د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بوډا او نجلې ژوند په المان کې

ن-م٠ک 26.10.2007 01:45

لنډه کيسه :

ټکنده غرمه وه ، ځان مې پر تخت واچوه او د ښاغلې جهاني د شعرو ټولګه مې راواخسته. يوه دوه پاڼې مې واړولې او د يوه غزل پر لوستلو مې پيل وکړ. غزل ډېر په زړه پورې و، که څه هم چې ډېر ځله مې لوستلی و، خو لاندينۍ بيت مې يې دوه ځلې ولوست.

لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کړلې
نصيب د مصر زولنې وې ما د لار څارله

دغه بيت لا په چورت کې ډوب کړئ وم چه د ګرځند لرغږون مې په زنګ وهلو پيل وکړ. کله مې چې غوږ ته ونيو د فېليپ غږ مې واورېد. دی د ختيځ المان نه و، او د (ر) توری يې داسې د زړه له خلاصه تلفظ کولو چې ماته به يې هر ځل ادولف هېتلر را په يادوه. داسې په بيړه بيړه يې خبرې وکړي چه په نيمو خبرو يې هېڅ پوه نه شوم. خو دومره پوه شوم چې دی د ښار په شمالي څنډه کې د اوګوستينوس پله ته څېرمه راته په تمه دی.

کله چې پله ته ور ورسېدم، د فېليپ سرکاري ګاډی چې د سړک تر څنک يې درولئ و، وليد. دی په خپله د يهودانو دې مړېستون د ننه تر يوې ونې لاندې ولاړ و. له ستړي مه شئ وروسته مې ترې پوښتل:
\"د لته خو به د څوک نه وي خښ شوي؟\"
ده يو ځلې مړيستون ته وکتل او بيا ماته.
\"زه يهود نه يم، نه مسلمان، او نه داسې المانی يم چه ان د يهودو د مړيستون څخه يې بد راځي.\"

بيايې وخندل، او مخامخ کورته، چې نيم د مړېستون د ننه او نيم د باندې جوړ شوئ و، ګوته ونيوه.
\"دا د هغو مېرمنو لپاره کور دی چې يا يې د مېړه څخه طلاق اخستئ وي او يا هم د يوې لنډې مودي لپاره ترې جلا شوې وي.\"

بيا لږ موسکی شو، ؛او نن مې ددې لپاره راغوښتي ياست، چې زما او د يوې افغاني مېرمنې څو خبرې وژباړې.
کله چه کور ته د ننه ورغلو، په دهليز کې يې داسې شور ماشور و، چې سړی په خبره نه پوهېده. ترکي،اردو، او همدارنګه د عربي ژبې غږ اورېدل کېده. د ماشومانو په ژبه خو هسې هم نه پوهېدم.

فيليپ د يوې کوټې ور ور وټکاوه. ور خلاص شو او يوه نجلۍ راښکاره شوه، خو داسۍ هک حيرانه او ډاره شوې چې په ليدويې ښپېمان شوم. فيليپ راته وويل چې همدا مېرمن سېمين ده. ما لا سترګې يوې او بلې خواته اړولې خو داسې ښځينه مې ونه ليده، چه سړی ووايې، چه هان يې 25 کاله او سړی د ورته دې مېرمنې خطاب وکړي. زه په خپله ميانه ونه لرم، خو دا مې تر اوږې هم نه رارسېده. تر تورو غټو غټو سترګو يې داسې تورې کړۍ تاو وې، لکه چې په قلم يې جوړې کړې وي. او په داسې وارخطايي سره ېې کله ماته، کله فيليپ او کله هم دا بل سړي ته چه ددې خونې ته يوه ګړۍ وړاندې راغلی و،او ددې ټوله کوټه يې تلاشي کړې وه، کتل. کله مې چه مېرمن سېمين ته ځان ور وپېژانده، په غمجنه څېره يې لمړی موسکا او خوښي څرګنده شوه او بيا يې په وچ مخ چه هډوکي يې له ورايه ښکارېدل، اوښکې راغلې. زه پوه شوم چې څه خبر ده.
سړې ته مې مخ ورواړوه. دده وړې وړې شنې سترګې داسې راباندې لګېدې لکه چه خوري مې. وېښتان يې داسې ببر کړي وه لکه چرګه چې په ښوره کې د خره په څېر ورغړي، خو په دې توپير چې ددې سړې وېښتان سپيره نه، بلکې داسې غوړبجن وو لکه د المان ټول کريم يې چې پرې شنلي وي.

\"تاسې څوک او د څه لپاره راغلي ياست\"، پوښتنه مې ترې وکړه.
؛زما نوم کېسلر دی او د بهرنيانو د حال او احوال د ثبتولو د دوتر کارمن يم او زه خپل مأموريت تر سره کوم.؛ په پوره څالاکۍ يې ځواب راکړ. کله مې چه د ده دې مأموريت په باره کې وپوښت، ژبه يې بنده بنده کېده.کله يې تلاشي کوله او کله دسېمين پوښتنې ته راغلئ و. کله يې پاسپورت او کله يې ويزه يادوله.
فيليپ د وره په خوله کې ولاړ او يو لاس يې په تومانچه ايښئ و. خو داسې ارام ولاړ و چه ما ويل د لرګي نه جوړ شوئ.
کله چې زما ګړدود له کيسلر سره څه ناڅه تريخ شو، نو فيليپ راوړاندې شو او د کيسلر نه يې د سېمين کور ته د ننوتلو امر يا اجازه ليک وغوښت. د کېسلر رنګ ژېړ شو. فيليپ د کېسلر پيژندکارت واخست او يو څو پوښتنې يې ترې وکړې. همدارنکه يې کېسلر ته وويل چې دوه ورځې وروسته به د پوليسو حوزې ته راځي.

کله چه کېسلر د باندې ووت، نو فيليپ د خپل لاسي بکس نه يو څو ورقې راواخستې او ماته يې ونيولې تر څو يې مېرمن سېمين ته وژباړم. داورقې د هغه اوريزې پيتې څخه ليکل شوې وې چې مېرمن سېمين وروسته له هغه چې د خپل مېړه نه جلا شوې وه، پوليسو ته خپل دژوند داستان نکل کړئ و. او داستان په دې ډول و:
يو نيم کال مې له خپل خاوند سره تېر کړ. دغه ټوله موده په کور کې يوازې وم. کله به چې زما خاوند، صادق، خپل دوکان ته تللو، نو د کور ور به يې کلپ کړ او زه به يې د ننه بندي کړم. لروينون مو نه درلود. صادق به تل ويل چې لروينون د دينداره کورنۍ لپاره ښه نه وي. په کړکيو مو پردې راځوړندې وې. زه به د پردې شاته کله ناکله ولاړه او د باندې مې کتل، خو کړکۍ مې نه شوای خلاصولی، ځکه چې صادق به هره ورځ راته ويل:
\" که مې وليدې چې کړکۍ د خلاصه کړې وه او د باندې د کتل، نو وژنم دې.\"

زموږ کورته مخامخ د ماشومانو لپاره يو لوبغالی و. له غرمې وروسته به ښځو او نارينه وو له خپلو اولادونو سره لوبې کولې. کله کله به هلکان او نجونې هم راتلې او خپل وخت به يې تېراوه. يوه ورځ يو ځوان هلک او يوه نجلۍ غيږ پر غيږ سره ناست او خولګۍ يې سره ورکړې وه. زما پرې پام شو او د پردې له شا نه مې ورته کتل چې صادق د کور ور خلاص کړ. دا د صادق عادت و: بې لدې چې ماته ووايي، وخت او ناوخت به کورته راتللو او زه به يي څارلم . کله چې کورته راننوت، او زه يې وليدم، نو ما ډېره هاندوهڅه وکړه چې د کړکۍ نه لږ لرې شم، خو پښې مې درنې شوي او داسې سستي يې کوله لکه زما چې نه وي. په ټول ځان رېږدېدم. صادق راته يوه اوږده شيبه په تريو تندي او ګنخو سترګو کتل او په قهر يې راته وويل:
\"ورشه چاړه راوړه، ډېر ژوند د وکړ اوس د داړې واړې کوم.\"
زما غاښ په يوه او بل لګېدل او داسې غږ يې کاوه لکه ګلۍ چې پر شيشه ورېږي. يوه سپکه څپړ يې ووهلم. او وروسته يې په دې تورنه کړم چې ګواکي ما کورته څوک د ننه را پرېښي او د هغه سره مې مزي چړچې کړې، سر بېره پر دې چې زما سره د دروازې کلي هم نه وه. خو داسې تورونه به يې هره ورځ راباندې لګول.

کله به چې د ماښامه کورته راغئ او ډوډی به يې وخوړله، نو خپل کالي به يې وايستل، زه به يې هم لوڅه کړم، دا په داسې حال کې چې څراغونه به ټول لګېدل. زه به ډېره شرمېدم. درېغه چې زر (1000) لاسونه مې درلودای چې د بدن هره برخه مې پرې پټه کړې وای. درېغه مړه وای. دا ټول يوې خواته پرېږده، زما سره يې داسې لوبې کولې چه ما په خپل ژوند کې ترې اورېدلي هم نه و. کله به چه مانه غوښتل نو داسې وهل ډبول به يې راکړل چې له ځايه به نه شوی ښورېدای.

وروسته له څو مياشتو نه يې يو رقم دوا، د ده په وينا شربت راوړل. دغه شربت ژېړبخنی رنګ درلود او پر سر به يې د متيازه په څېر ځګ ولاړ و. زه مجبوره وم چه دغه شربت دوه يا درې ګيلاسه وڅښم. وروسته له يو څو ورځو يې بل ډول شربت راوړل. کله سپين، کله سور بخونی، او کله يې هم پوخ سور رنګ درلود. ډېر ترخه وو. ورسته له يوه يا دوه ګيلاسو نو به يې داسې بې حاله کړم چه پوښتنه مه کوه. داسې په کړس کړس به مې خندل چه صادق داسې ځوان شو لکه شل کلن چې وي، خو له بده مرغه چه دی شپېته کلن و او زه اوه لس (17) کلنه وم.

په لمړيو ورخو کې نه پوهيدم چې دا شراب دي، خو کله مې چې د صادق خبرې واورېدې چې خپل ملکرې ته يې ويل چه مېرمنې ته يې شراب ورکړي تر څو د بياڼې په څېر مسته شي، نو ماهم لوړه وکړه چې بيا خو به داسې شی راباندې ونه څښې. کله به چې ما شراب نه څښل، نو صادق بيا خپل وهل ډبول پيل کړل.

دا هم د سېمين د يوه کلن ژوند داستان و، چې څارندويو ته يې نکل کړئ و، او اوس ماورته وژباړه چې لاسليک پرې وکړي. وروسته له لاسليک نه د پوليسو کارمن فيليپ ماته مخ راواړوه تر څو د سېمين نه وپوښتم، چې ولې يې له صادق سره واده کړئ دئ. ما چې هر څومره ده ته وويل چې زه پوهيږم چې ولې يې واده ورسره کړئ، خو فيليپ غوښتل چې ددې له خپلې خولې واورې.
کله مې چې له سېمين څخه پوښتنه وکړه، په ژړا شوه، داسې سلګۍ يې وکړې چې هېڅ په خبر يې نه پوهيدم. سر يې پر ګونډوايښئ و، او په ژړغوني غږ يې پيل وکړ:
\" زما پلار اووه اولادونه لري، دی په خپله بيکاره دی. صادق ورته ډېرې روپۍ ورکړې او ژمنه يې ورسره وکړه چې له ما سره به په ژوند کې سمه مامله کوي، او له دوی سره به تل مرسته کوي. خو صادق نه له ماسره انساني لاره چاره کوي او نه مې له پلار سره. هره ورځ راته وايې چې زما سره يې يوازې د چړچو لپاره واده کړئ دئ.\"

فيليپ چې کله له سېمين څخه د کېسلر په باره کې پوښتنه وکړه، نولمړی له شرمه تکه سره او بيا په ژړا شوه:
\" هره ورځ راځي او کله رانه پاسپورت اخلي او کله يې بېرته راکړي. کله راته واېي چې بيرته دې خاوند ته ورشه، کله هم راته وايي چې دده مېلمنه شم که نه نو افغانستان ته مې شړي. خو زه يوازې پر مرګ خوښه يم او غواړم چې مړېستو ته لاړه شم او بس! زه وکړم دا به زما د ژوند يون وي\".