د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علم څه دى ؟

جلال آشنا 04.11.2007 13:09

لیکوال:جان کورن ول
ژباړن :جلال آشنا

علم”Science“ له يوې لاتيني كلمې ”Scientia“ ،چې دخبرتيااومعرفت ماناوركوي اخيستل شوې ده .دمفاهيمو،فرضيواونظرونواصولوپيژندلواوپوهيدلوته علم ويلاى شو،پردغويادوشوټكولږاومحدوبحث بسيانه كوي بلكې يوه اوږداومفصل فلسفي بحث ته اړتيالري.
پوهه اوديوڅه پيژندل په علم كې ” Science“ شامېليږي ،علم په اصطلاحي ماناكې هغه څه دى چې دطبعيت څخه بحث كوي اوپرمعينولارولاس ته راځي .
ځينې فيلسوفان په نړۍ كې دشتومخلوقاتوپه شتون اوپه هغوي باندې دانسان دپوهيدوترمنځ دتوپيرپرمسئله قائل دي ،”كانت“ المانى فيلسوف له دوكلموفنومن”Phenomena“(هغه څه چې دتجربې له لارې پرې پوهيدل شوني وي ) اونومن”noumen“ هغه څه چې دتجربې له لارې پرې پوهيدل شوني نه وي ) ګټه اخلي .
دغه رازكانت اوپلويان يې په دې باور دي ،چې ذهن يوازې ديوڅه ظاهري اړخ او”فنومن“باندې پوهيږي اود”نومن“ له پيژندلواوپوهيدلوناتوانه دى.البته دكانت له نظره دعقل په وسيله دنومن پيژندل ناشوني دي.
ګڼ شميركارپوهان دامني ،چې په علمي ډول دنړۍ پيژندل اوهرډول تحقيقات په نړۍ كې ممكن دي ،په هغه صورت كې چې تجربه ورسره نغښتې وي ،اونوموړي دا دعواى هم نه كوي ،چې ګواكې هرڅه دهغه په مطلقه ماناسره څرګنديږي ،بلكې پردې ټينګاركوي ،چې دتجربواومشاهدپربنسټ يې نوم او اوصاف غوره كوي اوټاكلى شي .
هغه چې اروپادناپوهۍ له درانده خوبه راووته نوعلم يې ديوې منظمې پوهې په ډول تعريف كړاوڅرګنده يې كړه چې هرهغه زده كړه اوپوهه چې په منظم ډول سرته رسيږي علم دى .
علم ډيره پراخه مانالري اوكله يې هم له ”فلسفې “سره يوشى بولي .په هغه وخت كې يې دطبعي”Natural“ او”Science“ اواخلاقي علم ”Moral Science“ ترمنځ پرتوپيرباوري وه ،اودايې انګيرله چې يوله بل سره ډيرتوپيرلري اوترمنځه يې كوم تړاوشتون ندى موجود،اخلاقي علم هغه څه دى كوم ،چې نن ورځ يې كارپوهان فلسفه بولي .خوعلم په ننني عصركې هغه څه ګڼي ،چې پرتجربواستواروي اوداډول علم طبعي علم دى ،بايدووايوچې طبعي علم پرسخت علم”hard science“ اوسبك علم ”Soft Science“ وېشل شوى دى ،فزيك ،ځمك پيژندنه ،شيمي اوداسې نورسخت علوم دي اودغه رازانسان پيژندنه ،تاريخ،ټولنپيژندنه سبك علوم ګڼل كيږي .
هغه ډله چې پرپورته يادې شوې ډلبندۍ سره سلادي استدلال كوي ،چې سبك علوم دتجربې له لارې نشي كيداى ،بلكې دشواهدواوتاريخي رواياتوپه مرسته ددې ډول علم لړۍ غښتلې كيداى شي ،ددغه ډول علم په هكله دډيرومعلوماتودراټولولولپاره قوي فكراواستدلال ته اړتياليدل كيږي .
د”علم“ كلمه په هغوځايوكې كارول كيږي ،چې له علمي لاروهغوځايوكې ګټه اخيستل كيږي ،لكه كمپيوټر...فرضيه (hypothesis) ،مډل (Model) ،نظريه(Theory) قانون(Low) په علم كې بېلابېلې ماناوې لري اوپه ورځنيوخبرو آتروكې ډيرې په خوله راځي .
يوعالم د”مډل“په مرسته كولاى شي ،چې ديوڅه وړاند وينه وكړي اودتجربې په مرسته يې په هرډول ځانګړنووپوهيږي .
”فرضيه“ په علم كې هغه څۀ دي ،چې هغه څه په ثبوت ورسوي كوم چې دتجربې له لارې په مكمل ډول ثبوت شي اونه په پوره ډول ردشي.
آيارياضي علم دى ؟
ځينې پوهان اورياضي دانان په دې باوردي ،چې درياضي مسائل ټول په ازمايښت اوتجروبواستواردي نوله دې كبله نوموړي انګيري چې رياضي علم نه دى اوزياتوي چې هغه څه كوم چې په تجروبواو ازمايښتونوولاړوي علم نه دى ،نوموړي استدلال كوي چې رياضيكي فرضيې اونظريې دازمايښت وړنه دي اودتجربې له لارې هم ناشونې برېښي ،كه څه هم رياضي علم دى يانه دى خودااړينه ده ،چې رياضي دعلم لپاره ضروري ده دهرډول علم لپاره دمشاهداتواوتجروبودسرته رسولولپاره رياضي ضروري ګڼل كيږي ،حساب،ديفرينسيال،انتيګيرال درياضي هغه ښاخونه دي چې په هغوعلوموكې ،چې په تجروبوولاړوي ترې په پراخه كچه ګټه اخيستل كيږي ،رياضيات دنړۍ پيژندلوښه وسيله ده .