د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاپېريو وطن

29.09.2007 04:00

د ښاپېريو وطن د چين يونليک دى چې حفيظ الله غښتلي ليکلى. دغه کتاب د ګوربت فرهنګي ټولنې له خوا په کندهار کې د هېندارې فرهنګي او مطبوعاتي بنسټ په مالي ملاتړ چاپ شوى. کتاب له سريزو او انځورونو سره په ١٩٢ مخونو کې په ښکلې جوله راغونډ شوى چې ليکوال په کې د خپل سفر له ليدليو کتليو سربېره د چين په اړه لنډ معلومات د کتاب په پاکى کې ځاى پر ځاى کړي دي.
په کتاب کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې کارکوونکيو هر يوه احمد زلمى، امان الله عمران، جانګ جو، جو چو ان جيا، جيانګ جي چيانګ، خوشال تايب، ډيوې، زمري، سپوږمۍ، غاټول، غوټۍ، ګلالۍ، ليلا، ميرمن وانګ لي، هوسۍ او هيلې لنډه پېژندنه هم راغلې ده. د کابل پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشيد د کتاب په پيلامه کې ليکي: دا چې ما د آل انډېا راډيو پښتو څانګې سره د يوې اوږدې مودې لپاره کار کړى او په دغه برخه کې مې د يوه واړه کار په ستر اهميت باندې سر خلاصېږي، زه د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د مشر او غړيو د دغه نوښت چې د هغه په پايله کې د ګوربت مجلې پاسوال چلوونکي غښتلي صاحب دغه اثر وليکه د زړه له کومي مننه کوم...

په کتاب کې ښکلي انځورونه هم چاپ شوي، په دې توګه هڅه شوې چې لوستونکيو ته په کې د چين انځور په تصوير کې وړاندې کړي. د همدغې سفرنامې په اړه استاد حبيب الله رفيع ليکي: ګران غښتلي په چين کې لږ وخت تېر کړى، خو له لږ وخت نه يې ډېره استفاده کړې او ډېر څه يې ليدلي او ليکلي دي... ده خپله سفرنامه داسې تارتريزه ليکلې چې لوستونکي او د چين په باب د معلوماتو لېوال د اوسپنګښ (مقناطيس) غوندې ورجذبوي او له ځانه سره يې رواني...

په سفر نامه کې له ګڼو سرليکونو سربېره لولي:
دينونه څنګه چين ته راغلل
چيني مسلمانان
د چين لرغونى اداري سېستم
د چين کلي او بانډې څنګه ابادېږي؟
د چيني ژبې ليکدود څنګه رامنځ ته شو؟
کنفوسيوس څوک و؟
په چين کې لومړنى پوهنتون څه وخت جوړ شو؟
له بيرغه سره مينه
په لرغوني چين کې انسان څنګه د اسمان زوى کېده.
په نوې بڼه د زړو ورځپاڼو ارزښت...
او ګڼ نور مسايل.

غښتلى د کتاب په اړه وايي:
د کتاب په اړه مې بيړه کړې، عجيبه کار و، که مې بيړه نه واى کړې، نو بيا به لټۍ او تنبلۍ له مخې کتاب نه واى چاپ شوى او بل د سږ لمريز کال په پيل کې ناروغه شوم، چې کېدى شي هغه کار هم د دې لامل شوى واى چې دغه کتاب نه واى چاپ شوى. خير په هر حال، دغه کتاب اوس چاپ شوى، هيله داسې څه په کې وي چې لوستونکي ترې ګټه واخلي.
د ښاپېريو وطن په نقد او کره کتنه ارزي، له نامه نيولې او بيا د جولې او منځپانګې پورې. د نامه په اړه ليکوال وايي: د نوم انتخاب رښتيا چې ستونزمن کار و، څو نومونه مې په ذهن کې وو او له استادانو او دوستانو سره مې مشوره پرې کړې وه چې د هغو له ډلې څخه يې ځينې په دې ډول دي: د رنجو شهزادګۍ، د اسمان زوى، د اسمان زينې، ورېښمن لار، د ورېښمو لار او... خو بالاخره د کتاب نوم د ښاپېريو وطن شو.

Da Khapero Wathan