د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبغلان پېښه ځانمرګى بريدو او که يوه جوړه شوې طرحه؟

صالحه پښتون 10.11.2007 19:33

هغه پېښـه چې تر شا يې يوه نړۍ پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي
Salihapashton@aim.com
دلړم په ١٥مه، مازديګر مهال دبغلان ولايت دشکرو فابريکه ديوې درنې چاودنې شاهده وه چې په لسګونه کسان مړه او ټپيان کړل .
په وژل شويو کسانو کې دولسي جرګې ديوه اقتصادي پلاوي شپږ غړي مړه او دوه نور ټپيان شول چې په مړيو کې ددې جرګې داقتصادي کمېسيون او دملي اقتدار دسياسي ډلې مشر مصطفى کاظمي هم شامل و .

دلومړيو خپرو شويو راپورونو پر بنسټ دغه پلاوى له کابل څخه بغلان ولايت ددې ولايت دشکرو دفابريکې دبيارغونې داچارو دپرانستلو په موخه تللي و چې مازديګر مهال ورباندې بريد وشو خو وروسته جوته شوه چې دفابرېکې دپرانستلو په موخه نه بلکې دشمال ختيځ زون ته يې دخلکو داقتصادي حالاتو دارزونې په موخه درې ورځنى سفر پيل کړى و .

رسنيو په خپلو لومړنيو راپورونو کې وويل چې پوليسو له بريده وروسته دخپلو ماشينګڼو خولې په عامو خلکو ور واړولې او هغوى هم مرګ ژوبله رامنځه ته کړه چې ددې خبرې پخلى دولسي جرګې يوه غړي هاشمي هم وکړه چې په دې سفر کې له کاظمي سره ملګرى و .

په لومړي سر کې دا خبره ټولو منلې وه چې ګواکې دا ځان مرګى بريد و خو اوس وروسته وروسته دځانمرګي احتمال په کمېدو دى او ډېر خلک په دې باور دي چې ځانمرګى نه بلکې مخکې له مخکې يو طرحه شوى پلان و .
له هغه وروسته چې په کابل کې پخوانۍ شمالي ټلوالې چې دکمونستانو، ديموکراټانو، تنکونکراتانو او سخت دريځو مجاهدينو ديوې ګډې امتزاجي نسخې په توګه نوې ټلواله رامنځته کړه نو دمجاهدينو دمهال ولسمشر برهان الدين رباني يې مشر او مصطفى کاظمي يې وياند وټاکل شو .

کاظمي يو ژبور انسان او ښه نطاق و او ددې تر څنګ د ټلوالې دنورو غړيو په پرتله يې بهرمى ملاتړ هم زيات و همدغه لامل و چې کاظمي په ډېر لږ وخت کې خورا مهم اودټلوالې په بريدونو کې دهېواد دکورني سياست په يوه مهم لوبغاړي باندې بدل شو .

ولې سم تورن نه په ګوته کېږي ؟

که څه هم دلړم په ١٧مه، دبغلان چارواکيو اعلان وکړ چې دسه شنبې دورځې دچاودنې په تور يې څلور تنه نيولي دي چې يو پکې دمرکزي بغلان ديو جومات ملاامام دى خو وروسته يې وويل چې له ملا امام پرته نورې درې تنه يې خوشې کړي دي مګر له دې ټولو سره سره تر اوسه پورې لا په دې اړه هر څه په سېمبوليک ډول روان دي .

دوکيلانو له مړينې وروسته دګرمې ګوته دوه عناصرو ته نيول کېدله چې يو يې بهرني او بل يې کورني و، بهرني په دې مانا چې له دولته دباندې و چې طالبان او دګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ډله او کورني يې سيمه ييز چارواکي و چې دبغلان والي سرمحقق ډاکټرمحمدعالم اسحاقزي او دملي امنيت رييس يې تر ټولو مهم و .
که څه هم دمشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي خو دپاکستان پوځي استخبارات اى اس اى په دې کار کې ښکېل وبلل .
والي او دملي امنيت رييس ځکه پړه بلل کېدل چې ويل کېږي ټينګ امنتيي ګامونه يې نه و پورته کړي او بل دا چې دچادونې پر مهال په سيمه کې حاضر نه و .
دا دهغو رسنيو خبره ده چې په يو ډول نه يو ډول دشمال له پخوانۍ او ملي متحدې اوسنۍ ټلوالې سره اړيکي لري .
خو دلته څو خبرې ديادونې وړ دي او هغه دا، چې په دې ولايت کې خو څومره مسوليت چې والي او دملي امنيت رييس لري هومره يې امنيه قوماندان هم لري مګر ولې هغه ته دملاتيا ګوته نه نيول کېږي او دا دوه کسان په کې راښکېل شوي دي .
ددې خبرې تر ټولو ستر او روښانه لامل دادى چې والي او دملي امنيت رييس پښتانه دي او ددغه پلاوي وژنه هم په حقيقت کې په شمال دپښتنو دځپلو لپاره دجوړې شوې طرحې يوه کړۍ ده .

دوهم خبره داده چې رسنۍ ولې واقعيتونه نه وايي او ټول په درواغو لګيادي يا والي او يا دملي امنيت په رييس باندې تورنه لګوي .
ځکه حقيقت دادى، په هغه ورځ چې دغه پلاوى بغلان ته تللى و نو همهاله دولسمشر لومړى مرستيال ضيا معسود هم دې ولايت ته سفر کړى و او والي او دملي امنيت رييس دواړه له هغه سره بوخت و.
اوس چې ښاغلى رباني يا قانوني نيوکې کوي چې والي او دملي امنيت رييس ولې هغه مهال حاضر نه و، خو که فرض کړو چې که همدغه رباني او قانوني دبغلان واليانو واى او دولسمشر مرستيال ضيا مسعود هلته تللى واى دوى به دولسي جرګې له غړو سره ګرځېدل او که به له ضيا مسعود سره.

او بله خبره داده چې والي په دې کار کې هېڅ مسوليت نه درلود ځکه دا يو درې ورځنى سفر و چې په شمال ختيځ کې دخلکو اقتصادي ستونزې وارزوي دوى نه دشکرو فابريکې دپرانستلو لپاره تللي و او نه بل شي ته بلکې له دې ځايه چې څوک ورسره تللي و نو دهغه په لارښوونه فابريکې ته روان شوي و او له دې پېښې سره مخ شوي دي .
يوه بله خبره دا ده چې اسحاقزى خو درې ورځې له دوى سره نه شواى ګرځېداى چې خپل ټول کارونه او مسوليتونه پرېږدي او له دوى سره به ګرځي چې دا پخپله يوه غير قانوني غوښتنه ده .
اوس موږ وينو چې په دولتي ادارو کې بې کچې بيروکراسي ده او ديوې ورځې کار په يوه مياشت کې هم نه خلاصېږي نو که له مرکز څخه ديوه مامور په ورتګ والي او نور اداري چارواکي له هغه سره بوخت وي څه فکر کوئ چې دبيروکراسۍ دغه کچه به چېرته ورسېږي .

دلته بيا هم يوه يادونه کوو چې دا خبره له سره ناسمه ده چې ګواکې دغه پلاوى دشکر دفابريکې دپرانستلو په موخه بغلان ته تللى و، بلکې دgtz او دافغانستان دسوداګرۍ دخونو په مالي لګښت دغه پلاوي غوښتل چې دشمال په ولايتونو کې دخلکو اقتصادي حالت او لوړې ژورې وارزوي .
دا چې ولې مسلې ته بل رنګ ورکړل شو کېداى شي په دې کې هم يو شمېر داسې رازونه وي چې تر دې پخوا هم يو شمېر ورته پېښې ورسره تړلې وې چې دوزيرانو او يو شمېر سياسي څېرو وژنه هم پکې راځي .
پخوانۍ شمالي، اوسنۍ متحده ټلواله او غبرګون يې
په دې وروستيو کې له هغه وروسته چې په بغلان کې ديوې نامعلومې چاودنې پر مهال دولسي جرګې شپږ تنه غړي ووژل شول او په دې سربېره په لسګونه نور پوليس، عام وګړي او دښوونځيو زده کوونکيو خپل ژوند له لاسه ورکړ اوس داسې انګېرنې راپورته شوې دي چې دغه چادونه لکه يو شمېر دولتي چارواکي چې وايي ځانمرګى بريد نه بلکې مخکې له مخکې يو پلان شوى کار و .
په لومړي سر کې داسې ګونګسې خپرې شوې چې ګواکې بريدځانمرګى و خو وروسته چې کله خپله دمصطفى کاظمي ورور او يو شمېر نورو عيني شاهدانو په دې اړه خبرې وکړې نو مسله يې نوره هم تر شک لاندې راوسته او زياته يې کړه چې ګواکې کاظمي په ٥مرميو هم ويشتل شوى وى .
دغه خبرې په عيني شاهدانو سربېره دولسي جرګې غړي هم کوي چې په هغو کې يو هم نعيم فراهي دى چې دټلوالې غړى هم دى .
اوس پوښتنه دلته چې که ځانمرګى وي نو مرمۍ له کومه شوې او فيرونه چاوکړل .
طبعا له خلکو سره دوسلې شتون له شونتيا يو څه لري خبره ده ځکه دوى دا ځانمرګى بولي نو ټول خلک طبعا ورباندې خبر نه و ځکه به نو وسلې هم نه وې .
او که دا ډزې پوليسو کړې وې نو هغوى کاظمي ولې ويشت هغوى ته خو يواځې خلک هم کافي و چې ويشتلي يې واى .
همدغه ځاى دى چې دسړي دغه ګمان په باور بدلېږي چې دکاظمي وژنه يو پلان او ورسره لېږل شوي خلک هم دپلان دپلي کولو په موخه وه .
دلته يوه خبره ديادونې وړ ده چې شمالي ټلواله يا نظار شورا په بغلان کې دداسې چارو دتر سره کولو وس لري ځواب يې ډېر ښکار دى او موږ وينو چې تر دې وړاندې هم دنظار دشورا له لوري مامور غيور چې ددې سيمې يو نامتو قوماندان و وژل شوى دى او دا پېښه دکاظمي دمړينې لاملونه نور هم ځواکمن کوي .

په لومړي سر کې ددې چاودنې په اړه دنوي تنو دمړينو او دپنځوسو شاوخوا نورو دوژنې دټپي کېدلو ځبر ورکړل شو خو وروسته دمړو شمېره او يا او ټپيان هم ددې برابر وښودل شول .
له لويه سره دداسې بريدونه پړه په رسمي ډول ددولت په مخالفينو او طالبانو باندې ور اوړي او هغوى يې هم بې له ځنډه مسوليت په غاړه اخلي خو دا ځل خبره ددې پخلاف وه ځکه دواړو مخالفيو ډلو طالبانو او دحزب اسلامي غړو دا په هغه لومړي سر کې لا رد کړه چې ګواکې په چادونه کې ددوى لاس و .

ولې دپېښې پړه څوک پر غاړه نه اخلي ؟

له لويه سره په دې اړه دريځونه دوه ډوله و يو شمېر خلکو سم له واره پړه ددولت پر مخالفينو ور واچوله چې په دې کې دمتحدې ټلوالې غړي ترنور مخکې و او دليل يې هم کېداى شي له دوى سره وي چې په کوم بنسټ يې دا پرېکړه وکړه .
دچادونې له مهاله تر اوسه پورې څوورځې وزي خو لا هم په دقيق ډول ددې خبرې پته نه ده لګېدلې چې دا يو ځانمرګى و او که چاودنه خو دوى فکر کوم چې دنورو پښو په قياس دغه پېښه هم په طالبانو باندې ور وتپله په داسې حال کې چې طالبانو په خپل لومړي غبرګون کې دا کار وغانده او رد يې کړ .

دا چې رښتيا به دا کار چا کړى وي دڅېړنو او پرمختګونو تر کېدلو پورې به انتظار غواړي خو پوښتنه داده چې ولې څوک نه شوو پيدا چې ددې کار پړه په غاړه واخلي .ايا که دا کار طالبانو کړى وي نو دوى ته به دماشومانو وژنه يو سخت کار ښکاره شوى وي او خوله به يې پرې پټه کړې وي ، زما په فکر دا خبره به ځکه نه وي چې طالبانو دخپل قانون او خپلې پرېکړې له مخې کله هم پخپل کړي کار نه پېښيماني کړې او نه يې هم پښېماني ته اړتيا پېدا شوې وي ان که ديوې چادونې پر مهال دماشومانو او يا عامو خلکو وژنه هم وي .
او بله خبره داده چې يو څوک چې دطالبانو په موقف کې وي او يوه کوچنۍ پېښه هم لويه بريا او لاسته راوړنه ګڼي او په دوديز ډول که په هغه کې عام وګړي او ماشومان هم قرباني کېږي خو دوى يې نه پټوي او دخپلې بريا په توګه يې يادونه کوي ايا دبغلان چاودنه به دوى ديوې بريا په توګه نه واى ياده کړه چې ددولت شپږ لوړپوړي چارواکي يې مړه او درې نور يې ټپيان کړل .
ايا په دوى به دعامو خلکو وژنې دومره اغېزه کړې وي چې له دې کار څخه سترګې پټې کړي او دماشومانو دوژنې له امله ددولتي چارواکيو له وژنې هم انکار وکړي ؟
خو زما په اند خبره داسې نه ده او کېداى شي لکه يو شمېر خلک چې باور لري خبره ددولت له منځه خرابه شوې وي .
که څه ځينې سرچينې دغه چاودنه دريموټ کنټرول ماين له امله بولي ، خو دبغلان امنيتي چارواکي ذغه چاودنه د ځانمرګي بريد له امله بولي او وايي چې د ځانمرګي بريد کوونکي سر او پښې ترلاسه شوي دي مګرله هغه څخه نور څه نه دي پاتې ، او دبريد پړه په طالبانو او القاعده ور اچوي .
د ولسي جرګې داقتصادي کميسيون پلاوى ، دهېواد د شمال ختيځ زون داقتصادي وضعې دڅېړلو په نيت ، په يوه درې ورځني سفر د سوداګرۍ او صنايعو دخونو په همکارۍ او دالمان دتخنيکي همکاريو دمؤسسې (GTZ) په مرسته بغلان ته تللى و .
دغه بريد د مرګ ژوبلې ، په ځانګړې توګه دولسي جرګې دغړيو دمرګ ژوبلې له پلوه دهېواد په کچه لومړنى بريد بلل کېږي .
خو ددومره لوى بريد پړه چې طالبانو پرغاړه وانه خيستله، ګلبدين حکمتيار پر غاړه وانه خيستله نو اوس څوک پاتې دي چې ددولت ضد دي او دا خلک يې وژلي وي .
لومړۍ تورنه ډله خو طالبانو يا داسلامي ډلې غړي دي خودوهمه ډله چې په دې وژنه کې يې لاس لرل له پامه نه شي غورځول کېداى هغه نړيواله مافيا ده خو دا احتمال ځکه ضعيف دى چې دولسي جرګې له خلکو سره دمافيا ډېر کار نشته او که يې وژني دلته يې هم وژلاى شي ځکه په کابل کې اوس هم تر دولت دمافياحضور او ځواک زيات دى .
په لسګونه شخصي امنتي کمپنۍ چې نوم يې دامينتي دى خو په اصل کې دمافيا يوه کړۍ ده په کابل کې په کار بوختې دي .
دريېمه ډله چې په دې کار کې ښکېله بلل کېداى شي هغه دنظار شورا ده چې دداسې وژنو شاليد هم لري او دلته به ورته لنډه کتنه وشي .

نظار شورا او دداسې وژنو شاليد يې

نظار شورا په هېواد کې دسختو جګړو او شخې شولانګې پرمهال رامنځته شوې ده هغه مهال چې ټولې نړۍ دافغانانو ديووالي نارې وهلې خو احمدشامسعود چې تر هرڅه ورته واک ته رسېدلې مهم او تر هر څه ورته خپلې ګټې ګرانې وې دغه ډله جوړه کړه .
په دې کې اره او دپام وړ څېره لکه چې يادونه يې وشوه خپله مسعود و چې همېشه يې دواک غوښتنې تنده په څپو کې وه او دنظار شورا يې هم ددې تندې دخړوبولو لپاره رامنځه کړه .
دنظار شورا دواک حدود نه و ان دوى کولاى شول دوخت دلسمشر په کارونه کې هم نيغ په نيغه لاسوهنه وکړي او د ټوپک دشپېلۍ په زور هر څه سمبال کړي .
ددې ډلې نيکمرغي دا وه چې ديوه داسې ولسمشر تر څنګ يې خپل شتون زبات کړ چې دهيولا په څېر يې يواځې نوم اخيستل کېده .
ولسمشر يواځې نوم پاتې وه او له دې ورها خوايې خپل کور ته دتګ او راتګ واک هم دنظار دشورا په لاس کې وه .
ولسمشر رباني دې ټکي په پام سره هڅه وکړه چې په سياسي ډول له دې شورا سره سيالۍ له سر سره لوبې کول دي ځکه يې نو ورسره د ټولينزو اړيکو دغځولو چارې ته لاس واچاوه چې په دې ترڅ کې يې خپله لور دمسعود ورور اوسني مرستيال ولسمشر ضيا مسعودته ورکړه او په دې توګه يې لوبه له سياسته څځه د ټولنيز توب په لورې راوګرځوله .
په دې مهال کې رباني نور هم اغېزمن شو او ټول واک عملا نظار شورا ته ور ولېږېده .

نظار شورا چې کله په رسمي ډول ځان واکمن وليد نو په يو شمېر کارونو يې لاس پورې کړ چې له دې ډلې څخه ديو شمېر خلکو وژنې او ترور هم شامل دي .
نظار شورا تل هڅه کړې ده چې ددوى له نبضه او غوښتنې خلاف خلک که په هره ډله يا ګوند پسې تړاو ولري له منځه يې يوسي چې لاندې څو يې مشهورې او مهمې سټې دي چې دوى له منځه وې دي .
دبدخشان ولايت دوه مشهورقوماندان مولوي خردمندچې دحزب اسلامي غړى اونجم الدين چې درباني په مشرۍ دجمعيت اسلامي ستر قوماندان وخو دنظارله شورا سره مخالف و ، دغه راز په بغلان ولايت کې دحزب اسلامي مشهور قوماندان مامورغيوراو په کندوز کې داتحاد اسلامي وتلى قوماندان غلام هم ددې ډلې له لوري ترور شوي دي ان دا هم ويل کېږي چې اسماعيل ذبيح چې دجهاد پر مهال دبلخ عمومي قوماندان و هم ددوى له لوري ترور شوى دى که څه هم ماته په دې اړه دقيق معلومات نشته .
دغه راز دکرزي دکابينې دوه وزيران ډاکټرعبدالرحمن او حاجي عبدالقدير هم ويل کېږي چې دنظار دشورا له لوري وژل شوي دي ځکه خو يې دولت دڅېړنو په کار کې هم پاتې راغلى دى او تر اوسه پورې ديوې کيسې په توګه ورڅخه يادونه کوي .
خواوس که دنظار شورا لکه څنګه چې اټکلونه کېږي دا کار کړى وي نو دوه خبرې دپاملرنې وړ دي يوه دا چې نظار شورا اوس پوره واکمنه او ځواکمنه ده او که وغواړي هر څه کولاى شي ان ددولت پر ضد هم خپل ځواک کارولى شي .
دويمه خبره داده چې په دې کار کې دنظار شورا موخه څه وه ددې خبرې دمعلومولو هڅه هم په کار ده .
خو ددوى دموخې په اړه يو دليل له پامه نه شي غورځول کېداى او هغه دا چې داوسنۍ متحدې ملي ټلوالي ډېر زور دشمال په پخوانۍ ټلوالي او نظار شورا باندې ولاړې دى اونظار شورا غواړي چې دغه ټلواله هم دشمالي هغې په څېر په خپله ګټه را وچورلوي، خو دکاظمي په شتون کې خبره اپوټه وه او ټول شيان دکاظمي دشتون په چورليځ را تاوېدل .
نظار شورا ته په هېڅ ډول هم دغه کار دمنلو وړ نه نو ځکه يې دکاظمي دوژنې پرېکړه وکړه او دا چې ولې يې بغلان ددې کار لپار وټاکو څو لاملونه لري .
په کندوز،تخار، بدخشان او مزار شريف کې ځکه دا کار نه طرحه کېده چې هلته واليان تر ډېره بريده يا دنظار شورا او ټلوالې خپل خلک دي او يا هم هومره وېره ورڅخه نه ليدل کېږي .
خو بغلان له څو اړخونو څخه ددې چارې لپاره يو وړ ولايت و، يو خو په دې ولايت کې دپښتنو دټکولو لپاره يوه نوي کمپاين ته اړتيا ليدل کېده او بل په دې ولايت کې دشمال ټلوالې دټوپکمارو مخه نيول کېدله او نوى والي هم له يوه اړخه پښتون او له بله اړخه يو اکاډميک سړى دى، چې له داسې خلکو سره له لويه سره دنظار دشورا او ټلوالې ورانه ده او په دې توګه دوى غواړي چې هم کاظمي له منځه يوړول شي او هم والي له دې ځايه څخه لري کړي ، په داسې ډول چې دوى په کې بدنام نه شي خو والي بې کفايته وښيي .
دلته ديوې خبرې روښانه کول بل هم اړين دي هغه دا چې دنظار شورا ولې له کاظمي څخه په وېره کې وه ددې خبرې څو لاملونه کېداى شي يو دا چې دوى ددې ټلوالې تر جوړېدلو وړاندې مسکو ته يو سفر درلود چې په دې سفر کې قانوني او کاظمي دواړه ملګري و .
په مسکو کې له روسانو سره دکتنو پر مهال هغوى کاظمي غوره کړه ځکه هغوى له قانوني څخه کومه ښه خاطره نه درلوده چې دې کار نظار شورا په ويره کې واچوله .
بله خبره دا چې کاظمي له ځانه سره دايران ملاتړ هم درلود هغه څه چې دقانوني دوزارت پر مهال له قانوني څخه د يو شمېر لاسوندونو له مخې دپيسو دغلا په معامله کې اخيستل شوى و .
دلته مهمه خبره دا وه چې دمتحده ټلوالې ملاتړ په ځانګړى ډول روسيه او ايران کوي او دغه دواړه هېوادونه دقانوني په پرتله له کاظمي سره جوړ او هغه ورته معقول ښکاريده او له ټلوالې سره مرستې هم دده له لارې څخه کېدلې چې دا کار په هېڅ ډول دنظار شورا نه شواى زغملاى چې پايله يې دبغلان پېښه شوه .

غبرګونونه او غندنې

په بغلان کې دتر سره شوي بريد په اړه په نړيواله توګه که سړى ووايي نو ټولې نړۍ خپل غبرګونونه وښودل او دا کار يې وغاند .
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) لخوا د لړم ١٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ددې بريد دخبر داورېدلو پر مهال خورا خپه شوى دى و .
دخبرپاڼې له مخې ښاغلي مون دغه بريد په کله غندلى او دقربانيانو له کورنيوته يې دخپلې خواشنۍ او همدردۍ پيغام راستولى دى .
د امريکا ولسمشر جورج بوش هم دغه بريد غندلى او خواشني يې ورباندې څرګنده کړېده .
له بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند سين ايم سي کارماک ويلي چې د بې ګناه خلکو د وژنې لپاره هېڅ سياسي دليل نه شي وړاندې کېداى .
دى وايي چې څوک د بې ګناه خلکو په وژلو کې لاس لري او د خلکو ازادۍ له منځه وړي هغوى جنايتکاران دي او بايد محکمې ته راکش کړاى شي .
دعربي متحده اماراتو دبهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله هم دغه بريد غندلى دى دغه راز دکاناډا دبهرنيو چارو وزير ميکسيم برنر هم په يوه وينا کې ددغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې ترهګر غواړي په افغانستان کې د بيارغونې او پرمختګ مخه ونيسي .
دهېواد په کچه هم ددې پېښې په وړاندې غبرګونه سخت و او تراوسه پورې يې ټول خلک په يوه خوله غندي او له دولت څخه غواړي چې دپېښې عاملين دې ونيسي او دقانون منګلو ته دې وسپاري .
که څه په هېواد کې داسې پېښې او مرموزې وژنې دود شوې او قاتلان هم تر اوسه پورې چا نه دي نيولي خو خلک بيا هم وايي چې د ډاکټر عبدالرحمان او حاجي عبدالقدير دقيضيو په ډول بايد دغه پېښه پاتې نه شي .
پخپله دکاظمي دګوند((اقتدارملي )) له لوري هم دلړم په ١٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه بريد غندل شوى او ويل شوي و چې دکاظمي وژل يو چټل شيطاني پلان و.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې موږ دا يوه شکمنه دسيسه بولو او دژورې څېړنې اړتيايې ليدل کېږي او غوښتنه يې کړې ده، چې دغه پېښه او لاملونه دې ديوه بې پرې نړيوال پلاوي له لوري وڅېړل شي او پکې ښکېل کسان دي وموندل شي .
ددغې اعلاميې له روحييې څخه هم داسې ښکاري چې پېښه ځانمرګى نه بلکې يو طرحه شوى پلان و خو دا چې پکې ښکېل به څوک وي ، همدا خلک يې کېداى شي تر موږ ښه پېژني خو دا چې دکومو مصلحتونو له مخې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه شي ويلاى دا بېله خبره ده .
خو دملي جبهې مشر رباني وايي چې که امنيتي ځواکونو لږ پام کړى واى کېداى شواى چې دپېښې مخه نيول شوې واى .
ده دا هم وويل چې په ټول هېواد کې امينتي ځواکونه بې غوري کوي او ددوى دبې غوري له امله هره ورځ يوه ولسوالۍ دطالبانو لاسته لوېږي .

دولت ته څه په کار دي ؟

دولت ته يوه لاره شته او هغه دا چې له خپله لوري ددې سپيناوى وکړي چې پېښه دچا له لوري او ولې رامنځته شوه .
اوس عام خلک دپخوا په پرتله پر دولت يو څه زيات بې باوره شوي دي او که ددې مرموزې پېښې په اړه څېړنې ونه شي کېداى شي دخلکو باور نور هم زيانمن شي او عملا دا ورته په ډاګه شي چې له يوې خوا دولت بې ځواکه دى او له بلې خوا يې دښکاره مخالفينو تر څنګ يو شمېر پټ مخالفين هم شته چې هم وسله لري او هم زور او غواړي چې دولت له پښو وغوځوي .
خو دولت ته په کار ده چې په ده اړه څېړنې وکړي او لکه دحاجي قدير او ډاکټر عبدالرحمن دوژنو په ډول يې هسې خوشې نه کړي .
دولت که غواړي چې ځان له يوه سخته بحران څخه خلاص کړي نو تر ټولو غوره لاره ورته داده چې ددې پېښې سمې پلټنې وکړي او لکه داقتدارملي ګوند او يا يو شمېر نورو خلکو چې ويلي دي يو نړيوال پلاوى دې ور ته وټاکل شي چې پېښه معلومه کړي او عاملينو ته يې سزا ورکړي .
که چېرته داسې ونه شي کېداى شي دې ته ورته نورې پېښې هم رامنځته شي او په هغه صورت کې به دولت داوسني حالت په پرتله ډېر خوار ځواکى او ددې کړيو له مخنيوي څځه په بشپړ ډول پاتې راغلى وي .