د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعربو او عجمو پوهه

مجيب الرحمان انګار 30.11.2007 20:20

دعربو او عجمو پوهه
ليکوال : غلام جيلاني برق،پښتو ته ژباړن : حاجي عبدالقدير يوسفزی
خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه.
مخونه : ۲۹۷
دغه کتاب چې له )دانش عرب و عجم( دري نسخې څخه دښاغلي يوسفزي لخوا پښتو ته ژباړل شوی د پيغبمرانو،اصحابو، او هم دعربو او عجمو پوهانو،عالمانو،اميرانو،پادشاهانو،فیلسوفانو، دروېشانو ،فقیرانو، اولياء او نورو د اقوالو ټولګه ده،چې له نورو هغو سره داتوپير لري، چې په دې ټولګه کې له هرې واقعې او وينا سره د راوي نوم او دمړينې نېټه ليکل شوې.