د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تېنک يو

ظفرکريمى 28.11.2007 00:06

هغه هيڅ ځواب رانه کړو،ما په سواليه نظر دهغه مخ ته وروکتل ـ شايد هغه زما پوښتنه اوريدلې نه وه ـ ما خله دهغه غوږ ته ورنزدې کړه ـ هغه دشهادت ګته په خپلوشونډو کېښوده اوماته يې دچپ کيدو اشاره وکړه ـ دچورلکې شور نور هم زيات شو،زمونږ خيال په حقيقت بدل شو چورلکه زمکې ته راکوزه(Land)شوه ،دګرد اوغبارلوې لوې وريځى له زمکې پورته شوى ـ ما اوهغه خپلو لپو خپل غوږونه او سترګى پټى کړى ـ مونږ ډير څه نه ليدل ،او څه چې موليدل نو هغه خارجي فوځيان وو چاچې دخپلو ځانګړو فوځي مهارتونو مظاهره کوله ،دچورلکې راکوزيدل اوپه يو وړوکى کراچۍ ډوله ګاډۍ کې کيښناستل ـ

زمونږ په څېر يو څونورو کسانوهم خپل لاسونه په تنديو چترۍ کړي وو او ددغه نندارې څخه يې خوند اخيستوخو زمونږ زړونه درزيدل ـ دچورلکې څرخ اوس هم تاويده خو دوړې دومره زياتې نه وى ـ اخر هواباز هم د کاک پيټ دروازه پرانيسته ،زمونږ په لور يې وکتل او لګ شانته په خنديدونکى انداز راکوز شو او نزدے جوړ شوى بنکر( Bunker)په لور وروخوزيدوـ ما او زماملګري يوبل ته وکتل ،ما څه ويل غوښتل خو هغه زما دخلې نه خبره ونيوله ((دا بليک هاک چورلکې ياديږي او ددے دپاسه هاغه چورلکه ګن شيپ نوميږى))هغه زياته کړه ((بليک هاک فوځيانو ته نقل وحمل او دخوراک زمنه برابره وى او ګن شيپ ددے چورلکو يو ډول ساتنه او څوکۍ کوى او تر هغے په هوا کې وى ترڅو پورے چې دا ناسته چورلکه الوتلې نه وى)) ما په خپل تندي لاس راښکلو دهغه په لور مې وکتل ـ هغه مسکے شو زما په اوږه يې لاس کيښودو ويل يې ((ته اوس ددې چورلکو دتيلو دخرڅ په اړه چرت مه وهه دهغې زور به نهمه مياشت کې مالوميږي))

ما نفى کې سر وخوزوه ماويل زه دے فکر کې يم چې ددومره زياتو امينيتې تدابيرو دنيولو سبب اخر څه کيدے شى ـ زما پوښتنه هغه ته بچکانه غوندے ښکاره شوه هغه وخندل او وےويل((يه ساده سړيه تاته نه ده مالومه چې ددومره هائى الرټ موخه يوازے او يوازےدخلکو په اذهانو يو ډول فشار اچول او هغوي ته ويره ښودل دي))ماتپوس وکړوچې دولس او حکومت مخالفو ترمينځ خو يوه لويه فاصله موجوده ده ،اولس يوډول خلق دے او حکومت مخالف بل ډول ،اولس يوسوکاله او باثباته ژوند غواړي او مخالف خو تاته خپله ښه مالوم دي ـ هغه اوويل((زوره وره ټول اولس حکومت مخالف نه دے خوهر سړے په هيواد کې دبهرنيو ځواکونو په شتون فکرمنداو مخالف خامخا دے))هغه خپله خبره نوره هم وغزوله او زياته يې کړه ((هر سړے په سينه کې يوه ټوټه غوښه لرى او دغه ټوټه زړه نوميږى ـ زړه يو اواز لرى ،يوه هيله او ارزو لرى او دغه هيله او ارزو يو فطرى امر دے ـ ته پخپله سوچ وکړه يو لور ته دا بليک هاک چورلکې ،ګن شيپ هپلې کاپټرى،جديد او تيارسۍ فوځونه،پاخه او اساس سرکونه اوپلونه ،يو بهترين ټيلې کميونکېشن نظام او دومره اسانتياوى چې دنن نه لس کاله دمخه دچا په خيال کې هم دا نه راتلله چې ،داخله او دنسکو دال، ــ خو ورسره ددغے پاخه سرک په سر ولاړ برګه دريشۍ کې ملبوس يو داسے عسکر ستا تالاشى کوى چے په ښى اوږه يې د يو بهرنى هيواد بيرغ رسم دے،هغه ستادبدن هر ه عضو تالاشى کوى ـ هغه تاته وايې يو لاس وغزوه ،ته يې وغزوى هغه يې ولټوى،بيا واى بل لاس وغزوه ،بل لاس دے هم چاپى کړي ـ بيا ارشاد وفرمايى اوس شا راواړه وه ،شا دے ولټوى او چې يقين يې خلاس شى نو بيا دپښو نمبر راورسيږي هغه به امر کوى ته به يې تعميل کوے ـ دوجود دهرې برخې دتالاشۍ نه وروسته هغه عسکر په خپلو شونډو فاتحانه خندا خوره کړى لاس په سينه کيږدى او وواى مننه اوتېنک يو( Thank you)

هغه زما سترګو ته راوکتل او پوښتنه يې وکړه چې ددغې ډول پلټنې دبخشش لپاره دوه ټکي(مننه)تاته څنګه ښکارى؟؟؟ زه يوه شيبه غلے شوم ما هيڅ ځواب ورنه کړو او يا خو ماسره څه ځواب نه و،کله چې زما چپتيا اوږده شوه نو هغه جذباتى شو ،دهغه اواز لګ غوندے تيزاو درون شو((په خداے مے دے قسم وى ترڅوبهرنيان ددے اولس د مذهب او کلتور پوره پوره خيال په نظر کې ونه نيسى او لکه داوس په څېر دتالاشۍ په پلمه دخلکو دروازې ماتول پرے نږدي ،او دخپلو پخو سرکونو د کېش کولو کوششونه همدغسے جارى وساتي نو يقين وکړه دا خلق بهداسې رويه ترکومه وخته وزغمي ـ باور وکړه ددے وطن له هديروڅخه به په لکونو اکبرخان او ددے خاورې له ميوندونو څخه به بلها ملالۍ ګانى سرونه راپورته کړي او دوخت مکناټنانو او سورکاګانو ته به ټول هيواد دجنګ په ډګر بدل شى ـ

دهغه دا خبرې زما په رګونو کې لکه دوينى وګرځيدے زما په ذهن يو لوى تاريخ غزونې وکړى،سترګى مې ډکى شوې ،کله چې دخپلو احساساتو په مخنوى کې پاتې راغلم نو جېب ته مې لاس کړو رومال مې راواخيست ،سترګو ته مې ونيو،دهغه دسترګو کيفيت هم زما په څېر وـ مونږ سره نزدے ولاړه چورلکه بيرته دپورته کيدو لپاره چمتو وه ،يو ټولګے بهرنى فوځيان چورلکه کې دسپريدو لپاره چمتو وو،زمونږ او د هغوي ترمينځ يوازے د شګوډکى شوى يو څو بوجۍ او ازغن تار ؤـ بليک هاک هوا ته اوچته شوه او غوړسکى غوړسکى ګردونه يوځل بيا زمونږ په سر او سترګو راپريوتل ـ