د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کیسه، لنډه کیسه او ناول!

پوهنیار ظفرخان «اهتمام» 23.10.2007 04:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
۱- کیسه: په ډیکشنري کې ستوری ته وایی چی د هستوری (تاریخ) د کلیمی یو لنډیزدی چی د روایت بیانولو یا د رامنځ ته شوې پیښې ما ناور کوي، کیسه یاداستان د هغو کارنامو او پیښو بیان دی چی پکی د ژوند په هراړخ څه ناڅه ذکر موجود وي د کیسو ډولونه د هغو د اندازو په نسبت ډیر دي ، لکه: حماسي، قصیدې، بوللې ، تاریخي ،د لیکوالو ژوندُ، نکلونه، خطونه، یادد اشتونه، اُسطورې، خوبونه، خیال پلونه، فکاهي، مذهبي حکایات ، درواجونو، پولیسي، جدي او کره کیسې ، چی هره یوه خپلې ځانګړتیاوې او ډولونه لري.
۲- لنډه کیسه:
لنډه کیسه یو داسی فن دی چی ځان ته ښکلا یز اصول اوفنی غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او دمواد و فنکارانه اوډل، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره دیوی انتباهي او هیجاني پایلې وي کیسه باید له پیل څخه منطقي وي باید پلاټ او بیان یې منطقي ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي.
د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطری درک او ایډ یاوو څخه جوړیږي،یو کړه (Action (په یوځای اویوه ورځ ښیي یوه لنډه کیسه د واحد مرکزي کرکتر (پرسوناژ) موضوع، دواحدې پیښې، واحد احساس، او هیجاناتو د کړۍ سره چی دواحدې وضعې د غوښتنې او واحدې آغیزې سره سم منځ ته راځي یوڅه فانتیزي (خیال) باید هم ولري ،په لنډه کیسه کې حتمي نده، چی هیرو ولري، لنډه کیسه کیدای شي فانتیزي (تخیلي) اویاریالستیکه (حقیقي) ؤ اوسي ځانګړې اړتیا د لنډې کیسې له پاره داده چی کیسه باید د یوې انتباه او درک لپاره منځ ته راشي ، تخیل باید دومره لوی کړي چی یو دردونکی، پیچلی او یا خوښونکی لذت وبخښي لکه چی ویل کیږي، لنډه کیسه کلک زړونه تراشوي، په نرمو اوزړه سواندو زړونویې بدلوي د ادې نوموړو تاثراتو په پاییله کی کیږي،په لنډه کیسه کې دژوند دیوې برخې ،د یوه حالت اودیوې پیښې شننه پرته ده، د لنډې کیسې کرکترونه د بصیرت او ادراک زیږنده دي، خبرې ډیرې دي خو د ښوکیسو پیژندلوله پاره د ښوکیسو لیکوالو:، زرین انځور، بریالي باجوړي،ډاکټر محمداکرم عثمان، احسانالله آرینزی، اکبرګرکر،عبدالواحد نظري، رهنورد زریاب علم ګل سحر،پروین فیض زاده ملال ،صفیه حلیم، عارفه عمرلور، صفیه صدیقي،نجیبه لیمه، اسدالله غضنفر ، ایمل پسرلی، اجمل پسرلی، سعدالدین شپون، عبیدالله محک ، لوتولستوی،پریم چند،چخوف(چې ترجمه اثار لري) او نورو د کیسو په لوستلو په معیاري کیسو لاس بری حاصلیږي. ۳- ناول: ناول لاتیني کلیمه ده د عجیبه څیزپه مانا او په ادبی اصطلاح کی دهغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي چی په اظهاریې د نورو انسانانو همدردي پیداشي،په ناول کی د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پیدایښت څخه تر پایښت پورې چی کوم واقیعات پیښيږي د ټولو تصویرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنیا د حقیقي دنیا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپیښو د رښتیـنوالي پربنا ولاړه وي.
د داستان په څیر پلاټ په تخیلي دنیا کی نه وی، ناول، په زړه پورې کشش او مرکزي خیال لري، په ناول کی اسکلیت ، سکالو دایدیا لوژی په نسبت سرترپایه هډو کی کلکوي او دناول داید یالوژي دقیقه نه ده،د کیسو، لنډو کیسو او ناول له پاره لیکوونکی پیښې خپله ویني او یایې د نورو څخه کیسې اوریدلي وي ،کله کله داسې هم کیږي چی یوه کیسه دوه لیکوال او یا سره ورته کیسه څولیکواا لیکي دادهغه اوریدونکي کیسه وي چی څو کسانو اوریدلې وي او یا خوله په خوله دتیرې زمانو څخه را پاتې وي،دکیسو له پاره تر ټولو غوره لومړی دموضوع ټاکل دي، د کیسې موضوع باید ستاسی د زده کړې، چاپیریال، خوښې او لید لوري سره نږدې او موافقه وي، ترڅو په شوق ، ذوق او دخپلې طبعې سره برابر په ښه موضوع خپل تخلیق وړاندې کړای شۍء، دموضوع ټاکنه او خپله لیکنه وروسته له لیکلو خپلو استادانو او یا دهمدی عرصی مخکښانو ته وښیۍء ،دهغوی رایه او مشوره ګټوره ده او داوسني عصر سره برابر په نویو او رښتینو موضوعاتو باید کیسې ولیکل شي داهم ښه اونوې ښیګڼه ده.
...........................................................................................................................
له دغواخذونوڅخه په ګټې اخیستنې سره:
دلنډې کیسې تیوري شریفه «شریف» د 1367کال چاپ
قصه داستان کوتاه رمان جما ل میر« صادقی » د 1365کا ل فارسي چاپ
دمقالی لیکلو اصول عبدالمالک «همت» د 1385 ل ل کال چاپ .
یاددونه : د ا لیکنه د اردو مجلې د۱۳۸۶ کال دجوزا په پرله پسې (۸۹۹ )ګڼې کې د خورا
چاپي تېروتنوسره خپره شوې ء. وه، هیله ده دغه ټیک متن یې ولولۍ