د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دترقی سفر

امان الله حليم شملزی 12.11.2007 18:57
طبعی علوم ېا علم بالحواس د قدېم ېونان ېوه غېر مذهبی معجزه او الهام وو. سقراط، اقلېدس، افلاطون، بقراط، ارسطو، جالېنوس، بطلېموس، فېثاغورث او داسی نور ډېر هغه نابېغه ګان دی چې د عقلی علوم موجدېن بلل کېږی. وروسته په ازمېنه وسطی کښی مسلمانانو دا علمی ذخېری راوسپړلی. د دی علومو د ترجمو اهتمام ېی وکړ او ښه رشد ېی ورکړ چی۷۰۰ کاله طول نېسی. د مامون او هارون رشېد دور د دی علومود ارتقا دور وو. په مسلمانانو کښی د تبعی علومو لوی ماهرېن راپېداشول. امام فخرالرازی، غزالی، ابن رشد، البېرونی، الفارابی، الفرغانی، ثابت ابن قره، البتانی، ابوالوفا، الکندی، الخوارزمی، جابر ابن حېان، عمرخېام او داسی نور علما یادولای شو. د هغه وخت په اندلس [سپېن]، او هسپانېه کښي د مسلمانانو لوېی ېونېورسټېانی وی چی د عربو، عجمو تر څنګ ډېرو ېورپېن مغربی شاګردانو هم له پوپانو په پټه علم پکښی کاوه. وروسته دا خلګ ولاړل او په ېورپ کښی د دی علومو پروپګنډا وکړه. خو چی کله د مذهبی پوپانو له سخت عکس المل سره مخ شول نو دوی د مقابلی دپاره په ۱۶ سمه عېسوی صدیۍ په جرمنی کښی د پوپ چارلس خامس پر ضد ېوه مصلح مارټن لوتی د پروټسټنټ په نامه فرقه جوړه کړه چی د ډېر قتل قتال سبب شوه. خو وروسته دوی علمی ازادی ترلاسه کړه. او د مغرېب د اوسنی ترقی او تمدن بنسټ ېی کښېښود.
په ۱۷۶۰ کښی په فرانس کښی لومړنی انساېکلوپېډېا جوړه شوه. په لومړنېو علمی قدرونو کښی فرېډی، نېوټن، ګالېلو، مېکاوېلی او داسی نور د ذکر وړ دی. چی د تبعی علومو په بېلو برخو کښی ېی څېړنی کړی دی.
اوس که څه هم اهل مغريب د مسلمانانو دا احسان منی، خو په هېڅ وجه د اوسنی ساېنس او ټکنالوجکل پرمختګ د وېاړ دستار د چاپر سر نږدی. بلکه دا دوی د مغرب کمال ګڼی چی د ژوند د ډېرو ناخوالو په ګاللو د ۵۰۰ کالو اوږد او ستونزمن سفر په پاېله کښی يې اوسنی ترقی مېندلی ده. کومه ترقی چی طبعی علومو اوس په ېورپ او مغرب کښی کړی ده، دا ولی د مسلمانانو څخه ونه شول ؟
د مغربی مفکرېنو په اند دا ځکه چی مسلمانو عقلاوو او فېلسوفانو تل د علم الاهېات، منطق، او علم کلام په زور له دې طبعی علومو سره د تدبيق ناکام کوشش کړی دی. يا په بل عبارت دوی بيرته فزکس په مټافزکس اړاوه. د دوی په اند غوره دا ده چی مذهب او ساينس پر خپل خپل ځای وڅېړل شی. او طبعی علم بېخی پر خپل نهج وڅېړل شی او ترقی ورکړل شی. د سېکولرېزم هم دا مطلب چی مذهب له سېاسته او علم بالحواس له مذهبه بېل کړی. ځکه چی د طبعی علومو نهج تجربه او مشاهده ده، او د علم کلام او الاهياتو موضوع ېواځی استدلال او د حروفو د معانيو تعيون دی، چی موضوعات یې په هېڅ ډول تدابق نه سره لری. لنډه داچی که د مشرق يا اسلامی نړی ياپه ځانګړی ډول زموږ د هېواد د وروسته پاتی هرڅه علت چی وی وې به.
په تېرو پسی به تر څو اوښکی تويوو، که څه هم د مسلمانو روشنفکرانو، او واکدارانو سره دا واک او چانس وو چی طبعی علوم يې د دلېل او استدلال لپاره د استعمال پرځای، پر خپل نهج يعنی د تجربی او مشاهدې پر اساس څېړلی وای، مخکېنی نهج ېواځی د خپلو فرقېزو او مذهبی ګټو لپاره اړېن وو خو دوېم طرز تحقېق د ټول انسانيت د صوب او هوساينی سبب جوړېدلای سوای. همدا رنګه افغانستان په احمدشاهي دوران كي چي لويه امپراطوری يې هم درلودله خو بيا هم په خپل ګاونډ کښی د پرنګ له نوی ټکنک څخه بی خبره پاتی شو. همدارنګه د دوهمی نړېوالی جګړی پر مهال له افغانستان سره دا چانس وو چی په ساينسی او ټګنالوجيکل ډول يې خپل ځان عيار کړی وای. خو افسوس چی دنيا په اور کی سوزېده موږ بيغمه د غفلت په خوب ويده وو ، اوس چی دنېا محفوظه ده موږ سوزېږو. تېری جګړی د مغربی هيوادونو د مفاداتو جنګ وو، موږ هېڅ ډول ملی ګټی نه پېژندلی ځکه په امن کی وو، اوس چی د ټولی دنيا ګټی په امن او د ساينسی او ټکنالوجېکل ټکنک پر اساس د رامنځ ته کېدونکی مالی پوزېشن او اقتصاد په پياوړتيا کښی دی، موږ د يو او بل د سرونو په غوڅولو فلسطين او چيچنيا ازاد وو.
زموږ د ناکامی او پسماندګی هرڅه علت چی وی نور ورباندی ږغېدل يواځی د وخت ضياع ده. اوس دادی ساينس او مترقی هيوادونو د پېړيو سفر وهلی دی. بېله انقلابی ګامونو اوچتولو بله ليار نشته چی اوس د دی خبری چانس او وخت رارسېدلی دی. که څه هم مغربی مفکرين په دی غلط فهمی کی مبتلا دی لکه کپلنګ چی کاږی
OH ! EAST IS EAST AND WEST IS WEST AND NEVER THTWIN SHALL MEET
يا لکه وای کاونټ چی وايي، که چېری افلاطون را ژوندی شی او داترقی ووېنی چی د ده په وهم او ګومان کی هم نه وه کوم چی موږ لاس ته راوړی او د قدرت او فطرت پر سرچشمو داسی منګولی ښخی کړی دی، نو ګوته په غاښ به شی اود دی ترقی پر عللو به فکر شروع کړي. خو افغانان هغه مېړنی قوم دی چی د سکندر مقدونی، چنګېز، عربی استعمارګرو، مغلو، پرنګيانو، روسانو او پنجابيانو هيلی يې له خاورو سره برابري کړی دی، کېدای شی چی د مغربی متکبرېنو دا اندازی او قياسونه هم غلط ثابت کړی. خو لومړی تر قياسی اندازو تېرېږو او د موجوده امکاناتو په روڼا کښی شننی کوو، او هغه انقلابی ګامونه به په ګوته کوو چی اخيستل ېی حياتی ارزښت لری.
له هرڅه وړاندی بايد پر هغه چيلنجونو وږغېږو چی زموږ پر وړاندی دی. حالت دادی چی دنيا د ګلوبل وېلج په بڼه زموږ مخی ته پرته ده. د ملټی نېشنل کمپنيو په بڼه سرمايه بيرته د شخصی انحصار پر ځای يو کارپورېټ شکل غوره کړی دی. نړېوال اسټاک اکسچنج په څه شکل ورځنی چاری پر مخ بيايی او غوره داچی دا برکات د څه شی پاېله ده، موږ له کومی لېاری د دی جوګه کېدی شو چی دی ډګر ته ورودانګو، نو راشی ورباندی وږغېږو.
۱ ـ د پرمختګ پيل د ميډيا له ازادی سره تړلی دی، د عامه پوهاوی او ټولنيز ربط کومه بله مټه په دی دور کښی نه ترسترګو کېږی، زما په اند دا ازادی باېد مطلق او بشپړه وی. ترهيڅ مذهبی ياسياسی فشار بايد نه وی لاندی.
حتی پر مذهب او مذهبی مقدساتو هم چی څوک وغواړی بايد دسوال کولو او تنقيد کولو حق ورکول شی. علما پوهېږی چی په اسلام کښی د جرحی او تعديل اصل کوم مقام لری. د حديثو په اصولو کښی جرحه مقدمه او تعديل وروسته دی. د حديثو پر راويانو لومړی جرحه کېږی. د قران د کتابی شکل او ترتېب ثانی پر مهال هر قرانی ايات تر دې مرحلې وتلی دی .
تردی چی الله تعالی عزوجل په قران کريم کښی د خپلو مخالفينو ټولو استدلالونو ته ځای ورکړی دی. حتی د شيطان ټول د انکار دلايل پخپله په قران کښی لوستلای شو. توهين بل شی دی چی د هيڅ شی توهين رواندی. لېکن د سالم تنقيد حق د هر چا پر هرڅه شته .
د ميډيا له عام او تامی ازادی وروسته د خلقو د پوهاوی حس رابيدارېږی، پرتېرو او اوسنيو کړنو له تنقېده وروسته د وړاندی تلو وروسته ليار پيداکيږی .
۲ـ لومړی باېد د بيا رغاونی په لړ کښی د هېواد د انفراسټرکچر رغاونی ته ټول پام واړل شی. چی عبارت له سړکونو، ډېمونو، د برېښنا پرېمانه تولېد، رېلوي نظام، جدېد مواصلاتی نظام، چی برېښنا تر هرڅه اړېنه ده. خو مشکل دادی چی دا هر څه موږ د يو پيداواری او اېجاداتی عمل له لېاری نه تر لاسه کوو. د پام اړولو پر ځای باېد ما د اېجادولو ټکی پکارولای وای خو صد افسوس.
ښکاره خبره ده چی د انفراسټرکچر رغاونه له دباندی کېږی سرماېه، افرادی قوت، خام مال، او ټکنېکل ډاېرکشن ټول نلرو. داهم جوته ده چی په عامو حالاتو کښی د دی توکيو د لاسته راوړلو لپاره په بدل کښی سرمایې او قوی سېاسی انډ ولېز ارتباطاتو ته ضرورت شته .
چی افغانستان هم په اوس وخت کی د خپل ځان د ګروی په قېمت دنورو ومرستو ته اړ دی. اوس بيابانی مرستی د ورځنی اړتياوو د پوره کولو پر ځای بايد د اساس پر جوړولو ولګېږی چی صنعتی ودی او مسابقی ته لار هواره شی. چی د خود کفالتی اساس دی. فوج او پولېس يو غير پېداواری او صارفی اداری دی، د دی د تقویې او مسلسل اکمال لپاره ېو زورور اقتصادی بېس ته ضرورت دی چی يواځی قوی صنعت کېدی شی. دا ډول د کنزيومرايزم (استهلاکی) پوزېشن څخه د يومينوفېکچرينګ (تولېدونکی) ځواک ته اوښتی شو.
۳ ـ هم د علم او زده کړی لار ده. ټول وګړی، يا زياتره وګړی چی کله زده کړی ته مخه کړی بېا پخپله هغه کسان ځان ښکاره کوی چی نابغه او د ژورو زده کړو د کولو جوګه وی . پر داسی خلکو بايد دولت يا پخپله ټولنه په پوره يووالی سره مصارف وکړی .
لومړې بايد دساينس او ټېکنالو په برخه کښی وګړی وروزل شی. اوس نژدی ټولی زده کړی ساينسی شوی دی . ځکه ساينس هرڅه د خپل تحقيق او څېړنی و ډګر ته راکشوی. خو لومړيتوب بايد د ميګا ټېکنالوجی د لاس ته راوړلو او په دی لار کښی د مهارت پيداکولو ته ورکړی شی. په ساده ټکو کښی دا هغه ټکنالوجی او ماشين دی چی ماشينان جوړوی. مثلا پاکستان اوس د هرشی د جوړولو مشينری رانېولی ده لکه د موټر جوړولو ماشين، خو دا ماشين چی په کومو کارخانو کښی جوړېږی اصلی ماشين او ټيکنالوجی هغه ده .
تر لاسه شوی ټکنالوجی مسلسله څارنه ساتنه او اضافی پرزه جات غواړی. د دی په بدل کښی ځينی هيوادونه خپل خام مال په ډېره بې رحمانه توګه پلوری او هغه څه بيا بيرته له دغو هيوادو څخه د مصنوعاتو په بڼه کښی په ډېره لويه بيه کښی اخلی. چی دخپلو زيرمو سره د خيانت تر څنګ بيرته په يو مسلسل احتياج ځان اخته کوی .
نور هيوادونه چی بيا دا نعمتونه نلری، خو خپله ازادی ضمير او وجدان د دې توکيو په لاسته راوړلو کښی خرڅوی، چی دا د غلامی او د يو مسلسل استحصال، فقر او بد بختی يو نا پايه عذاب دی. هسی هم بېله اقتصادی ازادی سياسی ازادی په دی دور کښی هيڅ مانا نلری. خو د حل لار يې داده چی تاريخ داښودلی ده چی د دوهم نړيوال جنګ د مسابقاتو په ترڅ کښی ډير ايجادات وشول . اوس هغه توده جګړه پای ته رسېدلې ده خو د نړيوال صنعت او مارکټنګ سوړ جنګ اوس هم په درز کی روان دی.
صنعتی مسابقت او پرمختګ ته هيڅ قسم اسلامی ورورولی، علاقايی، غيراقتصادی اتحاد او همدردی نه ده پکار، لکه څنګه چی ځينی وروڼه ګمان کوی.
بس يوه پاکه د حب الوطنی جذبه، ملی احساس او ملی ننګ غواړی، طالبانو خپل اسلامی امارت تر دی جذبی لاندی په شهادت ورساوه.
د القاعده او غربيانو د تېلو د قبضې په جګړه كښی طالبانو خپل ځان وسوځاوو. دوی بايد ځان پوه کړی چی د خدای حرم ته بېله ۲ لکو افغانيو نه د يو طالب تګ شته، نه وو، او نه به وی.
بيا د عربی تيلو حفاظتي جګړه چی ته تر کومی جذبی لاندی دوی کوی هغه جذبه د عرب او نوری نړۍ په موجوده مارکېټ کښی نه څه حيثيت لری نه یې درلود .
عقلاً هم د خريد او فروخت پر مهال کله د اسلام داسی اصل شته چی د اسلامی همدردۍ تر جذبی لاندی دی پلورونکی بېله چنې او ګټی خپل مال بل ته مباح کړی .
د کراچی د ضرب مومن اخبار د طالبانو د وخت مطبوعات د دی خبری شاهد دی چی کله هم القاعده د شافعی يا حنفی شريعت غوښتنه نه درلوده، يواځی د تيلو د احصايو او نرخونو او بيا د غربيانو د نا انډوله معاملې څخه شاکی وو .