د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه خاطره

عبدالمالک ستورى: 03.10.2007 04:00
دروژې دشلمې سها ر وختي ؤ دلمر وړانګې راښكارېدې د دفتر پرلور روان وم چې ناڅاپه مې دموټرو تيز هارنونه ترغوږ شول فكر مې وکړ، څه پيښه ده چې داسي تېز هارنونه وهل كېږي خير په كوڅه كې پلې روان وم تر څو پاخه سړك ته نږدې سم ومې كتل مې چې دپاخه سړك پرچپه لاس دناټو د قواووموټران او ټانكونه روان وو خلګو او موټرونو ته يې اشارې کولې ترڅو يوه بغل ته سي او دوى تېر شي په داسې حال كې چې دوي تېر شول او زه سړك ته راورسېد م يو ټكسي ته مې لاس وښوراوه تر څو مې دهدف تر ځايه ورسوي . موږ پر لارې روان وو. له موټر چلوونكي څخه مې وپوښتل چې دا بيا څه كوي چې پر چپه لاس روان دي هغه راته وويل چې ددوي پاچاهي ده هر څه چې كوي موږ څه نه شو ويلاى او خولې موتړلي دي په دې وخت كي موټر ته يوبل كس هم راپورته شو . موټر چلونکى کرار کرار روان وكله چې دقومندانۍ مخې ته راورسېدو ټول موټرونه يوځاى ولاړ دي ما دموټر وان څخه وپوښتل داڅه ګڼه گوڼه ده هغه هم په حيرانۍ سره شاوخوا وكتل خو څه يې په ستر ګو نه شول . هغه په جواب كې راته وويل چې كېداى شي كوم شكمن موټر ښار ته راننوتلى وي او يا به کوم ټكر شوى وي ما ورته وويل چې او س څو شيبې وړاندې دناټو دقواوو كاروان تيرشو شايد دهغوى موټرونو ته به كوم مشكل پېښ شوى وي او په همدې خاطر به لاره بنده وي. كله چې يوڅه وړاندې ولاړو نوپوليس په ډيرې وارخطايي تېريدونکو موټرو ته ځير ووکله چې زمونږ موټر راورسېد ما او هغه بل كس ته يې وويل چه ژرراكښته شئ پوه شوم چه تلاشي كوي خوناڅاپه مې ښي طرف ته مخ وګرځاو ومې كتل چې يوكس په وينو كي لژنده پروت دى او يوكوچنى ماشوم چې عمر يې دڅلورو كلونو څخه كم ښكارېده ورته ناست و، بل طرف ته يې بايسكل چپه پروت و د خلګوډېره ګڼه گوڼه وه. دموټر څخه راكښته شوم په بيړه دپراته كس خواته ورغلم ومې كتل چې پروت كس په سر كې ويشتل شوى دى وروسته يې موټر ته پورته كړ هغه ماشوم چې ده ته ناست و كله به يې وينو ته كتل او كله به يې دې سړي ته كتل خوله ډېرې وېرې او وارخطايي يې څه نه شو ويلاى په حلق كې يې ناړې وچې شوې وې په موټركې دويشتل شوي كس پښوته كښېناست دموټردروازې په بيړه بندي شوې موټردحركت په حال كې وچې زما يو ملګري مې پراوږه لاس كېښود او ستړي مشي يې راسره وكړه مادستړي مشي څخه مخكې وپوښتل چه دا څنګه او دچا لخوا رامنځته شوه؟ هغه په ځواب كې راته وويل چه زه دعيدګا دروازې څخه پرموټرسائكل راروان وم هارنونه راكول كېدل دموټرسايكل هېندارې ته چې ځيرشوم دناټو دوحشي قواوموټران او ټانكونه روان وو ژربغل ته شوم وروسته دوى تېرشول خو زما تلوسه وه چې د ويشتل شوي كس په اړه څه واورم چې څنګه وويشتل شو ژرمې دملګري خبرې غوڅې كړې اوورته مې وويل چې دغه كس څنګه وويشتل شو ده په جواب كښي راته وويل چې زما درارسېدو څخه مخكې دغه كس ويشتل شوى و كله چې دې ځاى ته راغلم او دخلکو څخه مې وپوښتل هغوى په ځواب كي راته وويل دغه كس اوورسره كوچنى پربايسكل دشهيدانو چوك په لور روان و چې ناڅاپه دناټو قواوې راورسېدې اودغه كس يې په سركې وويشت او دوى پخپله مخه روان شول هيڅ توجه يې هم ورته ونه كړه. ډېر مې طبيعت خراب شو دلته ولاړ خلک هم ډېر خواشيني و. هغوى ويل چې دا څنګه حالت دى نه مو خوارۍ ته پرېږدي او نه غريبۍ ته ، اخر څه وکړو؟؟؟؟ کله چې پرتووينو او بايسکل ته ځير شوم نو ډېر مې طبيعت خراب شو. د بايسکل او ويالې تر منځ فاصلې ته مې وکتل پوه شوم چې که چېرې دې سړي خپل بايسکل يو څه نورهم د ويالې خوا ته نږدې کړى واى نو په وياله کې لوېدو مطلب دا چې ټوله لار يې د کاناډايانو موټرو ته پرې ايښې وه او دامکان تر حده يې ځان د ويالې طرف ته نږدې کړى و خو بيا هم د بشر او ډيموکراسۍ د مدافعينو لخواپه شهادت ورسول شو. نورمې نو ددې حالت د ليدلو توان نه درلود ملګري ته مې وويل ځه چې ځو هغه هم بې له دې چې څه ووايي په موټرسايکل پښه واړوله او زه ورسره شاته په موټرسايکل کښېناستم . سمدستي هغه موټر چې همدا شهيد يې پکې ايښى وو زمونږ تر څنګ په بيړه د روغتون خوا ته تېر شو. اوس نو تاسو قضاوت وکړئ په داسې حالاتو کې به څوک د حکومت د خپلواکۍ او ډيموکراسۍ په شعارونو باور وکړي او څوک به له حکومت سره همکارۍ او مرستې ته زړه ښه کړي. ايا داسې پيښې به د امنيت په راوستلو کې مرسته وکړي او که به نورهم خلک د حکومت او بهرنيو ځواکونو په خلاف راوپاروي؟؟؟؟.