د قلم قضيه
30.10.2007 22:33مايئک دتيرپه څيردقلعه جنګى بنديانو نه هم پوښتنې پيل کړې ــ دغه مهال ځينوبنديانو بغاوت وکړو هغوی دمايئک اودهغه ساتونکو نه وسلې واخيستى او مايئک يى سره د خپلوساتونکو قتل کړوـ ددی روسته دقلعه جنګى باغي بنديانودزندان په څوکيدارانوهم حمله وکړه اودقلعه په يوه برخه کې دوسلې ډپو هم ددوۍ په ولقه کې راغی ـ
زه او ماسره ټول دسپيشل فورس يونټ دمايئک په مړينه ډېرخواشيني اودزندانيانو په بغاوت ترهيدلي او فکرمند ووـ مونږ زرترزره يوځايى قومندان عبدالرشيد دوستم سره تماس ونيو نوموړی په دغه بغاوت وار دمخه ډېر قهريدلی ښکاريدو،نوځکه يى ددغه بغاوت دخاتمې لپاره سمدست زمونږنه هوايى مدد وغوښتو اودزمکنۍ جګړې لپاره يى خپلووفادارو ځواکونو ته دتيارسۍ امر وکړو ــ
دزندانيانو سره جګړه څومره چې تمه کيده هومره زر ختمه نه شوه او څوورځې يى دوام وکړو ـ اخرنيو ورځو کې باغيان د وسلې دکمښت سره مخ شو او دقلعه جنګى زيرزميني کوټو ته کوز شول ــ دقلعه په پاسينۍ برخه کې انسانى سرونه،پښې،لاسونه،سوزيدلي هډوکي اونور اندامونه خواره واره پراته ووـ دزيرزميني زندانيانو دزير کولولپاره جنګيالى قومندان ښاغلى دوستم يوه عجيبه ستراتيژى جوړه کړه ـ هغه لمړی دقلعه پاسنۍ برخه کې غمبرې غمبرې اورونه بل کړل ،دی سره ځينې زندانيان بهر راغلل اوتسليم شول خو سخت دريځه باغيانو داورسره هم سخته مبارزه وکړه او دکافى وخت لپاره دخپلو زيرزميني کوټو نه رابهر نه شول ـ اوس رشيد دوستم بله تګلاره خپله کړه اودزرزمنينى کوټو په لور يى سړې واورينې اوبه ورپريښودې ـ دی کار دزندانيانوحوصلې ماتې کړې او هغوی وسلو ايښودو ته مجبور شول ـ مونږ ددغو بنديانو يوه ډله قندهار اوبيا باګرام ته واستوله او دهغه ځايه مو ځينى خطرناک زندانيان ګوانتاناموته وليږدول ـ
داپيراګرافونه دګيرى برنسټن دکتاب جاء بريکر(jawbreaker)ژباړه ده ـ مصنف دامريکې استخباراتى ادارې سى ائى ای جکپوړی افسراو په کال ١٩٩٩م دافغانستان لپاره د سى ائى ای دخصوصى ټيم (جبراټور)مشر هم پاتى شوی دی ــ ګيري برنسټن په خپل کتاب کې د کال ١٩٩٩م کې ددغه ټيم پنجشير ته راتلل اوبيرته ناکامه ستنيدو باندی تفصيلى بحث کړی دی،نوموړى ديولسم ستمبر وروسته دخپل ټيم کاميابواپرشنونو په تذکره دغه يادشوی کتاب لا دلچسپ او دلوستو جوګه کړی دیـ دپنجشېرنه واخله دقندوزترمحاصرې اوبياکابل ته دننوتو نه ترجلال اباداو تورې بورې باندی درنې بمبارۍ دحال احوالو په ليکلو دغه کتاب تاريخى بڼه غوره کړی ده ـ
دا حقيقت دی چې ګيرى برنسټن سى ائى ای کې اعلى افسر پاتی شوی دی او ډيري خبرى به يې دريښتياو برعکس هم وي،خوددی سره جوخت په دی حقيقت هم سترګې نشي پټيدې چې نوموړى ليکوال په خپلو لاسونودترسره کړو ظلمونو داستان په خپلو لاسونو رقم کړی او دتاريخ منګلوته يى سپارلی دی ــ
يولسم ستمبرپېښې که يولور ته دنړۍ په تاريخ اوادب سربيره په هرڅه جوت بدلون راوستو ټوله دنيا اوپه ځانګړې توګه لوديځ کې ددغې پيښې له امله په ترسره شوو واقعاتو رنګارنګ کتابونه وليکل شول،ناولونه رقم شول،فلمونه جوړشول ،اوهر چا که هغه پوځى دی که سويلين،که ژورناليست دی که فوټوګرافر،که شاعر دی که ليکوال هريو يوه اندازه خپل احساسات او نظريات په يونه يو ډول وښودل ــ ماضې ته په کتومونږ دا وړاندوينه ښه په اسانه کولیشو چې همدااوس اوس افغانستان کې دنده ترسره کونکي بهرنيان به دخپلې پوځى مودې دسرته رسيدو وروسته خپلې خاطيرې دشننو،مقالويابيا لکه دګيرى برنسټن په څير په کتابى بڼه دتاريخ غيږې ته وسپاري ـ بل لورې ته ددغې جګړې ښکار مونږيو دغه ټول ظلم اوستم په مونږ کيږى،مونږ علمى يتمانان هم نه يويعنې اديبان،ليکوالان،ژورناليستان هم لرو ددی سره سره داسی اکمالات هم لرو چې خپل اواز نړيوالو سره شريک کړو،ددی نه علاوه داهر څه په خپلوسترګو وينو هم،خو مالومه نه ده چې ولې فقط دومره نشوکولې چې دګيرى برنسټن په څېر خپلې مشاهدې ته دلفظونوجامې واغوندوـ
څومره عجيبه اتفاف دی جرم زليخاکړی وى اوهغه په زړه زړه کې په دغه جرم پښېمانه هم وى،خوددی په مقابل کې مونږنه يوازې په دغه جرم خپلې شونډې کنډلي وي بلکه دغه ټوله ګناه ديوسف په اوږو بار وو او دشليدلی لمن سره يې زندان ته ليږل هم جايزګڼو ـ
لوديز کې يوازی يو ګيري برنسټن نه دی چې ددغو ظلمونو سترګوليدلی حال يى دجاء بريکر په چوکاټ کې راټول کړی دی،په درجنو نوداسی نورلوديزوال هم شته چې په دغه اړه يى خپله برخه پوره کړی ده ـ همدا اوس اوس د فويټري آف ګوانتانامو په نامه يو بل کتاب مارکيټ ته راغلی دی کوم چې دګوانتامودبنديانو له لوري تخليق شويو شعرونو باندی مشتمل دی ـ
زه کله کله فکر کوم چې دپوهنۍ روزنۍ دسايئنس اوټيکنالوژۍ په ډګر کې خو مونږ وار دمخه وسلې په زمکه کيښودلي دي او دامو منلی ده چې دپرمختګ اوترقۍ که هر کار وى لوديزوال به يى کوى او مونږ به تياره خورو،خوددی ترڅنګ مونږ دی ته ولى مجبورشو چې خپل قلم،کاغذ اوکيمره هم په زمکه کيږدو،اودهغوي د ولى پسی مياشت وګوروــ آيا زمونږ اهل قلم يوازې دومره هم نشى کولاى چې دخپلوسترګوليدلی حال دنيا ته په هغې توګه انځورکړي څنګه چې دوې ليدلی وىـ يقين وکړئ که مونږ خپل اوسنی ميتود جارى وساتونوددی مطلب به دا وى چې مونږ دقلم په شعبه کې هم خپله قضيه بايلودې ده او خپله دوسيه مو د حل لپاره دلوديز محکمو ته سپارلې ده ـ