د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تور پرتوګ

عبدالهادي حېران 16.11.2007 20:20

لنډه کيسه : سعادت حسن منټو
ژباړه : عبدالهادي حېران

ډيلي ته د راتلو نه وړاندې هغه په انباله چاوڼۍ کې اوسېدله، چېرته چې څو تنه انګرېزان د هغې ګاهکان وو. دې انګرېزانو سره د ناستې پاستې له کبله هغې د انګليسي ژبې لس پينځلس فقرې زده کړې وې، چې هغې به په خپلو عامو خبرو کې نه استعمالولې خو کله چې ډيلي ته راغله او کاروبار يې ونه چلېدۀ نو يوه ورځ يې خپلې ګاونډۍ طمنچه جان ته وويل "ديس لېف........ ويري بېډ. يانې دا ژوند ډېر بد دى چې خوراک ته هم څه په لاس نه راځي"
انباله چاوڼۍ کې د هغې دنده ډېره ښه چلېده. چاوڼۍ کې مېشت انګرېزان به د شرابو تر څښلو وروسته هلته راتلۀ او هغې به په درې څلورو ساعتونو کې د اتو يا لسو انګرېزانو په فارغولو سره شل دېرش روپۍ وګټلې. دا انګرېزان د هغې د خپلو وطنوالو نه زيات ښۀ وو. ځکه هغوى داسې ژبه ويله چې سلطانه پرې نۀ پوهېدله او دا خبره د هغې لپاره ښه ثابته شوې وه. که انګرېزانو به کله د هغې نه رعايت غوښتۀ نو هغې به سر وخوځاوۀ او ورته وبه يې ويل "صېبه، ستا په خبره زما سر خلاص نۀ شۀ" او کۀ هغۀ به د ضرورت نه زيات چېړ ورسره پېل کړ نو هغې به په خپله ژبه کې ښکنځاوې ورته شروع کړې.  انګرېز به په حېرانتيا سره د هغې خولې ته کتل او هغې به ورته ويل "صېبه تۀ خو ښۀ پوره بېوقوف يې. حرامزاده يې. پوئي شوې؟" د دې خبرو په وخت کې به يې لهجه سختوله نۀ. بلکې خبرې به يې په مينه مينه کولې. انګرېز به وخندل او د خندا په وخت به سلطانې ته هغوى بېخي بېوقوفان ښکارېدل.
خو دلته ډيلي ته چې د کله نه راغلې وه نو يو انګرېز يې هم خوا ته نۀ و راغلى. دلته يې درې مياشتې شوې وې. هغې اورېدلي وو چې دلته ډېر لاټ صاحبان اوسېږي، چې په تود موسم کې شملې ته ځي. يواځې شپږ سړي ورته راغلي وو. يواځې شپږ، يانې په يوه مياشت کې دوه. او د دې شپږو ګاهکانو نه که خداى يې درواغ نه کړي نو اتلس نيمې روپۍ ترلاسه شوې وې. د درې روپو نه زياتې خو چا ورکولې نۀ. سلطانې په دوى کې پنځو کسانو ته خپله بيه لس روپۍ ښودلې وه. خو د حېرانتيا وړ وه چې هر يو به بس همدا يوه خبره کوله "مونږ خو د درېو روپو نه زياته يوه ټنګه هم نۀ درکوو". پته نشته ولې هر يو دا يواځې د درېو روپو قابله ګڼله. همدا وجه وه چې کله شپږم سړى ورته راغى نو دې پخپله ورته وويل "ګوره، د يو ځل به درې روپۍ اخلم. که يوه ټکه وايې چې کمه کړه نو نۀ کمېږي. اوس ستا خوښه که پاتې کېږې پاتې شه که نه ځه". دې سړي چې دا خبره واورېده نو هيڅ تکرار يې ونه کړ او پاتې شۀ. کله چې دوېمې کوټې ته ننوتل، دروازې يې بندې کړې او سړي خپل کوټ وويستۀ نو سلطانې ورته وويل:
"راکه يوه روپۍ د شودو". هغۀ يوه روپۍ ورنکړه خو د نوي پاچا يو نوى اتانيز يې د جېب نه راوويستۀ او ور يې کړو. سلطانې هم په دې فکر چې هر څه وي غنيمت دى چوپ چاپ واخيست.
اتلس نيمې روپۍ په درېو مياشتو کې...... شل روپۍ خو د دې کور د مياشتې کرايه وه، چې مالک يې په انګليسي ژبه کې ورته فلېټ ويلو. په دې فلېټ کې داسې کيناراب و چې زنځير پکې لګېدلى و او د راښکلو سره به يې ټوله ناولتيا د اوبو په زور يو دم په نل کې ورکه شوه او ډېر شور به يې کاوۀ. په پېل کې هغه دې شور ډېره ډارولې وه. په لومړۍ ورځ چې د حاجت د رفع کولو لپاره دې کيناراب ته ورننوته نو په ملا کې يې سخت درد و. له وزګارېدو وروسته چې پاڅېدله نو زوړند زنځير ته يې لاس ورواچاوۀ. د هغې خيال و چې دا کورونه په ځانګړې توګه زمونږ لپاره جوړ شوي دي نو دا زنځير پکې د همدې لپاره لګول شوى دى چې په پاڅېدو کې اسانتيا وي. خو چې څنګه هغې د پاڅېدو په وخت زنځير ته لاس کړو نو بره کَټ کَټ وشو او بيا يو دم اوبۀ په دومره زور سره راووتلې چې له ډاره د هغې د خولې نه چيغه ووتله.
خداى بخش په بله کوټه کې خپل د فوټوانو ايستلو سامان جوړاوۀ او په يو پاک بوتل کې يې هاييډروکونين اچول چې د سلطانې چيغه يې واورېده. په منډه راووتۀ او غږ يې کړل: "څه چل وشو؟ .... چيغه تا وکړه؟"
د سلطانې زړۀ درزېدۀ.   وې ويل "دا کيناراب دى که څه بلا ده؟ دا په منځ کې يې د اورګاډي په څېر زنځير پکې د څه لپاره اچولى دى؟ زما په ملا کې درد و ويل مې چې ځه په دې به پاڅم خو چې څنګه مې لاس وروړ نو داسې درز شو چې څه به وېم"
خداى بخش په دې ډېر وخندل او سلطانې ته يې وويل چې دا د نوي فېشن کيناراب دى او د دې زنځير د راښکلو سره ټوله ناولتيا په ځمکه کې ډوبېږي.
د خداى بخش او سلطانې په خپلو کې تړون هم يوه اوږده کيسه ده. خداى بخش د پېنډۍ و. د امتحان د ورکولو نه وروسته يې لارۍ چلول زده کړه او تر څلورو کلونو پورې يې د پېنډۍ او کشمير ترمنځ د لارۍ د چلولو کار وکړ. لدې وروسته يې کشمير کې يوې ښځې سره دوستي جوړه شوه. هغه ښځه يې د ځان سره لاهور ته راوتښتوله. په لاهور کې چې څه کار په لاس ورنغى نو همدغه ښځه يې په دنده کېنوله. دوه درې کاله همداسې روانه وه چې بيا هغه ښځه بل چا سره وتښتېدله. خداى بخش ته معلومه شوه چې انباله ته تلې. هغه ورپسې انبالې ته لاړ او هلته يې سلطانې سره ليدل وشو. د سلطانې خوښ شو او د دواړو تړون جوړ شو.
د خداى بخش د راتلو سره د سلطانې کاروبار يو دم وپړقېدۀ. چونکې د ضعيفې عقيدې ښځه وه نو دا فکر يې وکړ چې خداى بخش د مرتبې والا سړى دى ځکه يې د راتلو سره د دې کار دومره پرمختګ وکړ. په دې وجه د هغې په نظر کې د خداى بخش مقام نور هم اوچت شو.
خداى بخش زيارکښ سړى و. ټوله ورځ لاس په لاس اړولى ناسته يې خوښه نۀ وه. نو ځکه يې د يو عکاس سره دوستي جوړه کړه، عکس ايستل يې زده کړل، بيا يې د سلطانې نه شپېته روپۍ ترلاسه کړې او کامره يې واخيستله. کرار کرار يې يوه پرده هم جوړه کړه، دوه چوکۍ يې له بازاره راونيولې، د عکسونو د وينځلو سامان يې راپېدا کړ او خپل جلا کار يې پېل کړ.
کار يې روان شو. څو ورځې وروسته يې د انبالې په چاوڼۍ کې خپله اډه جوړه کړه. دلته به يې د انګرېزانو عکسونه ايستل. په يوه مياشت کې دننه دننه يې د ډېرو انګرېزانو سره اشنايي شوله. نو سلطانه يې هم هماغلته بوتله. او بيا د خداى بخش په واسطه ډېر انګرېزان د سلطانې پاخۀ ګاهکان جوړ شول.
دلته سلطانې د غوږونو لپاره ټيکۍ واخيستلې، د پينځه نيمو تولو اتۀ کړۍ (لاسونو کې د اچولو لپاره) يې جوړې کړې، لس پينځلس ښې ښې لوپټې يې جمع کړې او کور ته يې فرنيچر وغېره هم راغلل. لنډه دا چې په انباله چاوڼۍ کې هغه ډېره خوشحاله وه. خو بيا يو په يو د خداى بخش زړۀ ته خداى خبر څه راغلل چې ډيلي ته د تللو اراده يې وکړه. سلطانې انکار ځکه نۀ شو کولى چې خداى بخش يې د ځان لپاره مبارک ګاڼۀ. هغې هم په خوښۍ سره ډيلي ته تلل قبول کړل. بلکې دا فکر يې هم وکړو چې په دومره ستر ښار کې چې لاټ صاحبان پکې اوسېږي د هغې دنده به نوره هم ښه وچلېږي. د خپلو ملګرو ښځو نه يې د ډيلي صفتونه اورېدلي وو. او په ډيلي کې د حضرت نظام الدين اولياء زيارت و چې سلطانې ورسره ډېر عقيدت لارۀ. همدا وجه وه چې ژر ژر يې د کور سامانونه خرڅ راخرڅ او د خداى بخش سره ډيلي ته راغله. دلته خداى بخش په شل روپۍ د مياشتې دا کور ونيوۀ او دواړو پکې واړول.
دلته د يو ډول نويو کورونو يو اوږد کتار د سړک سره لګېدلى و. ښاروالۍ د ښار دا برخه د کسب ګرو لپاره ځانګړې کړې وه تر څو ښار کې دلته او هلته اډې جوړې نه کړي. لاندې دوکانونه وو او پاس پرې د اوسېدو دوه چتيز فلېټونه. چونکې ټول فلېټونه د يو رنګ او ډول وو نو په پېل کې سلطانې ته خپل کور معلومول يو څه ګران وو. خو چې لاندې جامو وينځلو والا د خپل کور په تندي لوحه ولګوله نو هغې ته يوه نښه په لاس ورغله. چې د "دلته خيرنې جامې وينځل کېږي" لوحه به يې وليدله نو خپل فلېټ به يې پېدا کړ. همداسې يې څو نورې نښې هم پېدا کړې وې. لکه "د سکرو دوکان" لوحې سره د هغې ملګرې هيرا بايي اوسېدله کومه چې به کله کله راديو ته د سندرو ويلو لپاره تلله. د "شريفانو لپاره د خوراک ښه انتظام شته" لوحې سره د هغې بله انډيواله مختاره اوسېدله. د "د نواز فابريکه" د لوحې د پاسه انوري وه چې د همدې فابريکې د سېټهـ سره نوکره وه. څرنګه چې سېټهـ صېب د شپې د خپلې فابريکې نګراني کوله نو د شپې به انوري سره پاتې کېدۀ.
چې د يوې مياشتې تر تېرېدو وروسته هم سلطانه بېکاره پرته وه نو زړۀ ته يې په دې خبره ډاډ ورکړ چې د دوکان د خلاصولو سره سم خو خلک ورته نۀ راځي. چې دوه مياشتې تېرې شوې او څوک ورته رانغلل نو بيا يې اندېښنه پېدا شوه. خداى بخش ته يې وويل "دا څه خبره ده خداى بخشه، دوه مياشتې وشوې چې دلته راغلي يو خو څوک دېخوا ګوري هم نۀ....... منم چې نن سبا بازارونه خراب دي خو دومره هم نۀ دي خراب چې په ټوله مياشت کې مو هم څوک مخ کتلو له رانشي".
خداى بخش هم د تېرې څه مودې راهيسې دې خبرې راخيستى و خو څه يې نۀ ويل. اوس چې سلطانې دا خبره روانه کړه نو هغۀ وويل "زه د څو ورځو نه په دې اړه سوچ کوم. يوه خبره ده. او هغه دا چې خلک د جنګ په وجه په نورو کارونو لګېدلي او دا لاره يې هېره کړې ده. يا بيا دا کېداى شي چې ..." هغۀ نور څه هم ويل خو په زينه د چا د راختو اواز راغى. د خداى بخش او سلطانې دواړو هماغه لور ته پام شو. لږ ساعت وروسته دروازه وټکېدله. خداى بخش زر خلاصه کړه. يو سړى دننه راغى. دا لومړنى ګاهک و، چې په درې روپۍ ورسره خبره وشوه.  ددۀ نه وروسته پينځه نور راغلل. يانې په درېو مياشتو کې شپږ سړي، چې سلطانې ترې ټولې اتلس نيمې روپۍ واخيستلې.
نو شل روپۍ د مياشتې خو د فلېټ په کرايه کې تللې. د اوبو ټېکس او د برق بِل جلا وو. نور مصرفونه هم وو لکه خوراک څښاک، جامې، دوا دارو او ګټه هيڅ نۀ وه. په درېو مياشتو کې اتلس نيمو روپو ته ګټه خو نۀ شي ويل کېداى. سلطانه اندېښنې واخيسته. د پينځو تولو اتۀ کړۍ چې هغې په انباله کې جوړې کړې وې ورو ورو يې خرڅې کړې. چې د اخري کړۍ لمبر راغى نو خداى بخش ته يې وويل "زما خبره واوره ځه چې بېرته انبالې ته ځو...... دلته څه دي؟.... هر څه به وي، خو مونږ له دا ښار ښۀ نۀ شو. هلته ستا کار هم ښۀ و. ځه چې ځو. کوم تاوان چې مو وشو، دا به د سر صدقه وګڼو. دا کړۍ خرڅه کړه، زه سامان تړم چې د نن شپې په (اور) ګاډي کې لاړ شو"
خداى بخش کړۍ د سلطانې د لاس نه واخيسته او ورته وې ويل "نه د زړۀ سره، انبالې ته نۀ ځو. همدلته په ډيلي کې به يې ګټو. دا ستا بنګړي به ټول بېرته راشي. په خداى بروسه وکړه، هغه هر کار جوړولو والا دى. دلته به هم څه نا څه لار راته جوړه کړي"
سلطانه غلې شوه او اخري کړۍ يې هم د لاس نه لاړه. خالي لاس ته چې يې وکتل نو ډېره خفه شوه خو څه يې کړي وى، خېټه په څه بهانه خو ډکول غواړي.
چې پينځه مياشتې تېرې شوې او ګټه د مصرف د څلورمې برخې نه هم کمه شوه نو د سلطانې پرېشاني زياته شوه. خداى بخش به هم اوس ټوله ورځ د کور نه ورک و. سلطانه په دې هم خفه وه. په دې کې شک نشته چې په ګاونډ کې د هغې يو څو انډيوالانې وې چې کله کله به يې ساعت ورسره تېر و خو هره ورځ هغوى کره ورتلل او په ساعتونو ساعتونو کېناستل هم ورته بد ايسيدل. نو کرار کرار يې ورتګ کم کړو.  ټوله ورځ به په خپل شاړ کور کې ناسته وه. کله به يې خپلې زړې او شلېدلې جامې ګنډلې، کله به يې نور څه کار کاوۀ او کله به د خپل فلېټ مخې غاړې ته راووتله، د اوسپنو د جنګلې سره به ودرېدله او مخامخ د اورګاډي په پناه ځاى کې به يې چوپ چاپ ولاړو او ګرځېدونکو انجنونو ته په ساعتونو ساعتونو بې مطلبه کتل.
د سړک په بله غاړه د مالونو مغازه وه چې د يوې خوا نه تر بلې خوا پورې خوره وه. ښي لاس ته د اوسپنې د چت نه لاندې غټ غټ بنډلونه او د مال او اسباب ډېري پراته وو. چپ لاس ته خلاص مېدان و چې د اورګاډي بې شماره پاټلۍ پکې خورې شوې وې. په نمر کې چې به د اوسپنې دا پاټلۍ وپړقېدې نو سلطانې به خپلو لاسونو ته وکتل چې شنۀ شنۀ رګونه پکې د همدغو پټليو په څېر بهر راوتلي وو. په دې اوږد او پلن مېدان کې به هر وخت انجڼ او ګاډي چلېدل راچلېدل. کله دېخوا او کله ها خوا. د دې انجنونو او ګاډو نه به د چک چک پيک پيک اوازونه هر وخت راتلل. سهار وختي چې به هغه دې غاړې ته راووتله نو يو عجيبه ماحول به ورته ښکارېدۀ. په تته رڼا کې به د انجنونو د خُولو نه غوړ غوړ لوګي راوتل او د خړ اسمان په لور به د غټو او درنو سړو په څېر ختل. د خړې غټې غټې وريځې به هم د يو شور سره د پټلو نه پاڅېدلې او د سترګو په رپ کې به په هوا کې ورکېدلې. کله کله به يې چې د ګاډي يوه ډبه چې انجن به ورته ديکه ورکړې وه او بيا به يې يواځې پريښې وه وليده نو ځان ته به يې فکر شو. سوچ به يې کاوه چې دې ته هم چا د ژوند په پټلۍ ديکه ورکړې او بيا يې يواځې پريښې ده. او اوس په خپله روانه ده. خلک تارونه تاووي او هغه روانه ده..... خداى خبر کوم ځاى کې به داسې ورځ راشي چې د ديکې زور به ورو ورو ختم شي او هغه به ودرېږي. په يو داسې ځاى کې چې هغې ليدلى کتلى نۀ وي.
هسې خو به هغې په ساعتونو د اورګاډي دې کږو وږو پټليو او ولاړو، روانو انجنونو ته بې مطلبه کتل. خو مزغو ته به يې ډول ډول خيالونه هم راتلل. انباله چاوڼۍ کې چې کله اوسېدله نو کور يې هلته هم د سټېشن سره نژدې و. خو هلته يې دې شيانو ته کله په دې نظر نه وو کتلي. اوس خو به يې کله کله مزغو ته دا خيال هم راتۀ چې مخامخ د اورګاډي د پټليو کوم جال چې خور دى او ځاى په ځاى چې خړه او لوګي ترې خېژي دا يوه لويه چکله (رنډي خانه) ده. ډېر ګاډي دي چې غټ غټ انجنونه يې دلته او هلته راکاږي. سلطانې ته به بعضې وخت دا انجنونه سېټان ښکارېدل چې انباله کې به کله کله دې ته راتلل. او بيا چې به کله يو انجن کرار کرار د ګاډيو د کتار سره خوا کې تېر شو نو داسې به يې محسوسوله لکه يو سړى چې د چکلې د بازار نه د بره کورونو په لور ګوري.
سلطانه پوهېده چې داسې سوچونه کول د مزغو د خرابۍ سبب دى. لدې امله چې کله ورته دا خيالونه راتلل شروع شول نو هغې خوا ته تلل يې پرېښودل. خداى بخش ته يې څو ځلې وويل "ګوره، زما په حال رحم وکه، دلته کور کې اوسېږه. زه ټوله ورځ دلته د مريضانو په څېر پرته يم". خو هغۀ به هر ځل سلطانې ته په دې خبرو ډاډ ورکاوه چې "د زړۀ سره! زه بهر د څه ګټې وټې په فکر کې يم. که د خداى خوښه وه نو د دواړو بېړۍ به روانه شي."
پينځه مياشتې پوره شوې وې خو تراوسه نۀ د سلطانې بېړۍ روانه شوې وه او نۀ د خداى بخش.
د محرم مياشت په سر راغله او سلطانې سره د تورو جامو د کولو لپاره هيڅ نۀ وو. مختارې د لېډي هيملټن يو نوى کميس جوړ کړى و، چې لستوڼي يې د تور جارجټ وو. دې سره د برابرۍ لپاره يې د ساټن تور پرتوګ هم لارۀ چې د رنجو په شان پړقېدۀ. انوري د رېښمي جارجټ يوه ښکلې جوړه اخيستې وه. دې سره يې د پښو کولو لپاره د تور مخمل چپلې اخيستې وې چې ډېرې نازکې ښکارېدې. سلطانې چې دا هر څۀ وليدل نو ډېره خفه شوه چې د محرم لپاره د جامو اخيستلو وس يې نۀ و.
د انوري او مختارې د جامو د ليدلو نه وروسته چې خپل کور ته راغله نو زړۀ يې ډېر خفه و. داسې ورته معلومېده لکه په زړۀ کې چې يې دانه راختلې وي. کور بېخي خالي پروت و. خداى بخش هم لکه د هر کله پشان بهر و. هغه ډېر ساعت په درۍ بالښت د سر د لاندې پرته وه، خو چې ورمېږ  يې کلک شان شو نو بهر ته راووتله تر څو خفګاني سوچونه د زړۀ نه وباسي.
مخامخ په پټليو باندې ګاډي ولاړ وو خو انجن يو هم نۀ و. د ماښام وخت و.... اوبۀ شيندل شوې وې په دې وجه دوړې نۀ وې. بازار کې داسې سړي ښکارېدل چې يو ځاى بل ځاى د کتلو نه وروسته د کورونو په لور روان وو. همداسې يو سړي خپل سر پورته کړ او د سلطانې په لور يې وکتل نو هغه ورته مُسکۍ شوه او بيا يې هېر کړو ځکه چې مخامخ يو انجن راښکاره شوى و او سلطانې هلته وکتل. بيا يې مزغو ته دا خيال راغى چې انجن هم تورې جامې اغوستې دي. بيا د مزغو نه د دې عجيبه او ناشنا خيال د ايستلو لپاره يې چې بېرته سړک ته وکتل نو هغه سړى هماغلته ولاړ و. سلطانې ورته په لاس اشاره وکړه. هغۀ سړي اخوا دېخوا وکتل او بيا يې په اشاره سره پوښتنه وکړه چې بره د ختلو لاره چېرته ده. سلطانې ورته لار وښودله. هغه سړى هلته لږ ساعت ولاړ و او بيا په تېزۍ سره بره وخوت.
سلطانې هغه په درۍ کېناوۀ او بيا يې د خبرو د پېل کولو په خاطر وويل "تۀ د بره راتلو نه ولې ډارېدلې؟"
هغه سړى مُسکى شو "تا ته څنګه معلومه شوه.... د ډارېدو څه خبره وه؟"
سلطانې ورته وويل "دا مې ځکه وويل چې تۀ ډېر ساعت ولاړ وې او بيا د څه فکر نه وروسته راوختلې"
هغه بيا مُسکى شو او ويې ويل "تا اشتباه کړې.... ما ستا د کور د پاسه فلېټ ته کتل. هلته يوې ښځې يو سړي ته ګوته ښودله. زما هغه منظر خوښ شو. بيا بهر غاړې ته شين ګرُوپ (بلب) ولګېدۀ نو زه د څه ساعت لپاره ودرېدم. شنه رڼا زما خوښه ده، په سترګو ښه لګي"
دې خبرې سره هغۀ د کوټې جاج اخيستل شروع کړل. بيا پاڅېدۀ. سلطانې ترې پوښتنه وکړه "ولې ځې؟"
هغۀ ځواب ورکړ "نه، دا ستا کور ليدل غواړم. ځه ټولې کوټې راته اوښايه"
سلطانې ورته درې واړه کوټې يوه په يوه وروښودلې. هغۀ چوپ چاپ ټولې کوټې معاينه کړې. چې بېرته هماغې کوټې ته راغلل چې مخکې پکې ناست وو نو سړي وويل "زما نوم شنکر دى"
سلطانې د لومړي ځل لپاره په ځير ځير ورته وکتل. هغه د درميانه قد د عام شکل او صورت سړى و خو سترګې يې په فوق العاده ډول پاکې او سُوتره وې چې کله کله به پکې يو عجيبه پړق پېدا کېدۀ. بدن يې چُست و او د اوګو سره يې ويښتۀ سپين شوي غوندې وو. د خاورين رنګ پتلون يې اغوستى و چې کالر يې د ورمېږ نه بره وتلى و.
شنکر په درۍ داسې ناست و چې تا به ويل د شنکر په ځاى سلطانه ګاهک دى. دې احساس سلطانه لږه پرېشانه کړه او زر يې وويل "مهرباني وکړئ څه مو ويل؟"
شنکر چې ناست و د دې خبرې په اورېدو څملاستو "زه به څه ووايم. ته يې ووايه. تا دلته رابللى يم"
چې سلطانې هيڅ هم ونۀ ويل نو هغه راپاڅېدو او وې ويل "اوس زما نه واوره. تا چې په ما کوم ګومان کړى هغه غلط دى. زه د هغو خلکو نه، نۀ يم چې څه ورکوي. د ډاکټرانو په څېر زه هم فيس اخلم. چې ما څوک راوبلي نو فيس خامخا راکوي"
دې خبرې په سلطانې سر وګرځاوۀ خو بيا هم هغې وخندل او ويې ويل:
" تۀ څۀ کار کى؟"
شنکر ځواب ورکړ "همدا چې تاسو يې کوئ"
"څه؟"
" تۀ څه کوې؟"
" زه.... زه.... زه هيڅ نۀ کوم"
"نو زه هم هيڅ نۀ کوم"
سلطانه لکه سوځېدلې چې وي، وې ويل "دا خو هيڅ خبره نۀ شوه. تۀ څه نا څه خو به خامخا کوې"
شنکر په اطمينان سره ځواب ورکړ "تۀ خو به هم څه نا څه خامخا کوې؟"
"زه اپلتې ويم"
"زه هم اپلتې ويم"
" نو راځه چې دواړه اپلتې وويوو"
"سمه ده، خو زه د دې کار بيه هيڅکله نۀ ورکوم"
"مازغۀ دې په ځاى دي..... دا څه لنګرخانه خو نۀ ده"
"او زۀ هم والنټېر (رضاکار) نۀ يم"
سلطانه لږه غلې شوه بيا يې پوښتنه وکړه "دا والنټېر څوک وي؟"
"بېوقوفان وي"
"زۀ بېوقوفه نۀ يم"
"خو هغه سړى خداى بخش چې تا سره اوسېږي بېوقوف دى"
"ولې؟"
" په دې چې هغه د څو ورځو نه يو داسې خداى ته نژدې فقير له د بند قسمت د خلاصولو لپاره ورځي د کوم چې خپل قسمت د زنګ وهلي قلف په څېر بند دى" دې خبرې سره شنکر وخندل.
سلطانې ورته وويل "تۀ هندو يې، په همدې وجه زمونږ  په زبرګانو پورې ټوقې کى"
شنکر مُسکى شو "په داسې ځايونو کې د هندو او مسلمان پوښتنه نۀ پېدا کېږي. غټ غټ پنډتان او ملايان چې دلته راشي نو ښاغلي شريفان ترې جوړ شي"
"خداى خبر څه اُلټه پُلټه خبرې دې راخيستي...... وايه پاتې کېږې؟"
"په هماغه شرط چې مخکې مې ويلي"
سلطانه پاڅېدله او وې ويل "نو ځه لار دې نيسه"
شنکر په ارام پاڅېدۀ، دواړه لاسونه يې د پتلون په جېبونو کې ومنډل او په تلو تلو کې يې وويل "زه کله کله دې بازار باندې تېرېږم. کله چې هم تۀ اړتيا ووينې غږ راته وکړه..... ډېر د کار سړى يم"
شنکر لاړو او د سلطانې نه تورې جامې هېرې شوې د ډېر ساعت پورې يې دې سړي باره کې فکر کاوۀ چې د دې غم يې لږ سپک کړى و. که دا سړى انباله کې چېرته چې د هغې ژوند خوشحاله و ورته همداسې راغلى وى نو په بل رنګ به يې ورته کتل او يا يې کېداى شي چې په ديکو ديکو د کور نه بهر ايستلى وى خو دلته خفه وه نو ځکه يې د شنکر خبرې خوښې شوې.
ماښام چې خداى بخش راغى نو سلطانې ترې پوښتنه وکړه "تۀ ټوله ورځ چېرته ورک وې؟"
خداى بخش د ستړيا د لاسه ګډ وډ و. وې ويل "د زړې کلا د خوا نه راغلم. هلته يو زبرګ د څو ورځو نه ايسار دى. همغۀ له هره ورځ ورځم تر څو ورځ مو ښه شي"
"نو څه يې درته وويل؟"
" نه، تراوسه يې لا مهرباني نۀ ده کړې ...... خو سلطانې، زه چې يې څومره خدمت کوم دا به هسې نۀ ځي. که د خداى فضل راباندې و نو خامخا به خوشحالي ووينو"
د سلطانې په مزغو د محرم د لمانځلو فکر سپور و. خداى بخش ته يې په ژړغوني غږ وويل "ټوله ټوله ورځ بهر ورک يې ...... زه دلته په پنجره کې بنده يمه. نۀ چېرته تلى شم نۀ راتلى شم. محرم دا دى په سر راغى. تا په دې اړه هم څه فکر کړى چې زما تورې جامې پکار دي. په کور کې هيڅ شى نشته. هغه د سرو کړۍ وې هغه هم خرڅې شوې. اوس تۀ ووايه چې څه وکړو؟ هسې په فقيرانو پسې به تر څو پورې خوارېږې. ماته خو داسې ښکاري چې دلته ډيلي کې خداى زمونږ نه مخ اړولى دى. که زما اورې نو خپل کار شروع که. څه نا څه خو به لاس ته راشي"
خداى بخش په درۍ څملاستو او وې ويل "نو د دې کار د شروع کولو لپاره خو هم څه نا څه بودجه پکار ده..... د خداى په خاطر اوس داسې د غم نه ډکې خبرې پرېږده. زه نور نشم زغملى. ريښتيا هم د انبالې په پرېښودو ما سخته غلطي کړې ده. خو زه څه وکړم؟ هر څه چې کوي الله يې کوي او زمونږ د بهترۍ لپاره يې کوي. څه معلوم د لږ  وخت د نورو تکليفونو د تېرولو نه وروسته ......"
سلطانې يې خبره ورماته کړه "د خداى په خاطر يو څه وکه. غلا وکه يا ډاکه واچوه خو ما له د يو پرتوګ ټوټه راوړه. زه د سپين بوسکي يو کميس لرم هغه به رنګ کړم. د سپين رنګ يوه نوې لوپټه هم راسره شته. هغه چې تا په ديوالي (د هندوانو يو رسم) کې راته راوړې وه. هغې له به هم رنګ ورکړم. صرف يو پرتوګ کم دى. په څه طريقه دا راته پېدا کړه...... ګوره، ستا دې زما په سر قسم وي چې خامخا به يې راته راوړې. زما د بدن غوښې دې خوراک شه که را دې نه وړو"
خداى بخش کېناستو "اوس تۀ خامخا په دې خبره ټينګار کى ..... زه يې د کومه راوړم......؟"
" هر څه چې کى خو ما له څلور نيم ګزه تور ساټن راوړه"
" دعا کوه چې نن شپې ته خداى دوه درې سړي راولي"
" خو ته هيڅ نه کى ............. که ستا زړۀ وي نو خامخا دومره پېسې پېدا کولى شې. د جنګ نه مخکې دا ساټن په دولس انې ګز و. اوس په پاو باندې روپۍ ګز ترلاسه کېدى شي. په څلور نيم ګزه به څومره دولت ولګي؟"
" اوس چې تۀ خامخا وى نو څه بهانه به کول غواړي" دې وېنا سره خداى بخش پاڅېدو او وې ويل "اوس دا خبرې پرېږده. زه ورځم چې د هوټل نه خوراک راوړم"
د هوټل نه خوراک راغى، دواړو د ستوني نه تېر کړو او اودۀ شول. سهار چې شو خداى بخش د زړې کلا فقير ته لاړ او سلطانه په کور کې يواځې پاتې شوه. تر څه وخته پرته وه، تر څه وخته اوده وه او بيا هسې په کوټو کې ګرځېدله. د غرمې د ډوډۍ خوړلو نه وروسته يې خپله سپينه لوپټه او د سپين بوسکي کميس لاندې رنګ والا ته يوړل. بيا راغله او د فلمونو کتابونو ته کېناسته. هغه کتابونه يې کتل چې د دې د کتلو فلمونو کيسې او سندرې پکې وې. د کتابونو په لوستو لوستو کې اُوده شوه او چې بيا راويښه شوه نو څلور بجې وې. لاړه ځان يې ومينځۀ، تود څادر يې واغوستۀ او بيا مخې ته راغله ودرېدله. تر يو ساعت پورې ولاړه وه. نور نو ماښام شو او خلکو ګروپُونه لګول شروع کړل. لاندې په سړک هم چال چلند زيات شو. يخ لږ زيات و خو په سلطانې بند نۀ لګېدۀ. د ډېر ساعت نه يې په سړک تلونکو راتلونکو موټرونو او ټانګو ته کتل خو ناڅاپه يې نظر په شنکر ولګېدۀ. هغه چې د کور لاندې راورسېدۀ نو سر يې پورته کړ او ومُوسېدۀ. سلطانې ورته په بې فکرۍ سره اشاره وکړه او پورته يې راوبلۀ.
چې شنکر پورته راوخوت نو سلطانه پرېشانۍ واخيسته چې څه به ورته وايي. په اصل کې هغې بې له کوم سوچ او فکره ورته اشاره کړې وه. خو شنکر ډاډه و. لکه دا چې يې خپل کور وي. نو لکه د هغې بلې ورځې په څېر بالښت يې سر ته کېښود او څملاستو. چې تر ډېر ساعته سلطانې ورسره څه خبره ونکړه نو هغۀ وويل "تۀ ما سل ځله راغوښتلى شې او سل ځله راته د بېرته تلو هم ويلى شې...... زۀ په داسې خبرو نۀ خفه کېږم"
سلطانه د تذبذب ښکار شوه...... بيايې وويل "نه، نه، کېنه. تا ته چا د تلو ويلي"
شنکر مُسکى شو "نو هغه زما شرطونه درته قبول دي؟"
"د څه شرطونه؟" سلطانې ځواب ورکړ " نکاح خو راسره نۀ تړې؟"
"د څه نکاح او وادۀ..... نۀ تۀ ټول عمر د چا سره نکاح تړلى شې او نۀ زۀ. دا رسمونه مونږ خلکو دپاره نۀ دي..... دا چټي خبرې پرېږده، د کار خبره وکړه"
"وايه څۀ خبره وکړم؟"
" تۀ ښځه يې ...... څه داسې خبره شروع کړه چې يو دوه ساعته مو زړۀ ښۀ شي. په دې دنيا کې يواځې دوکانداري دوکانداري نه ده، نور څه هم شته"
سلطانې په ذهني توګه اوس شنکر منلى و. ورته وې ويل "صفا صفا ووايه تۀ مانه څه غواړې؟"
"څه چې نور خلک درنه غواړي" دې خبرې سره هغه کېناست.
"نو په تا او نورو کې بيا څه توپير پاتې شۀ؟"
" په تا او په ما کې هيڅ توپير نشته. په نورو خلکو او ما کې د ځمکې او اسمان توپير دى. داسې ډېرې خبرې شته چې پوښتل يې نه وي پکار پخپله پرې پوهېدل پکار وي"
سلطانې لږ ساعت د شنکر په دې خبره د پوهېدو هڅه وکړه او بيا يې وويل "زه پوهه شوم"
"نو وايه، څه اراده دې ده؟"
" بس تا وګټله ما بايله. خو زه وايم چې تر ننه به داسې خبره چا قبوله کړې نۀ وي"
" تۀ غلطه وايې....... په هم دې محله کې به تۀ داسې ساده ګانې ښځې ووينې چې په دې خبره به يقين ونۀ کړي چې ښځه داسې ذلت هم قبلولى شي کوم چې تا بې له کوم احساسه قبول کړى دى. خو د هغوى د يقين او نۀ يقين سره سره هم تاسو په زرګونو ياستئ...... ستا نوم سلطانه دى کنه؟"
"همدا دى، و"
شنکر پاڅېدۀ او وې خندل "زما نوم شنکر دى...... دا نومونه هم څۀ عجيبه او اُلټه پُلټه وي. راځه چې دننه لاړ شو"
دوى دواړه چې د درۍ والا کوټې ته بېرته راغلل نو خندل يې، معلومه نۀ ده چې په څه خبره. کله چې شنکر روان شو نو سلطانې ورته وويل "شنکره زما يوه خبره به ومنې؟"
شنکر ځواب ورکړ "اول خبره وکړه"
سلطانه اول غلې شوه، بيا يې وويل "تۀ به وى چې ګنې زه درنه خپله بيه اخلم خو...."
"وايه وايه....... ولې غلې شوې"
سلطانې زړۀ غټ کړو او وې ويل "خبره دا ده چې محرم راروان دى او ما سره دومره پېسې نشته چې يو تور پرتوګ واخلم...... د دې ځاى ټول غمونه خو تا زما نه اورېدلي دي.کميس او لوپټه زۀ لرم چې د رنګولو لپاره مې ورکړي دي"
شنکر په دې خبره وويل "ستا مطلب دا دى چې زۀ تا له يو څه پېسې درکړم چې تۀ پرې ځانله تور پرتوګ جوړ کړې؟"
سلطانې زر وويل "نه، زما مطلب دا دى چې تۀ ماله د چرته نه يو تور پرتوګ راوړه"
شنکر مُسکى شو "زما په جېب کې خو چرته تصادفاً کله څه پېدا شي. په هر حال، زه به کوښښ وکړم. د محرم په لومړۍ نېټه به پرتوګ درته راوړم. بس اوس خوشحاله شوې" بيا يې د سلطانې په غوږونو د ټيکو په لور وکتل او پوښتنه يې وکړه "دا ټيکې تۀ ماته راکولى شې؟"
سلطانې ورته په خندا وويل "په دې به ته څه وکې. د سپينو دي ارزانه شانې. زيات نه زيات به د پينځو روپو وي"
شنکر وويل "ما درنه دا ټيکې غوښتې دي بيه مې يې نۀ ده پوښتلې. وايه راکوې يې؟"
"واخله" سلطانې ورته ټيکې د غوږونو نه راوويستلې او ور يې کړې. وروسته خفه وه خو شنکر تلى و.
د سلطانې بېخي يقين نه و چې شنکر به خپله وعده پوره کړي خو اتۀ ورځې وروسته د محرم په لومړۍ ورځ سهار نهه بجې دروازه وټکېدله. سلطانې دروازه خلاصه کړه نو شنکر ولاړ و. په اخبار کې څه تاو کړي په لاس کې ورسره وو چې سلطانې ته يې ورکړۀ او وې ويل "د ساټن تور پرتوګ دى...... وې ګوره کېداى شي لږ اوږد وي...... اوس زه ځم"
پرتوګ يې ورکړو او لاړ. نور يې د سلطانې سره هيڅ خبره ونۀ کړه. د هغۀ پتلون کوت کوت و..... او ويښتۀ يې خوارۀ وو. داسې ښکارېدۀ چې همدا اوس د خوب نه پاڅېدلى وي او نېغ دلته راغلى وي.
سلطانې کاغذ خلاص کړ. د کاټن تور پرتوګ و. هماغسې و څنګه چې يې مختارې سره ليدلى و. ډېره خوشحاله شوه. د ټيکيو په ورکولو چې کوم خفګان ورته راغلى و هغه دې پرتوګ او د شنکر وعده ايفايۍ ليرې کړ.
سلطانې غرمه د رنګ والا نه خپل کميس او لوپټه هم راوړل.
ايله يې دا نوې رنګ شوې او تيارې شوې تورې جامې اغوستې وې چې دروازه وټکېدله. هغې چې دروازه خلاصه کړه نو مختاره وه. مختارې د دننه ننوتلو سره سم د سلطانې جامو ته په غور وکتل او وې ويل "کميس او لوپټه خو رنګ کړي ښکاري، خو پرتوګ نوى دى..... کله دې جوړ کړو؟"
سلطانې ځواب ورکړ "هم دا نن خياط راوړ". دې خبرې سره د هغې د مختارې غوږونو ته پام شو او سمدست يې پوښتنه وکړه "او تا دا ټيکې له کومه کړې؟"
مختارې ځواب ورکړ "همدا نن مې راغوښتې دي"
بيا دواړه لږ ساعت غلې شوې.