د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پـه اسلام کې دشعــراوادب دریځ اواړتیا

پوهنـیارظفرخان« اهتما م » 20.11.2007 21:58

دادب لغوی مانادهرشي اندازهنن او حدساتل دي اوپه اصطلاح کې دعربي علومولکه:صرف،نحو،معاني،بیان، بد یع چې عروض،قوافي،انشاء اواملاءهم پکې راتلی شي مجموعې ته وایي چې اوس یې لمن ډیره پراخه شوې ده.دټولوعـلومودخورو لوپه کارکې ادب ډیراهمیت اوخاص ځای لری دادب علم،دعلم فن په حیث لاڅه چی دانسانی فضیلت اوکمال درسیدوله پاره غوره کیدای شی ،ادیب یودرنې اومهم وظیفی ته غاړه ږدي چی هغه دتبلیغي جهاد څخه عبارت دی.موږدادیب هغه ورځنی کردارچې دانساني جوامعودتادیب اواصلاح له پاره یې کوي ګورونوضرورادیب ته سړی یو سرتیری مجاهدویلی شي چې د زور اوقوت مقابله دتبلیغ او ادبي نزاکت په کامیابه وسله کوي نوځکه ادیب دتنازع البقاپه میدان کې یو وسله وال سپاهي بللی شو(۱).
ددې موضوع په اړوند د اسلام مقدس دین هم د«نهی عن المنکر» په مقابل کې« امرباالمعروف» دلاسو جهاد،دخولې خولې تبلیغ
اوپه زړه له نا روا څخه نفرت فرمایلی او ادیب دا درې واړه کړنې تر سره کوي ،شعر د ادب جزءدی او په ځیر سره لغوي مانا
یې څه موندل او په څه پوهیدل دي اوپه پخوانۍ اصطلاح مقـفي او موزون ویل او ځینې وخت هم دباریکیوپیژندل قبول شوی دي
په عربي کې لومړی شعریعرب بن قحطان، په پاړسي کې « بهرام ګور» اوپه پښتو کې امیر کروړ ویلي یانې دا لومړني موندل شوی او په لاس راغلي شعرونه ګڼل شوی دي داچې شعر موزونیت ته ویلی شو،نو موزونیت پخپله صفت اودحسن او جمال یوه مهمه څانګه ده نو په دې اساس شعر ته څوک بد نشي ویلی او په صفت کې یې هیڅ تردد نه دی په کار،ځکه که څوک دشعر قبحه
کوی نو په حقیقت کې هغه د موزونیت قبحه کوي او د موزونیت قبحه د حُسن او جمال تقبیح کیږي چې د حُسن او جمال قبحه
« نعوذبالله منهاد» د جمال د سر چشمې قبحه راځي اودا دې فکراو عقل د تقاضا نه چپ کار دی(۲).
شعردفطرت له بدیعي،جمیلو او ښکلوعطایاووڅخه د انسان روحي او معنوي ضروریات بللی شوی،دانسان په فطرت کې یو روحی کشش پروت دی چې تل یې دجمیل او بدیع شي مینې ته اړباسي ، دغې مینې په دنیا کې ټول ښکلي شیان د انسان خوښ کړی دی او تل انسان د ښکلو په لیدو یا اوریدو دهغه فطري او روحي تنده ماتوي (۳). فنون که له یوه پلوه د تفریح اسباب وي له
بل پلوه دعالي قـُدسي عقایدواومفکورو اظهارهم پکښې کیدای شي وایي چې دانسان دفضیلت آخري پوړ داده جې: د انسان ټول افعال خدایي شي او ټول افعال یې محض خیر وګرځي هغه وخت چې فعل محض خبر وګرځي نو په هغه ګړۍ کې فعل پخپله مقصود بالذات کیږي ځکه چې فاعِل دفعل نه ما ورا کومه غایه نلري او یوازې خیر دټولو غایو، غایه ده.هر کله چې د انسان ټول اافعال خدایي شي نو هغه وخت د انسان ټول کړه د زړه، نه صادریږي او دحقیقي خودۍ نه منشاء اخلي او یا په بل عبارت دخدایي عقل نه راروانیږي نو په دغه وخت کې شهواني او غضبي نقشونه هم کډ ه کوي چې انفعالي یاالهامي حالت هم ورته وایي
د بدن نورې غوښتنې هم له منځه ځي نو سړی ویلی شی چې شاعرهم دزړه دتل څخه الهام اخلي اوبیا دې خپلې هغې وظیفې له مخې د وجدان،عطوفت او شفقت غریزې ته هدایت کوي. هغه! الهامي افکار دشعر په موزون قالب کې دجوړوشوو الفاظوپه صورت دجامعې وګړو ته وړاندې کوي اوتل ښه اثرکوي(۴).
دانسان د « حُب خیر » او « حُب جمال » دغـریزو څخه کوم شی چې د لطافت، ظرافت ،سوزاوګُـدازسره نشت کوي هغه
« ادب » دی ددغوغریزو دفضیلت او انفعالیت د استعداد منبع د بـني ادم له قدرته لوړه اوله مافوق الطبعي رموزاتو څخه ګڼل کیږي (۵). اسلامي اخلاقیون او متصوفین د کشف او مشاهدې دې درجې ته رسېدل سعادت بولي،چې پدې وخت کې انسان ته د زړه اطمنان حاصلیږي دشاعرنصیب ګرځي (۶). خدای تعالی «ج» ټولو پیغمبرانو«ع» او مصلحینوته د یو لوی قوّت چې د خلکود اقناع اواصلاح له پاره ورکړی دا هغه ادبي قوت دی چې به دغه واسطه سره خلک د هدایت سمې لارې ته رابلل شوي دي...قریش چې زبات فصیحان ؤ الله تعالی ج هغوی ته حضرت محمد ص ولیږه. او هغه مبارک ته یي د بلاغت او فصیحت پوره پوهه او دید ور کړکه څه هم هغه مبارک پخپله شاعرنه ؤخوکله- کله یې له خولی څخه موزون الفاظ وتل لکه کله چی دحنین په غزاکې اصحابوکرامو عقب نشينی کوله او دی مبارک چی قهرمان شخصیت ؤ اونه یې غوښتل چی په شاتګ وکړی داسی یې ویلی وو: ( اَنانبیً لا أ کذب ــــــــــــــــ انا بن عبدالمطلب )
پانی زه پیغمبریم اودې کی دروغ نشته او زه لمسی یم دعبدالمطلب نوزه به کله میدان خوشی کړم.ځینواصحابو هم شاعري کړې دی لکه حُسان بن ثابت چی لقب یی« ابولولید» اودخزرج له قبیلی څخه ؤ دی دعمرپه «۶۰»کلنی کې مسلمان شوی ؤ اودا ویاړ یې په نصیب شوی چی په شاعـــرد رسول الله «ص» باندې مشهور شوی ؤ. حضرت رسول اکرم «ص» ددغه سترشاعردشعر
په هکله داسی فرمایلی « پرکافرانوباندې دحسان شعرونه له هغو غشونه زیات اغیزمن دي چی په تروږمیوکې دهغوی پربدنونو لګیږی ». حسان « رض » به هم په دې ویاړ کاوه چی دده ژبه دکفری شاعرانودناوړه بد والفاظو په ځواب، اوهم داسلام دپاک دین دخپریدو او تبلغ په لیاره کی خوځیږی (۷).
عربانوتل له شعراوموسیقۍ سره زیاته مینه درلوده. شعراوموسیقي د دوی د ژوند له حیاتي ضروریاتو څخه شمېرل کېدل. دوی به ا دسفرپروخت شعر اوموسیقي اورېدل او پر ډېر ستو نزمن سفربه هم نه پوهېدل. خوڅرنګه چې حضرت عمر« رض » د
ااسلام دویم خلیفه،لوی امیراودکلک هوډ خاوندؤ دی هم دشعر او موسیقۍ په اوریدلو خوشحالیده او کله-کله به یې خپله هم شعرونه زمزمه کول .روایت دی چې یوه ورځ حضرت عمر «رض» حضرت عثمان رض او حضرت ابن عباس رض
په یو سفر ووتل،په دې سفرکې له دوی سره رباح الفهري ډیر ښه شاعر هم ملګری ؤ. ځوانانو له ده څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته موسیقي واوروي . رباح وویل:آیا دعمر رض په موجودیت کې هم؟ ځوانانو ووبل:که د حضرت عمر رض خوښه نه شوه نو بیا چوپ شه. رباح پیل وکړاو عمر رض هغه منع نه کړاو په اوریدو یې خوشحاله شو.حضرت عمر رض یوځل دحج کولوپه قصدروان شو دهغه ملګرو له خوات بن جبیر نه هیله وکړه چې دضرار له شعرونوڅخه مونږته څه واوروه. حضرت عمررض ووبل چې نه!ابوعبدالله دې له خپلو شعرونو څخه واوروي.نو ابو عبداله پر ویلو پیل وکړاو حضرت عمر رض ترې خوښي څرګنده کړه،چې سهار شو ورته یې وویل چوپ شه د ذکر وخت دی.په یوبل روایت کې راغلي دي چې په یومحل کې دیوې ډلې خلکو په منځ کې حضرت عمر رض دغه شعر زمزمه کړ « وما حملت من ناقت فوق رحلها ٭ ابرواوفی دمت من محمد ص»
هیڅ اوښ( له محمد ص نه پرته ښکلی،نیک عمله او وفادارپرځان ندی سپور کړی ) پورتني دلایل څرګندوي چې حضرت عمر رض له شعر او شاعرۍ سره مینه دولوده، خو هغه اشعارچې اسلامي او انساني کرامت پر خلاف وو دهغوۍ ویوونکی یې منع
کړی،مالومه شوه چۍ حضرت عمررض له شعر او شاعرۍ سره مینه لرله ان هغه شاعران یې چې دهغوی شعرونه له اسلامي
ااو ټولنیزې روحیې سره برابرؤ تشویقول( ٭).
راوروسته بیاامام شافعي رح هم زیات شعرونه ويلي دي.لوی لوی شعراء- مفکرین اوصلحاء چې به نړۍ کې دڅه اصلاح او تغیر سبب ګرځیدلي دي هغه ټول د ادب،قلم اوبیان خاوندان وو نوله چاسره چې دادب قوت نه وي دیو ادیب او شاعرپه شان دژوند په کړاونونشي بریالی کیدای اود روح په قوت یاد دماغ په زور،دخولې په سِحریادویناپه طلسم دخلکو په زړونو حکومت
نه شي کولی . عرپ د ادب د کلیمې اصل « هذب » بولي چې د تهذیب یانې سپیڅلتوب اصل او مبدأ ده دادب وظیفه هم دنفس او روح تهذ یب اوپاکوالی دی اوهم دظاهري شیانوتهذیب اوښایسته والي،دا وجه ده چې ادب په نفسي اوطبعي ادب ویشل شوی دی چې په اول کې دجذباتوتفسیراوپه دوهم کې دطبعي ننداروتصویرخپل عالي معیار ته رسیږي (۸). دتورې او قلم شاعر خوشحال خټک ویلي: ( شعر له شعوره مشتق دی، ابتدأ دشعر دهنرد افلاطون نه شوی ده، د امیرالمؤمنین حضرت علی کرم الله وجهه تمام
دیوان دشعر په عربي ژبه شته، دشعرپایه لویه ده دحکمت سره یاده شوې ده پیغمبرانو ویلي دي، دپیغمبر ص اصحابو ویلي دي . دشعرپوهه دشواره ده، ویل یې ګران دي... )(۹).حقیقي شعرد ډیرو پخوا زمانوراهیسې په مختلفوفورمونو کې ددیني کیسو بیان ااو دخدای ج او دهغه دپیغمبرانو ع ستاینه کړې ده دیني،اخلاقي،ر زمي ، اجتماعي اونور مسایل یي بیان کړي دي او دانسانانو
دعبرت او انتباه له پاره یې خپل رسالت ادأ کړیدی (۱۰). یو ادیب ویلي دي: شعرد غمونوبار کموي اودغم زپلي انسان له پاره
ډیره ښه پناه ګاه ده . شعر دهغې ګورې ونې په شان دی چې ګرمي وهلی مسافریې سیوري ته کیني.شاعر په ښکلا مین دی يه ژوند کې خوندغواړي، په خوندکې تنوع غواړی او په تنوع کې نؤښت غواړي، او په نؤښت کښې ښایست غواړي (۱۱).
شعرپه نوی اندازکی هم داسی معرفی شوی دی : شعردیوځانګړی ذهنی او عارفانه حالت زیږنده دی چی دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب ګرځي.شعر په موزون بیان د خیال اوقکر عاطفي تړون ده (۱۲). چې دموزونیت،روحي او عارفانه حالت دسپیڅلتوب ددرجې په هکله مخکې بحث شوی دی، دپورته ټولو ویناوو څخه دې نتیجې ته رسیږو چې دیوې جامعې داحساساتو، افکارو او روحیاتو آینه اادبیات دي او په ادبیاتوکې دنثر نه لویه برخه شعر اخیستې ده. شعر څخه د جامعې دژبې او په ځینوځایونوکې د تورې او ټوپک،ملهم، فلسفې اوحکمت کار هم اخیستل کیږي « وان من الشعرلحکمت » دحکیمانو او فیلسوفانو، فلسفیانه جملې دومره کار نه شي کولی لکه چې دشعریوبیت یې کوي (۱۳).شعرهم هغه، کوم چې ارزښت دشعریت ولری کوم شی چې دشعر ارزښت ټاکي هغه: تخیل، عاطفه، ښکلا، احساس او آهنګ دی د تخیل عمده لوازم تشبیهه،مجاز، کنایه،او استعاره دي اوکه په شعر کې علمي،فلسفي او ااخلاقي افکار په شعري منل شوي تکنیک ، تخنیک دشکل او مضمون داصولو په رعایت بیان شي د ارزښت او هُنریت درجه یې لا لوړوي (۱۴). او په پا ییله کې لازمي ګڼل کیږي چې شعر او ادب ته په قباحت ؤنه کتلی شي ( پای ).

اخــځـــونــــه : ( که د یوې کرښې څخه هم استـفاده شوې دي )

۱- سیا ل کاکړ ولي محمد شعراو ادب د ۱۳۳۲ کال چاپ ۴۱ مخ
۲- = = = = = ۴۳ مخ
۳ـ = = = = = ۴۴ مخ
۴- = = = = ۴۵ مخ
۵- بختاني خد متګار عبد الله = = ۵۹ مخ
۶- مرحوم رښتین صدیق اله = = ۷۱ مخ
۷- حافظ نصرالله دآوازمجله ، ځلانده ستوري مقاله ـــــــــــ
( ٭ )- هیله مجله پرله پسې ۲۲ ګڼه د ۱۳۷۹ کال تله- لړم پوهنیار پښتون آقا شیرزاد ۶۴- ۶۵ مخ
۸- مرحوم رښتین نوموړی اثر ۷۳ مخ
۹- مرحوم خادم مولوي قیام الدین شعر او ادب = ۵۱- ۵۲ مخ
۱۰- مرحوم الفت استاد ګل پاچا = = ۱۱۲ مخ
۱۱- مرحوم روهي محمد صدیق ، په اوسني پښتوشعر کې د نؤښت مسـله، لیکوال
نورمحمد سهیم د ۱۳۶۹ کال چاپ سریزه د ( ذ – هـ ) مــــــــــــــخـــــونــــــــه
۱۲- زیار پوهاند مجاوراحمد پښتو شعرڅنګه جوړیږي د ۱۳۶۹ کال چاپ د الف مخ
۱۳- شعر او ادب ۱۳۴ مخ
۱۴- مرحوم روهي = = ...........

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پـتــــــــــــه: ظفرخان « اهتمام » دملي اردودمطبوعاتي مرکز ژورنا لیست پوست بکس شمېره( ۶۴۹) کابل- افغانستان.
Mobile\\N: 0798 238682 Phone\\N: 075 2091586
E- mail\\Add: zehtimam@yahoo.com
z.ehtimam@gmail.com

زوکړه:۱۳۴۳ غبرګولی\\ برکوټ،الینګار،لغمان – زده کړې : لیسانس

چاپ اثار:۱- ښکار شوی پړانګ، د داستانونو ټولګه جوزا ۱۳۸۴ کابل
۲- څــــپــې دشعرونو جونګ اسد ۱۳۸۵ لغمان
۳- یو شمیر ادبي، اجتماعي اومسلکي مقالې.
ناچاپ اثار: یو،یوجونګ شعرونه، ډرامې، مقالې او طنزونه.