغه تور لاسونه بېواکه کړي کومو چې په ډېره بې رحمۍ د الله تعلى د خلقت د غوره شهکار ( انسان ) وژلو پسې راخيستې ده .

numandost75@yahoo.com
د ليندۍ ، لسمه ، کابل