د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"آريايي" ، "خاوران" انټرنېټپاڼو او د دوى نورو خوراساني (خراساني) ملګرو ته

محمد طاهر كاڼى 16.10.2007 04:00
    څو ورځې مخکې "اريايي" سايټ د همايون بها په نامه يوه ليكوونكي  د "محمد ګل مومند، باباى فاشيزم وستم ملي در افغانستان" تر سرليك لاندې يوه ليكنه خپره كړې وه چې د منځپانګې ، ژورناليستكي ، پوهنيزو ارونو او نورو ځانګړنو له پلوه سړى يوازې او يوازې د " توهيننمامې" او "دشنامنامې" نوم وركولى شي. ليكونكى يوازې د څو عقده يي ليكوالو، لكه غلام محمدغبار ، نجم الدين انصاري له اثارو او له "يغماى دوم منګلي" نه د څو غونډلو په اخيستنو سره خپلې بېځايه او بې مانا فانتازۍ ته ښه پرداز او پراختيا وركړې ده. دده له ليكنې نه په ډاګه جوتيږي چې د سقاوي-ستمي-كارملي-مسعودي افغان دښمنه ښوونځى يې د څو ګوته په شمار او ملي ضدكتابونو په لوست سره پاس كړى دى. ده پخپله ليكنه كې د خپل ناروغ سول د سيندګي ټول وييونه كارولي او د خپل ډك زړه زهرجن بړاس يې ټول ايستلى دى؛ هڅه يې كړې چې په ډېرې سپين سترګۍ سره رښتوني تاريخي فاكټونه او پېښې سرچپه انځور كړي ، د افغانستان د ملي خاينانو ، تر ټولو تورو څېرو او هېواد پلورو ، طاهر بدخشي ، كارمل ، مسعود ، كلكاني ټول خيانتونه ، جنايتونه ، او د سقاوي داړه مارانو ټول وحشت پر محمد ګل خان مومند ، پكتيا او مشرقي پښتنو وتپي.
    دى دا تورونه لګوي چې "محمد ګل خان مومند او دده پښتنو د هېواد په شمالي سيمو تېرى كړى ، د شمالي سيمو ډېر فارسي نومونه يې په پښتو اړولي ، له دې لارې يې پښتو ژبه پياوړې كړې او فارسي ، اوزبكي او نورستاني ژبې يې كمزورې كړې دي. د غازي امان الله خان د رژيم په رانسكورولو كې محمد ګل خان مومند د نادر غدار ملګرى و. په شمالي سيمو كې يې د خلكو شتمنۍ لوټ كړې ، د پښتونولۍ او انساني ارزښتونو پر خلاف يې د خلكو تورسرې او ښځمنې وتښتولې ، كه به كومه تورسرې نه تسليمېده نو به يې د ستنو په واسطه د هغې تيونه ورژوبلول چې تسليم شي. د كابل ښار ، ښارمېنې يې ټولې د پردي هېواد پښتنو شاعرانو په نومونو ونومولې. د انصاري له كتابه رانقلوي چې ګواكې محمد ګل خان مومند ويلي و چې ما بايدد سقاويانو له راپزېدو نه وروسته سمدستي د هېواد سويلي پښتنو ته امر كړى واى چې پر كابل يرغل وكړي ، ښار ته اور واچوي او اوسېدونكي يې لوټ كړي ، خو ما دا كار ونكړ ، اوس ډېر پښېمانه يم ، ځان پړ بولم او پخپله ږيره ناړې تو كوم..." 
    هېښنده لا دا چې دى پر محمد ګل خان مومند دا تور هم لګوي چې هغه  په افغانستان كې د انګرېزانو استازى و: " محمد ګل خان مومند مناسب ترين شخصي بود براى پېشبرد اهداف و براورده ساختن مقاصد شوم استعمار انگليس در كشور ما." او يا د غبار له قوله ليكي : " در حاليكه شاه هر روز از ۱۰ الى ۵۰ نفر مردم شمالي را به عنوان اشرار بدون محكمه ګلوله باران مېكرد ، مردم ديدند كه نادر غدار و محمد ګل خان مومند به انتقام مرګ كيوناري خون مردم شمالي را تا اخرين نفر به خاك ميريزد..."
    له هر څه ړومبى خو دده پر نورو ټولو رواني ستونزو ، كينې او عقدې سربېره دى د نالوستۍ ( بېسوادۍ ) ستونزه هم لري ، ځكه چې په پښتو ژبه كې دا وييونه لكه "اسپين كوت" ، "دكبرجين" ، "استول ګى" ، "جرګى" ،" منګولى" ، "سلورتيګى" ، "غندان" ، "منده تى" او نور چې ده ليكلي داسې نه ليكل كيږي. نو ده ته اړينه داده چې له هر څه لومړى ځان لوستى كړي.
    د هېواد شمالي سيمو ته د پښتنو لېږد په هېڅ ډول د تېري په مانا تعبيرېداى نشي. شمالي ولايتونه كوم بل هېواد نه دى ، بلكې د يوون افغانستان نه بېلدونكې سيمې دي، او هلته د پښتنو په لېږد سره نه د چا رښتې تر پښو لاندې شوې او نه هم پرې څوك تنګ شوي. په دې كار سره د مهال حكومت نه څوك وژلي او نه يې هم كوم څوك بل لور ته شړلي. دا خو ستا د سقاوي-ستمي بادارانو د څلور كلنې واكمنۍ پر مهال و چې د شمالي ولايتو پر پښتنو يې ظلمونه وكړل ، لوټ يې كړل ، ويي وژل ، زمكې يې ترې پخپله ولكه كې راوستې او له خپلو كورونو نه يې وشړل چې اوس هم پايينه لري. په كابل او د هېواد نورو سيمو كې چې كوم وحشتونه پر پښتنو تېر شوي هغه خو لا څه كوې ، چې مسعود ته پرې درغلي اتلولي هم وركړ شوه.
    پښتانه له لرغونو زمانو نه د پامير او اوكس سيند ، چې اوس يې د امو سيند په نامه يادوي، ناوو او درو كې ژوند كاوه. دا دليل لرغوني ډبرليكونه او لاسوندونه په زباد رسوي. ( د پوهاند عبدالحى حبيبي "د افغانستان لنډ تاريخ" او نور اثار ولوله چې سر دې پرې خلاص شي).
    محمد ګل خان مومند كه په شمالي ولايتو كې د سيمو فارسي نومونه په پښتو اړولي هم وي نو په دې دليل چې هلته پښتانه اوسېدل او دا د دوى پنځيزه ( طبيعي ) رښته وه او ده. د افغانستان په پښتني سيمو او ولايتونو كې په لسهاوو او سلهاوو داسې كلي ، ولسوالۍ او ان ولايتونه شته چې نومونه يې فارسي دي او ځنې ځنې خو يې لا مغولي-توركي ريښې هم لري. دې لاندې نومونو ته ځير شه :
په كونړ ولايت كې : دره نور ، دره پيچ....
په لغمان ولايت كې : چهارباغ....
په ننګرهار ولايت كې : شهرشاهي ، سرخرود ، ګندمك ، ګوشته ، بالاباغ ، چهارتوت او نور.
په كابل ولايت كې : خاك جبار ، خيراباد، ده سبز ، شكردره ، ګلدره، كاريز مير او نور.
په لوګر ولايت كې : پل علم ، نوشهر ، چرخ...
په پكتيا ولايت كې: شهر نو..
په پكتيكا ولايت كې : سه ګانه، خوشامند...
په وردګو ولايت كې : شش ګاو ، هفت اسياب، ګردن مسجد..
په غزني ولايت كې : قره باغ ، آب ايستاده ، مقر ، جغتو ، نو قلعه ، سرمه...
په زابل ولايت كې : شهرصفا، داى چوپان ، سراسپ، روغاني...
په كندهار ولايت كې : پنجوايي، خاكرېز ، زمبورك، خانه ګرداو، زيارت شاه مقصود...
په هلمند ولايت كې : لشكرګاه ، كجكي، خان نشين، زيارت شاه اسماعيل، جوى سركار، چهارباغ، روشن اباد، نوزاد، يخچال...
په نيمروز ولايت كې : نيمروز، دشت مارګو، لاش جوين، چهار برجك...
په فراه ولايت كې : خاك سفيد، سه ګوشه، بالابلوك، كاريزك، قلعه كاه، ګلستان...
په ارزګان ولايت كې : اهنګران، دولت بېګ، چهارصد خانه، سرخ مرغاب...
په غور ولايت كې : حوض سياه، شهرك، سرخك، پسابند، خواجه معروف، لعل وسر جنګل...( نقشه افغانستان. چاپ تهران)
    دا د پښتني سيمو د هغو نومونو چې په فارسي اړول شوي، يوه كوچنۍ برخه ده چې ما دلته راوړه. له اره خو خيانت دې ته وايي چې د تېرو رژيمونو بيوروكراتو او خاينو مامورينو ددغو سيمو د وګړو په رښته كې كړى ، چې د كليو، ولسواليو او ان ولايتو پښتو نومونه يې په فارسي اړولي او بيا يې د ملكي اداري وېش په شمارنو او نقشو كې پخپله خوښه ثبت كړي دي.
    شمالي ولايتونو ته د پښتنو د لېږد په باره كې زما مالومات له تانه كره دى، ځكه چې تا به يې هسې نوم اورېدلى وي ، خو زه پخپله د كندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ كې زېږېدلى او هماغلته لوى شوى يم. مخكې له دې چې د هغه مهال حكومت د بېلابېلو سيمو پښتانه شمالي ولايتو له هغه شمېر نه كندوز ولايت ته واستوي، له هر څه مخكې يې د سيمو وګړو ته چې ناپښتانه وو، وړانديز كړى و چې شاړې زمكې او دښتې ابادې كړي. خو څوك دې كارته حاضر شوي نه وو، ځكه چې له يوې خوا په دغو دښتو كې پرته له لويو لويو ماشو ، حشراتو ، خزندو او په ځينو ځايو كې له ډوبنيو ( بوښتو ) نه پرته چې لوخې به پكې راشنې كېدې ، نور څه نه وو. ان تر دې چې زموږ په افغانانو كې تردې اوسه پورې دا متل پاتې دى چې وايي: " كه مرګ غواړې كندوز ته ولاړ شه".
    له بلې خوا ددغو سيمو ګڼ شمېر ناپښتانه وګړي چې اوزبك ، توركمن او نور وو پخپلو دوديزو چارو ، يانې غالۍ اوبدلو او څارويو روزنې باندې بوخت وو چې د پسونو لويې لويې رمې ، د اوښانو پادې او د نورو څارويو ګلې يې درلودې او همدا نن هم ددغو سيمو غالۍ او قره قل پوستكي په ټوله نړۍ كې نامتو دي. دا هم بايد وويل شي چې ډېرو پښتنو ته ، لكه تا غوندې كسان چې اوس تور پرې لګوي، بېخي للمي زمكې هم نه وې وركړشوې. هغوى د نورو زمكه والو بزګري كوله ، د يوې ګولې ډوډوۍ د پيدا كولو لپاره يې د مزدورۍ ، خټګرۍ ، لوګرۍ او شپنۍ ( چوپانۍ ) چارې پرمخ بېولې.  
    كله چې د سيمې وګړي د شاړو دښتو ابادولو ته حاضر نه شول ، نو له دې نه وروسته حكومت دې ته اړوت چې له پښتني سيمو نه پښتانه وګړي ورولېږي. دغه سيمې چې وچې دښتې او بيابانونه وو هېڅوك پكې نه اوسېدل. پښتنو ته چې دغه دښتې د مناسبې بيې په بدل كې وېشل كېدې نو د هېچا په مال او شتو باندې ، لكه بها چې تور لګوي چې د سيمې له وګړو نه كورونه او زمكې په زور اخيستل شوې دي، چا تېرى نه دى كړى. زما خداى بښلى پلار يو له هماغو پښتنو نه و چې له پكتيكا ولايت نه كندوز ته تلى و. د هماغو دښتو ځينې سيمې د حكومت په مرسته د امو ، كوكچې او كندوز سيندونو په مرسته ابادې او سمسورې شوې. د دشت ارچي ، امام صاحب ، چهاردرې ولسولۍ له دې سره سره چې ډېره كي وګړي يې پښتانه دي اوس هم په همدې فارسي نومونو ياديږي او چا په پښتو نه دي اړولي. په تخار ولايت كې هم داسې سيمې شته چې پښتانه پكې ژوندكوي خو نومونه يې چا په پښتو نه دي اړولي؛ يوه بېلګه يې هم د دشت قلعه ولسوالۍ ده. نو ددې دليل له مخې ستا دا تور او ښكرور درواغ هم بې بنسټه دي.
    ستا وجدان دومره كمزورى دى چې ددې پر ځاى چې په افغانستان كې د فاشېزم، نژادي توپير او ملي ستم لومړنۍ او اصلي څېره ياده كړې ، چې هغه طاهر بدخشى دى ، د هغه پرځاى محمد ګل خان مومند يادوې.
    دا چې ته وايي چې د كابل ښار ډېرې ښارمېنې په پښتو واړول شوې ، او دا كار هم تا د خيانت، فاشيزم او جنايت په نامه ياد كړى دى، رحمان بابا او خوشال خان خټك پردي شاعران او ناافغان ګڼې، او ددوى په نامه بايدد كابل ښارمېنې نه واى نومول شوې، او يا هم د ميوند واټ، وزير اكبرخان مېنه نومونه بايد د ښارمېنو لپاره نه واى كارول شوي، دا هم ستا د افغان او پښتني ضداو پوچ تعصب نه پرته د بل څه څرګندويي نه كوي. د كابل ښار د ښارمېنو فارسي نومونه له پښتو هغو نه هم زيات دي. ده دانا ، چهلستون، كارته سه ، كارته چهار، قلعه شاده، قلعه واحد، دهمزنګ ، نواباد، ده افغانان ، پل ارتن، شاه شهيد، سياه سنګ، كارته نو، قلعه زمانخان ، شهرنو، كارته پروان، باغ بالا، كارته مامورين او د كابل په لسهاوو نورې داسې ښارمېنې او ځايونه شته چې نومونه يې فارسي وو او اوس هم په هماغو فارسي نومونو ياديږي. سربېره پر دې له ابن سينا لېسې نه نيولې نور ګڼ شمېر داسې لېسې او ښوونځي شته چې د دري ژبې اوڅارو اشخاصو په نامه نومول شوي او تر ننه په هماغو نومونو پاتې دي.
    ته دومره د تعصب په ناروغۍ اخته يې ، دې ته هم نه غواړې پام وكړې ، چې په كابل كې ، چې د هېواد پلازمېنه ده، پښتو او پښتنو ته يوازې او يوازې نومونه او لوحې ورپاتې دي او نور هر څه د دري ژبې په خدمت كې دي. له دوو لېسو رحمان بابا او خوشال خان نه پرته ( چې هغه به هم بې احساسه واكمنانو او تا غوندي پرديپالو اوغانستانيانو په ټولو پښتنو ، په تېره بيا محمد ګل خان مومند باندې څومره احسان بار كړى وي چې دغه دى ، بيا ونه وايې ، دوې لېسې خو مو درته پښتو كړې ) نور خو د ښوونځيو، لېسو او پوهنتون يوازې نومونه پښتو او يا د پښتنو لويو اوڅارو اشخاصو په نامه وو چې هغه نه يوازې د پښتنو ، بلكې د ټول افغانستان تاريخي او ملي وياړونه بلل كيږي؛ په دغو ښوونيزو موسسو كې زده كړې له پخوا نه په دري ژبه وې او دا حالت اوس هم پايينه لري. په دې بنسټ سره خاينان ، فاشيستان او جنايتكاران محمد ګل خان مومند او دده په څېر ملي او هېوادپال شخصيتونه نه ، بلكې هغه څوك دي چې د پيړيو پېړيو په اوږدو كې يې تر ننه د هېواد د ډېره كيو وګړو پنځيزې ( پنځي ) او مدني رښتې تر پښو لاندې كړې او يا يې هم د هغوى د اعادې په لاره كې خڼدونه اچولي دي.
    ستا د بل تور په تړاو دا ويل غواړم چې د غازي امان الله خان د رژيم په رانسكورولو كې محمد ګل خان مومند لاس نه درلود. دا روښانه حقيقت هم نه يوازې افغان ولس ته ، بلكې ټول نړيوال تاريخ ته د لمر په شان څرګنددى چې نوموړى رژيم د هغو لوچكو، اوباشو ، غلو ، لوټمارو په سيده لاس ړنګ شو چې مشر يې د انګرېزانو مزدور او ايجنټ ، نالوستى حبيب الله كلكاني و، چې ستا په شان خلك پرې وياړې ، د هېواد او ټولنې پر وړاندې د خپلو شومو نيتونو او پلانونو د پلي كولو لپاره ترې الهام اخلي. هېښنده لا دا چې د محمد ګل خان مومند په شان يو ملي شخصيت چې د خپلواكۍ جګړې پر مهال په خيبر محاذ كې په مېړانه او سرښندنې سره جنګېدلى ، هغه دې راپورته شي د خپل هېواد ولس دې لوټ كړي ، د تور سرو سپكاوى دې يې وكړي ، د سرو او سپينو زرو سيكې دې يې لوټ كړي او نادرخان ته دې يې تسليم كړي؛ او يا دا چې دى دې د كيوناري د وژنې كسات له شمالي وګړو نه واخلي. دا ټول هغه تورونه دي چې هېڅ يو سالم سول يې نشي منلاى.
    ستا د يو بل تور په تړاو بايد وويل شي چې كه چيرې محمد ګل خان مومند د پښتو ژبې د زده كړې پروګرام په ټولو ناپښتنو وګړو باندې په جبري ډول پلى كولاى ، نو نن به د ټولو ناپښتنو وګړو پښتو ژبه زده واى. ټول افغانان ددې روښانه واقعيت شاهدان دي چې له اره خو دري ژبه چې د هېواد په سلو كې نولسو وګړو ژبه ده ، له پېړيو پېړيو پخوا نه تر ننه هم درباري او هم دفتري ژبه پاتې شوې ، هم نږدې د ټولو پښتنو او ټولو ناپښتنو زده ده.
    تاپه ډېرې بې شرمۍ سره د ميوند جګړې اتلې ملالۍ او لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي سپكاوى هم كړى دى: " ملالى دختري جعلي عبدالحى حبيبي بود تا از قندهار در جنګ ميوند قهرمان زني داشته باشدو اين زن نه سال تولد دارد نه سال مرګ، نه نام پدر ومادر..."
    د نېكمرغۍ ځاى دى چې د ملالۍ هر څه مالوم دي ، هم يې پلار ، هم يې كلى او هم يې قبر. د هغې په كارنامو او اتلولۍ بهرنيانو هم اعتراف كړى ، چې افغان ولس او تاريخ به تل پرې وياړي. پوهاند عبدالحى حبيبي د لوى خوشال خان خټك په شمول يو له هغو لسهاوو پښتو پوهانو ، ليكوالو او شاعرانو څخه دى چې ښايسته ډېر ارزښتمن اثار يې په دري ژبه ليكلي او په دې خدمت سره يې د نورو ډېرو پښتو پوهانو په شان د دري ژبې د پوهنيزې او ادبي زېرمې په بډاينه كې هم لويه ونډه درلودلې ده، خو ستا غوندې نمك حرامه كسان په دې ارزښت هېڅوخت نشي پوهېداى.
    ټول هغه تور او توراوې چې تا پخپله "بې بها" ليكنه كې پر محمد ګل خان مومند او نورو رښتينو افغانانو لګولي ، يو مخيز بې بنسټه او له ټولو رښتياوو نه لري دي. ته دومره پوهنيز صلاحيت هم نه لرې او دا سكالو تا غوندې بې وكره او نيملوستي كسان څېړلى هم نشي چې د پښتنو پر ار او نسب وغږيږي. ستا نيملوستي دا په زباد رسوي چې ته نه يوازې د روڼاندۍ له اډانې نه ډېر لري يې ، بلكې پخپلو ملي او افغاني ضد څرګندونو سره دې د افغانستان د نه پوخلاكېدونكو دښمنانو درېځ راخپل كړي دى. كه تا رښتيا هم د افغانې مور شيدې رودلې او په افغاني خاوره كې دې خاپوړې كړې وي ، نو له داسې بې ځايه زهرجنو تورونو او تبليغاتو نه به لاس واخلې او د افغانستان د دښمنانو ناكام مورچل به خوشي كړې. كه دې دا كار ونكړ بيا به نو دا مانا ولري چې ذهني تكليف لرې ، نو رواني ډاكتر ته ورشه چې مرسته درسره وكړي ، او كه د ډاكتر مرستې هم پرتا كوم مثبت اغېز ونه ښند، بيا نو هغه د روسي ژبې متل دلته هم پر ځاى دى چې وايي : " د شاټوغي درملنه يوازې قبر كولاى شي."  
    زما سلا مشوره " اريايي" ، "خاوران" او د هغوى نورو ټولو انډېوالانو ته داده چې هغه خپرنيزه تګلاره او كړنلاره چې تاسې غوره كړې ، پرته له دې چې د ملي نفاق اورته لمن پرې ووهله شي ، بله هېڅ ګټوره پايله نشي وركولاى.